ورور حکمتيار د ماليزيا حکومت له يو پلاوي سره وليدل
سهشنبه؛ د ۱۴۰۱ھش کال د حمل ۲۳مه:
د حزب اسلامي افغانستان قدرمن أمير ښاغلي ګلبدين حکمتيار له غرمې مخکې د Muslim Care Malaysia Society د ماليزيايي مسلمانانو پاملرنې ټولنه) له رئیس ښاغلي ذوالکفل بن واهيجان او دغهراز د ياد هېواد د ستراتيژيکو مطالعاتو د انسټیټیوټ (MYRISS) له رئیس پروفيسور محمد ميزان اسلم او ورسره ملپلاوو سره وکتل. ياد پلاوي چې افغانستان ته په يو رسمي سفر راغلي، له ښاغلي حکمتیار سره يې پر يو لړ مهمو سياسي او اقتصادي موضوعاتو تفصيلي بحث او خبرې وکړې.
ښاغلي حکمتيار راغليو پلاويو ته د ښهراغلاست او هرکلي ترڅنګ وويل:
پر افغانستان د روسي يرغل پر وخت مالېزيايي ملت د افغان جهاد کلک حمايت وکړ، يو له هغو ملتونو چې زموږ ملت او راتلونکي نسلونه به يې منندوی وي، مالېزيايي ملت دی. هيلهمند يو چې د مالېزيا هېواد او مسلمان ماليزيايي ملت به نن هم لکه د تېر پهڅېر پهدې تاريخي او حساس پړاو کې د افغان ولس تر څنګ پاتې شي، او خپلې إسلامي او بشردوستانه مرستې به ترې ونهسپموي.
راغلي مالېزيايي پلاوي بيا د مشر د غوښتنې په ځواب کې وويل:
تاسې د افغانستان د جهاد ژوندی تاريخ ياست، نړۍ لهتاسې او ستاسې له جهاد او مبارزې د آزادۍ درس او الهام واخيست، د مالېزيا ملت له تاسې سره ځانګړې مينه لري، ستاسې شخصيت او مبارزې ته په ځانګړي تقدس او درناوي قائل دی، له همدې کبله غواړي چې په هره برخه کې ستاسې وياړلي ملت ته د خپلو بشردوستانه مرستو لاسونه ور اوږده کړي.
د يادو پلاوو پر وينا د مالېزيا هېواد به د اوږد مهال لهپاره په سياسي او اقتصادي ډګر کې افغانستان سره همکار پاتې شي او له افغانانو سره به د خپلو بشردوستانه مرستو د تقويت پهپار نور هم کوټلي او اړين ګامونه واخلي.
له رسمي مجلس وروسته ياد پلاوي هيله او آرمان درلود چې د ماسپښين لمونځ د ښاغلي حکمتيار په إمامت سره آداء کړي چې د نوموړي له لوري يې دا هيله پوره شوه او ټولو په ګډه سره إيمان مسجد کې د ماسپښين لمونځ د قدرمن مشر په إمامت سره آداء کړ.
د حزب اسلامي افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه.
