مهم ترین های امروز سه شنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: سخنگوی وزارت خارجه: وزارت امور خارجهٔ ا. ا. افغانستان شایعات مبنی بر پرتاب راکت از خاک افغانستان به شهر ترمذ کشور همسایه جمهوری ازبیکستان را کاملاً تکذیب میکند و اطمینان میدهد که وضعیت در مرز دو کشور عادی است و جای هیچگونه نگرانی نیست.
ا. ا. افغانستان با تأکید بر تعهد خويش به عنوان یک دولت مسئول، میخواهد یکبار دیگر به همهٔ همسایگان خويش اطمینان دهد که نیروهای سرحدی افغان مرزهای افغانستان را با جدیت کامل زیر نظر دارند و اجازه نمی دهند تا کسی امنیت را مختل کند.
✒: د کابل په لویدیځه برخه کې د ښوونځیو پر زده کوونکو پرلپسې چاودنو ۸ کسان ووژل او لسګونه نوریې ټپیان کړل.
د کابل د اته لسمې امنیتي حوزې مسوولان وايي، چې د دوی د معلوماتو له مخې د پېښې له ځایه د اوو او اتو کسانو جسدونه او لسګونه نور ټپیان د کابل ښار روغتونونو ته منتقل شوي او دوی ددې پېښې په تړاو څېړنې پیل کړي دي.
خو سیمه کې عیني شاهدان بیا د وژل شویو شمېر لوړ بولي او وايي، چې د کابل په لویديځ کې د یادو چاودنو ډېری وژل شوي او ټپیان د یوې لیسې زدکوونکي او عام کسان دي.
✒: حامد کرزی رییس جمهور پیشین انفجار بر مکتب عبدالرحیم شهید و مرکز آموزشی ممتار را که در آن شماری از متعلمین کشته و زخمی شده اند، تقبیح کرد.
وی این کار را، جنایت انسانی خواند و گفته است که دشمنان صلح و پیشرفت کشور، از نسل باسواد هراس دارند.
✒: د عامې روغتیا وزارت وايي، د کابل د نننیو بریدونو له کبله د عامې روغتیا وزارت اړوند روغتونونو ته ۵ جسدونه او ۲۰ ټپیان ور وړل شوي دي.
تر دې وړاندې د کابل امنیې قوماندانۍ ویلي وو، چې د کابل په لویدیځ کې د نن ورځې د چاودنو په پایله کې شپږ تنه وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.
✒: د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې ددې هېواد د بهرنیو چارو وزیر له خپل افغان سیال سره د ټیلفون له لارې په افغانستان کې د ایران د ډیپلوماټیکو نمایندګیو د امنیت، په پوله کې د شته ستونزو او له افغانستان څخه ایران ته د ورتلونکو اوبو د حقابې په اړه خبرې کړې دي.
✒: په هملند کې ځايي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په موسی کلا ولسوالۍ کې یو تن د تالندې او تندر له امله وژل شوی او دوه تنه نور ټپيان شوي دي.
✒: سرگی لاوروف: عملیات ویژه نظامی در اوکراین ادامه خواهد داشت. مرحله بعدی عملیات هم اکنون آغاز شده است.
✒: حکومت نظامی در اوکراین تمدید میشود.
ولودیمیر زلنسکی، رئیس جمهور اوکراین لایحهای را به منظور تمدید حکومت نظامی به پارلمان کشورش ارائه داده است.
✒: سازمان ملل: بحران اوکراین ممکن است 47 میلیون نفر را به گرسنگی بکشاند.
برنامه جهانی غذا (WFP) وابسته به سازمان ملل متحد گزارشی تحت عنوان «ناامنی شدید غذایی ناشی از جنگ اوکراین» منتشر کرد.
✒: د ایران د مذهبي مشر استازی احمد علم الهدی:
د کابل حکومت دې د ایران د حکومت تجربې پلې او استفاده ترې وکړي.
✒: ښايي د اوکراین د جګړې تر پای ته رسېدو نړۍ افغانستان ته هېڅ راز پاملرنه و نه کړي. د امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار جان بولټن په یوه مرکه کې ویلي چې د افغانستان وضعیت ترینګلی او د نړۍ له پامه غورځېدلی دی.
✒: د اوکرایین ولسمشر ولادیمير زېلینسکي ويلي چې روسیې د اوکرایین په ختیځ کې د دونباس سیمې د نيولو لپاره بريدونه پراخ کړي دي. د زلېنسکي دا څرګندونې تر هغې وروسته دي چې روسيې د اوکراين پر مختلفو ښارونو سخت هوايي بريدونه وکړل.
✒: نړیوال بانک وايي چې د ۱۷۰ میلیارد ډالرو د یو بیړني صندوق د جوړولو هڅه يې پيل کړې څو له کړکېچونو د اغېزمن شويو بېوزلو هيوادونو سره مرسته وکړي.
✒: د امریکا ولسمشر به اوکراین ته سفر و نه کړي. د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زلینسکي په تازه څرګندونو کې له بایډن غوښتي وو، چې له اوکرایني وګړو سره د خپل ملاتړ د څرګندولو په موخه دې اوکراین ته سفر وکړي.
✒: د پاکستان نوې کابينې نن په اسلام اباد کې لوړه وکړه. د لوړې مراسم د پاکستان په ولسمشرۍ ماڼۍ کې ترسره شول خو ولسمشر عارف علوي پکې ګډون نه و کړی.
د پاکستان په نوې کابينه کې د بهرنيو چارو پخوانۍ وزیره حنا رباني کهر، عايشه غوث پاشا او عبدالرحمان کانجو د لومړي وزير د سلاکارانو په توګه ټاکل شوي دي.
✒: د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي ترهغې چې د اسلامي امارت د نړۍ له خوا په رسمیت ونه پېژندل شي، د نړۍوالو کنوانسیونونو پر بنسټ به تهران د اسلامي امارت سیاسي استازي ونه مني.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، د افغانستان له اوسني حکومته غواړي چې په افغانستان کې د دوی پر سیاسي استازولیو د برید عاملان دې مشخص کړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده وویل:«په افغانستان کې باید نوی دولت او نوی سیاسي نظام په رسمیت وپېژندل شي چې وکړای شي خپل نوي استازي واستوي.»
✒: د ماشومانو د ژغورنې سازمان (سېف ده چېلډرن) په یوه رپوټ کې ویلي دي چې د وروستیو وچکالیو او د کرنیزو توکو د حاصلاتو د کمښت په لړ کې، افغانستان کې کابو ۱۲ مېلیونه ماشومان چې د هغوی کورنۍ په بزګرۍ اخته دي، له وږوې سره مخ دي.
✒: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان استازولۍ (یوناما) په یوه ټویټ کې د کابل په لوېدیځ کې نننۍ چاودنې غندلي دي.
یوناما ویلي، هغوی چې ښوونځي او زده کوونکي په نښه کوي، باید مجازات شي.
✒: یان مک کري د افغانستان لپاره د امریکا سفارت چارسبمالي په یوه ټویټ کې د کابل په لوېدیځ کې د چاودنو له امله اندېښنه څرګنده کړې او زیاته کړې یې ده چې ټول افغانان باید وکړای شي له وېرې پرته خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.
✒: د ایران د بهرنیو چارو وزارت او کابل کې د ایران سفارت د کابل په لویدیځ کې ننني بریدونه غندلي دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت له افغان حکومت غوښتي چې ددې پېښې عاملین پيدا او په سزا ورسوي.
✒: د المان حکومت د بشري حقونو مسووله وایي د افغانستان، سوریې او یوکراین له کډوالو سره دې مساوي چلند وشي.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې المان ویلي چې د یوکرایني کډوالو د منلو پروړاندې هیڅ ډول محدودیت نشته، په داسې حال کې چې د افغانستان او سوریې هیوادونو پناه غوښتونکي له ستونزو سره مخ دي.
