مهم ترین های امروز پنجشنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: بلخ ولایت کې د اهل تشیع جومات کې د نننۍ چاودنې له ځایه ۱۰ جسدونه او ۳۲ ټپیان د مزارشریف ابو علي سینا روغتون ته منتقل شوې دي.
د ابو علي سینا روغتون رئیس غوث الدین انوري ویلي، چې په ټپيانو کې د شپږو کسانو روغتیايي حالت نازک دی.
سیمه ییزو چارواکو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.
✒: قاری عبیدالله عابدی، سخنگوی فرماندهی امنیه کندز میگوید که در انفجار در منطقه "سردوره" شهر کندز دست کم چهار تن کشته و هجده تن زخم برداشته اند.
✒: کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل ښار پنځمې امنیتي حوزې اړوند قمبر څلورلارې کې د یوې چاودنې پر مهال دوه ماشومان برسېرن ټپیان شوي. د دې وزارت په وینا، دا پېښه د سرک غاړې په یوه ګلدان کې د ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له امله رامنځته شوې ده.
✒: د ا.ا ځواکونو پاکستان ته د پرمختللي رادار سیستم د قاچاق مخه نيولې.
کونړ ولایت کې د ا.ا د استخباراتو ريیس ویلي، چې دا رادار د نړیوالو ځواکونو له لوري د غره پر یوه څوکه د افغان ځواکونو په یوه پوځي اډه کې نصب شوی و.
نوموړي همداراز ویلي، چې امنیتي ځواکونو یې له تېرو څو ورځو راهیسې په کونړ کې د پلټنې عملیات کړي او په لړ کې یې راز راز وسلې هم نیولي دي.
✒: د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره پر روان وضعیت خبرې کړي.
ټام وېسټ پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، چې له حامد کرزي سره یې د ټلیفوني خبرو پرمهال افغانستان کې پر روان وضعیت خبرې کړي او دا چې نوي حکومت پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی اندېښنه ښودلې.
په دې ټلیفوني مکالمه کې همداراز د نجونو پر زده کړو هم خبرې شوې دي.
ټام وېسټ ویلي، چې دواړو لوریو له نړۍ سره د نوي حکومت د ژمنو پر عملي کولو ټینګار کړی دی.
✒: مسوولان صحی در مزار شریف میگویند که دستکم ۵ کشته و ۶۵ زخمی از انفجار امروز در یک مسجد در شهر مزار شریف به شفاخانه انتقال یافتهاند.
این آمار ابتدایی است و ممکن تغییر کند.
✒: اسلامي امارت په کابل، بلخ او کندز کې په ملکي خلکو چاودنې په کلکو ټکو غندلي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي چې دغه بریدونه د هغو کړیو کار دی چې په افغاني ټولنې پورې هيڅ ارتباط نه لري.
نوموړی زیاتوي چې ډير ژر به د دغو بریدونو عاملین پيدا او سخت مجازات کړل شي.
✒: د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په یوه ټویټ کې لیکلي چې د دې وزارت سرپرست امیرخان متقي د ازبکستان او قزاقستان له سفیرانو او د ترکمنستان او قرغزستان له استازو سره لېدلي او د افغانستان او منځنۍ اسیا ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.
✒: د اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعامالله سمنګاني وايي، د کابینې په غونډه کې مخابراتو وزارت ته دنده سپارل شوې چې دا وزارت د پبجي لوبه او د ټیکټاک اپلېکېشن چې د نوي نسل د ګمراهۍ سبب کېږي، په هېواد کې بند کړي او همداراز د هغو چینلونو مخه ونیسي چې غیر اخلاقي مواد خپروي.
✒: نعیمه غنی، یکی از آموزگاران در نشست نهاد های جامعه مدنی، گفت: «بسته ماندن مکتبها پیامد های بدی به دنبال دارد. نیروی کار از کشور فرار میکند و مهاجرتها زیاد میگردد. بنابراین دختران نباید از درس محروم شوند و حقیقت باید به مردم گفته شود و در صورت نیاز، از مردم کمک خواسته شود.
✒: د سیاسي ګوندونو د غونډې ګډونوالو په یوه پرېکړهلیک کې وویل، د ولس لومړیتوبونه یې سرې کرښې دي او زیاته یې کړه چې ولس د اسلامي امارت امر ثاني ته په تمه دی. دوی همداراز زیاتوي، له زدهکړو د یوه نسل لرې ساتل یوه ضایعه نه؛ بلکې یو ستر ناورین دی.
د دې غونډې ګډونوالو همداراز پهدې پرېکړهلیک کې له اسلامي امارته غوښتنه وکړه چې پر شهید عبدالرحیم ښوونځي د وروستي برید عاملان ونیسي او په سزا یې ورسوي.
✒: زدهکوونکې منورې قریشي په کابل کې د نجونو ښوونځیو د تړل کېدو په غبرګون کې د مدني ټولنو د ناستې پر مهال وویل، زدهکړې د نجونو حق دی او باید سیاسي نهشي. نوموړې له نړیوالې ټولنې غوښتنه وکړه چې د افغان نجونو زدهکړو ته پاملرنه وکړي.
✒: اسلامي امارت له هغو سوداګرو، صرافانو، د شرکتونو مالکانو، د روغتیا او سوداګریزو مارکېټونو خاوندانو چې د کابل ښار د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ترې وسلې او وسایط اخیستل شوي وو؛ غوښتنه کړې د خپلو وسایطو او وسلو د بېرته ترلاسه کولو لپاره دې سر له سبا د تصفیې کمېسیون مرکز ته مراجعه وکړي.
✒: ناوقت شام امشب صداى یک انفجار از ساحهی كارته ظهيرالدين فاريابى در شهر مزارشريف، شنيده شده است. منابع میگویند که پس از انفجار صدای تیراندازی نیز از محل شنیده شده است.
✒: رسانه های اجتماعی میگویند از شام امروز تاکنون درگیری نسبتاً شدید در بازارک مرکز ولایت پنجشیر جریان دارد. طالبان و جبهه مقاومت تاکنون در این مورد ابراز نظر نکردهاند.
✒: داعش مسوولیت حمله بر مسجد شیعیان در مزارشریف را به عهده گرفت.حملهی که تاکنون کشته و زخمی شدن ۱۱۸ نمازگزار تایید شده است.
✒: رجب طیب اردوغان، رئیسجمهور ترکیه: در حالی که کشورهای مدعی متمدن بودن، پناهجویان را در دریا به حال خود رها کردهاند، ما صدها هزار نفر را از کام مرگ نجات دادیم.
✒: بایدن : آمریکا برای اوکراین 1.3 میلیارد دلار کمک اضافی ارائه خواهد کرد.
✒: روسیه تصمیم گرفت تا 61 کانادایی و 29 آمریکایی از جمله کامالا هریس، معاون رئیسجمهور آمریکا و مارک زاکربرگ، مدیرعامل شرکت متا را تحریم کند.
✒: کاناډا وایي دوی څلوېښت زره افغانانو ته د وېزې د ورکولو ژمنه عملي کوي. د کاناډا ولسمشر جسټین ټروډو ویلي، دوی په اوسني وضعیت کې له افغانستان خپل ملګري وګړي نه شي ایستلی خو افغانانو ته د څلوېښت زره وېزو ورکړې ته ژمن دي.
✒: برېټانیا غواړي افغانستان کې د امریکايي جګړې د اسنادو افشاګر امریکا ته وسپاري. د راپورونو له مخې برېټانیا غواړي جولیان آسانژ چې د ویکي لیکس په نامه د افشا کوونکي سایټ بنسټګر دی د محاکمې لپاره امریکا ته وسپاري.
✒: امریکايي عسکر وایي اوکراین کې جګړه تر افغانستان ډېره خطرناکه او خونړۍ ده. ځينې امریکایي پوځيان چې په داوطلبانه توګه یې د اوکراین جګړه کې ګډون کړی وایي، روسانو فکر کاوه چې په څو ورځو کې به اوکراین ونیسي، خو دلته هر څه برعکس شول.
✒: د امريکا د متحدو ایالتونو د دفاع وزارت يا پنټاګون هغه ادعا رد کړې چې اوکراين ته جنګي الوتکې ورکړل شوې دي. تر دې وړاندې د پنټاګون ویلي وو چې اوکراين ته د يوه متحد هيواد له لوري روسۍ مېګ ۲۹ جيټ الوتکې ورکړل شوې دي، خو تازه له خپلې دې ادعا په شا شوی دی.
✒: د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون پر خپلې سيالې مارين لوپېن تور لګولی چې د روسيې تر اغېزې لاندې ده. مکرون پرون د فرانسې د ولسمشريزو ټاکنو لپاره په جوړه شوې مناظره کې وويل چې د مارین لوپېن ګوند په ۲۰۱۴ کال کې له یوه چکي-روسي بانکه پور اخیستی دی.
✒: ایران وایي، درې تنه یې د اسرایيلو استخباراتي سازمان موساد ته د جاسوسۍ په تور نیولي دي. رسنيو د ايراني چارواکو له قوله ويلي چې ياد کسان د دغه هيواد په جنوب ختيځ ښار زاهدان کې نيول شوي دي.
✒: کریستین لیندنر، وزیر مالیه آلمان گفته است که آلمان «با بیشترین سرعت ممکن» برای پایاندادن به اتکای خود به انرژی روسیه حرکت میکند، اما این کار زمان میبرد.
✒: بوریس جانسون، نخستوزیر بریتانیا گفته است که برخورد با پوتین مانند یک تمساح است. او تصریح کرده است که ادامهی کمکهای نظامی به اوکراین از سوی غرب حیاتی است.
✒: سفارت ایران در کابل انفجار امروز در مسجد شیعیان در مزارشریف را یک عمل تروریستی خوانده و به شدت محکوم کرد.
سفارت ایران نگاشته: «بار دیگر دستهای ناپاک و جنایتکار تروریستهای تکفیری در ماه رمضان به خون مردم مسلمان و روزهدار افغانستان و اینبار درمزارشریف آغشته گشت.»
✒: نخستوزیر پاکستان: حمله امروز در مزارشریف کار دشمنان اسلام است.
شهباز شریف، نخستوزیر پاکستان حمله امروز بر مسجد شیعیان در مزارشریف را محکوم کرده و گفت، آنان که این اقدام فجیع خشونتآمیز را در ماه رمضان انجام دادهاند دشمنان افغانستان و اسلام هستند.
✒: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر (یوناما) د یوه ټویټ له لارې په مزارشریف کې نننۍ چاودنه غندلې ده. یوناما پر ملکي وګړو وروستي بریدونه د اندېښنې وړ بللي او ویلي یې دي چې دا بریدونه باید ژر تر ژره پایته ورسېږي او عاملین یې باید مجازات شي.
✒: یونیسف وایي په خوست او کونړ ولایتونو د پاکستان وروستي هوايي برید کې ۲۰ ماشومان وژل شوي دي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف وايي، چې د دوی د څېړنو په پایله کې روښانه شوې، چې پاکستاني الوتکو په خوست او کونړ کې د وروستي برید پرمهال ۱۵ نجونې او ۵ هلکان په داسې حال کې وژل شوي، چې په خوب ویده وو.
