No-IMG

مهم ترین های امروز جمعه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: د ح.ا.ا امیر حکمتیار حفظه الله: هغه چي د مسلمانو ولسونو د يووالي او وحدت دښمنان دي؛ او هڅه ئې دا ده چي  مسلمان ملتونه پر قومونو او قبائلو ووېشي؛ د دوى لومړى كار دا دئ چي پرېنږدي په دوى كي پر فكري او اعتقادي بنسټونو جوړ شوي سياسي احزاب رامنځته شي؛ هغه احزاب چي د مسلمانانو يووالى او د اسلامي نظام قائمول ئې د مبارزې ستر او اساسي هدف وي؛ د خپلو هېوادونو استقلال او آزادي غواړي؛ پر اسلامي هېوادو مسلط استعماري ځواكونه پوهېږي چي د تفرقې او تجزيې تر ټولو خطرناكه وسيله قومي تعصباتو ته لمن وهل دي؛ دوى ته په تجربو ثابته شوې چي كله په كوم ملت كي د فكر او عقيدې ځاى قوم پالنه او قومي تعصبات ونيسي؛ د هغه ولس ټوټې ټوټې كېدا او تجزيه حتمي ده؛ دا دين او عقيده ده چي له قومونو ملتونه جوړوي او له ملتونو نړۍ شمول امت؛ دا اسلامي احزاب دي چي ملتونه جهاد او د آزادۍ جنگ ته چمتو كوي.

: ‏د رییس والوزرا لومړی مرستيال ملا عبدالغني برادر هيله څرګندوي چې ښايي له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي بېرته پرانیستل شي.

: ‏د کابل امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ په یوه ټویټ کې لیکلي، د کابل ښار پنځمې امنیتي حوزې اړوند سیمو کې له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې درې غله وژل شوي او له یادو کسانو يو عراده د غلا موټر او څه نغدې پيسې هم تر لاسه شوې دي. د هغه په وینا په‌دې نښته کې يو سرتيری هم ټپي شوی دی.

: ‏د تبیان علمي او فرهنګي مشر یار محمد رحمتي نېول شوی دی.

یوې منبع د نوم د نه ښودولو په شرط طلوع نېوز ته وویل، تېره شپه امنیتي کسان دغه مرکز ته ورغلي او د نوموړي د نېول کېدو ترڅنګ یې د تبیان علمي او فرهنګي مرکز هم تړلی دی.

‏په افغانستان کې د ایران په خلاف تر  لاریونونو وروسته یاد مرکز او مشرتابه یې وړمه ورځ په کابل کې د ایران په ملاتړ لاریون کړی و.

: ‏اسلامي امارت د مسلمانانو لومړنۍ قبلې اقصی جومات کې له ملکي فلسطینیانو سره تاوتریخوالی غندلی دی.

د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت له نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه اسلامي هېوادونو غوښتي چې د فلسطينيانو د انساني حقونو د اعادې او د اسراييلي ظلمونو د مخنيوي لپاره عملي اقدام وکړي.

: ‏د افغانستان اوسپنې پټلۍ اداره وايي چې په دغه ناسته کې د اورګاډي د چارو د ګړندیتوب، لا ښه مدیریت، منځني اسیا څخه د انتقالاتو په ډیروالي، د وارداتو او صادراتو د حجم په زیاتوالي او د اوسپنې پټلۍ سټېشنونو د ظرفیت په لوړولو خبرې شوې دي.

: ‏د پوهنې وزارت ویاند عزیزاحمد ریان د پاک افغان جرګه په نوم په یوه انلاین غونډه کې ویلي، حکومت جدي کار کوي چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستلو لپاره میکانېزم جوړ او عملي شي.

: اناتولی: شیخ عزام الخطیب، مدیر اداره اوقاف اسلامی در قدس اشغالی به خبرگزاری آناتولی گفت: حدود 60 هزار نمازگزار دومین نماز جمعه در ماه مبارک رمضان را در مسجدالاقصی اقامه کردند.

این در حالی است، هفته گذشته حدود 80 هزار نمازگزار در نخستین نماز جمعه در ماه مبارک رمضان در این مکان مقدس حضور پیدا کردند.

پلیس اسرائیل از حضور مردان زیر 50 سال از اهالی کرانه باختری رود اردن و از ورود فلسطینیان اهالی نوار غزه به مسجدالاقصی ممانعت کرده است.

این در حالی است، نیروهای اسرائیلی بامداد امروز با استفاده از گلوله پلاستیکی و بمب صوتی به محوطه مسجدالاقصی یورش بردند.

این در حالی است، نیروهای اسرائیلی بامداد امروز با استفاده از گلوله پلاستیکی و بمب صوتی به محوطه مسجدالاقصی یورش بردند.

از سوی دیگر، نمازگزاران فلسطینی هم با نظامیان اسرائیل مقابله کرده و مانع از یورش آنها به مسجدالاقصی شدند.

جمعیت هلال احمر فلسطین اعلام کرد که در این حمله 153 فلسطینی زخمی شده‌اند.

هیئت امور اسرا و آزادگان فلسطینی نیز گزارش داد که نظامیان اسرائیل در حمله امروز به مسجدالاقصی 400 تن از فلسطینیان را بازداشت کرده‌اند.

: ‏روسیه 18 دیپلمات نمایندگی اتحادیه_اروپا در این کشور را عنصر نامطلوب اعلام کرد.

: ‏پر پاکستاني کې پولیسو په دوو جلا بریدونو کې ۸ تنه وژل شوي دي. لومړی برید  پرون ناوخته د شمالي‌ وزیرستان د  دته خیل په سیمه کې د پوځیانو پر موټر وشو. برید کوونکو د پوځیانو پر موټر چې د حرکت په حال کې وو برید کړی.

: ‏د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د روسیې د امنیت شورا مرستیال دیمتري میدویدوف تیره ورځ ویلي، چې که یاد هېوادونه د ناټو سازمان غړي شي، روسیه به یې په غبرګون کې بالتیک سیمه کې خپل سمندري، هوايي او ځمکنی ځواک زیات کړي.

: ‏د هند د بهرنیو چارو وزیر اس جې شنکر د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوتیریش سره پر افغانستان خبرې کړې دي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر چې د امریکا په سفر بوخت دی، په خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د ملګرو ملتونو له سرمنشي سره یې د افغانستان په وروستیو تحولاتو بحث کړی دی.

: ‏د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پر ا.ا غږ کړی چې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ ښوونځي پرانیزي.

د یاد وزارت ویاند نېډ پرایس پرون ناوخته یوې خبري غونډې ته وویل، چې « که دوی د ښوونځیو د بندېدو پرېکړه لغوه نه کړي نو له ا.ا سره به د امریکا او نړیوالې ټولنې اړیکې جدي پایلې ولري

: ‏لویدیځ غواړي څو د تاجکستان له خاورې څخه د طالبانو پر ضد د ځواکونو د ملاتړ لپاره کار واخلي او په افغانستان او منځنۍ اسيا کې کړکېچ او نا امني رامنځته کړي.

‏د روسیې یو څېړونکی الکساندر کنیازوف وایي، چې لویدیځ هیوادونه هڅه کوي څو له تاجکستان څخه د طالبانو ضد ځواکونو د روزنیز مرکز په توګه کار واخلي او په منځنۍ اسیا کې د نا امنۍ رامنځته کولو سره له اروپا څخه د روسیې پام دیخوا ته واړوي.

‏دا پداسې حال کې چې د مقاومت په نوم جبهې زیاتره مشران لکه احمد مسعود او امرالله صالح همدا اوس په تاجکستان کې میشت دي او «سیگار» هم پخپل وروستي راپور کې ویلي چې د پخوانیو افغان خاصو ځواکونو زیات شمیر غړي د طالبانو له مخالفینو سره یو ځای شوي.

: ‏د امریکا دفاع وزارت وایي، یوکراین ته د نورو پوځي وسایلو ترڅنګ، ۱۱ هغه (ایم ای ۱۷) روسۍ هلیکوپټرې ورکوي چې افغانستان ته یې ساتلې وې.

‏د پنټاګون ویاند جان کربي په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل، چې دغه ۱۱ (ایم ای ۱۷) هلیکوپټرې د افغانستان لپاره په پام کې نیول شوې وې، له زېرمو به یې راوباسي او یوکراین ته به یې ورکړي.

‏پنټاګون وایي، له دې وړاندې د تېر کال په وروستیو کې هم افغانستان ته ځانګړې شوې پنځه ورته هلیکوپټرې یوکراین ته ورکړل شوې دي.

: ‏د اروپا د پارلمان یوې غړې له طلوع‌نیوز سره په خبرو کې ویلي، که څه هم په افغانستان کې جګړه پای‌ته رسېدلې، خو د تېر پرتله د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی ډېر شوی دی.

د نوموړې په وینا، په افغانستان کې د کم عمره نجونو پلور او ودونه مخ په ډېرېدو دي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک