زمونږ داسې نصاب ته اړتيا ده چې د اصالت او معاصرت مجموعه وي
دکتور رحمت الله زاهد
مونږ نه غواړو چې دديني مدارسو څخه يواځې داسې مولايان فارغ شي چې دفراغت وروسته خو يې سر دنحوې, صرف, منطق, ادب او بلاغت دمعلوماتو ډک وي خو دوه فقرې عربي ويلی او ليکلی نه شي, هغه مولا چې دلمونځ او اودس په مسائلو ښه پوهيږي خو دعصر او زمانې دمسائلو په الف باء نه پوهيږي, هغه مولا چې دشلو او اته رکعتو تراويحو داثبات لپاره کتابونه په ترخ کې ګرځوي خو په عملي توګه په نشنلزم او سيکولرزم کې اخته وي, هغه مولا چې دمچ او ماشي دوينې په نجاست بحثونه کوي خو دانسان وينه ورته ارزښت نه لري, هغه مولا چې ټوله دنيا يې دمسجد په منبر او محراب کې خلاصه وي او ددې سترې نړۍ دسياست او حالاتو ناخبره وي, هغه مولا چې تل دسر او ږيرې دويښتانو دمقدار څخه چاپيره وي خو اسلام ته د ورپيښو ګواښونو له مقداره بې پروا وي, هغه مولا چې ددين فروعات يې راټينګ کړي وي خو اصول ترې پاتې وي, هغه مولا چی په دين کې سختي او تشدد پيژني خو دنرمۍ, مينې او محبت سره واټن لري, هغه مولا چې داسلام څخه دخلکو په ويستلو کې مهارت لري خو اسلام سره يې دتړلو په چل نه پوهيږي او بالآخر هغه مولا چې دبل خيرات ته يې سترګې نيولي وي خو بل ته دخيرات دورکولو وسايل نه لټوي-
د ديني مدارسو لپاره ديو څو زړو او دعصر دغوښتنو څخه دليرو کتابونو لست لومړی قسم مولا تيارولی شي خو دټولنې دمسئوليت داخستونکي مولا دروزنې لپاره په علمي او ټولنيزو حقايقو ولاړ يو داسې نصاب ته اړتيا ده چې داصالت او معاصرت مجموعه وي, فقه الأولويات او فقه الموازنات پکې شتون ولري او دقرآن او حديث روح پکې ژوندی ساتل شوی وي-
