مهم ترین های امروز سه شنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: د افغانستان بانک میگوید که در ادامه کمک های بشری جامعه جهانی، امروز بار دیگر بسته کمکی 32 میلیون دالری پول نقد به کابل رسید و به بانک بین المللی افغانستان تسلیم داده شد.
✒: وزارت معادن وپترولیم ا.ا می گوید، که شهابالدین دلاور سرپرست این وزارت در دیدار با رییس شرکت دولتی چین در مورد سرمایهگذاری در بخش معادن در افغانستان بحث و گفتگو کرده است.
✒: د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې د اسیا ملتونو جام سیالیو ته د لار موندنې په وروستۍ سیالۍ کې نیپال لوبډلې ته د ۸ پر ۱ توپیر ماته وکړه، خو د یوې مساوي لوبې، یوې ماتې وروسته او د سیالیو لوبډلو پرتله د لږو ګولو له کبله و نه توانېده چې بل پړاو ته لاره پیدا کړي.
✒: کابل ښار کې یو شمېر مدني فعالانو له افغان کډوالو سره د ايرانيانو د غيرانساني چلند په غبرګون کې احتجاجونه وکړل. راټولو شويو ځوانانو او مدني فعالانو پر ايرانيانو غږ وکړ چې پر افغان کډوالو دې له ظلم او زياتي لاس واخلي.
✒: د افغانستان بانک صرافيو ته خبرداری ورکړی چې که د فعاليت جوازونه وانخلي نو کاروبارونه به يې وتړل شي. د افغانستان بانک وياند نن د يوه ويډيويي پيغام په خپرولو سره دغه راز ويلي چې د پولي خدمتونو او صرافۍ ځينې شرکتونه له جواز پرته فعاليتونه کوي.
✒: د ۷۷ په نوم يوه ترکي کمپنۍ غواړي چې په افغانستان کې د ساختماني موادو د توليد فابريکه جوړه کړي. د دې ترکي کمپنۍ چارواکو د ښار جوړولو وزارت له اداري مرستيال سره کتلي او په پيروزي ښارګوټي کې يې د جوړيدونکې فابريکې لپاره له ۳۰ تر ۴۰ جريبو پورې ځمکه غوښتې ده.
✒: کابل کې پر نرخونو د ښاروالۍ څارن دوام لري. کابل ښاروالۍ په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې د کابل ښار په بېلو برخو کې د نرخونو د کنټرول کمیسیون خپل فعالیتونه پيل کړي او په دې برخه کې هر اړخیزه څارنه دوام کوي.
✒: پنتاگون: ادعاها در مورد استفاده روسیه از سلاحهای شیمیایی در اوکراین نگران کننده است.
✒: ولادیمیر پوتین رئیس جمهور روسیه در سخنرانی خود به مناسبت «روز فضانوردان» درباره جنگ کشورش علیه اوکراین گفت: تردیدی نداریم که در عملیات ویژه نظامی در اوکراین به اهداف خود دست خواهیم یافت.
پوتین که طی بازدید از یک پایگاه هوایی در منطقه آمور به هموار الکساندر لوکاشونکو همتای بلاروسی خود سخنرانی میکرد، تصریح کرد: خودمان را منزوی نخواهیم کرد. در جهان مدرن، قطع کامل روابط خارجی یک کشور و منزوی کردن آن ممکن نیست. درحال فعالیت و رایزنی با شرکای خود هستیم.
✒: سازمان نجات کودکان میگوید که نزدیک به ۲۳ میلیون تن به شمول ۱۴ میلیون کودک در افغانستان به غذای کافی دسترسی ندارند.
✒: نړیوال بانک: افغانستان کې کوچني کاروبارونه ۳۸ سلنه او لوی کاروبارونه ۳۵ سلنه په ټپه درېدلي.
✒: د ایران د ګمرکونو اداره:
تېر کال مو افغانستان ته صادرات ۲۱ سلنه کم شوي وو.
✒: هند سریلنکا سره د دوه نیم میلیارده ډالرو مرستې اعلان وکړ.
سریلنکا ۵۱ میلیارده ډالر پوروړې شوې چې زیاتې پیسې پرې د چین دي.
د پورونو له امله سریلنکا کې خواړه، تیل، درمل او حتی د ښوونځیو د ازموینو لپاره کاغذ هم ختم شوی.
✒: د لومړي ځل لپاره د موبایل او لپټاپونو لپاره داسې سپری جوړه شوه چې که یو وار مو په موبایل او لپټاپ ووهله، نه به اوبه په کې ځي نه به یې سکرین اسانه ماتېږي.
پیورا کوټ (Puracoat) کې د سکریچنګ او واټرپروف خاصیت لپاره ډیر کوچني ذرات ګډ شوي دي، چې اصلن د یو پوښ کار ورکوي.
✒: خیبر پښتونخوا ـ اسماعیل خان ډېرۍ:
د پاکستاني پولیسو د ګزمې موټر کمین خوړلی، پنځه یې وژل شوي، اووه نور ژوبل دي.
✒: جو بایډن د دوشنبې په ورځ نریندرا مودي ته له روسیې څخه د تیلو پیرلو په هکله خبرداری ورکړ.
د امریکا ولسمشر جو بایډن د هند صدراعظم نریندرا مودي ته د یو ساعته ویدیو کنفرانس په ترڅ کې ویلي چې له روسیې څخه د تیلو د پیرلو زیاتول د هند په گټه نه دي.
بایډن ویلي، امریکا چمتو ده چې د هند سره د انرژی د سرچینو په متنوع کولو کې مرسته وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې هند تر دې دمه د تجارتي ژورو اړیکو له امله پر یوکراین د روسیې د برید له غندلو ډډه کړې ده.
✒: د هند صدراعظم نریندرا مودي د پاکستان د صدراعظم د ټاکل کېدو په توګه شهباز شریف ته مبارکي ویلې او په سیمه کې یې د سولې او ثبات د ټینګښت غوښتنه کړې ده.
✒: معاون وزارت امور خارجۀ امریکا با فلیپو گراندی کمیشنر عالی در امور پناهندهگان سازمان ملل در مورد وضعیت پناهندهگان افغانستان و یوکراین گفتوگو نموده است.
وزارت خارجۀ امریکا با نشر خبرنامهیی گفته است: در این دیدار، هر دو جانب به شمول پناهندهگان افغانستان و یوکراین در مورد وضعیت مهاجران کشورهای دیگر و ایجاد تسهیل برای آنان بحث و گفتوگو نموده اند.
✒: سازمان خبرنگاران بدون سرحد بر وضعیت رسانه ها و خبرنگاران در افغانستان ابراز نگرانی کرده است.
این سازمان در نامۀ به ریچارد بینیت گزارشگر خاص سازمان ملل در مورد حقوق بشر در افغانستان، از وی خواسته است تا برای دفاع از رسانه ها و خبرنگاران افغان دست به کار شود.
✒: د « ګالوپ» یوه تازه سروې ښيي چې د امریکا د ولسمشر جوبایډن محبوبیت وروسته تر هغې کم شو چې امریکايي سرتېري له افغانستان څخه ووتل.
په دې سروې کې ویل شوي چې د جو بایډن د محبوبیت کچه د واک په لومړنیو ۶ میاشتو کې لوړه وه خو د کال په وروستیو میاشتو کې په داسې حال کې ټیټه شوه چې ټول بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووتل.
✒: د هند د بهرنیو چارو وزیر اېس جي شنکر په واشنګټن کې له خپل امریکايي سیال سره د نورو مسایلو تر څنګ پر افغانستان هم خبرې کړې دي.
راپورونه وايي، د هند د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د روان وضعیت له کبله د سیمه ییزې بې ثباتۍ پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې ده.
✒: د پاکستان پرځول شوي صدراعظم او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان په پاکستان کې د لویو غونډو او لاریونونو تابیا کړې ده.
ټاکل شوې عمران خان سبا په پېښور، د اپرېل په ۱۶مه په کراچۍ او د اپرېل په ۲۳مه په لاهور ښار کې لویې غونډې او لاریونونه وکړي.
عمران خان ویلي، چې د بهرنۍ دسيسې په پايله کې له واکه پرځول شوی دی.
✒: د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده ویلي، چې په افغانستان کې د ایران ډيپلوماټیک مرکزونه پرانیستي دي او په نورمال ډول خپل فعالیت ته ادامه ورکوي.
تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی چې ایران په ورته مهال له ا.ا غوښتي څو په افغانستان کې د دوی د ډیپلوماټیکو مرکزونو امنیت وساتي.
✒: د امریکا په نیو یارک ښار په سب وې ټیشن کې نن سهار د نا معلومه کس له لورې پر عامو خلکو ډزې شوي. د راپورونو له مخه په پیښې کې تر اوسه ۵ کسان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.
پولیس د بریدګر په لټه دي.
