د آذربایجان ناگورنو قره باغ ایالت ته د حزب اسلامي مجاهدینو په رسېدو سره د جنگ وضعه بدله شوه
غزنيوال
په ۱۹۹۳ کال کي د رومانيې فوځونو د روسي فوځونو په مرسته له آذربایجان څخه د ناگورنو قره باغ ایالت ونیوو،
د آذربایجان عسکرو د یرغلگرو ځواکونوو په وړاندي خپل مورال له لاسه ورکړی وو، د ښمن مخ په وړاندي روان وو او دوی خپلي سیمي ورته پرېښودې، په دې وخت کي د آذربایجان پارلمان او د حکومت مشرانو له ډېرو اسلامي حکومتونو څخه مرسته و غوښتله، هر چا ته ئې ځولۍ و غوړوله او ورته وئې ویل: پر مونږ رحم وکړئ، مونږ د اسلام په نوم آزادي ترلاسه کړه خو اوس زموږ پر هېواد تېری شوی او په زرگونو کسانو مو په شهادت ورسېدل، که مو مرسته ونه کړئ د آذربایجان لویه برخه د دښمن په لاس کي پرېوځي!! خو هیچا حتی ځواکمنو اسلامي ملکونو د مثبت ځواب ورکولو جرئت ونکړ.
بیا د آذربایجان د پارلمان مشران چار آسیاب ته د حزب اسلامي مشر حکمتیار لیدو ته راغلل، له هغه ئې مرسته وغوښته، پداسي سختو شرایطو کي چي حزب اسلامي د شمالي ئتلاف له بریدونو او ستر بین المللي سازش سره مخامخ او اوږدې او سختي دفاعي جگړي کي بوخت وو، خو سره له دې ئې د آذربایجان نوي آزاد شوي مسلمانانو غږ ته لبیک ووایو او په ډیره حکیمانه، عالمانه او مدبرانه توگه او په احتیاط سره ئې د حزب اسلامي لس زره رضاکار باتجربه مجاهدین آذربایجان ته ولېږل، دا مجاهدین په داسي لارو آذربایجان ته صحیح او سلامت ورسېدل چي هیڅوک پرې خبر هم نشو، دا په داسي حال کي چي افغانستان له آذربایجان سره گډه پوله نه لري او ترمنځ ئې ایران حایل دئ، د آذربایجان ناگورنو قره باغ ایالت ته د حزب اسلامي مجاهدینو په رسېدو سره د جنگ وضعه بدله شوه، بریدونه په شا وتمبېدل او د دښمن پر سنگرونو د مجاهدینو متقابل بریدونه پیل شول، کله چي روسي او ارمني عسکر د مجاهدینو له راتلو خبر شول او په خپلو دوربینونو کي ئې هغوی ولیدل خپله روحیه ئې له لاسه ورکړه، تصدیق شوي خبرونه وايي چي روسي عسکرو به یوه بل ته ویل: د آذربایجان د فوځ مرستي ته د افغانستان بزمچي (مجاهدین) رارسېدلي، له دوی سره جنگېدل آسان کار نه دئ، هماغه وو چي آذربایجان د الله تعالی په فضل او د حزب اسلامي د مجاهدینو د جهاد په برکت د روسانو او ارمنیانو له تېري وژغورل شو.
د دوی قربانیو، تقوی او جهاد ته په پام سره د آذربایجان ولس له مجاهدینو سره دومره مینه درلوده چی ډېرو آذربایجاني_پېغلو له مجاهدینو سره د واده هیله کوله، پلرونو او میندوئې له مجاهدینو غوښتل چي د دوی دا هیله تر سره کړي.
