No-IMG

مهم ترین های امروز چهارشنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏کابل کې د پرونیو چاودنو له امله د وژل شویو کسانو د کورنۍ غړي عدالت غواړي.

د قربانیو کورنۍ له اسلامي امارت څخه غواړي چې د خلکو د امنیت تر څنګ د تعلیمي مرکزونو امنیت ته هم جدي پاملرنه وکړي تر څو خلک په ډاډه زړه خپل اولادونه زده کړو ته ولیږي.

‏د پرون ورځې برید کې د وژل شوي زدکوونکي کورنۍ وايي، کلونه کېږي چې چاودنې او بریدونه یې ترې د کورنۍ غړي اخلي، خو تر اوسه په دې برخه کې نه پخواني او نه هم اوسني حکومت د پام وړ اقدامات تر سره کړي.

: ‏ستره محکمه وايي، د کابل ولایت ابتدایه محکمې پنځه تنه « د شرابو د پلور او څښلو» په جرم په شپږ میاشتې بند او د ۳۵ درو په سزا محکوم کړل.

سترې محکمې ویلي، د کابل ولایت ابتدایه محکمې دوو تنو نورو ته د موټر د غصب په جرم د شپږـ شپږ میاشتې تنفیذي بند او ۳۵ درو سزا اورولې ده.

: ‏اسلامي امارت وايي، د رئیس الوزراء د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په مشرۍ د سیاسي کمېسیون په غونډه کې له یو شمېر ګاوندیو هېوادونو سره د رامنځ ته شوو ستونزو او له ډیپلوماتیکو لارو د هغو پر حل خبرې شوې دي.

: ‏د کورنیو چارو وزارت په یوه ټویټ کې لیکي چې د کورنیو چارو د وزیر مرستیال مولوي عبدالرحیم ثاقب د دغه وزارت له جګپوړي پلاوي سره د قاسم قایم له کورنۍ سره د غم شریکۍ او غم رازۍ لپاره د هغه کور ته تللي او همدارنګه ۵۰۰ زره افغانۍ یې د عزادارۍ د مراسمو په پار د قاسم کورنۍ ته ورکړي دي.

: ‏د افغانستان بانک وايي، له‌دې وروسته ټول سوداګر او صنعت‌کاران کولای شي له کوم ډول محدویت پرته خپلې پیسې بهر ته ولېږدوي او سوداګریز توکي او اومه مواد وپېري.

: ‏په ټولنیزو رسنیو کې د اسلامي امارت د پخواني حکومت پر مهال د مالیې وزیر اغاجان معتصم ته منصوبې اعلامیه کې ادعا شوې چې د کابل په وزیر محمد اکبر خان سیمه کې د ښاغلي معتصم کور پلټل شوی. په‌دې اعلامیه کې همداراز راغلي چې د پلټنې پر مهال د مرمۍ ضد یو موټر او یو شمېر وسلې هم ضبط شوې دي.

: ‏د بیان د ازادۍ کور د یوې اعلامیې له لارې په تېرو څو ورځو کې د خبریالانو د نیولو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او له اسلامي امارته یې غوښتي چې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون، د ټولیزو رسنیو د قانون او نړیوال تړونونو پر بنسټ په هېواد کې د بیان ازادۍ او اطلاعاتو رسولو ته زمینه برابره کړي.

: ‏راتلونکې جمعه د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه مهمه غونډه کېږي. د پیسو نړیوال صندوق، د امریکا مالیې وزارت، نړیوال بانک او د افغانستان د بیا رغونې صندوق راتلونکې جمعه د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه غونډه کوي.

: ‏په کابل کې پر زده کوونکو د بریدونو په تړاو د غبرګونونو په دوام د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نېکلاسون دا بریدونه غندلي او له افغان حکومت یې غوښتي چې ددې بریدونو عاملین پيدا او سزا ورسوي.

: ‏د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیوګوتریش په کابل کې پر زده کوونکو بریدونه غندلي دي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوچاریک یوې خبري غونډې ته د ګوترېش په حواله ویلي، چې د ښوونځیو په شمول په ملکي اهدافو بریدونه د بین المللي او بشردوستانه حقونو په اساس منع دي.

: ‏د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې پر ښوونیزو بنسټونو د پرونیو بریدونو په اړه اندېښنه ښودلې او د یوې اعلامیې په خپرولو سره یې ددې بریدونو د عاملینو د نیولو او سزا غوښتنه کړې ده.

: ‏«ریچارد بینیت» گزارشگر خاص سازمان ملل در امور حقوق بشری برای افغانستان، حملات دیروز بر شاگردان مکتب و مرکز آموزشی در کابل را محکوم نموده و خواهان بررسی این رویداد شده است.

: ‏د پاکستان امنیتي چارواکي وایي، چې ددې هیواد ډرون الوتکو تېره اونۍ په افغانستان کې د پاکستانی طالبانو پر اهدافو بریدونه کړي.

‏اکسپرس ټریبیون د پاکستان امنیتي چارواکو په حواله ویلي، چې تیره اونۍ د دې هیواد بې پیلوټه الوتکو د افغانستان په خوست او‌ کونړ ولایتونو کې د تحریک طالبان پاکستان پتنځایونه په نښه کړي او له منځه یې وړي دي.

‏د پاکستان لوړپوړي امنیتي چارواکي د افغانستان د حریم د نقضولو ادعاوې رد کړي او ویلي یې دي چې د استخباراتي راپورونو په اساس د دې هیواد د هوایي ځواک جیټ نه بلکې بې پیلوټه الوتکو د افغانستان په خوست او کونړ ولایتونو کې د ټي ټي پي پتنځایونه په نښه کړي او له منځه یې وړي دي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک