د حکمتيار صاحب نهه دېرشم درسي حلقه (سلفي شم که مذهبي پاته شم؟) تر عنوان لاندې تر سره شوه
یکشنبه؛ د ۱۴۰۱ھش کال د ثور ۴مه:
د «سلفي شم که مذهبي پاته شم؟» تر عنوان لاندې د حزب اسلامي افغانستان د قدرمن أمير ښاغلي ګلبدين حکمتيار ۳۹مه درسي حلقه د بريا نړيوال ټلويزيون د غونډو په تالار کې دائره شوه چې ګڼشمېر ورونو او خویندو پهکې ګډون کړی وو.
د تېر په څېر نننۍ درسي حلقه هم د مسلمانانو تر منځ يوې بلې إختلافي موضوع ته ځانګړې شوې وه او هغه دا چې؛ (تراويح اته ركعته دي كه شل؟)
ښاغلي حکمتيار وويل:
دا هم يوه إختلافي قضيه ده چې تراويح به شل رکعته كوو كه اته؟
د احنافو رأيه صحيح او د سنت مطابق ده كه د سلفيانو او غير مقلدینو؟
نوموړي همدې پوښتنو ته په ځواب کې وويل:
د دې موضوع د لا وضاحت لهپاره بايد لاندې
څو مطالب په پام كې ولرو:
1: د روژې مياشت؛ يوه مهمه او روزونكې تربيتي دوره ده؛ د مؤمن او مجاهد إنسان په روزلو كې ژوره او پراخه ونډه لري؛ د تراويح لمونځ كه څه هم سنت دی خو له معنوي پلوه يې ارزښت او أهميت دومره دی چې كولى شو ووايو؛ چې تراويح لمونځ د دې تربيتې دورې يو مهم جزء دی. د همدې تراويح لهپاره هره شپه دومره زيات لمونځ كوونكي په جوماتونو كې راغونډېږي چې د كال په نورو مياشتو كې د دوى له راغونډېدو سره نهشي مقايسه كېداى؛ د دې لمانځه مهمه برخه په ټوله روژه كې د ټول قرآن تلاوت دی؛ أصولاً داسې چې إمام به هره شپه د قرآن يو جزء تلاوت كوي او لمونځ كوونكي به يې غور او دقت سره اوري؛ البته اغېز يې په هغه صورت ډېر پراخ او ژور دی چې لمونځ كوونكي د قرآن په معنیٰ پوه شي؛ قرآن د لمانځه په حالت كې او له داسې چا اورېدل چې په قرآن پوه وي؛ هم يې په تأني او اغېزمن غږ سره وايي او هم تقوىٰ لري او د أجورې په مقابل كې نه؛ بلكې د يوه هدفمن داعي په توګه امامت كوي؛ د دې لمانځه اغېز څو برابره زياتوي.
2: بايد متوجه وو چې د لمانځه په إمامت، د قرآن په تلاوت او د آذان په بدل كې معاوضه او أجوره اخيستل جواز نهلري. داسې كېداى شي چې مؤذن د جومات خدماتي كارونه ترسره كوي او په مقابل كې يې معاش ولري او آذان يې له معاوضې پرته وي؛ همدا راز امام د نورو لمونځ كوونكو په څېر د معاش خپل پتمن مدرک ولري؛ خو إمامت يې له مالي معاوضې پرته وي.
3: شل ركعته تراويح په تېرو نږدې 14 پېړيو كې په ټولو مسلمانانو او د ټولو مذاهبو پلويانو كې عموميت درلود، د صحابهوو له دور بيا تر نن پورې، خو په وروستيو څو لسيزو كې يوه داسې ډله راپيدا شوه چې وايي: تراويح اته ركعته دي او پيغمبر عليه السلام يوازې اته ركعته كړي!!
دا ډله غالباً په دريو رواياتو استناد كوي چې د موضوع د طوالت د مخنېوي له کبله يې له متنونو له راوړلو تېرېږو، يوازې په ژباړه او مفهوم يې إکتفاء کوو:
لومړی روايت:
السنن الكُبرىٰ للبيهقي راوړی او په بخاري كې هم راغلى؛ وايي:
(له عبد الرحمن رضی الله عنه روايت دی چې: د عمر رضی الله عنه په خلافت کې زه د روژې په شپو کې يوه شپه له عمر رضي الله عنه سره مسجد ته لاړم، خلک ډلې ډلې بېل بېل ولاړ وو، یوه کس يوازې لمونځ کولو، بل کس به بل ځای بېل ولاړ وو او د خلکو يو ټولي به هم لمونځ ورپسې کولو، عمر رضی الله عنه وفرمايل: زه وايم چې دا خلک که په يو قاري يو ځای را ټول کړم، نو ډېر ښه کار به وشي، بيا يې کلک عزم وکړ او ټول خلک يې په اُبَیْ بن کعب پسې راټول کړل، بيا زه بله شپه هم مسجد ته ورسره راغلم، ټولو خلکو په خپل قاري (امام) پسې لمونځ کولو، عمر رضی الله عنه چې ټول خلک په يوه إمام پسې وليدل نو ويې فرمايل: دا ډېر ښه نوی کار (بدعت) دی. او هغه چې د (تراويح له دې لمانځه د شپې په پيل كې ويده کيږي او تر سحر وړاندې د تهجد لمونځ كوي) دا ډله تر هغې غوره ده چې دلته ولاړ دي او لمونځ کوي، يعنې د شپې آخري برخه، خلک د شپې په اوله برخه کې ودرېدل لمونځ يې کولو).
نوموړي وويل:
دا روايت يوازې يو غير معروف راوي لري، د تبعتابعينو له متوسطې طبقې دی؛ هم د سند له پلوه كمزورى دی او هم د محتوىٰ له پلوه، ممكنه نهده چې عمر رضی الله عنه به داسې كار كړى وي چې رسول الله صلى الله عليه و سلم نهدی كړى.
عمر رضی الله عنه يوازې دومره كار كړى چې إنفرادي تراويح يې په جماعت بدلې كړي. تر دې وړاندې صحابهوو د رسول الله صلى الله عليه و سلم په سنت عمل كولو، چا شل ركعته يوازې يوازې كولې او چا په جمع.
د عمر رضی الله عنه د دې وينا چې د (تراويح له دې لمانځه د شپې په پيل كې ويده کيږي) دا تر هغې ډلې غوره ده چې دلته ولاړ دي او لمونځ کوي؛ مقصد يې دادی چې كه څوک د ماخُستن پر ځاى د شپې په پاى كې تر سحر وړاندې؛ تراويح او يا د تهجد لمونځ كوي؛ دا لمونځ أفضل او أجر يې زيات دی. نو كه رسول الله صلى الله عليه و سلم په دوه يا درې ورځو هغو تراويح اكتفاء كړې چې په جومات كې يې د صحابهوو امامت وكړ؛ وجه او دليل يې د دې وخت فضيلت دی؛ نه بل څه.
دوهم روايت دادی:
(له عائشې رضی اللهُ عَنْهَا يې وپوښتل: په روژه کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم عمل څنګه وو؟ ويې ویل: رسول الله صلی الله علیه وسلم داسې نهوو چې په رمضان يا غير رمضان کې يې تر یوولس رکعته زيات لمونځ کاوه؛ څلور رکعته يو ځل داسې چې د اوږدوالي او غورهوالي په اړه يې مهپوښته، بیا څلور رکعته؛ داسې چې د اوږدوالي او غورهوالي په اړه يې مهپوښته او بیا يې درې رکعته (وتر) كول).
ښاغلي حکمتيار وويل:
دا روايت د تراويح په اړه نه بلكې د تهجد په اړه دی. په حقيقت كې پوښتنه د قيام الليل په اړه ده او ځواب يې هم دا چې رسول الله صلى الله عليه و سلم تل يولس ركعته كول؛ څلور څلور ركعته د تهجد لمونځ او درې ركعته وتر. او دېته هم بايد متوجهوو چې غير مقلدين د وتر په اړه هم د خپل دغه روايت خلاف عمل كوي او وتر يوازې يو ركعت ګڼي او يو رکعت کوي!!
د يادې ډلې درېيم روايت او دليل دادی:
(یعقوب قُمی له عیسیٰ بن جاریه او هغه له جابر بن عبد الله رضی الله عنه روایت كوي چې موږ (زه او دوه درې نور يوه شپه) اته رکعت لمونځ او وتر مو په رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ پسې وكړل، بله شپه چې راغله؛ نو موږ بيا په جومات كې راغونډ شوو پهدې هيله چې رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ به مسجد ته راشي او موږ به لمونځ پسې وكړو؛ خو هغه رانغى، سبا يې موږ ته وويل: ووېرېدم يا مې خوښه نهشوه چې وتر درباندې فرض شي!)
غير مقلدين پر همدې غير معتبر روایت استناد كوي او تراويح اته ركعته ګڼي. دا روايت د سند له مخې ضعيف دی، د عیسیٰ بن جاریه په اړه محدثينو او محققينو ويلي چې متروک او ضعيف دی، همدا راز یعقوب قُمی د اعتبار وړ نهګڼي.
دا روايت نهيوازې د سند له مخې ضعيف او غير معتبر دی بلكې په متن كې يې هم ركاكتونه تر سترګو كېږي، د «خَشِيتُ» او «كَرِهتُ» له الفاظو هم معلومېږي چې راوي يې زړه نازړه دی، په يقين سره نهوايي چې رسول الله صلى الله عليه و سلم كوم الفاظ ويلي.
نوموړي وويل:
ولې به رسول الله صلى الله عليه و سلم اندېښنه درلوده، آيا كه يې بيا هم په جمع تراويح كړې واى، نو آيا پر مسلمانانو به د تراويح لمونځ فرض شوی وو؟!! فرض خو هغه څه ته وايي چې الله تعالىٰ پهخپل كتاب كې د هغه د كولو أمر او حكم كړى او نهكول يې د سزا موجب وي.
نوموړي دغهراز د پورتنيو رواياتو په
په مقابل كې هغو درې روايتونه ته هم تفيصيلي إشاره وکړه چې دوه يې له ابن عباس او يو له جابر بن عبد الله روايت شوي:
لومړی هغه چې د جابر بن عبد الله رضی الله د مخكيني روايت خلاف دی:
(له جابر بن عبد الله رضی الله عنه روایت دی چې رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ د روژې مياشت كې يوه شپه جومات ته راغى او خلكو ته يې څلور رکعته (فرض)، شل ركعته (تراویح) او درې رکعته وتر لمونځ اداء كړ.
د جابر له هغه لومړي روايت (كه احياناً سم وي) داسي معلومېږي چې دى او ملګري يې تر نورو ناوخته جومات ته راغلي او يوازې اته ركعته تراويح او وتر يې په رسول الله صلى الله عليه و سلم پسې كړي، خو دوهم روايت يې صريح او واضح دی چې رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ خلكو ته شل رکعته تراویح لمونځ اداء كړى.
دوهم روايت چې ښيي تراويح شل رکعته دي:
(له ابن عباس رضي الله عنهما روايت دی چې رسول اﷲ صلی الله علیه وسلم به په رمضان المبارک کې شل رکعته (تروايح) او درې وتر کول ۔ (د امام بخاري د استاد کتاب؛ مصنف ابن ابی شیبه ج 2 ص286 ) (صفحة ١٩١٣).
درېيم روايت:
عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ قَالَ: كَانَ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ «يُصَلِّي فِي رَمَضَانَ عِشْرِينَ رَكْعَةً وَالْوِتْرَ».
په دې روايت كې هم وتر همغه درې ركعته دي چې په مخكيني روايت كې يې يادونه شوې.
قدرمن مشر همدا راز د «تلخيص الحبير» له كتاب هغه روايت ته هم إشاره وکړه چې ياد کتاب کې په ۵۴مه شماره سره راغلی او وايي:
(رسول الله صلی الله علیه وسلم اصحابو ته شل رکعته تراویح دوه شپې ورکړې، کله چې درېیمه شپه شوه، نو اصحابکرام جمع شول، نبي صلی الله علیه وسلم بهر رانغی او په سبا يې وفرمایل چې: له دې وډار شوم چې هسې نه پر تاسو دا تراویح لمونځ فرض شي او بیا يې طاقت ونهلرئ).
دغهراز نوموړي په همدې اړه د «سنن الکبریٰ للبيهقي» او «سنن الترمذي» هغو رواياتو او عبارتونو ته هم تفصيلي إشاره وکړه چې وايي:
(علي رضي الله عنه يو كس وګمارلو چې خلكو ته په پنځو ترويحاتو كې د شل ركعته لمونځ امامت وكړي). نوموړي وويل:
د يادې موضوع په اړه د سنن الترمذي يو وضاحتي عبارت بيا داسې دی چې:
(ډېرى اهل علم په هغه رأى دي چې هغه رأيه له عمر، علي او د رسول الله صلى الله عليه و سلم له نورو صحابهوو رضوان الله تعالیٰ عليهم أجمعين روايت شوېده؛ او هغه دا چې تراويح شل ركعته دي؛ او دا د ثَورى، ابن المبارك او شافعي «رحمهم الله جميعاً» وينا هم ده. او حتیّٰ إمام شافعي رحمه الله ويلي: (او ما په خپل ښار مكه كې خلک همداسې وموندل چې شل ركعته به يې كول).
او زياتوي چې:
(ماته دا غوره برېښي چې كه خلک يو جماعت وي نو شل ركعته تراويح وكړي او درې ركعته وتر).
د حزب اسلامي افغانستان قدرمن أمير د لا وضاحت په پار ګڼشمېر هغو رواياتو، د صحابهوو، تابعينو او مشهورو علماءو أراءو ته په مفصل ډول إشاره وکړه چې په صراحت سره ترې دا جوتېږي چې تراويح شل رکعته دي، نه اته. او زياته يې کړه چې:
د شل ركعت تراويح په اړه روايات دومره زيات دي چې تواتر ته رسي؛ عملاً خو د صحابهوو له دوران تر ننه؛ په تواتر سره؛ له يوه نسل بل ته انتقال او عمل پرې شوى. عجيبه ده چې څوک دا ټول روايات، د ائمه وو اقوال، په مكه (مسجد الحرام) كې، د اسلامي نړۍ په لكونو مساجدو كې د ملياردونو مسلمانانو څرګند او مكرر عمل؛ له پامه غورځوي؛ او حتیّٰ په دې اړه د صحابهوو اجماع هم نهمني، په يوه كمزوري او غريب روايت له دې كبله إصرار لري چې په بخاري كې راغلى، پهداسې حال كې چې له دې روايت سره نه د امام بخاري رحمه الله استادان موافق دي او نه هغه جليل القدر أئمه چې يا تابعين دي او يا تبعتابعين او صحابهوو ته تر امام بخاري ډېر نږدې؛ امام بخاري له څلورم او پنځم نسل روايات ترلاسه كړي او هغوى له لومړي او دوهم نسل!
د نوموړي پر وينا: عجيبه ده چې دا ښاغلي لا ځان ته أهل حديث هم وايي! پهداسې حال كې چې دوى أهل حديث نه، بلكې اهل بخاري دي، او له بخاري پرته د حديثو نور ټول كتابونه له پام غورځوي؛ د نورو كتابونو متواتر، مشهور او عزيز روايات نهمني؛ د همداسې رواياتو په مقابل كې د بخاري هغه روايات هم مني چي هم غريب دي؛ هم د بخاري له نورو رواياتو سره متعارض دي، او هم د نورو كتابونو له صحيح رواياتو سره؛ د تروايح په اړه د دوى ضعيف او ناسم دريځ؛ زموږ د همدې پورتنۍ إدعاء د إثبات لهپاره يوه روښانه بېلګه ده.
د بحث په پای کې نوموړي د مسند عبد بن حميد 653م نمبر، د معجم الکبير للطبراني 12102م نمبر، د مصنف ابن ابي شيبه 7762م نمبر، او همدا راز د ياد مصنف7764م نمبر، د مسند احمد 25496م نمبر، د سنن ابن ماجه 1373م نمبر او ورته ګڼشمېر نورو روايتونو ته هم په پوره دقت او تفصيل إشاره وکړه او ويې ويل:
له دې ټولو په خورا صراحت او وضاحت سره معلومېږي چې د تراويح لمونځ شل رکعته دی، نه اته.
قدرمن مشر په يادو روايتونو کې د يو روايت پر حواله؛ چې د شل ركعته لمونځ بدله پهکې په جنت كې يو كور ګڼل شوې؛ وويل: كه څه هم هلته د تراويح يادونه نهده شوې خو له فحوى يې معلومېږي چې إشاره شل ركعته تراويح ته ده.
د حزب اسلامي افغانستان قدرمن أمير همدا رازد روژې د پيل او پاى او اخترونو اړوند إختلاف ته هم إشاره وکړه او ويې ويل:
رسول الله صلى الله عليه و سلم د قمري مياشتې د عمر په اړه څوارلس پېړۍ وړاندې فرمايلي چې قمري مياشت 29 ورځې ده؛ په داسې حال كې چې هغه مهال عام ذهنيت دا وو چې قمري مياشت دېرش ورځې ده.
نوموړي وويل:
دا هغه دقيقه او علمي وينا ده چې انسانان يې اوس په حقيقت پوه شوي؛ ساينسپوهان وايي چې قمري مياشت 29 ورځې 12ساعتونه 43 دقیقې او 12 ثانيې ده؛ راشئ دې رواياتو ته لږ ځير شئ:
(له ابن عمر رضي الله عنهما روايت دی چې رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: مياشت نههويشت ورځې ده؛ نو تر هغه روژه مه نيسئ چې ويې ګورئ او مه يې ماتوئ تر هغه چې ويې ګورئ او كه درباندې وپوښل شوه نو ورته پياوړي شئ). السنن الكبرى للبيهقي.
دوهم روايت:
(له ابو هريره روايت دی چي ويې ويل: د رسول الله صلى الله عليه و سلم خوا ته مو د قدر شپې يادونه وكړه نو ويې فرمايل: د مياشتي څومره تېره شوې؟ ومو ويل: دوه ويشت ورځې تېري شوې او اته پاته دي. نو ويې فرمايل: نه؛ بلكې دوه ويشت ورځې تېرې شوې او اوه پاته دي؛ مياشت نه ويشت ورځې ده؛ نو له مخې يې دا شپه ولټوئ.
نوموړي وويل:
دېته ورته روايات زيات دي چې رسول الله صلى الله عليه و سلم په مختلفو مواردو كې ويلي چې مياشت 29 ورځې ده؛ همدا بايد د روژې د مياشتې د روژو اصلي شمېر ونيسو او دېرشمه به يې يوازې هغه مهال نيسو چې د سپوږمۍ ليدل تثبيت نهشي؛ د ليدنې لهپاره يې هم د دوو مسلمانو شاهدانو شهادت كافي دی؛ په همدې اړه دې روايت ته ځير شئ:
(عن ابي هريرةَ: قال رسولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم: "صوموا لِرُؤيَتِه وأَفطِروا لِرُؤيَتِه فإِن غُمَّ عَلَيكُمُ الشَّهرُ فعُدّوا ثَلاثينَ). رَواه مسلمٌ
(وَإِنْ شَهِدَ شَاهِدَانِ مُسْلِمَانِ [ذَوَا عَدْلٍ] فَصُومُوا وَأَفْطِرُوا)
(له ابو هريره روايت دی چې رسول الله صلى الله عليه و سلم وويل: په ليدو سره يې روژه ونيسئ او په ليدو سره يې ماته كړئ. او كه مياشت درباندې شكمنه شوه نو دېرش يې وګڼئ او كه دوه عادل مسلمانان يې د ليدو شهادت وركړي نو روژه شئ او إفطار يې كړئ).
قدرمن مشر وويل:
راشئ وګورو چې قرآن په دې اړه څه لارښوونه لري؛ قرآن فرمايي:
(شَهۡرُ رَمَضَانَ ٱلَّذِيٓ أُنزِلَ فِيهِ ٱلۡقُرۡءَانُ هُدٗى لِّلنَّاسِ وَبَيِّنَٰتٖ مِّنَ ٱلۡهُدَىٰ وَٱلۡفُرۡقَانِۚ فَمَن شَهِدَ مِنكُمُ ٱلشَّهۡرَ فَلۡيَصُمۡهُۖ.... )
(د روژې مياشت هغه ده چې په هغې كې قرآن نازل شوى؛ د خلكو لهپاره لارښود، د هدايت څرګندې نښې او فرقان (د حق او باطل د تفكيک او بېلولو لهپاره معيار او ملاک)؛ نو چې څوک دا مياشت مومي هغه دي روژە ونيسي)...
نوموړي زياته کړه:
په دې مبارک آيت كې څو اساسي لارښوونې مومو:
الف: د دې مياشتي روژە د دې لهپاره فرض كړى شوې چې پهدې كې قرآن نازل شوى، دا د خلكو لهپاره لارښود كتاب، دا د څرګندو لارښوونو او د حق او باطل تر منځ د فرق كولو لهپاره روڼ څراغ پهكې نازل شوى، د دې ستر نعمت د شكر أداء كولو لهپاره بايد روژە ونيسئ.
ب: پهدې روژې سره به تاسو د الله په لويۍ او عظمت اعتراف كړى وي او د همدې روژې او د قرآن د درناوي له كبله به مو هدايت په برخه شي.
ج: له دې آيت دا هم په څرګنده توګه معلومېږي چې د روژې مياشتې په داخلېدو سره د نړۍ پر ټولو مسلمانانو روژە نيول فرض كېږي او د روژې مياشت هغه وخت پيل كېږي چې د دې مياشت سپوږمۍ له محاق ووځي او د نړۍ په كوم ځاى كې وليدل شي، له محاق وتل او چېرې د هغې څرګندېدلو معنىٰ داده چې نوې مياشت پيل شوې او په ټولو روژە نيول لازم شوي، د دې آيت له مخې د مطالعو إختلاف اعتبار نهلري، داسې نهده چې مياشتې په هر هېواد كې بېل بېل پيل او پاى لري. د نړۍ په هر ځاى كې چې د نوې مياشت سپوږمۍ وليدل شي؛ نو نوې مياشت پيل شوې؛ د ليدو لهپاره يې د دوو عادل شاهدانو ګواهي كافي ده؛ د نړۍ پر ټولو مسلمانانو يې روژه نېول فرض كېږي.
په آيت كې ويل شوي: (فَمَن شَهِدَ مِنكُمُ ٱلشَّهۡرَ فَلۡيَصُمۡهُۖ: نو چې څوک دا مياشت بيامومي هغه دې روژە ونيسي)؛ داسې نهدي ويل شوي (فمن رأى منكم القمر: څوک چې له تاسو سپوږمۍ وګوري)؛ يعنې د روژې نيول د روژې مياشتې په پيل پورې مربوط دي؛ هر څوک چې دې مياشت ته ننوځي؛ نو روژه نېول پرې فرض کېږي. البته؛ د روژې مياشتې پيل او پاى د سپوږمۍ له مخې ټاكلى شو.
نوموړي همدا راز وويل:
موږ د مياشتو لهپاره دوه معروف تقويمونه لرو؛ يو يې د لمر پر محور د ځمكې په حركت پورې تړلی او بل يې د ځمكې پر محور د سپوږمۍ په حركت پورې مربوط دی، ځمكه په درېسوه پنځهشپېته ورځو او څه د پاسه شپږو ساعتونو كې يو ځل د لمر پر محور څرخي، چې همدېته ځينو د يوه كال نوم وركړى، هغه يې په دولسو مياشتو وېشلى، ځينې يې دېرش او ځيني يې يو دېرش ورځې دي. او سپوږمۍ په (29 ورځو 12ساعتونو 43 دقیقو او 12 ثانيو) کې د رؤيت پړاو بشپړوي؛ دا موده ثابته ده، كه څوک علمي محاسبې ته ارزښت وركړي نو د بشپړ كال ټولې قمري مياشتې داسې ټاكل كېداى شي چې كمى او زياتى به پهكې نهراځي، د محاسبې له مخې دا معلومېداى شي چې سپوږمۍ كله خپل مياشتنى مدار بشپړوي؟ په كوم ځاى كې؟ په كوم ساعت؟ کومه دقيقه او ثانيه له سترګو پټېږي؟ او چېرې؟ په كوم ساعت؟ کومه دقيقه او ثانيه راڅرګندېږي او د نوې مياشتې مدار پيلوي؟ دا چې اسلام د مياشتې د پيل او پاى لهپاره رؤيت ته اعتبار وركړى دا ډېره دقيقه او علمي وينا ده، ځكه د سپوږمۍ په ليدو سره ثابته كېږي چې هغه د نوې مياشتې مدار ته داخله شوې. هغوی چې رؤيت ته اعتبار نهوركوي او د هرې سيمې لهپاره د مستقل او بېل رؤيت خبره كوي يقيناً إشتباه کوي او له دين يې برداشت نيمګړی او ناقص دی.
نوموړي همدا راز د موضوع د لا وضاحت په پار د سورة البقرې 189م، او د سورة المائدې 101م نمبر آيتونو تفسير ته تفصيلاً إشاره وکړه او ويې ويل:
له دې ټولو په واضح توګه څرګندېږي چې پهدې برخه کې د أحنافو رأيه تر ټولو دقيقه، پياوړې علمي او منطقي ده او هغه دا چې إختلاف د مطالعو معتبر نهدی.
د درس پهپای کې ښاغلي حکمتيار د ګډونوالو پوښتنو ته هم تفصيلي ځوابونه ورکړل او له هغه وروسته ياده درسي حلقه د نوموړي په دعاء پایته ورسېده.
د حزب اسلامي افغانستان د أمير دفتر، مطبوعاتي څانګه.
