د اېران لخوا د ملیاردونه ډالر د غلا قضیه
لعل ځاځی
ځمکې لاندې سوري وېستل د افغانستان اوسپنې کان خواته پوله کې پروت
اوسپنې کان
دا پوسټ درسره شیر کړﺉ ترڅو د موضوع څېړنه وشي ځکه د ملیاردونو ډالرو مسله ده.
د غوریانو د اوسپنې کان چې ١٨٠ ملیارده ډالر ارزښت لري په هرات ولایت غوریانو ولسوالۍ کې د اېران سره په پوله موقعیت لري. دا کان دوه برخې لري چې نېمه برخه یې اېران کې او نېمه یې افغانستان کې موقعیت لري. د غوریانو ولسوالي د ١٢٠km په اوږدوالې له اېران سره ګډه پوله لري چې پدې سېمه کې د اوسپنې، زغال تېږو او د مالګو کانونه شتون لري)
دغه کان تازه د ا.ا.ا د اقتصادي کمیسیون لخوا د کانونو او پټرولیم وزارت ته دنده وسپارل شوه څو ازادې دواطلبۍ ته یې ورکړي.
نوټ: ترډېره برېده زما څېړنه د کرزي صیب په دورې پورې اړه لري. مطلب لاندې چې هرڅه لېکم د 2014 کال اندېښنې دي اما تراوسه دا ستونزه ناحل پاتې ده. ځکه مې وغوښتل اشاره ورته وکړم. او د وخت په تېرېدو سره یې ملیاردونه ډالر تاوان کوو.
----------
د دغه کان د اېران برخه په بشپړ ډول خلاصه ده او د افغانستان برخې ته یې ضرورت دی.(که قانوني وي او که غیر قانوني)
په څو دلایلو
اول- کچېرته اېران دغه کان ته لاس رسۍ پیدا کړي، نو د دوی داخلي ضروریات به د څو کالونو لپاره پوره کوي.
دویم- په ٢٠١٣ کې یې هڅه وکړه چې د دې کان د استخراج چارې په قانوني ډول د ازادې دواطلبۍ له لارې پرمخ یوسي اما د افغانستان خارجه وزارت پدې دلیل رد کړ چې یاد شرکت د ایران د سپاه پاسدارانې ډلې پورې اړه لري، خو ایران دا موضوع هم رد کړه.
دریم- د یران د مطالعاتو له مخې یوازینۍ بدیل چې کولای شي د اوسپنې وېلې کولو فابرېکه چې د افغانستان د سرحد نه ٣٠Km لرې پرته ده وژغوري همدا د هرات ولایت د غوریانو د کان استخراجول دي ځکه خپله برخه یې خلاصه ده.
----------
د کرزي صیب په دوره کې، د غني صیب په دوره کې(احتمالا) او اوس(احتمالا) د اېران لخوا د افغانستان طرف ته د ځمکې لاندې سوری(زېرزمیني) شوی دی او د دې سوري له طرېقه د افغانستان د اوسپنې کان په غیر قانوني ډول د نړېوالو قوانېنو خلاف د غلا په ډول استخراجېږي. دا هغه څه دي چې له ٢٠١١ کال راهېسې یې د سېمې خلک د استخراج یادونه کوي.
ځایي اوسېدونکې، د غوریانو ولسوال او مدني فعالان داسې دا مسله بیانوي:
١- موږ د دې شاهدان یو چې دا کان استخراجېږي او د اوسپنې معدن ډکې لارۍ هم بعضې وخت لېدل شوي چې ایران ته اړول کېږي.
٢- څو ځله مو د هیات د لېږلو غوښتنه وکړه چې دا مسله وڅیړي او ایران خواته هیات ولیږي چې مسله معلومه شي خو هیات نه راستول کېدلو.
٣- څو کاله دغه غلا کېږي او چارواکې خاموشه دي.
٤- کله چې ولسمشر کرزی د هرات ولایت غوریانو ولسوالۍ ته د اوسپنې پټلۍ د افتتاح مراسمو ته راغلی و موږ ورته شکایت نامه وسپارله اما اقدامات ونشول.
٥- دوی ولایتي چارواکې پدې تورنوي چې دوی ورسره لاس ده.
مسوُل چارواکې:
خو برعکس د کانونو او پټرولیم وزارت، د هرات د کانونو او پټرولیم اداره او د اېران سفارت په کابل کې دا مسله ردوي.
د کانونو او پټرولیم وزارت وایي چې دا کان کابو ١٠٠Km لرې د سرحد څخه دی. او د اېران سفارت وایي چې موږ کافي خپل کانونه لرو دې ته ضرورت نلرو او دا د نړېوالو قوانېنو خلاف دی.
--------------------------
راځم اصلې مسلې ته
١- د دغه کان اصلي موقعیت دې وڅېړل شي، کچېرته واقعا هم په سرحد کې موقعیت ولري، نو قضیه دې مخکې لاړه شي او جدي څېړنه دې وشي. حتی که له سرند یوڅه لرې هم وي د سوري امکان شته ځکه ایران یې دا ظرفیت لري.
٢- د هرات والي سید فضل الله واحدی، د هرات اړوند د کانونو او پټرولیم وزارت ادارې اړوند چارواکې او د کانونو او پټرولیم وزارت پخواني چارواکې دې حاضر شي څو سپېناوی وکړي چې دوی ولې اقدامات نکول؟
ایا دوی د ایران او د افغانستان د کانونو او پټرولیم اړوند وزارت لخوا رشوت ورکړل شوی و؟
٣- یوځای کې د هرات والي دا مسله رد کړې ده او وایې چې دا کان په سرحد کې شتون نلري او بل ځل یې وویل چې موږ لدې مسلې نه خبر نیو، نو دا خپله شک پیدا کول دي او پر ځان عرېضه کول دي. مهمه دا چې حقېقت ته لا نږدېوالی ښیي. همداسې د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند رفیع رفیق صدیقی یو ځای وایي چې دا کان له سرحد ١٠٠Km لرې ده او د ځمکې لاندې سوري وېستل اسانه کار ندی. بل ځای وایي تراوسه مو شواهد ندي موندلي.
٤- ځایي اوسېدونکو، د هرات ولایتي شورا غړو، د غوریانو ولسوال، مدني فعالان دا ټول وایي چې دا کار له تېرو څو کلونو راهېسې کېږؤ اما مخه یې څوک نه نیسي. ایا دا ټول دروغ وایي او فقط مسؤل چارواکې ریښتیني دي؟
٥- ایران چې د غوریانو ولسوالی نه تر ایران پورې د اوسپنې پټلۍ د همدې کان په څنګ کې تېره کړې له کوم پټ هدفه خالي نده.
٦- کچېرې شواهد او اسناد مو ورسته له هیات لېږلو وموندل چې دا مسله حقېقت لري، نو موږ باید دا شکایت د ثبوت سره نړېوالو محکمو او د ملګرو ملتونو ادارې ته وسپارو.
٧- اېران به مجبور وي چې کله قانوني اثبات وشو، نو د استخراج شوې برخې به تاوان راکوي چې ملیاردونه ډالر کېږي.
----------
د کرزي صیب په دورې کې یې هېڅ غم ونخوړل شو.
د غني صیب په دوره کې مې څېړنې ونکړې چې حالت څنګه و.
اما دا قضیه تراوسه همداسې ګونګه پاتې ده.
ا.ا.ا دې دغه ستونزه په یاد ساتي هرڅومره چې زر فرصت اېجاد شو دا څېړنه دې مخته یوسي او سستي دې پکې نکوي ځکه دا لوی کان ده او په لسېزو نه خلاصېږي. مهم دا چې د ملیاردو ډالرو مسله ده.
حق غوښتل پېړی ورسته هم وي. خو ښه ده چې پروخت وغوښتل شي.(ممکن په قانوني لحاظ ا.ا.ا یو څه ستونزې ولري له محمکو سره تر هغه چې په رسمیت نوي پېژندل شوی اما بیا هم هڅې باید وشي. پدې اړه دې د نړېوالو محکمو سره د قضیې د څېړنې شرطونه ولوستل شي.)
څو د مسلې حقېقت معلوم شي.
ځکه دا د ملیاردونو ډالرو مسله ده.
لېکوال: Lal Zazai لعل ځاځی
اپریل ١٤ کال ٢٠٢٢/ حمل(وری) ٢٥ کال ١٤٠١
پنجشنبه
وخت: ٣:٣٧ p.m
کابل-افغانستان
تصویر: د هرات د غوریانو د اوسپنې کان
