مهم ترین های امروز دوشنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: د مالیې وزارت وايي، د اسلامي امارت تر حاکمیت وروسته د ډبرو سکرو په صادراتو کې زیاتوالی راغلی دی.
د یاد وزارت ویاند وايي، په تېرو ۷ میاشتو کې د صادر شوو ډبرو سکرو ګمرکي ارزښت ۱۶.۲ میلیارد افغانۍ و او ترې ۳.۹ میلیارده افغانۍ عواید تر لاسه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېر کال په همدې موده کي د ډبرو د سکرو د صادراتو ګمرکي اررښت ۱.۰۱ میلیارد افغانۍ وو او ورڅخه راټول شوي عواید ۲۴۴ میلیونه افغانۍ ته رسېدل.
✒: د ملابرادر په مشرۍ اقتصادي کمېسیون د ښارجوړولو او ځمکو وزارت هغه وړاندیز د تایید او تطبیق وړ وباله، چې له مخې یې د بیجینګ-ننګرهار ساختماني او تولیدي شرکت له لوري د پېروزي ښارګوټي پروژې اړوند صنعتي پارک کې «۱۵۰» کوچنۍ او منځنۍ فابریکې جوړېږي.
د ښارجوړولو او ځمکو وزارت مسوولان وايي، په پام کې ده په دې فابریکو شاوخوا (۲۱۵) میلیونه ډالر پانګونه وشي او ور سره به ۱۳۶۰۰ کسانو ته په مستقیم او ۳۰۰۰۰ کسانو ته په غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.
✒: د نورستان ولایت سیمه ییز چارواکي خبر ورکوي، چې ددې ولایت د واما ولسوالۍ اړوند په وچ خوړ سیمه کې د موټر د چپه کېدو په پېښه کې د واما ولسوالۍ امنیه قوماندان مولوي احمدشاه او درې ملګري یې وژل شوي او ۵ تنه نور ټپيان دي.
✒: د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې ددې وزارت سرپرست امیرخان متقي د قطر هيواد د صدراعظم مرستيال او بهرنيو چارو وزير شيخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني سره په لیدنه کې د افغانستان د هوايي ډګرونو د قرارداد په هغو ټکو خبرې کړې، چې لا تر اوسه پرې دواړه لوري توافق ته نه دي رسېدلي.
د بهرنیو چارو وزارت وايي، د پلان سره سم د افغانستان، قطر او ترکیې تخنيکي ټیمونه په ګډه کار کوي څو د هوایي ډګرونو فعالېدو اړوند یوې هوکړې ته ورسېږي.
✒: د افغانستان ا.ا بهر ته د څارويو پر صادراتو بنديز لګولی دی. د ا.ا د سوداګرۍ او صنايعو وزارت وايي چې دا پريکړه پرون د سوداګرۍ او کرنې وزارتونو د استازو تر منځ ناسته کې شوې ده.
✒: د ښار جوړونې وزارت اړوند پنځمو مکروريانو پروژې د اپارتمانونو مالکانو له دغه وزارته غوښتي چې ستونزې يې ور هوارې کړي. دوی وايي، ساختماني شرکتونو ترې کلونه مخکې د اپارتمانونو د پېرلو لپاره يو يا دوه قسطه پيسې اخيستې دي خو اپارتمانونه يې نه دي ورسپارلي.
✒: د اروزګان ځايي چارواکي وايي چې د دغه ولایت د دهراود ولسوالۍ په ورجان سیمه کې د ګازو زېرمې موندل شوې دي. دا په داسې حال کې ده چې پرون یو مسلکي او فني پلاوي هم یادې سیمې ته سفر کړی او سروې یې کړې ده.
✒: په هلمند کې د تعلیم او زده کړو په موخه ۹۰ سیمه ییز ټولګي جوړېږي. د هلمند ولایت ځایي مسوولین وایي چې د نړیوالو مرستندویه بنسټونو په مرسته به ددغه ولایت په بېلو ولسوالیو او لرو پرتو سیمو کې ۹۰ سیمه ییز ټولګي جوړ شي.
✒: افغان حکومت وایي د ټولو ګډ مسوولیت دی چې هېواد ځان بسیاینې ته ورسوي. د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني په خپلو تازه څرګندونو کې پر امنیتي کسانو او د حکومت پر نورو غړو غږ کړی چې د بیت المال ساتنې ته جدي پاملرنه وکړي.
✒: یک باشندهی ولایت غزنی به هدف ادای مراسم حج، با بایسکل خود بهسوی عربستان سعودی حرکت کرده است.
نور احمد که ۴۵ سال سن دارد، باشندهی روستای «لایق» ولسوالی قرهباغ ولایت غزنی است.
✒: وزارت خارجه روسیه در اقدامی متقابل 40 دیپلمات آلمانی را عنصر نامطلوب اعلام کرد.
✒: اردوغان در دیدار با گوترش بر لزوم حمایت از روند استانبول برای برقراری صلح میان روسیه و اوکراین تاکید کرد.
✒: د ایران د بهرنیو چارو په وزارت کې د افغانستان پخواني مسول، محسن پاکآيين ایسنا ته په مرکه کي ویلي چې د افغانستان د ثبات لپاره د ګاونډیو هېوادونو هڅې د طالبانو د یو اړخیز چلند له امله تر اوسه ناکامې شوې دي.
✒: ایران: در افغانستان اقلیت نداریم؛ اقوام داریم که در امروز و فردای این کشور شریک اند.
سخنگوی وزارت خارجه ایران در سخنانی میگوید «در افغانستان اقلیت وجود ندارد و به تعبیری پشتونها، هزارهها، تاجیکها و همه اقلیتاند. متأسفم که طالبان نتوانستند در برخی مناطق امنیت را تأمین کنند.»
✒: رویترز گزارش داده است که شبکهی با نفوذ اجتماعی توییتر در حال نزدیک شدن به معاملهای برای فروش خود به ایلان ماسک، ثروتمندترین مرد دنیا و مالک خودروسازی تسلا به قیمت ۵۴.۲۰ میلیارد دالر به ازای هر سهم به صورت نقدی است.
✒: سعید خطیبزاده، سخنگوی وزارت خارجه ایران با تأیید ورود دیپلمات طالبان به تهران، میگوید که اعزام دیپلمات براساس تصمیم کشورهای فرستنده و مطابق کنوانسیونهای بینالمللی انجام میشود.
✒: د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي ویلي چې دوی له افغانستان سره د ښو اړیکو غوښتونکي دي او تمه لري چې په پوله کې ناندرۍ بیا ځلې تکرار نه شي او دوی هر څه له افغان لوري سره د خبرو له لارې حل کول غواړي.
✒: د م.م د خوړو او کرنې اداره وایي، دوی هڅه کوي افغانستان کې د کرنې کیفیت ښه شي څو د خوړو په برخه کې د پام وړ بدلونونه راشي له همدې امله یې تېر کال په بېلو ولایتونو کې له شاوخوا ۱،۳ میلیونه کروندګرو سره د اصلاح شوو تخمونو او نورو اړینو توکو مرسته کړې ده.
✒: د امريکا ولسمشر جوبايډن د اسرائيلو له لومړي وزير نفتالي بينيټ سره ټليفوني خبرې کړې او هغه هيواد ته د سفر بلنه يې منلې ده. سپينه ماڼۍ وايي، دواړو لورو د ايران او ايران پلوو وسله والو له لوري سيمې ته په متوجه ګواښونو او ګډو امنيتي ستونزو خبرې کړې دي.
✒: ایمانویل ماکرون د دوهم ځل لپاره د فرانسې ولسمشر وټاکل شو.
ایمانویل ماکرون د فرانسې د ولسمشریزو ټاکنو په دویم پړاو کې د ۵۸،۲ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره خپلې سیالې ښي اړخې توندلارې «مارین لوپین» ته ماته ورکړه او یو ځل بیا د فرانسې د ولسمشر په توگه وټاکل شو.
✒: ترکیه دیروز ۲۲۷ افغان را که به گونۀ غیر قانونی به این کشور رفته بودند، به کابل برگشت داده است.
خبرگزاری انادولو گزارش داده است که حکومت ترکیه در ولایت شرقی مالاتیا ۲۲۷ افغان را که به گونه غیر قانونی در این کشور ساکن شده بودند، در یک پرواز چارتر شده دیروز به کابل فرستاد.
✒: محمد صادق نماینده خاص پاکستان برای افغانستان در توییتی گفته است، افغانهای ساکن در پاکستان تا 29 اپریل میتوانند با تذکره های شان از مسیر تورخم به افغانستان برگردند. وی افزوده است که تنها بیماران، بدون ویزا از مسیر تورخم به پاکستان وارد شده میتوانند.
