No-IMG

مهم ترین های امروز دوشنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

‏د استخباراتو لوی ریاست وايي، چې ځواکونو یې هرات ولایت کې د یو لړ عملیاتو پر مهال د محمدابراهیم په نوم یو کس د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورلی دی.

د استخباراتو لوی ریاست ویاند خلیل همراز وايي، ددې عملیاتو پر مهال څلور انسان تښتوونکي وژل شوي او یو بل په تېښته بریالی شوی دی.

: ‏د افغانستان بانک می‌گوید که به ادامۀ کمک های بشردوستانه جامعه جهانی، امروز نیز بسته کمکی ٣٢ میلیون دالری پول نقد به کابل رسیده است.

: ‏د ا.ا د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي، چې د ا.ا ځواکونو نن سهار د بدخشان په کوهستان ولسوالۍ کې د شریرو او باغي عناصرو یوه ډله له منځه وړې ده.

نوموړي په دې اړه د ډېرو جزیاتو له ورکولو پرته لیکلي، چې په دې عملیاتو کې ۷ تنه باغي او متمرد عناصر وژل شوي او یو شمیر نور ژوندي نیول شوي.

: ‏کمیسیون اقتصادی ا.ا به رهبری ملا عبدالغنی برادر معاون اول ریاست الوزراء به تمام ارگان های امنیتی وظیفه سپرده است که در جمع آوری قرض های د « افغانستان برشنا شرکت» از نزد اداره های دولتی و افراد زورمند با این شرکت همکاری جدی نمایند.

: ‏مجمع علمی علمای افغانستان با نشر اعلامیۀ از ا.ا خواستند تا دروازه های مکاتب به روی دختران افغان را بگشاید.

این علما با در نظر گرفتن نصاب خاص برای زنان بر بازگشایی مکاتب در چهارچوب دین تاکید نموده و افزوده که زنان مومن در کنار مردان حق دارند تا آموزش های شرعی و عصری فرا بگیرند.

: ‏ایران یو دوستمی قومندان او  د جوزجان پخوانی والي هاشم رئیس، د اوکراین جګړې ته د ځوانانو د جلب و جذب په تور نیولی.

: ‏د کابل ښار یو شمېر اوسېدنکو په ایران کې له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند له راپورونو خپرېدو وروسته نن په کابل کې د ایران سفار مخ ته اعتراض وکړ. اعتراض کوونکو له مسوولانو غوښتنه وکړه چې په ایران کې له افغان کډوالو سره ناوړه چلند پای‌ته ورسېږي.

: ‏یو شمېر جرمن مېشتو افغانانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو د نه پرانیستلو په اړه د جرمني په پلازمېنې برلېن ښار کې اعتراض وکړ او له اسلامي امارته یې غوښتنه وکړه چې دا ښوونځیو ژر تر ژره پرانیزي. د دې اعتراضیه غونډې په خپرو شویو انځورونو کې یو شمېر بهرني وګړي هم تر سترګو کېږي.

: ‏د افغانستان کرېکټ بورډ د یوې اعلامیې له لارې ویلي، د کرېکټ نړیوالې شورا د افغانستان کرېکټ بورډ لپاره د جوړې شوې څارونکې کمېټې له راپور وروسته میرویس اشرف په افغانستان کې د یادې شورا د رسمي استازي او د افغانستان کرېکټ بورډ د مشر په توګه منلی دی.

: ‏مسوولان در وزارت صنعت و تجارت می‌گویند که در سال گذشته به هزینه ۵۵ میلیون دالر امریکایی جلغوزه افغانستان به کشورهای خارجی صادر شده است.

ولایت‌های پکتیا و خوست بیش‌ترین تولید کننده جلغوزه در افغانستان است و چین بزرگ‌ترین بازار این محصول پر بها قلم داد شده است.

: امانوئل مکرون و مارین لی پن که در انتخابات دیروز ریاست جمهوری فرانسه بیشترین آراء را به دست آوردند، در دور دوم انتخابات رقابت خواهند کرد.

براساس داده‌های وزارت کشور فرانسه، تاکنون 97 درصد آراء ماخوذه در انتخابات ریاست جمهور این کشور شمارش شده است.

امانوئل مکرون، رئیس جمهور کنونی با کسب 27.35 درصد آرا بیشترین میزان آراء را در میان نامزدها به خود اختصاص داده است.

همچنین مارین لی پن نیز موفق به کسب 23.97 درصد آراء شده است. از سوی دیگر ژان لوک ملنچون نامزد چپ‌ها علی‌رغم افزایش آراء خود نسبت به انتخابات سال 2017 و به دست آوردن 21.7 درصد آراء شمارش شده، موفق به راهیابی به دور دوم انتخابات نشد.

: ‏ترکیه کشته شدن زن فلسطینی به ضرب گلوله نیروهای اسرائیل را محکوم کرد.

وزارت امور خارجه ترکیه کشته شدن یک زن فلسطینی به ضرب گلوله نیروهای اسرائیل را محکوم کرد و خواستار آغاز تحقیقات قضایی برای شناسایی عاملان آن شد.

: ‏د پاکستان په پارلمان کې د عمران خان په مشرۍ د تحريک انصاف ګوند استازو استعفا کړې ده. د تحريک انصاف ګوند غړو دا پرېکړه له خپلمنځي غونډې وروسته اعلان کړه.

: ‏ټاکل شوې د سه‌شنبې په ورځ د ازبکستان په ترمز ښار کې د افغانستان، پاکستان او ازبکستان د تخنیکي ډلو تر منځ د  ټرانس-افغانستان د وسپنې پټلۍ د چارو پیلېدو په تړاو درې اړخیزه غونډه جوړه شي.

: ‏د پاکستانۍ رسنیو د خبر پر بنسټ، شهباز شریف د پاکستان په پارلمان کې د ۱۷۴ رایو په تر لاسه کولو سره د دې هېواد د نوي لومړي وزیر په توګه وټاکل شو. شهباز شریف د پاکستان پخواني لومړي وزیر نواز شریف کوچنی ورور دی.

: ‏د روسیې پخوانی دفاع وزیر سرګي ایوانوف:

ملاعمر په ۲۰۰۱ کال له روسیې غوښتي وو چې راځئ د امریکا خلاف ګډه جګړه وکړو.

وایي، هغه وخت مو د مقاومت د جبهې ملاتړ کاوه او کابل ته مو جواب دا و چې ((ورک شئ!!))

: ‏افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې استازي تامس نکلسن د تاجکستان ولسمشر سره لیدلي.

د افغانستان اړوند دغه لیدنه کې پراخ بنسټه حکومت، د نجونو پر ښوونځیو د بندیزونو په رابطه اندیښنو او افغانستان نه راپورته کېدونکو امنیتي ګواښونو باندې بحث شوی.

: ‏د ایران د خارجه وزارت ویاند سعید خطیب زاده:

امریکا به ډېر ژر د ایران شاوخوا اووه میلیارده کنګل شوي ډالر ازاد کړي.

وایي، دا اووتۍ یو لوړ پوړی پلاوی په همدې پار تهران ته راروان دی.

: ‏سیګار: افعانستان کې د نړیوالو په مرستو نظارت باید وشي.

وایي، دا باید روښانه شي چې اوسنۍ مرستې چېرته ځي؟

: ‏د ایران د خارجه وزارت ویاند: څلویښت کاله مو په ډېر اخلاص د افغان کډوالو کوربه توب وکړ، خو نور باید د ایران پرخوا د کډوالۍ دا سیلاب تم شي.

: ‏شاه محمود قریشي:

عمران خان داسې لیډر دی چې ټرمپ سره یې پیښورۍ څپلیو کې لیدلي او پوتین سره یې کمیس او پرتوګ کې وکتل.

 

شهباز شریف:

نن حق فاتح او باطل مات شو.

: ‏نیویارک ټایمز ورځپاڼې د پاکستان د صدراعظم په توګه د شهباز شریف ټاکل کېدو ته په اشارې لیکلي، چې نوموړی به هڅه وکړي د امریکا او پاکستان ترینګلې اړیکې بېرته ورغوي.

‏ورځپاڼې لیکلي، چې شهباز شریف ته په کار ده څو په ډېر احتیاط سره د امریکا او پاکستان اړیکې بېرته ورغوي ځکه چې ډېری پاکستانیان نوموړي ته د امریکې د نیږدې او وفادار شخص په سترګه ګوري.

ورځپاڼې ویلي، شهباز شریف د کورونو د جوړولو په ځینو دوسیو کې په غلا او فساد هم تورن دی.

: ‏د پاکستان ولسمشر عارف علوي په ناڅاپي توګه ناروغه شوی دی.

په پاکستان کې د نوي صدراعظم د ټاکل کیدو سره هممهاله د دې هیواد ولسمشر عارف علوي په ناڅاپي توګه ناروغه شوی او د څو ورځو لپاره یې رخصتي اخیستې ده.

‏دا په داسې حال کې ده چې تمه کیده د پاکستان نوی صدراعظم شهباز شریف د دې هیواد په «ایوان صدر» کې لوړه وکړي خو د عارف علوي له ناروغۍ له امله به د نوموړي د لوړې مراسم د سنا مشر صادق سنجراني لخوا ترسره شي.

: ‏عمران خان وايي پاکستان په ۱۹۴۷ کې آزاد شوی و خو اوس یې یو ځل بیا پکې د آزادۍ او د خارجي توطئې پر ضد مبارزه پیل شوې ده

نوموړی زیاتوي چې یوازې د یوه هیواد خلک کولای شي د خپلواکي او دیموکراسي دفاع وکړي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک