د حکمتيار صاحب شپږ دېرشم درسي حلقه (سلفي شم که مذهبي پاته شم؟) تر عنوان لاندې تر سره شوه
چهارشنبه؛ د ۱۴۰۱ھش کال د حمل ۲۴مه:
د تېر درس پر دوام چې (آيا حديث د قرآن شرح ده كه بېله وحي؟) د حزب اسلامي افغانستان قدرمن أمير ښاغلي ګلبدين حکمتيار خپله ۳۶مه درسي محاضره د بریا نړيوال ټلويزيون د غونډو په تالار کې وړاندې کړه چې ګڼشمېر ورونو او خویندو پهکې ګډون کړی وو.
ښاغلي حکمتيار وويل:
هغوی چې ادعاء كوي د رسول الله صلى الله عليه و سلم په احاديثو كې داسې احكام راغلي چې منشأ يې په قرآن كې نهمومو؛ او گواكې دا ښيي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ته پر قرآن سربېره نوره وحي هم شوې ده؛ هغه چې دوى يې د «غير متلو» يا «خفي» وحي په نامه يادوي. دوى چې د خپلې دې ادعاء د إثبات لهپاره كوم دلائل وړاندې كوي؛ ټول مو په مخكينيو درسي محاضرو كې وڅېړل؛ او تاسې به پر دې هم پوهېدلي ياست چې د هغوی استدلال څومره كمزورى او بېبنسټه دی او له قرآن د دوى فهم څومره نيمګړى او ناسم.
نوموړي وويل:
د دوى د يادې ادعاء معنیٰ داده چې ګواكې قرآن ناقص دی او نقص يې په أحاديثو سره بشپړېږي. او ګواكې قرآن د لارښود په توګه كافي نهدی او د ځينو أمورو په اړہ په قرآن كې لارښوونې نهشته، دا تشه او نقص يوازې حديث پوره كوي!! د نوموړي پر وينا چې موږ الله تعالیٰ ته له داسې غلطې وينا پناه وړو، هر هغه قول او وينا پر دېوال وهو چې قرآن ته نقص منسوبوي. موږ ته قرآن د لارښود په توګه يو بشپړ، کافي او كامل کتاب دی، ټولې هغه ضروري لارښوونې په قرآن كې راغلې چې إنسان ورته ضرورت لري، د آدم عليه السلام له پيدايښت بيا د رسول الله صلى الله عليه و سلم تر رحلت پورې چې د الله تعالیٰ له لورې پيغمبرانو ته د احكامو او هداياتو په اړه كومې وحيې او لارښوونې شوي، قرآن پر هغو ټولو احتواء كړې، هغه پر ټولو مخكينيو كتابونو محيط او مهيمن دی، داسې څه نهدي پاته چې قرآن دې نه وي بيان كړي، خو د رسول الله صلى الله عليه و سلم په څېر يو پوه، أمين او رښتيني حامل او شارح غواړي چې پهخپل قول او عمل كې د هغه شرح او تفسير د قرآن د ټولو مخاطبينو پر وړاندې كېږدي، هغه هم له دې كبله نه چې ګواکې قرآن په كافي پيمانه واضح او مفصل نه دی، بلكې له دې كبله چې ځيني مخاطبين يې د فهم له پلوه نقص لري؛ او له شرحې او تفصيل پرته پرې نهپوهېږي.
د حزب اسلامي افغانستان قدرمن أمير وويل:
دا د قرآن په اړہ زموږ شخصي وينا او ادعاء نهده، بلکې الله تعالىٰ قرآن په همدغه توګه موږ ته را معرفي كړى، نوموړي د خپلې همدې إدعاء د إثبات لهپاره ګڼشمېر قرآني آيتونو ته په تفصيلي ډول إشاره وکړه چې تفصيل يې په لاندې ډول دی:
1: (أَفَغَيۡرَ ٱللَّهِ أَبۡتَغِي حَكَمٗا وَهُوَ ٱلَّذِيٓ أَنزَلَ إِلَيۡكُمُ ٱلۡكِتَٰبَ مُفَصَّلٗاۚ ...) الانعام: 114
(آيا له الله پرته بل حَكَم ولټوم؟ حال دا چې (الله) همغه ذات دی چې دا مفصل كتاب يې درته رالېږلى...)
پهدې مبارک آيت كې رسول الله صلى الله عليه و سلم ته لارښوونه شوې چي مخالفينو ته ووايي: آيا له الله تعالى پرته بل حَكَم ځان ته ولټوم؟ آيا خپل ژوند د بل چا د حكم او دستور مطابق تنظيم كړم؟ آيا په ژوند پورې مربوط قضاياء د بل چا د قانون مطابق حل و فصل كړم؟ په داسې حال كې چې الله تعالىٰ د دې مقصد لپاره مفصل او جامع كتاب رالېږلى، د داسې جامع او مفصل كتاب پهشتون كې به څنګه او ولې بل چا او بل څه ته رجوع كوم؟!
2: همدا راز بل فرمايي:
(وَتَمَّتۡ كَلِمَتُ رَبِّكَ صِدۡقٗا وَعَدۡلٗاۚ لَّا مُبَدِّلَ لِكَلِمَٰتِهِۦۚ وَهُوَ ٱلسَّمِيعُ ٱلۡعَلِيمُ). ١١٥ الانعام: 115
(او ستا د رب كلام د صداقت او عدالت له پلوه بشپړ او پوره دی، هيڅڅوک يې د پرېكړو بدلوونكى نهشي كېداى؛ او هغه پوه اورېدونكى دی).
ښاغلي حکمتيار وويل:
پهدې مبارک آيت کې څو خبرو ته إشاره شوې:
الف: دا ستا د رب كلام دی.
ب: هره خبره يې په بشپړہ توګه رښتينې ده.
ج: هر قضاوت او حكم يې په بشپړہ توګه عادلانه دی.
د: هيڅڅوک يې د پرېكړو، وعد او وعيد د تحقق مخه نهشي نېولى.
ر: هيڅچاته دا واک او اختيار نهدی وركړى شوى چې د قرآن په احكامو او قوانينو كوم تغيير او تبديلي راولي.
ز: الله تعالىٰ چې پهدې كتاب كې څه ويلي، هغه كه د مؤمنانو او كفارو د قول او عمل په اړہ ويل شوي، كه د شرک او توحيد، حق او باطل په اړه، او يا هم د دنيا او آخرت، او د بندهګانو د أعمالو د پايلو او عواقبو په اړہ؛ او بالاخره د يادو مواردو په اړه يې ټول احكام او لارښوونې حق او رښتيني دي. او دا د همغه ذات له لورې ويل شوي چې پوه اورېدونكى دی.
بل ځای فرمايي:
3: (وَكُلَّ شَيۡءٖ فَصَّلۡنَٰهُ تَفۡصِيلٗا). ١٢ الاسراء: 12
(او هر څه مو په تفصيل سره بيان كړي).
پهدې معنیٰ چې په قرآن كې هر څه په بشپړ تفصيل سره راغلي.
4: (ٱلۡيَوۡمَ أَكۡمَلۡتُ لَكُمۡ دِينَكُمۡ وَأَتۡمَمۡتُ عَلَيۡكُمۡ نِعۡمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ ٱلۡإِسۡلَٰمَ دِينٗاۚ ....) المائدة: 3
(نن مو ستاسو دين درته بشپړ كړ او خپل نعمت مې درباندې پوره كړ او اسلام مې د دين په توګه درته غوره كړ...)
پهدې معنیٰ چې د دغو احكامو او لارښوونو په راتلو سره ستاسو دين بشپړ شو، الله د دين د بشپړتيا او پر كافرانو ستاسو د برلاسي په نتيجه كې خپل ستر نعمت او پېرزوينه درباندې تکميل كړہ، اوس نو کفارو ته له يأس او ناهيلۍ پرته بل څه نهدي ور پاته، نه پر تاسو د بريا طمع كولى شي او نه خپل دين ته ستاسو د راګرځولو هيله ساتلى شي.
نوموړي دغهراز وويل:
د مستندو رواياتو له مخې پيغمبر عليه السلام د حجة الوداع په تاريخي خطبه كې د دې آيت دغه برخه ولوسته (ٱلۡيَوۡمَ أَكۡمَلۡتُ لَكُمۡ دِينَكُمۡ وَأَتۡمَمۡتُ عَلَيۡكُمۡ نِعۡمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ ٱلۡإِسۡلَٰمَ دِينٗاۚ) له دې معلومېږي چې يا خو د آيت دا برخه په همدغه وخت كې نازله شوې او يا له دې مخكې او د آيت له نورو برخو سره يوځاى. او دا ښيي چې قرآن كامل او بشپړ کتاب دی، هيڅ نقص او كموالى پهكې نهشته. د بشپړ او كامل معنیٰ داده چې هيڅ نقص او كمى پهكې نهموندل کېږي؛ داسې څه ترې نهدي پاتې چې په بل ځاى او يا بله مرجع كې یې ولټوو.
هغوی چې وايي: په دين كې داسې احكام شته چې په قرآن كې يې نهمومو؛ هغوى د دې څرګند آيت خلاف خبره كوي او قرآن ته نقص او كمى منسوبوي. هلته چې فرمايي:
5: (أَوَ لَمۡ يَكۡفِهِمۡ أَنَّآ أَنزَلۡنَا عَلَيۡكَ ٱلۡكِتَٰبَ يُتۡلَىٰ عَلَيۡهِمۡۚ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَرَحۡمَةٗ وَذِكۡرَىٰ لِقَوۡمٖ يُؤۡمِنُونَ). ٥١ العنكبوت:51
(آيا دا ورته كفايت نهكوي چې موږ پر تا هغه كتاب نازل كړى چې پر دوى لوستل كېږي، يقيناً چې پهدې كې د إيمان راوړونكو لهپاره حتماً رحمت او ذكر دی.
قدرمن مشر وويل:
دا آيت وايي: آيا د معارضينو د قناعت لهپاره دا له إعجازه ډک كتاب چې ته يې پرې لولې كفايت نه كوي؟!! يقيناً چې پهدې كې د إيمان راوړونكو لهپاره حتماً (رحمت) او (ذكر) دی، هغه چې د إيمان راوړلو استعداد او وړتيا يې نه ده ځپل شوې؛ هغوى به هرو-مرو دا كتاب د الله تعالى يوه لويه پېرزوينه ګڼي او له هغه به پند اخلي.
يعنې په چا كې چې د إيمان راوړلو استعداد وي هغه ته دا كتاب په خپله د لارښود، معجزې او دليل په توګه كافي دی، تر دې بله لويه او ستره معجزه نهشته. كه څوک لږ له شفاف ذهن او د حق موندلو له تلوسې او تندي سره يوځای قرآن ته رجوع وكړي؛ نو يقيناً چې د قرآن هره وينا به د دې عَالَم او د عَالَم د هر څه په اړہ هومره علمي او دقيقه ومومي چې ورته ثابته به کړي، دا كتاب هغه چا نازل كړى چې د دې ټول عَالَم او د عَالَم د هر څه په اړہ جامع علم لري.
6: همدا راز الله تعالىٰ په يو بل آيت کې د قرآن په اړه فرمايي:
(وَمَآ أَنزَلۡنَا عَلَيۡكَ ٱلۡكِتَٰبَ إِلَّا لِتُبَيِّنَ لَهُمُ ٱلَّذِي ٱخۡتَلَفُواْ فِيهِ وَهُدٗى وَرَحۡمَةٗ لِّقَوۡمٖ يُؤۡمِنُونَ). ٦٤ النحل: 64
(او پر تا مو دا كتاب يوازې د دې لهپاره نازل كړى چې دوى ته هغه څه څرګند كړي چې اختلاف يې پهكې كړى؛ او د هغو لهپاره لارښوونه او رحمت چې ايمان راوړي).
يعنې د إختلافاتو د حل-و فصل يوازېنۍ مرجع همدا قرآن دی چې د ټولو إختلافي مواردو حقيقت يې څرګند كړى.
7: دغه راز په يو بل آيت کې فرمايي چې:
(قُلْ أَيُّ شَيْءٍ أَكْبَرُ شَهَادَةً قُلِ اللَّهُ شَهِيدٌ بَيْنِي وَبَيْنَكُمْ وَأُوحِيَ إِلَيَّ هَذَا الْقُرْآنُ لأُنْذِرَكُمْ بِهِ وَمَنْ بَلَغَ ...) الأنعام 19
(ووايه: كوم شئ به ستر شهادت وركوونكى وي؟ ووايه: الله، زما او ستاسو تر منځ شاهد دی؛ او ماته دا قرآن د دې لپاره وحي شوى چې تاسو هم پرې إنذار كړم او هغه څوک هم چې ور ورسېږي ....)
ښاغلي حکمتيار وويل:
له دې آيت په څرګنده توګه معلومېږي چې رسول الله صلى الله عليه و سلم ته يوازې دغه قرآن د ټولو انسانانو د إنذار لهپاره وركړى شوى او د الله تعالى له لورې وحي په قرآن كې راخلاصه شوې.
نوموړي زياته کړه:
دا او دې ته ورته ګڼشمېر آيتونه وايي چې: قرآن بشپړ او كامل دی، هر څه يې په تفصيل سره بيان كړي، د هر اختلاف په اړہ؛ (هغه كه فكري وي، كه حقوقي وي، كه سياسي او إجتماعي)؛ وروستۍ او سمه پرېكړہ كوي او په اړه يې وروستى او صحيح قضاوت وړاندې كوي. تر هرې معجزې ستره معجزه ده، له هره پلوه كافي دی او د إنسان ټولو ضروري اړتياوو او پوښتنو ته ځواب وايي. دېته پر کتو آيا دا به د قرآن په اړہ د الله تعالى له دې ويناوو سره سره دا لوى او ستر ظلم نه وي چې څوک ووايي: قرآن ناقص دی او په حديث سره يې نقص او كموالى رفع شوى؟!! يقيناً چې ډېر ستر ظلم دی. بې له شکه چې قرآن د ټولو قضاياءو په اړه كافي، مكمل او بشپړ کتاب دی خو د رسول الله صلى الله عليه و سلم په څېر يوه حامل او شارح ته ضرورت وو چې هغه خلكو ته ورسوي او ټول جامع مطالب يې تشريح كړي.
د نوموړي پر وينا يقيناً چې دې الٰهي پيغام داسې يو أمين حامل او رښتيني عامل ته ضرورت درلود چې د ده په قول او عمل كې عيني تجسم ومومي، داسې چې؛ كه څوک وغواړي پوه شي چې الله تعالى څنګه إنسان، او له كومو فكري، أخلاقي او عملي ځانګړتياوو سره خوښوي؟ نو ورته وويل شي: داسې إنسان لكه د دې لارښود الٰهي كتاب لومړنى حامل، لكه رسول الله صلى الله عليه و سلم. كه ووايي چې: د الله تعالى صحيح لمانځنه او عبادت به څنګه وي؟ ځواب يې دا وي: همغسې لكه چې رسول الله صلى الله عليه و سلم د خپل رب عبادت او لمانځنه كوله. او...
او بالاخره همغسې لكه چې عائشه رضي الله عنها وايي: «كان خلقه القرآن» يعنې قرآن د هغه أخلاق وو.
د حزب اسلامي افغانستان قدرمن أمير وويل:
موږ د رسول الله صلى الله عليه و سلم په كامل إطاعت مكلف يو، د هغه إطاعت داسې دی لكه د الله تعالىٰ إطاعت، دا ځكه چې هغه د الله تعالىٰ استازى دی او هره وينا او عمل يې د الٰهي لارښوونو مطابق، د رسول الله صلى الله عليه و سلم هره وينا او هر عمل موږ ته حجت دی.
خو البته؛ دا بايد په پام كې ولرو چې رسول الله صلی الله عليه وسلم دوه بېلې بېلې ځانګړتياوې او حيثيتونه لري:
1: د هغه ذاتي او بشري حيثيت.
2: د رسالت حيثيت؛ د ذاتي حيثيت له پلوه هغه يو بشر او انسان دی؛ خو غوره او داسې كامل انسان چې الله تعالى د إنسانانو له منځ او هغوی ته د خپل پيغام رسولو لهپاره غوره كړى؛ قرآن د رسول الله صلى الله عليه و سلم د ذاتي او بشري حيثيت په اړه فرمايي:
(قُلْ إِنَّمَا أَنَا بَشَرٌ مِثْلُكُمْ يُوحَى إِلَيَّ أَنَّمَا إِلَهُكُمْ إِلَهٌ وَاحِدٌ فَمَنْ كَانَ يَرْجُو لِقَاءَ رَبِّهِ فَلْيَعْمَلْ عَمَلا صَالِحًا وَلا يُشْرِكْ بِعِبَادَةِ رَبِّهِ أَحَدًا) الكهف 110
(ووايه: يقيناً چې زه فقط ستاسو په څېر يو بشر يم، دا وحي راته كېږي چې ستاسو معبود يوازېنى معبود دی. نو څوک چې د خپل رب د ملاقات هيله او طمع لري نو نېک عمل دې وكړي او د خپل رب په لمانځنه او عبادت كې دې هيڅڅوک نه شريكوي.
بل ځای کې فرمايي:
(قُلْ إِنَّمَا أَنَا بَشَرٌ مِثْلُكُمْ يُوحَى إِلَيَّ أَنَّمَا إِلَهُكُمْ إِلَهٌ وَاحِدٌ فَاسْتَقِيمُوا إِلَيْهِ وَاسْتَغْفِرُوهُ وَوَيْلٌ لِلْمُشْرِكِينَ) فصلت 6
(ووايه: يقيناً چې زه ستاسو په څېر يوازې يو بشر يم، دا وحي راته كېږي چې ستاسو معبود يوازېنى معبود دی؛ نو د ده لوري ته استقامت غوره كړئ او بښنه ترې وغواړئ، او د مشركينو پر حال افسوس).
نوموړي دغه راز د قرآن هغه مبارک آيت ته هم إشاره وکړه چې د ټولو پيغمبرانو په اړه فرمايي:
(قَالَتۡ لَهُمۡ رُسُلُهُمۡ إِن نَّحۡنُ إِلَّا بَشَرٞ مِّثۡلُكُمۡ وَلَٰكِنَّ ٱللَّهَ يَمُنُّ عَلَىٰ مَن يَشَآءُ مِنۡ عِبَادِهِۦۖ وَمَا كَانَ لَنَآ أَن نَّأۡتِيَكُم بِسُلۡطَٰنٍ إِلَّا بِإِذۡنِ ٱللَّهِۚ وَعَلَى ٱللَّهِ فَلۡيَتَوَكَّلِ ٱلۡمُؤۡمِنُونَ). ١١ إبراهيم 11
(خپلو پيغمبرانو يې ورته وويل: موږ نه يو مګر ستاسو په څېر بشر؛ خو الله له خپلو بندګانو پر هغه چا پېرزوينه كوي چې دى يې غواړي؛ او موږ ته ممكنه نهده چې د الله له اجازې پرته تاسو ته كوم دليل او نښه راوړو؛ او مؤمنان خو بايد پر الله توكل وكړي).
يعنې د رسول الله صلى الله عليه و سلم پهشمول هر پيغمبر د نورو إنسانانو په څېر بشر وو، مور او پلار يې لرل؛ د مور په غېږ كې ستر شوى؛ مور تى وركړى، هغه يې مينځلى، جامې يې ور اغوستي، خوراک او څښاک ته اړ وو، مريض شوى، علاج او تداوۍ ته اړ شوى، لوږه او تنده پرې راغلې، كله كله څه ترې هېر شوي، حتیّٰ په لمانځه كې هم نسيان پرې راغلى، د مازديګر څلور ركعته لمونځ يې د نسيان له كبله دوه ركعته كړى، يو مقتدي يې له لمانځه وروسته متوجه كړى؛ او له هغه وروسته يې لمونځ بشپړ كړى او په پاى كې يې د سهوې سجده كړې. يارانو به يې كله كله د كومې رأيې په اړه ورته ويل: يا رسول الله! دا ستا خپله رأى ده كه د الله تعالى له لورې درته وحي شوې؟ او د هغه ځواب به دا وو: دا زما خپله رأى ده؛ داسې هم شوي چې له خپلې رأيې تېر شوى او د نورو رأى يې منلې؛ د اُحُدْ په غزا كې يې همداسې وكړل، او دغه راز د أحزابو په غزوه كې يې له سعد بن معاذ او سعد بن عباده رضی الله تعالی عنهما سره مشوره وكړه او د هغوی پر مشوره يې عمل وکړ، حتیّٰ ابوبكر او عمر رضي الله عنهما ته يې ويلي: كه تاسو دواړه په كومې رأيې توافق وكړئ؛ زه به د اړوند كار په اړه له خپلې شخصي رأى تېرېږم او ستاسو رأى به منم.
أمَّا د رسول الله صلى الله عليه و سلم نبوي حيثيت بيا داسې دی چې د الله تعالىٰ لارښوونې او كلام يې په بشپړ امانت او له هر راز تغيير، تأخير او تصرف پرته أمت ته رسولى؛ پهخپله يې عمل پرې كړى او نورو ته يې هم پرې د عمل كولو سپارښتنه كړې؛ د هيڅ قضيې په اړه يې له خپل لوري او د وحي تر راتلو وړاندې پرېكړه نهده كړې؛ ډېر ځله داسې شوي چې له نوې قضيې سره مخامخ شوى؛ خو تر هغه يې له څه ويلو ډډه كړې چې د الله تعالىٰ له لورې ورته وحي او لارښوونه شوې او همدا وحي په قرآن كې راغلې. قرآن د رسول الله صلی الله عليه وسلم دا نبوي حيثيت داسې بيان كړى:
(وَمَا يَنْطِقُ عَنِ الْهَوَى) (إِنْ هُوَ إِلا وَحْيٌ يُوحَى) (عَلَّمَهُ شَدِيدُ الْقُوَى) النجم: 3-5
(او نه له خپلې هوىٰ او هوس خبرې كوي، دا نه دی مګر داسې وحي چې وحي كېږي، هغه چې د مضبوط ځواك خاوند (فرشتې) ورښودلى.
يعنې نبوي حيثيت يې داسې دی چې پهدې كې هيڅ خبره له ځانه نهكوي، فقط د هغې وحي مطابق خبره كوي چې د قرآن په بڼه د وحي له لارې هغه ته ويل شوې؛ هغه قرآن چې د مضبوط ځواك خاوند (فرشتې) (جبريل) ورښودلى. يعنې د رسول په حيث چې هغه هر څه وايي نو فقط د قرآن خبره كوي؛ نه بل څه.
نوموړي د لا وضاحت په پار د سورة المائدې لاندې آيت إشاره وکړه چې وايي:
(يَا أَيُّهَا الرَّسُولُ بَلِّغْ مَا أُنْزِلَ إِلَيْكَ مِنْ رَبِّكَ وَإِنْ لَمْ تَفْعَلْ فَمَا بَلَّغْتَ رِسَالَتَهُ وَاللَّهُ يَعْصِمُكَ مِنَ النَّاسِ إِنَّ اللَّهَ لا يَهْدِي الْقَوْمَ الْكَافِرِينَ) المائدة 67
(اې پيغمبره! هغه څه ورسوه چې د خپل رب له لوري درته نازل شوي او كه دې دا کار ونهكړ نو د هغه پيغام دې نهدی رسولى؛ او الله دې له خلكو ساتي؛ يقيناً چې الله دا كافر قوم نه هدايت كوي.
دا مطلب د المائده سورې كې د پيغمبر عليه السلام په اړه درې ځلې، په 67، 92 او 99 نمبر آيتونو كې او د مؤمنانو په اړه يو ځل په 105 نمبر آيت كې راغلى؛ په دغو آيتونو كې رسول الله صلی الله عليه وسلم ته ويل شوي: چې خپل رسالت له خوف، وېرې، تردد او تزلزل پرته په بشپړه توګه پاىته ورسوه، د هغه قرآن په تبليغ او ولس ته په رسولو كې هيڅ كمى او قصور مهكوه چې د خپل رب له لوري دركړى شوى؛ كه داسې ونهكړې نو تا به خپل الٰهي رسالت نه وي تر سره كړى؛ د دښمنانو د مخالفتونو هيڅ پروا مه كوه؛ الله تعالى ستا ساتونكى دی.
قدرمن مشر د يادې موضوع د لا وضاحت او تشريح په خاطر ګڼشمېر ورته نورو قرآني آيتونو او شواهدو ته هم تفصيلي إشاره وکړه چې د راپور د طوالت د مخنېوي له کبله يې له ذکر کولو صرفنظر کوو او يوازې د هغه قرآني لارښوونې پر مفهوم إکتفاء کوو چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم د بشري او نبوي حيثيت په اړه وايي:
زه تاسو ته نهوايم چې فرښته يم، په واضح الفاظو درته وايم چې زه إنسان يم، له نورو إنسانانو سره مې توپير يوازې پهدې كې دی چې د الله تعالىٰ له لورې راته وحي شوې او زه د الٰهي وحي متابعت كوم.
په پای کې ښاغلي حکمتيار د ګډونوالو پوښتنو ته هم تفصيلي او مُقنع ځوابونه ورکړل او له هغه وروسته نننۍ مهمه درسي محاضره د نوموړي په دعاء پایته ورسېده.
د حزب اسلامي افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه.
