No-IMG

مهم ترین های امروز یکشنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏سراج الدین حقاني په یوه تازه وینا کې هغه افغانان چې تر وروستیو تحولاتو وروسته له افغانستان څخه تللي، بېرته هېواد ته راوبلل.

‏حقاني د خپلې وینا پر مهال وویل، چې دغه تللي کسان په خپل هېواد کې د نوي حکومت خلاف د جنګېدو هېڅ دلیل نه لري او په خبره یې افغانستان اوس د ټولو لپاره خوندي ځای دی.

: ‏مولوي محمد یعقوب مجاهد وایي تردې وروسته پر افغان خاوره د ګاونډیو هیوادونو یرغل نشي برداشت کیدای.

‏ددفاع وزارت سرپرست، چې د ملا محمد عمر مجاهد نهم تلین په مناسبت جوړې شوې غونډې ته خبرې کولې وویل، چې پر کونړ ولایت د ګاونډي هیواد یرغل د ملي مصالحو په خاطر وزغمل شو، خو تردې وروسته پېښې په هیڅ صورت د زغم وړ نه دي.

‏نوموړی هیواد کې وروستیو امنیتي پېښو ته په اشارې وايي، چې هیچاته به نور د امنیت د اخلاف فرصت ورنه کړل شي.

: ‏بدخشان کې یوې چاودنې دې ولایت ته د ا.ا د کانونو او پټرولیم وزارت رئیس مولوي عبدالفتاح او د هغه ساتونکی وژلي دي.

: ‏ملا عبدالسلام حنفی در مراسم نهمین سالیاد درگذشت ملا محمد عمر:

پالیسی ا.ا روشن است که با کشورهای همسایه و جهان بر بنیاد احترام متقابل روابط برقرار می‌کند. امارت اسلامی تصمیم ندارد که از افغانستان بر ضد دیگران استفاده شود و از دیگران نیز می‌خواهد تا امنیت افغانستان را تخریب نکنند.

: ‏یک پسر پانزده ساله از سوی نگهبانان یک پوسته امنیتی شب گذشته در منطقه زیرانو شهر جلال‌آباد، با شلیک گلوله کشته شد.

خبرنگاران محلی در ننگرهار می‌گویند که این رویداد پس از آن اتفاق افتاد که یک راننده ریکشا از تلاشی این پوسته گذشت و نگهبانان پوسته بر ریکشا شلیک کردند.

‏مولوی طاهر مبارز، آمر امنیت ننگرهار می‌گوید که چهار نگهبان این پوسته در پیوند به این رویداد بازداشت شده اند.

: ‏کابل کې د ایران سفارت په یوه ټویټ کې لیکلي دي چې دغه سفارت د کابل ښار د دشت برچي سیمه کې د وروستیو پېښو د قربانیانو له کورنۍ سره، د خوراکي توکو او نغدي مرستې کړې دي.

: ‏اقلیمي بدلون او له افغانستان سره د نړیوالو نه همکاري به دغه هېواد کې بشري ناورین لا پراخ کړي. نړیوالې رسنۍ وایي چې افغانستان د اقلیمي بدلون له امله زیانمن دی او کال په کال په دغه هېواد کې وچکالي ډېرېږي او د تودوخې کچه لوړېږي.

: ‏واکنش چاووش‌اوغلو به اظهارات اخیر بایدن در خصوص وقایع سال 1915.

وزیر امور خارجه ترکیه استفاده از کلمه "نسل‌کشی" برای وقایع سال 1915 با انگیزه‌های سیاسی، بدون حکم دادگاه صالح را بارزترین مصداق ریاکاری خواند.

: ‏د پاکستان مخکني‌ لومړي وزیر عمران خان تېره ورځ پر خپلو پلویانو غږ کړی چې د اسلام اباد پر لور یوه پراخ لاریون ته تابیا ونیسي. هغه دغه لاریون ته د رښتینې ازادۍ د لاریون نوم ورکړی.

: ‏د اوکراین ولسمشر ولاديمير زلینسکي ويلي چې د امريکا د بهرنيو چارو او دفاع وزيران نن کېیف ته سفر کوي. زلینسکي دا څرګندونې پرون ناوخته په يوه خبري کنفرانس کې وکړې او ويې ويل چې له يادو امريکايي چارواکو سره به پر ځينو مهمو مسايلو خبرې وکړي.

: ‏د امریکا حکومت د سه شنبه په ورځ خپل ۴۰ متحد هیوادونه له یوکراین څخه ددفاع په خاطر المان ته دعوت کړي.

ویل کیږي چې ددې ناستې مهمه مسئله راتلونکي کې له نظامي اړه د یوکراین تقویه کول دي.

پنټاګون وایي ډېرو هیوادونو دغه بلنه منلې ده.

: ‏‏د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف له افغان حکومت غوښتي، چې له نړیوالې ټولنې سره کړې ژمنې عملي کړي او ژر تر ژره دې د وخت له ضایع کېدو پرته د لیسې دورې د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانیزي.

‏یونیسف وایي د ژمنې په عملي کولو کې ځنډ راغلی او څه باندې یوه میاشت وشوه چې په افغانستان کې ښوونځي پيل شوي، خو لا هم له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځیو ته د تګ حق نه لري.

: ‏د هند او بریتانیې صدراعظمانو په افغانستان کې پر بشري وضعیت اندېښنه ښودلې او همدرانګه یې له افغان حکومت غوښتي چې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانیزي.

‏د دوی دواړو تر لیدنې وروسته په یوه ګډه اعلامیه کې ویل شوي، چې « دواړه لوري په افغانستان کې پر بشري وضعیت، د بشري حقونو پر سرغړونو او د نجونو پر مخ د ښوونځیو پر تړل کېدو جدي اندېښنه څرګندوي

: ‏د پاکستان پوځ اسلامي امارت ته خبرداری ورکړی.

د پاکستان پوځ ادعا کړې چې وسله والو کسانو د افغانستان له خاورې د پاکستاني ځواکونو پر پوستو بریدونو کې درې پاکستاني سرتیري وژلي چې په وینا یې متقابلو بریدونو کې یو شمیر وسله وال هم وژل شوي.

‏د پاکستان پوځ اسلامي امارت ته خبرداری ورکړی چې نور د افغانستان له خاورې د پاکستاني ځواکونو پر پوستو وسله وال بریدونه تکرار نشي.

اسلامي امارت تر اوسه د پاکستان د پوځ ددې ادعا په تړاو غبرګون نه دی ښودلي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک