مهم ترین های امروز جمعه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: د ح.ا.ا امیر حکمتیار حفظه الله: تېره اونۍ يوه بله خونړۍ او له وحشت او قساوت ډكه اونۍ وه؛ گڼ شمېر مظلومو افغانانو ته مرگ ژوبله واوښته، پرون په څلورو ولايتونو؛ كابل، مزار، كندز او ننگرهار كي داسي بريدونه او انفجارات شوي چي وحشي عاملين ئې انسانان نه بلكي انسان ډوله ځناور كېدى شي؛ هغه چي په سينه كي ئې زړه نه شته او په سر كي ئې ماغزه، نه ايمان لري او نه په كوم سپېڅلي آرمان باور؛ أجرتي قاتلان دي او حرفه ئې انسان وژنه.
✒: د ح.ا.ا امیر حکمتیار حفظه الله: رئيس الوزراء د مجوز صادرولو فرمان لاسليك كړ؛ خو د عالي تحصلاتو وزارت د دې فرمان مطابق اجراءات وځنډول او له رياست الوزراء ئې د مخكني فرمان خلاف اوامر تر لاسه كړل؛ د اسلامي پوهنتون رياست ته ئې په ظاهر كي د مجوز صادرولو ډاډ وركولو خو په خفاء كي ئې محصلين هڅول چي نورو پوهنتونو ته ولاړ شي!!
موږ اوس د إمارت وروستي تصميم ته منتظر يو.
✒: د ح.ا.ا امیر حکمتیار حفظه الله: د افغانستان په ضد نړۍ واله توطئه روانه ده؛ موخه ئې دا ده چي زموږ هېواد كي د ثبات، امنيت، د افغانانو د خوښي اسلامي حكومت رامنځته كېدو مخه ونيسي، هغه كورنۍ او بهرنۍ كړۍ په دې توطئې كي لاس لري چي خپلي گټي د جنگ په دوام او د افغانستان په بې ثباته كولو كي لټوي؛ همغه چي په تېر څلور څلوېښت كلن جنگ كي د دوى ناولي لاسونه دخيل ول.
غواړي اوسنى حكومت تر داسي گواښونو او فشارونو لاندي ونيسي چي د دوى ټولو شرائطو ته غاړه كښېږدي؛ نه يوازي دا چي له ټولي نړۍ ئې منزوي كړي بلكي له گاونډيو سره ئې په جنگ كي ښكېل كړي؛ له اسلام آباد سره د كابل روابط دومره ترينگلي كول چي خبره له گواښونو واوړي او نظامي بريدونو او د بمونو او توپونو كارولو ته ورسېږي!
✒: د ح.ا.ا امیر حکمتیار حفظه الله: ټولو ته جوته ده چي اسلامي پوهنتون د شوروي اتحاد خلاف جهاد په دوران كي تأسيس شوى او په زرگونو مؤمن او اسلام ته ژمن كادرونه ئې روزلي؛ په خپل وخت كي تر ټولو وړاندي معياري پوهنتون وو؛ عمر ئې د طالبانو تر تحريك نږدې لس كاله زيات دئ.
✒: د ح.ا.ا امیر حکمتیار حفظه الله: د اسلامي پوهنتون محصلينو ته وايو: بل پوهنتون ته مه ځئ؛ څوك چي تللي بېرته دي ستانه شي؛ او خپلو درسونو ته دوام وركړي؛ سند به يا همدا حكومت وركوي او يا بل؛ د سند هيڅ پروا دي نه كوي؛ كه تاسو خپل درسونه بشپړ كړل او له پوهنتون مو د فراغت سند تر لاسه كړ؛ نو بشپړ اطمئنان ولرئ چي معتبر رسمي سند به هم حتماً تر لاسه كوئ.
✒: د ح.ا.ا امیر حکمتیار حفظه الله: دا پوهنتون (اسلامي پوهنتون) هغه مهال تأسيس شو چي پر كابل كمونستانو او روسانو حكومت كولو؛ نه ئې له هغه حكومت مجوز درلود او نه د پاكستان له حكومت؛ حزب اسلامي په سلگونو مدرسې او ښوونځي په پاكستان او د مهاجرينو په هر كمپ كي درلودل؛ د دغو تعليمي مراكزو فارغان؛ يو فرد هم د رسمي او دولتي سند نه درلودو له كبله كومي ستونزي سره نه دئ مخامخ شوى؛ إن شاء الله تاسو به هم نه مخامخ كېږي. دا نن د حكومت پر كرسيو ډېر داسي مسئولين گورو چي ډېرى ئې له خصوصي مدرسو فارغ شوي او د هيڅ حكومت رسمي تحصيلي سند نه لري!!
✒: عبدالرشید دوستم د امریکا او بریتانیا سره په همکارۍ د افغانستان شمال د نا امنه کولو او هلته د داعش ډلې د فعالولو لپاره کار پیل کړی.
تسنیم خبري آژانس له افغانستان څخه په ازبکستان د داعش ډلې برید، د افغانستان په شمال کې د داعش مشر مفتي نعمت الله سره د دوستم صمیمي لیدنې او د بریتانیا د استخباراتي ادارې لخوا دوستم ته ۲۵۰ ملیونو ډالرو ورکولو ته په اشارې ویلي، چې دوستم د ۲۰۰۱ کال په څیر یو ځل بیا په افغانستان کې د امریکا پلانونه تطبیقوي او د شمال د نا امنه کولو او د داعش د فعالولو لپاره کار کوي.
کابل نیوز ته د رسیدلو معلوماتو پر اساس دوستم همداراز د روسیې خلاف جگړې لپاره یوکراین ته د افغانانو د لیږلو کمپاین پیل کړی او هلته د جگړې لپاره د هر افغان په سر له امریکایانو ۲۰۰۰ ډالر ترلاسه کوي، تر دې مخکې دوستم ته یو نږدې کس هاشم رئیسي هم په ایران کې د یوکراین جگړې لپاره د سرتیرو د جذبولو په تور نیول شوی و.
✒: د اداري فساد او درنو جرمونو پر وړاندې د مبارزې ریاست وايي، چې ددې ریاست منسوبینو یو تن د جعلي پیسو په تور نیولی.
یاد ریاست ویلي، نوموړي کس غوښتل، یو لک جعلي افغانۍ په دېرش زره اصیلو افغانیو بدلې کړي چې امنیتي ځواکونو ونیوه.
تورن کس منلې چې دا پیسې یې له پاکستان څخه راوړې دي.
✒: اسلامي امارت وايي، د کندز امام صاحب ولسوالۍ په یوه جومات کې چاودنې د ماشومانو په ګډون ۳۳ ملکي وګړي وژلي او ۴۳ نور یې ټپیان کړي دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، چې ددې پېښو تر شا فتنه ګر او شریر عناصر دي چې د نیولو او په سزا رسولو په اړه جدي هڅې روانې دي.
✒: کابل نیوز: د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وايي، لویدیځ هڅه کوي څو په افغانستان ثبات او امنیت تخریب کړي او په دې خاوره کې د اسلامي نظام د ټینګښټ مخنیوی وکړي.
حکمتیار وايي، چې تاجکستان له امریکا سره په خپله خاوره کې د نظامي اډې ورکولو په هدف خبرې کړي؛ ابتدائي توافقات یې شوي او تاجکستان د احتمالي جګړې رامنځته کېدو په هدف د افغانستان پولو ته نږدې د کډوالو کمپونه هم جوړ کړي دي.
✒: ایران له اسلامي امارت غوښتي چې د هلمند د اوبو مسئله ورسره ژر تر ژره حل کړي.
د ایران د ولسمشر مرستیال محمد مخبر له اسلامي امارت غوښتي، چې د هلمند سیند د حقابې په اړه د ۱۹۷۳ کال موافقه رعایت کړي.
✒: چارواکي وايي، د کابل د اوومې امنیتي حوزې اړوند د دارالامان پر سړک د نن مازدیګر چاودنې یو تن ټپي کړی دی.
ویل کیږي چاودنه د سړک غاړې ماین د چاودېدو په پایله کې رامنځ ته شوې ده.
✒: د کندهار سیمهییز چارواکي وايي، پرون د دې ولایت شاوليکوټ ولسوالۍ په کجور سیمه کې یوه شپږ کلنه نجلۍ برمې څاه ته له لوېدو وروسته مړه شوې ده. د تېرو دوو میاشتو پر مهال په کندهار، هلمند او زابل ولایتونو کې څلور ماشومان په څاګانو کې د لوېدو له کبله مړه شوې دي.
✒: د بلخ د امنیې قومندانۍ ویاند محمد اصف وزیري وايي، د بلخ ولایت لپاره د داعش پخوانی والي او د مزارشریف د پروني خونړي برید طراح عبدالحمید سنګریار، پرون د دې ولایت په چهاربولک ولسوالۍ د اسلامي امارت ځواکونو لهخوا نیول شوی دی.
✒: د اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعامالله سمنګاني په ټوېټر لیکلي، کابينې لویې څارنوالۍ ته دنده سپارلې چې یو پلاوی په ایران کې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه له افغان بندیانو سره وګوري او تر څنګ یې له ایراني چارواکو سره افغانستان ته د افغان بندیانو د راستنولو په اړه خبرې وکړي.
✒: د بلخ امنیې قومندانۍ ویاند محمد اصف وزیري وایي، تېره شپه د مزارشریف ښار دویمه امنیتي حوزه کې د اسلامي امارت سرتېرو او د بلخ پخواني والي عطا محمد نور پورې اړوندو کسانو تر منځ د نښتې پر مهال دوه کسان وژل شوي او زیاتوي پهدې نښته کې د اسلامي امارت ځواکونو ته زیان نهدی رسېدلی.
✒: گوترش حمله بر مسجد شیعیان در مزارشریف را محکوم کرد.
انتونیو گوترش، سرمنشی سازمان ملل حملههای متعدد دیروز در افغانستان، از جمله حمله بر مسجد سه دُکان در مزارشریف در هنگام نماز را محکوم کرد. در نتیجهی انفجاری در مسجد شیعیان در مزارشریف، ۳۱ تن جانباخته و ۹۰ تن دیگر زخمی شدند.
✒: حزب جنبش به سر کرده گی عبدالرشید دوستم با نشر اعلامیهای در پیوند به گزارشهای نشر شده از سوی خبرگزاری دولتی تسنیم ایران گفته است که برخی فردها و رسانهها، نفاقافگنی و در پی تطهیر حامیان تروریستان اند.
✒: په بغلان کې د ا.ا چارواکي وايي چې، هڅې یې پيل کړي چې د بغلان د غوري سیمنټو فابریکې تولید دوه برابره زیات کړي. یاده فابریکه په ورځني ډول ۱۲ زره بورۍ سیمنټ تولیدوي، خو چارواکي وايي چې هڅې یې پیل کړي چې د یادې فابریکې تولید دوه برابره زیات کړي.
✒: به ریاست ملا حمیدالله آخندزاده سرپرست وزارت ترانسپورت و هوانوردی یک هیئت عالیرتبه امارت اسلامی افغانستان امروز به قطر رفت.
بحث روی موارد تخنیکی قرار داد پنج میدان هوایی بینالمللی افغانستان هدف این سفر گفته شده است.
مولوی امیر خان متقی سرپرست وزارت امور خارجه، مولوی خیرالله خیرخواه سرپرست وزارت اطلاعات و فرهنگ، معاون وزارت دفاع ملی و شمار دیگر از مقامات ا.ا.، سرپرست وزارت ترانسپورت و هوانوردی را در این سفر همراهی میکنند.
✒: سرازیر شدن سیلابها در ولسوالی بلچراغ ولایت فاریاب خسارات هنگفت مالی و جانی به جا گذاشته است.
به گفته مسوولان محلی، در پی این سیلابها، سه تن جان باختند، دهها راس مواشی تلف شدند و صدها جریب زمین زراعتی تخریب شده است.
✒: پنجصد و هشتاد تن از نیروهای امارت_اسلامی پس از فراگیری یک دوره آموزشهای نظامی، فکری و عقیدتی از مرکز تعلیمی قول اردوی ۲۰۳ منصوری وزارت دفاع ملی فارغ شدند.
