No-IMG

مهم ترین های امروز پنج شنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏کابینه ا.ا  تقاضای وزارت مالیه مبنی بر معافیت تعرفه‌های گمرکی از کمک‌های بشری را تائید کرده است.

انعام الله سمنگانی معاون سخنگوی ا.ا میگوید که میعاد این معافیت یک سال بوده و به گفته وی ورود کمک‌های بشری از کشورهای خارجی تنها به نام وزارت ها و ادارات ا.ا وارد شده میتواند.

: ‏د عامې روغتیا وزارت په افغانستان کې له روغتیا سکټور سره د نړیوالو مرستو د کمېدو په اړه اندېښن دی.

د یاد وزارت ویاند وايي، د تېر کاله پرتله له افغانستان سره د روغتیا سکټور په برخه کې نړیوالې مرستې د پام وړ کمې شوې دي.

: ‏د پوهنې وزارت اړوند د کابل ښاري په یوه مکتوب کې ټینګار کړی چې ښځینه زده‌کوونکې او ښوونکې دې د یونیفورم اغوستلو پر مهال حجاب مراعت او نارینه زده‌کوونکي او ښوونکي دې د یونیفورم اغوستلو پر مهال له نېکټايي کارولو ډډه وکړي. د پوهنې وزارت ویاند د دې مکتوب په تایید سره وايي، دا یوازې یوه سپارښتنه ده.

: ‏د اطلاعاتو او کلتور پخواني وزیر عبدالباري جهاني اسلامي امارت ته په یوه پرانیستي لیک کې د افغانستان اوسني وضعیت او د نجونو ښوونځیو د تړل کېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او زیاته کړې یې ده چې د نجونو له زده‌کړو پرته په هېواد کې د پرمختګ زمینه شونې نده.

: ‏مولوي عبدالسلام ضعیف: سیاسي ثبات ته سیاسي ستراتیژي په کار ده، که دا نه وي ډپلوماټان به هم د سیاسي تعامل د نه څرګندوالي له کبله یو وخت له هلو ځلو د مایوسۍ حد ته ورسیږي.

: پاکستانی خبریال طاهر خان: ‏داسي معلومات مو ترلاسه کړي چې کابل کې ايجنټان يو واري بيا فعال شوي او غواړي د خلکو د مجبوري څخه په استفاده اخيستو د پاکستاني ويزو لپاره د سلګونو دالرو غوښتنه وکړي. کله مي چې په دي موضوع پاکستان سفير سره رابطه وکړه نو راته يي وويل د ويزو لپاره ايجنټانو ته د رجوع ‏کولو هيڅ ضرورت نشته او انلاين ويزو لپاره دي اپلائي وکړي. سفير وايي ويزه اخستونکي اوس د جاري شوو ويزو انلاين تصديق هم کولي شي. هغه وايي ميډيکل ويزي اوس په دوو يا دريو ورځو کې جاري کيږي. د معلوماتو ترمخه سفارت په هغو ويزو ورکولو کار ګرنډي کړي چې يو څو اووني مخکي ورته اپلائي شوي وه.

: ‏برېټانیا د هغو سرتېرو د درملنې لپاره بودیجه ډېروي چې په افغانستان کې یې ماموریت ترسره کړی دی. د برېټانوي رسنیو د راپورونو له مخې ډېری دغه برېټانوي عسکر له عصبي او رواني ستونزو کړېږي چې د دوی د درملنې او کورنیو د ملاتړ لپاره یې لا ډېرې بودیجې ته اړتیا ده.

: ‏د تېر حکومت د سقوط پر مهال په کابل کې د امریکا شارزدافير راس ویلسن ويلي دوی تمه نه لرله چې پخوانی حکومت به سقوط کوي او هر څه به مقابل لوري ته سپاري. دغه امريکايي ډيپلوماټ وایي د افغانستان د اوسني وضعیت تر ټولو ستر لامل د سولې پر هڅو او سوله ییز لېږد د پخواني حکومت عمل نه کول وو.

: ‏روسیې د امریکا د متحدو ایالتونو د کانګرېس پر ۳۹۸ غړو بندیزونه لګولي دي. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې دا بندیزونه يې د واشنګتن د تېرې میاشتې د بنديزونو په ځواب کې دي.

: ‏د افغانستان امریکايي پوهنتون د ۲۰۲۲ تحصلیي کال لپاره د زده کړيالانو نوملیکنه پیل کړې ده. دغه پوهنتون په یوه اعلامیه کې ویلي چې نویو جذب شویو محصلینو ته به په عراق، قرغزستان او دغه ‌شان د امریکا په بارد کالج کې د زده‌ کړو زمینه برابره شي.

: ‏د ترکيې د بهرنيو چارو وزارت وايي، ښايي د روسيې او اوکراين ولسمشران ډير ژر سره وګوري. د ترکيې د بهرنيو چارو وزير مولود چاووش اوغلوله اين ټي وي ټلويزيوني شبکې سره په خبرو کې ويلي چې د روسيې او اوکراين د مرکچي پلاويو تر منځ د ټيټې کچې مذاکرات لا هم روان دي.

: ‏د کاناډا د کډوالو وزیر شان فریزر: زرګونه افغانانو ته مو قبولي استولې، خو د افغانستان نوی رژیم یې نه راپرېږدي.

: ‏د فرانسې د ولسمشرۍ مخکښه نومانده مارین لاپن:

که ټاکنې مې وګټلې فرانسه د ناټو له قوماندې باسم.

: ‏د ایران خارجه وزیر عبداللهیان: د افعانستان نوی رژیم په دې شرط په رسمیت پیژنو چې پراخ بنسټه حکومت جوړ کړي.

: ‏د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ وایي، افغان ماشومان او ښځې له ناوړه بشري وضعیت سره مخ دي او مېلیونونه کسانو خپل کورونه پرېښي دي او د کافي خوړو او سرپناه پیداکولو په لټه کې دي. دې کمېشنرۍ له ښځو او ماشومانو د ملاتړ غوښتنه کړې ده.

: ‏د رویټرز خبري اژانس د راپور پر بنسټ، په هالنډ کې یوې محکمې عبدالرزاق رفیف چې په ۱۹۸۰ کلونو کې د کابل پلڅرخي زندان مسوول و، په جنګي جرمونو کې د لاس لرلو په تور په ۱۲ کاله بند محکوم کړی دی.

: ‏د یوکراین ولسمشر ویلي روسي ځواکونو ته یې په ۴۸ ورځو دومره تلفات اړولي چې دغو ځواکونو د افغانستان په لس کلنه جګړه کې نه وو لیدلي.

زیلنسکي په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي دي، چې روسیې غوښتل ۴۸ ساعتونو کې کیف ونیسي خو دده په خبره دادی ۴۸ ورځې تېرې شوي او روسیې ته درانده زیانونه اوښتي.

: ‏پنټاګون کابل کې د امریکا هوايي حمله کې په نښه شوې کورنۍ ته پر غرامت ورکولو کار کوي.

د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزارت (پنټاګون) ویاند جان کربي وايي، په کابل کې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۲۹مه د دوی د بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې قرباني شوې کورنۍ یې له یاده نه‌ده ایستلې.

: ‏نړیوال بانک وايي، د افغانستان اوسنی حالت د اندېښنې وړ دی او که یې مخه ونه نیول شي د کال تر پایه به یې اقتصاد نور هم پسې خراب شي.

نړیوال بانک د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه په خپل نوي راپور کې ویلي، چې افغانستان کې د سړي سر عواید له درېیو څه باندې یوه برخه کم شوي دي.

‏د نړیوال بانک په باور د افغانستان اقتصادي انزوا او د اګسټ په میاشت کې سیاسي بحران د دې فقر سبب شوی دی.

د نړیوال بانک راپور کې راغلي، چې افغانستان د نړۍ یو خوار هېواد دی چې اقتصاد یې نور هم پسې خراب شوی دی.

: ‏روسیه بر ۳۹۸ عضو کانگرس امریکا و ۷۸ عضو پارلمان کانادا تحریم وضع کرد.

وزارت خارجه روسیه می‌گوید که این تحریم در پاسخ به تحریم های می‌باشد که واشنگتن ماه گذشته بر ۳۲۸ عضو پارلمان روسیه اعلان کرده بود.

وزارت خارجه روسیه دیروز در یک اعلامیه گفته است که تحریم های دیگر هم مد نظر است.

‏مسکو بر این اعضای کانگرس قیود سفر نیز وضع کرده است.

همزمان با این روسیه بر ۷۸ عضو پارلمان کانادا هم تحریم های مشابه را اعلان کرده و گفته است اقدامات دیگر نیز در نظر دارد.

: ‏د روغتیا نړیواله اداره وایي نړیوال له افغانستان او ځينو نورو هیوادونو سره مرستو کې توپيري چلند کوي.

د روغتیا نړیوالې ادارې رییس تدروس ادهانوم وايي، نړۍ ټوله پاملرنه یوکراین ته کړې او په دې موده کې چې څومره مرسته له دغه هیواد سره کیږي یوه حصه یې هم افغانستان سره نه ده شوې.

: ‏پنټاګون وایي امریکا له پاکستان سره مشترکې ګټې او له پوځي اړخه سالمې اړیکې لري.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي یوې خبري ناستې ته وویل، چې امریکا د سیمې د امنیت او ثبات برخه کې له پاکستان سره ګډې ګټې لري او د پاکستان له پوځ سره سالمې نظامي اړیکې ساتي.

‏جان کربي د یوې پوښتنې په ځواب کې چې امریکا یې د پاکستان په کورنیو چارو کې په مداخلې تورنه کړې ویلي، چې امریکا د پاکستان په داخلي چارو کې مداخله نه کوي.

: ‏غرب غواړي څو د تاجکستان له خاورې څخه د طالبانو پر ضد د ځواکونو د ملاتړ لپاره کار واخلي او په افغانستان او منځنۍ اسيا کې کړکېچ او نا امني رامنځته کړي.

‏د روسیې یو څېړونکی الکساندر کنیازوف وایي، چې لویدیځ هیوادونه هڅه کوي څو له تاجکستان څخه د طالبانو ضد ځواکونو د روزنیز مرکز په توګه کار واخلي او په منځنۍ اسیا کې د نا امنۍ رامنځته کولو سره له اروپا څخه د روسیې پام واړوي.

‏نوموړی وايي، د عمران خان ګوښه کېدل د چین او امریکا تر منځ د لانجې یو نوی پړاو دی چې افغانستان ته به هم ورسیږي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک