No-IMG

ددی باتور ولس میړانه پنجاب ته منسبول ستره جفاء او بی انصافی ده

دوکتور عمر عماد

 

د ښاغلی اسماعیل یون په لیکنی لنډه تبصره

نن می د اسماعیل یون د همز او لمز نه ډکه یوه لیکنه ولوستله، ځینو ټکو یی سخت  حیران کړم، هلته می دغه تبصره پری وکړه چه د درنو لوستونکو سره یی شریکول راته بی ګټی نه ښکاری:

...........................

ددومره ستر پوهاند صيب نه داسي هوايي خبري د ناهيلئ لامل شي .

پوهاند صاحب وايي چه : ( پوره نیمه پېړۍ کېږي چې پاکستان د يوي مدوني او ژورو ستراتیژئ له مخي افغانستان کي لاسوهنه کوي ...)الخ. يعني پوهاند صاحب داسی انګیری چه ګویا افغانانو هسي عبث دا نيمه پيړئ د پاکستان په لمسون ځانونه د اسلام او جهاد په نوم وژلي دي.

جناب پوهاند صاحب ! افغانان هيچا هم ندي استعمال کړي، بلکه لمړي د کمونستانو او روسانو په وړاندي او بيا د امريکايانو او د هغوي د لاس پوڅو په وړاندي جګړه د افغانانو خپل سوچه اختيار وو او دغه کار يي سپيڅلي جهاد بللو. هو ، دا د افغانانو مجبوريت وو چه پاکستان او ايران او نوري دنيا ته يي پناه يوړه ، او له هغي ځايه د نړيوالو په مرسته د خپل دين او وطن دفاع ته راودانګي ، او د پاکستان په شمول نړيوالو هم دافغانانو ملاتړ د خپل ګټو په خاطر کاوه. نو دا چه نړيوالو د افغانو په مجبوريت کي خپلي ګټي لټولي پدي کي د افغانانو من حيث المجموع هيڅ تقصير نشته ، او نه دغه مرستي د کوم پټ قرار داد له مخي مقيدي او مشروطي وي ، د جهاد دښمنان به هيڅ داسي کوم لاس وند وړاندي نه کړي .

لنډه يي دا چه د کابل د خپل مينځي کرغيړنو جګړو نه ماسوی نوري ټولي جګړي د افغانانو مجبوريت وو او د سپيڅلي جهاد په نوم يي په خپله خوښه کړي دي.

 ددی باتور ولس میړانه او سرښندنه پنجاب ته منسبول ، او یا پوره ولس دومره احمق ګڼل چه نور دی یی د خپلو ګټو لپاره استعمال کړی، ددغه په دین مین ولس سره ستره جفاء او بی انصافی ده.

پوهاند صيب بيا وايي : ( افغانستان کي ددين حاکميت او د جهاد تداوم پوره تجربه وشوه) . نه پوهاند صاحب څارونکي ټول پدي پوهيږی چه دلته يوازي د جهاد تجربه وشوه خو ددين حاکميت لا تر اوسه ندي تجربه شوي،

پوهاند صاحب د تيري خبري په دوام کي وايي چه: ( ان د اسلام په صدر کي هم اسلامي شريعت تر دي کچي نه وو پلي شوي ). که دا خبره کوم عامي وکړي ګيله تري نشته ، خو په اسلامي ټولنه کي د يو پوهاند له خولي بيخي حيرانوونکي ده.

- پوهاند صاحب بیا یو هوایی ډز کوی او فرمایی چه : ( ښه ده چې د شریعت وړانګې پنجاب ته هم ورسېږي ، لومړی په کې په بشپړ ډول کوراکور جهاد پیل شي او بیا په کې شریعت پلی شي.) نه پوهیږم چه جناب پوهاند صاحب ته دا خوش باوری، بلکه هوس، له کومه پیدا شوی، او د کوم تحلیل په بنیاد یی دا تصور په ذهن کی ګرځیدلی چه دا به ممکنه وی چه افغانان دی په ټول پاکستان کی کورا کور جګړه پیل کړی؟!

- پوهاند صاحب بیا وایی : د لنډ وخت لپاره اوسنیو چارواکو ته په کار ده چې له خپلو هغو سرتېرو څخه کار واخلي چې همدا اوس جنت ته سترګې په لار دي ، دوی ورته (استشهادیان )وايي ...) الخ . یعنی استشهادیان دی په پاکستان کی استشهادی عملیات پیل کړی.

جناب پوهاند صاحب نه پوهیږم چه څنګه درته خپل ذهن دا اجازه درکوی چه له یوی خوا هم په استشهادیانو او هم یی په مشرانو ملنډی وهی ، او له بلی خوا تری هیله کوی چه ځانونه دی په پاکستان کی ووژنی!

ته خو اسلامی حکومت په افغانستان کی هم نشی منلی او زغملی نو په پاکستان کی به یی څنګه اومنی؟ ولی درته ځان دومره هوښیار او نور دومره ساده ګان ښکاری؟ نه یون صاحب نه علماء دومره ساده ګان دی چه ستا د خوښی فتواګانی به صادروی، او نه استشهادیان دومره ساده ګان دی چه ستا په قومانده او ستا په سپارښتنه به، ستا د فکری موخو د تر لاسه کولو په پار دی خپل سرونه نذرانه کړی.

یون صاحب خپله عالمانه او پر حکمته وینا(!) پدی شعر پای ته رسوی چه: ( د کابل د ابادۍ تمه ترې مه کړه

چا چې لوستې وي لاهور کې مدرسه.)

خو جناب یون صاحب چه دنشنلیزم بوی ناکه چیغی یی دماغ ګډووډ کړی دی پدی ځان نه پوهوی چه ستا د وطن کره علما‌‌‌ء تقریبا ټول ددیوبند فارغین وه، او ورپسی ټول د هماغو شاګردان دی- ځکه چه ستا په وطن کی تقریبا سل کاله راهیسی دین خپل مناسب ځای نه درلوده، او په ټول هیواد کی د ګوتو په شمار دینی مدرسیوی - او د هماغو علماوو په برکت دا وطن هم له روسانو او کمونستانو او هم له امریکایانو او غرب ځپلو له پنجو خلاص شوی دی.

یون صاحب په پای کی دی یوی خبری ته پام راګرځووم ، اوهغه دا چه پدی وطن کی پرته له هغه افغانيت او اسلاميت څخه چه پدي باور او ايمان لري چه ( انما المومنون اخوة) د بل هیڅ فکر ځای نه لری، دی ولس هم د ستمیانو او سمت پالو او هم د افغان ملتیانو او پښتو او پښتون پالو په مخ څپیړه ورکړی ده.

جناب یون صاحب! د یو بل ټکی یادول هم درته اړین بولم ، او هغه دا چه : د پاکستان څخه ستاسی کرکه د پښتون پالنی یا کومی بلی انګیږی په بنیاد ولاړه ده ، او کیدای شی ډیر فکری مشترکات ورسره ولرئ، خو زه د پاکستانی چارواکو څخه په کرکی کی اجر او ثواب لټووم ، ځکه چه د هغوی غوڅ اکثریت سیکولران دی ، او ځما ورسره هیڅ فکری مشترک ټکی نشته دی.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک