ورور حکمتيار د جهادي، سياسي او قومي مشرانو سره وليدل
شنبه؛ د ۱۴۰۱ھش کال د حمل ۲۰مه:
د حزب اسلامي افغانستان قدرمن أمير له غرمې مخکې په درې جلا-جلا کتنو کې د ننګرهار ولايت له جهادي او سياسي شخصيت ښاغلي محمد بصير عزيزي، د کونړ ولايت له قومي مشر او سياسي شنونکي انجينير ګلآغا حسني او دغهراز د کندهار ولايت له جهادي مشر ضابط کمال الدين سره وکتل.
پهدغو کتنو کې د هېواد پر يو لړ مهمو سياسي، إجتماعي او أمنيتي موضوعاتو تفصيلي بحث او خبرې وشوې.
قدرمن مشر د مېلمنو پوښتنو او اندېښنو ته په ځواب کې وويل:
که څه هم اوسنی تحول او بدلون د پخوا په نسبت ښه دی، د جنګ او ناامنۍ کچه پهکې تر ډېره بريده کمه شوې، خو لا هم يو شمېر داسې پوښتنې او اندېښنې شته چې دين او هېواد ته ټول ژمن لوري يې اندېښمن کړي، اړتيا ده چې د فعلي وضعيت په ښهوالي کې ټول لوري په مخلصانه ډول مرسته وکړي او له داسې کارونو او إظهاراتو بايد جداً ډډه وکړي چې ګټه يې دښمن ته رسي.
د حزب اسلامي افغانستان أمير وويل:
ممکن ډېر به پر فعلي وضعيت جدي ملاحظات لري خو نبايد دا ملاحظې د نظام تخريب او ګډوډۍ لهپاره د سونتوکو په حيث وکارول شي.
نوموړي زياته کړه:
له مشخصو او مشکوک افرادو پرته د تالاشۍ په نوم د عامولس پلټل هېڅ شرعي او ديني مجوز نهلري. نظام ته پهکار ده چې د أمنيت د تأمين او په ورته نورو نومونو او إقداماتو عام ولس أذيت نهکړي، ځکه دا کار د حکومت او عامولس تر منځ واټن او نفرت منځته راوړي.
دغه راز نوموړي دا هم وويل:
دا هېواد د هغوی دی او وي به؛ چا چې يې د آزادۍ او خپلواکۍ لهپاره قربانۍ ورکړي، که غواړو دا هېواد آزاد، مستقل او خپلواک وساتو نو پهکار ده چې ټول اسلام او هېواد ته ژمن افراد په يو واحد صف کې راغونډ کړو، فعلي وضعيت هم د ورته ګام اخيستو غوښتنه او ايجاب کوي او همدا مو د دين او عقيدې غوښتنه هم ده.
د ښاغلي حکمتيار پر وينا له دې هېواد دفاع او ساتنه پر يوازې ځان او سر ممکنه نهده، بلکې دا چاره د ټولو ژمنو، مخلصو او اسلامپالو جهتونو ګډ مسئوليت دی او دا مسئوليت هغه وخت په ښه شکل ترسره کېدای شي چې ټول مجاهد او مؤمن لوري له هر راز نسبت، تعصب او تبعیض پرته په يوه صف کې راټول شي او يو بل ته د ورورۍ او همکارۍ لاسونه ورکړي.
د حزب اسلامي افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه.
