No-IMG

د حکمتيار صاحب اووه دېرشم درسي حلقه (سلفي شم که مذهبي پاته شم؟) تر عنوان لاندې تر سره شوه

يک‌شنبه؛ د ۱۴۰۱ھ‌ش د حمل ۲۸مه:              

د حزب اسلامي افغانستان  قدرمن أمير د «سلفي شم که مذهبي پاته شم؟» تر عنوان لاندې خپله ۳۷مه درسي مُحاضره د بریا نړيوال ټلويزيون د غونډو په تالار کې وړاندې کړه چې ګڼ‌شمېر ورونو او خویندو په‌کې ګډون کړی وو.

په نننۍ درسي محاضره کې د تېر درس چې (آيا حديث د قرآن شرح ده كه بېله وحي؟)

پاتې او وروستۍ برخه تدريس شوه.

قدرمن مشر وويل:

د قرآن په‌ګڼ شمېر آيتونو كې ويل شوي چې رسول الله صلى الله عليه و سلم ويلي: (زه خو فقط د هغه څه متابعت كوم چې زما د رب له لورې راته وحي شوې، او په‌دې كې قرآن ته اشاره شوې او ښيي چې له وحي يې مراد فقط د قرآن متابعت دی؛ لكه په دې آيت كې چې راغلي:

(وَإِذَا لَمْ تَأْتِهِمْ بِآيَةٍ قَالُوا لَوْلا اجْتَبَيْتَهَا قُلْ إِنَّمَا أَتَّبِعُ مَا يُوحَى إِلَيَّ مِنْ رَبِّي هَذَا بَصَائِرُ مِنْ رَبِّكُمْ وَهُدًى وَرَحْمَةٌ لِقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ)   الأعراف 203

(او كله چې ته كوم آيت ورته را نه‌وړې، وايي: ولې دې غوره نه‌كړ؟ ووايه: زه خو فقط د هغه څه متابعت كوم چې زما د رب له لورې راته وحي شوې، دا (قرآن) ستاسو د رب له لورې د بصيرت او پوهې وسيله او د مؤمنانو له‌پاره لارښود او رحمت دی.)

يعنې مخاطبينو به له رسول الله صلى الله عليه و سلم د خپلې خوښې معجزې غوښتې، چې داسې معجزه به ورته وړاندې نه‌شوه نو دوى به ويل: ولې يې نه‌شې وړاندې كولى؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم ته ويل شوي چې دوى‌ته ووايي: زه هغه څه كوم چې د الله تعالى له لورې پرې ګمارل شوى يم، هغه څه تاسو ته وايم چې ماته يې وحي شوې، دغه قرآن چې پر ما نازل شوى؛ د پوهې او بصيرت منبع او د هغه چا له‌پاره لارښود او الٰهي پېرزوينه او رحمت دی چې ايمان راوړي؛ يعنې وحي او قرآن يو د بل مترادف ګڼل شوي. ځكه د آيت په سر كې ويل شوي چې زه يوازې د وحي متابعت كوم او په پاى كې ويل شوي: (دا الٰهي كتاب هر ايمان راوړونكي ته د بصيرت منبع، بشپړ لارښود او الٰهي پېرزوينه ده، عجيبه ده چې تاسو د داسې قرآن په شته‌والي كې بله معجزه غواړئ)!!

ښاغلي حکمتيار وويل:

ښايي د رسول الله صلى الله عليه و سلم هغه خوب او رؤيا به د دې مطلب په ښه پوهېدا كې له تاسو سره مرسته وكړي چې د حديبيې تر معاهدې وړاندې يې ليدلى وو او قرآن په دې توګه بيان كړى:

(لَقَدۡ صَدَقَ ٱللَّهُ رَسُولَهُ ٱلرُّءۡيَا بِٱلۡحَقِّۖ لَتَدۡخُلُنَّ ٱلۡمَسۡجِدَ ٱلۡحَرَامَ إِن شَآءَ ٱللَّهُ ءَامِنِينَ مُحَلِّقِينَ رُءُوسَكُمۡ وَمُقَصِّرِينَ لَا تَخَافُونَۖ فَعَلِمَ مَا لَمۡ تَعۡلَمُواْ فَجَعَلَ مِن دُونِ ذَٰلِكَ فَتۡحٗا قَرِيبًا) ٢٧ الفتح: 27  

(يقيناً چې الله تعالی د خپل رسول حقيقي خوب رښتينى كړ، حتماً به مسجدالحرام ته په داسې حال كې خوندي او په امن سره ننوځئ چې (له عمرې وروسته به) خپل وېښتان يا خرېيئ يا لنډوئ، نه به وېرېږئ، نو په هغه څه پوه شوى چې تاسو پرې پوه نه‌ياست، تر دې وړاندې يې بله نږدې بريا او فتح مقدره كړې).

نوموړي وويل:

دا د الفتح سورې 27 آيت دی؛ د دې سورې د نزول شاليد داسې دی چې رسول الله صلى الله عليه و سلم يوه شپه په خوب كې ليدلي چې د عمرې له‌پاره مكې ته تللى، د خوب تعبير يې داسې وو چې د عمرې سعادت به د هغه او د هغه د يارانو په برخه شي، دا رښتينې رؤيا يې له ځينو يارانو سره شريكه كړې، له يوې خوا د رسول الله صلى الله عليه و سلم رؤيا او له بلې خوا عمرې او مكې ته د تګ شوق په دې منتج شو چې دې سفر ته تيارى ونيسي، په ظاهر كې ظروف او شرائط د دې كار له‌پاره نه يوازې چمتو نه‌وو بلكې دا يو ډېر خطرناک تصميم هم معلومېده، د كينه‌كښ او سخت‌زړي دښمن تر ولكې لاندې مكې ته ننوتل، هغه هم د عمرې په نيت او له كافي جنګي وسائلو پرته؛ ډېرې خطرناكې پايلې درلوداى شوې، د عمرې په سفر كې يې يوازې يوه توره له ځان سره وړاى شوه.

نوموړي زياته کړه:

هغوی داسې سيمې ته د تلو تکل کړی‌وو چې استوګن يې په وار وار له دوى سره جنګېدلي، هغوى يې له خپل كور كلي ايستلي، په مدينه كې يې هم آرام نه‌دي پرېښي او پر هغوى يې بريدونه كړي، په‌داسې خطرناكو ظروفو او شرائطو كې د دښمن تر سلطې او واک لاندې سيمې ته ننوتل داسې تصميم وو چې منافقينو او مشركينو هغه له ځان‌وژنې سره مترادف ګڼلو، خو بيا هم نږدې څوارلس‌سوه هغه مؤمنان دې سفر ته چمتو شول چې د الله تعالى په لار او د رسول الله صلى الله عليه و سلم په ملګرتيا كې يې هر خطر او ضرر منلاى او هرې قربانۍ ته چمتو كېداى شول، په شپږم هجري كال د ذي القعدې په مياشت كې د مؤمنانو دا قافله د مكې په لور وخوځېده، د قربانۍ څاروي ورسره وو، ذوالحليفې ته په رسېدو سره يې إحرامونه وتړل، د قافلې له تم‌ځاى د «اللّٰهم لبيك» زړه راښكونكې نعرې اورېدل كېدې، هر څوک پوهېدو چې دا قافله د عمرې لپاره خوځېدلې، د عام دود او قاعدې مطابق له هر چا سره يوازې يوه يوه توره او هغه هم په تېكي كې وه، په‌داسې حال كې چې يو كال وړاندې د عربو ستر لښكر د قريشو تر مشرۍ لاندې پر مدينې بريد كړى وو، نږدې يوه مياشت يې مدينه محاصره كړې‌وه، خلك حيران وو چې اوس به څنګه د قريشو دا دښمنان تش‌لاس او د قريشو له موافقې پرته د دوى تر واک او سلطې لاندې مكې ته لاړ شي او عمره به اداء كړي!!

قريشو په حديبيه كي د دوى مخنيوى وكړ؛ جنګياليو يې څو ځلې داسې شرارتونه وكړل چې نږدې‌وه په خونړۍ جګړه منتج شي؛ خو رسول الله صلى الله عليه و سلم په درايت او فراست سره وضعيت مهار كړ؛ په پاى كې خبره تر يوې داسې معاهدې ورسېده چې يو بند يې دا وو: مسلمانان به سږ كال عمره نه‌كوي؛ راتلونكي كال كې كولى شي عمره وكړي خو له يوې توري پرته به نور جنګي وسائل ورسره نه‌وي.

د حزب اسلامي افغانستان  قدرمن أمير وويل:

د دې معاهدې د لاسليك پر وخت مسلمانان ډېر پرېشان او مضطرب ول، هر چاته د هغو سترو سترو مصلحتونو او حكمتونو درک كول ګران وو چې رسول الله صلى الله عليه و سلم هغوى‌ ته په پام سره دا معاهده ومنله، ډېرو داسې انګېرله چې په‌دې معاهدې كې قريشو ته زيات امتيازات منل شوي، په ځانګړې توګه دا بند يې چې كه په‌دې مودې كې د قريشو كوم كس وتښتي او مسلمانانو ته پناه يوسي بېرته به قريشو ته مسترد كېږي، خو كه له مسلمانانو څوک قريشو ته پناه يوسي دوى ته به نه‌مسترد كېږي. مسلمانان له دې پلوه هم مضطرب ول چې د معاهدې يو بند د هغې رؤيا او خوب خلاف دی چې د عمرې په اړه رسول الله صلى الله عليه و سلم ليدلى، رسول الله صلى الله عليه و سلم د دغو دوو تشويشونو په اړه ويل:

(هغه څوک چې له قريشو موږ ته راځي او بېرته هغوى ته سپارل كېږي الله تعالى به د نجات بله لاره ورته پرانېزي، او څوک چې له موږ دوى ته پناه وروړي هغه زموږ په كار نه دی او ښه ده چې الله تعالى يې له موږ بېل كړي، او د خوب په اړه يې هغوى ته ويل: كه دا رؤيا سږ كال ترسره نه شوه راتلونكي كال كې به ترسره شي، ماته په خوب كې دا نه‌وو ويل شوي چې تاسو به سږ كال عمره كوئ، په دې مبارک سورة كې هم د خوب په اړه ويل شوي؛ چې الله تعالى هغه رښتينى كړ او تاسو به په ډاډ او اطمئنان سره مسجد الحرام ته ور داخل شئ. له دې رؤيا بيا تر هغه چې له حديبيې د ستنېدو په دوران كې پر رسول الله صلى الله عليه و سلم د الفتح سوره نازله شوه؛ ده ته بله وحي نه‌ده شوې؛ په داسې حال كې چې دا يو مهم سفر وو، په يوې تاريخي او مهمې پېښې او معاهدې منتج شو؛ رسول الله صلی الله عليه وسلم له خپلې رؤيا ځان ته تعبير او تفسير درلود؛ د همدې تعبير له مخې يې عمل كړى؛ او يارانو یې هم د همدغې رؤيا له مخې په دې خطرناک سفر كې د هغه ملګرتيا وكړه.

ښاغلي حکمتيار زياته کړه:

رؤيا وحي ته ورته الهام دی؛ لكه چې دلته د رؤيا په اړه د رسول الله صلى الله عليه و سلم تعبير موږ ته انځور شوى؛ ګمان يې كړى چې همدا كال به د عمرې سعادت ورپه برخه شي؛ خو په اصلي تعبير يې هغه مهال پوه شو چې د الفتح سوره نازله شوه او په هغې كې ورته لارښوونه وشوه چې خوب دې رښتينى شو؛ دا راتلونكى كال به په ډاډ او اطمئنان سره عمره وكړئ؛ دا دی قريشو ومنله چې تاسو كولاى شئ راتلونكى كال عمره وكړئ.

نوموړي وويل:

د قرآن اړوند وحي هم دغسې ده؛ رسول الله صلى الله عليه و سلم ته په وحي سره آيتونه راغلي؛ دى يې په معنىٰ او تفسير سم پوه شوى، په دقيقه توګه يې امت ته د بيانولو توفيق او وړتيا وركړى شوې؛ هم يې قرآن له هر راز تغيير پرته امت ته رسولى او هم يې په قول او عمل سره د هغه شرح او تفسير خلكو ته بيان كړى؛ له رؤيا سره يې توپير په‌دې كې دی چې د رؤيا تعبير په خپله پيغمبر عليه السلام ته پرېښودل شوى؛ خو د قرآن وحي داسې ده چې الله تعالى يې په سمه او دقيقه توګه د رسول الله صلى الله عليه و سلم په ژبه د بيانولو او تفسيرولو ذمه هم وهلې؛ په دې كې د الله تعالیٰ رسول او پيغمبر هيڅ اشتباه نه كوي، او دا چې رسول الله صلى الله عليه و سلم د احكامو او أوامرو په صادرولو كې هيڅ ونډه نه‌لري؛ او دا کار يوازې الله تعالى ته مختص دي؛ په دې اړه الله تعالى فرمايي:

(لَيْسَ لَكَ مِنَ الأَمْرِ شَيْءٌ أَوْ يَتُوبَ عَلَيْهِمْ أَوْ يُعَذِّبَهُمْ فَإِنَّهُمْ ظَالِمُونَ). آل عمران 128

(د دې أمر او حكم هيڅ‌څه په تا پورې اړه نه‌لري؛ يا به يې توبه قبلوي او يا به يې د دې له‌پاره تعذيبوي چې ظالمان دي.

د همدې قرآني مفهوم د لا وضاحت له‌پاره نوموړي هغه روايت ته هم‌ تفصيلاً إشاره وکړه

 چې وايي:

(د اُحُد په جګړه كې رسول الله صلی الله عليه وسلم له زخمي كېدو وروسته او په داسې حال كې چې له خپل زخمي مخ يې وينې پاكولې؛ وفرمايل: هغه قوم به څنګه نجات ومومي؟ چې د خپل پيغمبر مخ يې پر وينو سور كړ!! په داسې حال كې چې هغه يې د الله لوري ته بلي. روايت دادی:

عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ، قَالَ: لَمَّا كَانَ يَوْمُ أُحُدٍ كُسِرَتْ رَبَاعِيَةُ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، وَشُجَّ، فَجَعَلَ الدَّمُ يَسِيلُ عَلَى وَجْهِهِ، وَجَعَلَ يَمْسَحُ الدَّمَ عَنْ وَجْهِهِ، وَيَقُولُ: «كَيْفَ يُفْلِحُ قَوْمٌ خَضَبُوا وَجْهَ نَبِيِّهِمْ بِالدَّمِ، وَهُوَ يَدْعُوهُمْ إِلَى اللَّهِ؟» فَأَنْزَلَ اللَّهُ عَزَّ وَجَلَّ {لَيْسَ لَكَ مِنَ الْأَمْرِ شَيْءٌ} [آل عمران: 128] " سنن ابن ماجه

عَنْ أَنَسٍ، أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ كُسِرَتْ رَبَاعِيَتُهُ يَوْمَ أُحُدٍ وَشُجَّ وَجْهُهُ شَجَّةً فِي جَبْهَتِهِ حَتَّى سَالَ الدَّمُ عَلَى وَجْهِهِ، فَقَالَ: «كَيْفَ يُفْلِحُ قَوْمٌ فَعَلُوا [ص:227] هَذَا بِنَبِيِّهِمْ وَهُوَ يَدْعُوهُمْ إِلَى اللَّهِ؟» فَنَزَلَتْ: {لَيْسَ لَكَ مِنَ الأَمْرِ شَيْءٌ أَوْ يَتُوبَ عَلَيْهِمْ أَوْ يُعَذِّبَهُمْ} [آل عمران: 128] إِلَى آخِرِهَا

سنن الترمذي.

الله تعالى د همدغې خبرې په ځواب كې وفرمايل: د بښنې او عذاب پرېكړه به زه كوم نه ته؛ د پرېكړو، قضاوتونو، أحكامو او أوامرو صادرول زما مختص او ځانګړى صفت دی؛ په‌دې كې نه ته شريك يې او نه بل څوک؛ الله تعالى د خپل علم له مخې او د خپلو سننو مطابق فيصله كوي چې له كوم بنده سره كومه او څه‌رنګ معامله وكړي؟

له همدغو قريشو چې د اُحُد په جګړه كې د كفر تر بيرغ لاندې جنګېدل؛ او رسول الله صلى الله عليه و سلم يې له نجات او فلاح مأيوس شوى‌وو؛ ډېرو يې إيمان راوړ، الله تعالىٰ هدايت كړل او د الله په لار كې يې د سترو سترو كارونو توفيق وركړ.

نوموړي زياته کړه:

دې‌ته مو بايد پام وي چې موږ رسول الله صلی الله عليه وسلم د الله تعالى د استازي او رسول په توګه منلى؛ د ده إطاعت ځكه كوو چې دا په حقيقت كې د الله تعالىٰ إطاعت دی؛ دا د چا ذاتي إطاعت نه‌دی، بلکې د هغو أوامرو إطاعت دی چې د الله تعالى له لوري د هغه په لاس تر موږ رارسېدلي؛ دا هم بايد په پام كې ولرو چې د نړۍ ټول انسانان د أنبياء‌کرامو په‌شمول؛ دا ځمکه، لمر، سپوږمۍ، شمسي نظام، او زموږ ټول ستور ليكى (كهكشان)؛ د الله تعالى په دې ستر ملک كې دومره دی، لكه د انسان د وېښته وړوكى سر؛ خو بيا هم ډېرو خپل ستر رب هېر كړى او يو وړوكى إنسان يې د هغه ځاى ناستى ګرځولى؛ مسيحيانو له عيسىٰ عليه السلام سره همدا تعامل وكړ؛ يهودانو له عزير عليه السلام، بودايانو له بودا، علويانو له علي رضي الله عنه او كربلايانو له امام حسين رضي الله عنه سره، او له بده مرغه ډېری سنيانو ته منسوب غلاتو رسول الله صلى الله عليه و سلم هم همداسې ګرځولی. دې غلاتو خپل انساني معبودان په ألوهيت او ربوبيت كې له الله تعالیٰ سره شريک كړل او پر هغو صفاتو يې وستايل چې يوازې الله تعالىٰ ته ځانګړي او مختص دي؛ (خلقت، أمر، حكم، ملك، حلال او حرام ټاكل، په غيب پوهېدا او نور ورته ګڼ‌شمېر نور الله ته ځانګړي او مختص صفات).

نوموړي همدا راز د قرآن‌کريم ګڼ‌شمېر هغو آيتونو ته هم تفصيلي إشاره وکړه چې وايي:

 (د پيغمبر دنده يوازې د وحي او د الله تعالىٰ له لورې د لېږل شوو لارښوونو او أحكامو متابعت دی؛ او بس). او د همدې مفهوم د لا وضاحت په خاطر يې د يونس سورې 15، او  د الأنعام سورې 57 نمبر آيتونه په مفصل ډول تفسير کړل او زياته يې کړه:

دا او دې ته ورته آيتونه په ټول صراحت سره ښيي چې پرېكړې يوازې د الله تعالىٰ له لورې كېږي او د رسول الله صلی الله عليه وسلم دنده يوازې د پرېكړو او لارښوونو إبلاغ او عملي كول دي او بس.

د نوموړي پر وينا؛ د دغو څرګندو دلائلو په رڼا كې په پشپړ يقين او إطمئنان سره ويلى شو چې د رسول الله صلى الله عليه و سلم (قولي او عملي) سنت ته بايد د قرآن د شرحې او تفسير په سترګه وګورو، نه د يوې ځانګړې او مستقلې وحی په توګه، هغه رأيه صحيح او د قرآن د وينا مطابق ده چې وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم ته هم قرآن وركړى شوى او د قرآن دقيق او رښتينى فهم؛ د هغه حديث د قرآن شرح او تفسير دی. هغه رأى بې‌بنسټه او له ځانه جوړہ شوې ده چې وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم ته پر قرآن سربېره نوره وحي هم شوې او رسول الله صلى الله عليه و سلم منسوب هره وينا او حديث د دې وحي مظهر دی. د دې غلطې رأى کوم شاهد نه په قرآن كې شته او نه هم د رسول الله صلى الله عليه و سلم په صحيحو أحاديثو كې؛ بلکې محض له ځانه اختراع شوې ادعاء ده.

د حزب اسلامي افغانستان  أمير وويل:

هيڅ‌كله بايد د قرآن په اړه دا تصور زموږ ذهن ته را نه‌شي او نه داسې څه ووايو چې له مفهوم يې داسې څه څرګند شي چې ګواکې قرآن کامل او كافي نه‌دی. رسول الله صلى الله عليه و سلم د قرآن په اړه وايي:

څوک چي له قرآن پرته په بل څه كې هدايت لټوي الله تعالىٰ به يې بې‌لاري كوي:

(وَمَنْ يَبْتَغِي الْهُدَى فِي غَيْرِهِ أَضَلَّهُ اللهُ)..

د حديث په اړہ بايد زموږ عقيده دا وي چې صحيح حديث د قرآن شرح او تفصيل دی او رسول الله صلى الله عليه و سلم د قرآن حامل، شارح، معلم او مفسر، دنده يې خلكو ته د قرآن رسول دي او بس. وحی هم يوازې په قرآن كې راخلاصه شوې، څه چې رسول الله صلى الله عليه و سلم ته وحي شوي ټول په قرآن كې راغلي، د رسول الله صلى الله عليه و سلم ټولې نبوي او رسولانه ويناوې او كړنې د قرآن مطابق دي، داسې صحيح حديث نه‌شته چې منشأ يې په قرآن كې نه‌وي، هغه روايت چې له قرآن سره تعارض ولري؛ رسول الله صلى الله عليه و سلم ته يې منسوبول ستر جهالت دی، نه بل څه.

ښاغلي حکمتيار د (آيا حديث د قرآن شرحه ده که بېله وحی؟) عنوان او پر يادې موضوع د خپلو درې درسي محاضرو خلاصه په لاندې ډول وړاندې کړه:

1: متعارض روايات د ټولو مذهبي إختلافاتو اصلي عوامل دي.

2: كم‌علمه خلک له دې خبر نه‌دي چی متضادو رواياتو په أمت كې څومره ستونزې راولاړې كړې او هغه متحد أمت يې څنګه ټوټې ټوټې او په بېلو بېلو فرقو ووېشلو چې د وحدت رسۍ او مزى يې قرآن وو.

 3: هغوی چې ګمان كوي مذاهبو أمت ووېشلو او په أحاديثو عمل كولو سره دا إختلاف له منځه وړى شو؛ يا إدعاء كوي چې په احاديثو كې تضاد او تعارض نه‌شته او روايات د إختلاف او وېش سبب نه، بلكې د اتحاد او اتفاق سبب كېداى شي!! دا دواړہ خبرې؛ داسې كږې او د حقيقت خلاف دي چې هيڅ عقل‌من انسان ورسره توافق نه‌شي كولى.

نه يوازې د أمت په وروستيو نسلونو كې د إختلافاتو اساسي منشأ متعارض روايات دي؛ بلكې د مخكينيو تر منځ إختلافات هم له همدې متعارضو رواياتو راولاړ شوي، همدې‌ته په پام سره؛ د أمت فقهاء او محدثين راولاړ شول چې روايات وچڼي، د راويانو په اړہ ژور تحقيقونه وكړي، صحيح روايات تشخيص كړي، د إعتماد وړ راويان له كمزورو بېل كړي، يوازې هغه روايات د إعتماد او إعتبار وړ وګڼي چې راويان يې ثقه وي او متن يې له قرآن سره تعارض ونه‌لري. الله تعالىٰ دې دوى ټولو ډېر او ستر أجرونه وركړي.

خو د دې معنىٰ دا هېڅ‌کله نه‌ده چې د أحاديثو په كتابونو كې راغلي ټول روايات سل په سلو كې هم د سند له مخې صحيح دي او هم د متن له پلوه، بلکې په‌دې كتابونو كې هم صحيح روايات شته، هم ضعيف، هم له قرآن سره موافق روايات او هم متعارض، ځينې روايات يې يو له بل سره موافق او ځيني يې متعارض.

4: الله تعالى پر موږ ستره پېرزوينه كړې چې د قرآن په بڼه يې موږ ته داسې روڼ او لارښود محك او معيار په اختيار كې راكړى چې د رواياتو په شمول د ژوند په ټولو إختلافي مسائلو كې د هغه په رڼا كې قضاوت كولى شو او سمه خبره له كمزورې او غلطې بېلولى شو.

5: قرآن موږ ته لارښوونه كوي چې په ځينو مواردو كې د يوه كس ادعاء د بل په اړہ هغه مهال ومنو چې دوه شاهدان وړاندې كړي او په ځينو مواردو كې هغه مهال چې درې او څلور شاهدان ولري، كه د قرض او شخصي چارو او معاملاتو په اړہ د قرآن حكم دا وي؛ نو رسول الله صلى الله عليه و سلم ته چې څوک څه منسوبوي او إدعاء كوي چې داسې يې وكړل او يا يې داسې وويل؛ نو څنګه يې إدعاء له هيڅ شاهد پرته ومنو؟!! په كار خو دا وه چې زموږ درنو محدثينو د أحاديثو په اړہ تر څلورو هم زيات شاهدان غوښتلاى، د داسې رواياتو له راوړلو يې ډډہ كولاى چې يو راوي لري؛ نه په صحابه‌وو كې د راوي ترڅنګ شاهد شته، نه په تابعينو او تبع تابعينو كې، لږ تر لږہ دومره خو يې بايد كړی واى چې د داسې رواياتو تر څنګ يې ليكلى: «پام كوئ چې د دې راوي يوازې يو كس دی او هيڅ شاهد نه لري»!! يا يې ليكلی واى: «دا روايت په قرآن كي شاهد لري، كه نه؟»

6: په أمت كې د إختلاف عوامل يا سياسي دي او مفسدو واكمنانو راولاړ كړي، يا اقتصادي دي او حريص شتمن او ټګمار علماء سوء يې تر شا دي او يا هم له متعارضو رواياتو راولاړ شوي؛ دغو متعارضو رواياتو حتیّٰ نېكان او صالح خلک هم له يو بل سره بېل كړي او كله كله يې د دوى تر منځ دومره شديد إختلافات راولاړ كړي چې يوه يې بل تكفير كړى او د هغه پر ضد يې د وسلې كارول جائز ګڼلي!!

ښاغلي حکمتيار د خپلې إدعاء د إثبات له‌پاره د شيعه او سني، حنفي او سلفي، برېلوي او سلفي، برېلوي او ديوبندي، سلفي او ديوبندي، تبليغي او.... او دغه راز د أئمه‌وو تر منځ إختلافات هم له متضادو او متعارضو رواياتو راولاړ شوي وبلل او حتیّٰ په أمت كې د دوه اويا فرقو رامنځ‌ته کېدل يې هم د متعارضو او متضادو رواياتو پايله وبلله.

د ښاغلي حکمتيار پر وينا له پورته ذکر شويو قرآني آيتونو او دلائلو په څرګند ډول معلومېږي چې رسول الله صلى الله عليه و سلم ته دوه شيان وركړى شوي:

لومړی د الله تعالى له لورې وحي شوى پيغام او دوهم د دې الٰهي پيغام د قرائت، بيان او تشريح توفيق. په‌دې معنیٰ چې رسول الله صلى الله عليه و سلم ته هم قرآن وركړى شوى او هم د قرآن فهم. قرآن د الله تعالى له لورې پر رسول الله صلی الله عليه وسلم نازل شوى او حديث هغه فهم او پوهه ده چې الله تعالى د قرآن په اړہ د رسول الله صلى الله عليه و سلم په برخه كړې.

په پای کې قدرمن مشر د ګډونوالو پوښتنو ته هم تفصيلي ځوابونه ورکړل او له هغه وروسته نننۍ درسي محاضره د نوموړي په دعاء پای ته ورسېده.

د حزب اسلامي افغانستان  د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک