زمونږ د هېواد لومړيتوبونه څه دي؟
د نن لومړيتوبونه زما په ليد کې
1- ژر تر ژره دَ علماؤ، مخؤرو، مشرانو رښتينې ستره اسلامي ملي اجتماع د لاندي موخو لپاره راغوښتل، ددې اجتماع نوم د افغان عمومي اجتماع وي(د لوى جرګي اصطلاح نه وي) اجتماع ته بايد له هر ډول تعصب تبعض پرته د هيواد له ټولو قؤمونو څخه مخور عالمان، مشران، پوهان، استادان را وغوښتل شي او دَ 20 ورځو په اوږدو کي بايد لاندي کارونه وکړي
الف : په يو اساسي قانون يا بنسټدود باندي توافق
ب: د افغان عمومي اجتماع په توافق يو 3 کلن موقت حکومت او يوه اهل کابينه ټاکل
ج: عالي شورا او رهبري شوراؤ تشکيل د هرې يوي ځانګړي دندې
د: دري کلن حکومت ته د موخو لومړيتوبونه ټاکل چې کوم کوم کارونه بايد اول تر سره شي?
ص : د افغان عمومي اجتماع لخوا تښتېدلو افغانانو لپاره يوه اهله ټولۍ او شرايط ټاکل
له دې کار سره به په مياشت کي حکومت اسلامي او ملي مشروعیت ترلاسه کړى وي او د غرب شرق او همسايه ګانو او تښتيدلو کسانو د همه شمول پوچي چيغي به خاموش وي يعني نور به کوم بهرني هيواد سره د افغانستان په رسميت نه پيژندلو کومه بهانه او نېوکه نه وي
دويم ګام کي
نړۍ وال مشروعیت
له نړۍ سره د تعامل لپاره لومړى ملي داخلي مشروعیت او اساسي قانون شتون او يو مسؤل حکومت حتمي وي، کله چې دا وشول نو اوس به د عالي شورا په دستور، له اساسي قانون سره سم د رهبري شورا لپاره اسانه وي چې نړۍ وال مشروعیت تر لاسه کړي او افغانستان ټوله نړۍ په رسميت وپيژني
درېيم ګام
له مشروعیت سره سم فورا د هيواد په اقتصاد لږ تر لږه 30% مثبت تاثير لويږي، مګر دا بسنه نه کوي بايد د وزارت اقتصاد، وزارت ماليې، وزارت زراعت، د صنعت او سوداګرۍ وزارت، ټول په ګډه دَ خاص پوهانو يو ملي اقتصادي کميټه ولري چې د هغو دنده به د لنډمهاله منځمهاله او اوږد مهاله اقتصادي ستونزو لپاره ماستر پلان جوړول او کابيني ته وړاندي کول دفاع کول او عملي کول وي چې له دې سره به په تيزۍ سره اقتصادي ستونزي په 4 مياشتي کي مهار شي
څلورم ګام
تر دريو کلونو پوري به دَ عالي شورا تر څار لاندي او د رهبري شورا تر رهبري لاندي له اساسي قانون سره سم حکومت د افغانستان د راتلونکي حکومت د تاسيس لپاره ذمينه مساعده کړي وي، له اساسي قانون سره سم به دري کاله وروسته نوي حکومت ته مسؤلیت وسپارل شي
وضاحتونه
د افغانستان علماﺀ او صالح پوهانو څخه يوه ځانګړي ستره مقتدره شورا تشکيلول چي د عالي شورا نوم ولري، ځانګړې ځواکونه لري او دنده ئې رهبري شورا ته له اساسي قانون سره سم دستورات هدايات ورکؤل، رهبري شورا کړني څارل، عزل کؤل، امتيازول، مجازات کؤل او د هيواد په خاص مصالحو او پرېکړو کي فقط ددوى هوکړه به حتمي وي مګر عالي شورا له خاص اسلامي او ملي مصالحو پرته اړتیا نشته په اجرايې، کسبي فني، حکومتي اداراتي چارو، طى مراحلو او مقرراتو کي دخالت وکړي
رهبري_شورا
دا شورا له اساسي قانون او د عالي شورا له دستوراتو سره سم اجرايوي دستګاه، واليان، وزيران معينان، ولسوالان، قوماندانان، او داسي نور له اهليت سره سم ټاکي کار اهل کار ته سپاري او بيرته ئې ټينګ نظارت کوي، دا مهمه نه ده چې د کار اهل هزاره ورور دى که تاجک که ازبک که ترکمه که هر بل قؤم مهمه داده چي د اړوند دندي رښتنى اهل وي
دعالي_او_رهبري_شورا_هويت
هيڅ هغه څوک چې د هر بل بهرني هيواد تابعت ولري يا په افغانستان کي دننه کور کهول ونلري، يا مفسيد وي يا په کبايرو کي مبتلا وي، نشي کولى د عالي او رهبري شورا غړى شي،
د وزارت، معين او والي تر دندو پوري هم هيڅ دوه تابعته او فاسد کس نشي مقرر کيدلى
اسلامي امارت بايد په تيرو 20 کلونو کي بي مثاله طرحه سنجولى واى دا پورته ټول کارونه په 2 مياشتي کي تر سره کيږي
اوس به موږ د يو منلي مستحکم حکومت لرونکي وو
اوس هم وخت دى که عاجل همدا اقدامات وشي 2 مياشتي ورسته به موږ يو متحد غښتلى نړۍ منلى مرکزي حکومت لرو او دا د سوالګرو سيلاب څخه به مو نجات موندلى وي
ايران يا بل هيواد ته تر اختار مخته بايد خپل ګريوان خپله نا اهلي درک کړو چې موږ څه کړي څه کؤ?
زموږ الويتونه وېښتان، کالي، خولۍ، نکتايي، او داسي نور دي چې دا حتا وسطي حالت هم نلري
