No-IMG

ورور حکمتيار د جيد او ځوان عالم شيخ عبدالحمید حماسي او ورسره مل پلاوي سره وکتل

سه‌شنبه؛ د۱۴۰۱ھ‌ش د ثور شپږمه:

د حزب اسلامي افغانستان  قدرمن مشر نن له غرمې مخکې د هېواد له جيد، نامتو او ځوان عالم شيخ عبدالحمید حماسي او ورسره مل پلاوي سره وکتل.

په‌ دغه کتنه کې د هېواد پر يو لړ مهمو سياسي، إجتماعي، أمنيتي، علمي او فرهنګي مسائلو تفصیلي بحث او خبرې وشوې.

ښاغلي شيخ حماسي د حزب اسلامي افغانستان  قدرمن أمير ته د خپلو خبرو پر مهال وويل: ډېر خوښ يم، چې نن د هېواد او نړۍ په کچه له يو پېژندل شوي اغېزمن سياسي، جهادي او عَالِم مشر سره وينم، تاسې د هېواد په داخل او خارج کې خپل ځانګړی سياسي او جهادي حيثيت او ځانګړی علمي مقام لرئ، او بايد ستاسې له همدغه سياسي شخصيت او علمي موقفه د نظام د استحکام او ابادۍ په برخه کې رغنده او سالمه استفاده وشي، موږ هر وخت دې ته اماده يو چې له تاسې سره په ګډه د هېواد د ستونزو هواري په برخه کې فعاله ونډه واخلو.

د حزب اسلامي افغانستان  قدرمن أمير راغلي پلاوي ته د مننې او هرکلي تر څنګ وویل:

يقيناً چې په دې وروستيو کې موږ او تاسې په هېواد کې د يو شمېر سترو سترو بدلونونو او تحولاتو شاهدان وو، اشغال پای ته ورسېد، جګړه ختمه شوه، واک او إقتدار د آزادي‌غوښتونکو افرادو لاس‌ته ولوېد، چې دا په‌خپل ذات کې ډېرې سترې لاس‌ته راوړنې دي، خو لاس‌ته راوړنې بايد وساتل شي، او تر څنګ يې بايد هېر نه کړو چې لا هم ستونزې ډیرې دي، ګواښونه هم شته او دښمن هم په کمين کې دی، نه غواړي چې افغانستان مستحکم او د آرام ساه واخلي.

قدرمن مشر زياته کړه:

دا د اشغالګرو فطرت دی چې کله له اشغال شويو سيمو وځي، خپل اغېز هلته پرېږدي، روسان ووتل، خو اغېز يې پاتې و، امريکا او ناټو  هم دغسې! خپله وتلي خو استخباراتي شرارتونه يې په سيمه کې لا هم دوام لري. د افغانستان ستراتيژيک موقعيت ته په کتو هغوی هيڅ‌کله له دې سيمې لاس نه اخلي.

دغه راز نوموړي وويل:

زه فکر کوم که موږ محتاطانه ګامونه واخلو نو وضعيت مهارولی شو، په لومړي قدم کې ټول هغه اسلامپال جهتونه چې په تېر او اوسني جهاد کې يې فعاله ونډه درلوده، په يو صف کې راټول کړو، نو کولای شو چې د هېواد پر خلاف د هر ډول توطئې مخه پرې ونيسو، خو متأسفانه دې برخې ته توجه نه‌ده شوې، بلکې ځينې کړۍ په خپلو مرموزو کړنو غواړي چې د افغانانو او په ځانګړي توګه د اسلامپالو جهتونو تر منځ فاصلې ايجاد کړي چې دا به د هيڅ لوري او په مجموع کې د هېواد په ګټه نه‌وي.

د ښاغلي حکمتيار پر وينا؛ نظام له قانون او شوریٰ پرته نيمګړی دی، مونږ د ولس د ارادې يوې مُمَثّلې شوریٰ او يو داسې مناسب او معقول قانون ته اړتيا لرو چې هيڅ حاکم او فرد ترې مستثنیٰ نه‌وي، ياده شوریٰ بايد همداسې يو ټول‌منلی او هر اړخيز قانون ترتيب کړي چې د هر فرد صلاحیتونه او وجائب په‌کې معلوم وي.

ناويلي دې پاتې نه‌وي چې ښاغلي شيخ حماسي له مشره د ګڼ‌شمېر مهمو او علمي آثارو د ډالۍ ترلاسه کولو تر څنګ د إيمان مسجد او بريا نړيوال ټلويزيون د غونډو له تالار هم ليدنه وکړه.

د حزب اسلامي افغانستان  د أمير دفتر، مطبوعاتي څانګه.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک