No-IMG

په قندهار کی د ملوک الطوایفی په سبب دخلکو په منځ کی د بی اتفاقۍ اور لمبی وهلی

زلمی زابلي

 

د ایران د وخت صفوی شاه حسین پاچا و چه د قندهار د سلطی لپاره یی یو مسیحی الاصله چه وروسته یی ځان په اهل تشیع پوری تړاو ورکاوه نوم یی ګرګین و

چه د قندهار مسولیت یی ورکړ

ګرګین په قندهار میشتو زیات ظلمونه کول ، خلک ځنی سخت په تکلیف او عذاب سول

وروسته د میرویس خان نیکه  په نوم یو افغان پیدا سوو لمړی د صفوی شاه حسین دربار ته د شکایت  لپاره ولاړ خو ددربار خلکو یی په شکایت غوږ ونه نیوی حتی شاه حسین ته یی د ملاقات لپاره اجازه هم ورنکړه ډیر منفی چلند یی ورسره وکړ

میرویس خان بیرته قندهار ته راستون سوو خو ګرګین ورباندی خبر سوو تر مخکبنی حالت یی نور هم ظلم او تعدی ته زور ورکړ

دوهم مرتبه ګرګین د میرویس خان په شمول یو شمیر مشران د بغاوت په تور ،  د توقیف په حالت د شاه حسین صفوی دربار ته ولیږه ولی داچه میرویس خان دځانه لیاقت ظرفیت او دروندوالی درلود د صفوی شاه لخوا رخصت سوو

شاه حسین صفوی پخپله تر هغی اندازی په اخلاقی فساد کی ډوب و چه د سلطنتی ارگ څخه دباندی نه راتله

ټول وخت به یی د اصفهان د ښځینه وو سره په عیاشی کی تیروی

حتی یو مسهور مورخ (.          ) لیکلی دی چه د اصفهان په ښار کی یی دری ورځی په میاشت کی د نارینه جنس لپاره داسی رخصتی ورکوله چه نارینه به دکور څخه دری ورځی نه راوزی ، یوازی ښڅینه جنس کولای سی په ښار کی وگرزی

شاه حسین صفوی به د خلکو ځانگړو ملګرو سره د ښار په ښځو کی هغه حسینی او ښایسته ښځی خوښولی وروسته به یی ارگ ته انتقالولی

ځینی وخت چه دیوه دولتی مامور د کور ښځینه به یی خوښه سوه عاجل به یی ورباندی طلاقه کوله او ځان ته به یی په نکاح کوله

هیڅ مفسد او خیانتکار ته یی کومه جزا نه ورکوله

په ایران کی مطلقه بی نظمی حاکمه وه

دخلکو مال او ناموس خوندی او مصون نه وو

نو ځکه کله چه شاه محمود هوتک په اصفهان یرغل وکړ ، د ایران عام ولس د شاه حسین صفوی هیڅ ملاتړ ونکړ

وروسته میرویس خان  نیکه د اصفهان څخه د کعبی شریفی د حج اداکولو لپاره عربستان ته ولاړ

هلته یی د ګرګین په خلاف د جهاد فتوی د عربستان د دینی علماو څخه د ځان سره راوړه چه د ټولو قومونو مشرانو ته یی نوموړی فتوی ښکاره کړه

ټول د قندهار میشت قومونه یی په ځان راټول کړل

وروسته یی په یوه باغ کی په 1709 م کال گرگین اودده ملگری او عسکر ، د یوی میلمستیا په پلمه دعوت کړل چه ګرګین یی دخپلو متجاوزو عسکرو سره ټول تباه او نابود کړل ( لکه غازی وزیر محمد اکبر خان او دجهاد ملګرو یی چه مکناټن او ورسره هیات یی دکابل په پل محمود خان په سیمه کی په هغه تفنگچه مردار کړل چه خپله د مکتاټن لخوا ورته ډالی سوی وه )

حاجی میرویس خان نیکه و شاه حسین صفوی پاچا ته یی احوال ورکړ چه دګرګین د ظلم ثمره یی خپله ولیده

همدارنگه د هندوستان مغلی پاچا ته یی هم احوال ولیږه ، دایران شاه حسین صفوی څو مرتبی په قندهار د یرغل قصد وکړ خود حاجی میرویس خان نیکه دتدبیر اود ملت د ملاتړ په سبب نور د ایرانیانو ټغر د قندهار څخه ټول سوو

اووه کاله وروسته حاجی میرویس نیکه ومړ ، خو تر آخره یی ځان ته د پاچا خطاب ونکړ یوازی د ملت خادم او خدمتګار یی ځان باله ،

وروسته

په ځای یی ورور حاجی عبدالعزیز خان د ولس چاری په لاس کی واخیستی

لږ موده وروسته د خپل وراره ( شاه محمود هوتکی )  په واسطه ووژل سوو ځکه اشتباه یی ورباندی پیدا کړه چه د ابرانیانو سره اړیکی لری

او خپله شاه محمود هوتک چه یو پنځه ویشت کلن ځوان و ، د ملت چاری په لاس کی واخیستی

شاه محمود هوتکی پوهه سوو تر څو چه په اصفهان کی د ایران د تجاوز اصلی ځاله موجوده وی ، قندهار به آرامی ونه گوری

ځکه یی د اصفهان د نیولو قصد وکړ

اصفهان چه د ایران دولت  د وخت مرکز و ، اته میاشتی یی داسی سخت محاصره کړ چه خلکو په اصفهان کی د انسانانو او حیواناتو غوښی خوړلی

وضیعت فوق العاده حراب سو، دیوی خوا د شاه حسین صفوی اخلاقی فساد ، دبله اړخ دملت فقر او تنګ حالت ، شاه حسین مجبور کړ چه

اخر شاه حسین صفوی د دربار د مشرانو سره د شاه محمود هوتکی په لور وخوځید په خپل لاس یی د خپلی شاهنشاهی تاج د شاه محمود هوتک په سر کښیښود

مبارکی یی ورکړه

شاه محمود هوتکی د ایران شاهنشاه سوو

په دغه دوره کی یی د ایران دخلکو په ناموس او مال هیڅ تجاوز ونکړ

ټول ایرانیان د شاه محمود هوتک د نیک چلند څخه خوښ وو

خو دوه نیم کاله وروسته د اعصابو د خلل په سبب سخت مریض سوو چه حتی دخپلی کورنی ځینی مشران یی ووژل چه ورباندی اشتباهی سوی و

په حقیقت کی داد شاه محمود هوتک روانی حالت نارمل نه و ، دخپل ځان غوښی به یی په غاښونو شکولی

په هر چا اشتباهی کیده دفعتا به یی دوژلو امر صادر کړ

وروسته یی روانی حالت او مزاج فوق العاده خراب سوو چه په یوه اتاق کی یی یوازی وساته

چه وروسته د خپل اکا دزوی ( شاه اشرف هوتکی چه د حاجی عبدالعزیز خان زوی و ) په واسطه ووژل سو او خپله شاه اشرف هوتک د ایران چاری په لاس کی واخیستی

شاه اشرف هوتکی د عثمانی ترکیی  او همدارنگه د تزار روس سره د ایران د هغی خاوری په سر دوه مهم جنگونه وکړل چه د عثمانی تر کیی او د تزار روس په ماتۍ سره تمامه او اشغال سوی خاوره یی بیرته په ایران پوری مربوطه کړه

تر څو چه وروسته له څو کاله نادر افشار په اصفهان او بیا په قندهار  ولکه ټینگه کړه اود هوتکیانو زرینه دوره ختمه سوه

دنادر  افشار هغه نژدی ملګرو  چه د هندوستان دجنگ څخه بیرته د قیمتی غنایمو سره د ایران په طرف د نادر افشار سره یو ځای و ، دلاری په اوږدو کی یی نادر افشار وواژه او د نادر افشار دکورنی ښځینه او نارینه یی ‌د یرغمل په شان ایران ته غوښتل چه انتقال یی کړی

خو د افغان اصلی بچی ( لوی احمدشاه بابا ) چه په قندهار کی د خپلو زرګونو عسکرو سره موجود و ، د نادر افشار د کور د ښځینه عزت او عفت یی ورته په ډیره میړانه  وساته چه وروسته د نادر افشار د خانم ( ښځه ) لخوا د کوه نور مشهور الماس ‌ولوی احمدشاه بابا ته ډالی سوو چه په نړی کی تر کوه نور لوی الماس ندی پیداسوی

چه اوس هغه الماس د انگلستان دملکی ‌د تاج په سر کی قرار لری چه د شاه شجاع په وخت کی انگریزانو ته ورکول سوو

همدارنگه څه وخت چه سید جمال الدین افغان د ایران د وخت پاچا ( نصرالدین شاه ) لخوا د ایران څخه په ډیره ناوړه چلند سره اخراج سوو، د سید افغانی گناه داوه چه دایران مسلمان عام ملت یی د فاسد دولت په خلاف راپورته کول ،  خو څو‌ورځی وروسته د افغان سید جمال الدین یو ایرانی شاگرد چه ( میرزا رضای کرمانی ) نومیده ، د تفنگچی په واسطه سره نصرالدین شاه ووژل سوو

هغه ډله ایرانیان چه اوس زموږ په مظلومو افغانانو مهاجرو باندی داسی ظلمونه کوی چه تر وژلو ، زخمی کیدلو ، شړلو ، لادرکه کولو ، د کورونو چور ، ورته هیڅ هم ندی قلم یی ‌په لیکلو شرمیږی، نور باید خپل نژدی تاریخی ‌پس منظر ته هم یو زغلنده نظر وکړی

داد هغه افغانانو اولاده ده چه د ایران عزت او عفت یی په کلونو کلونوساتلی دی

په نن پسی سبا حتمی راتلونکی ده

انشاءالله چه افغانان خپل قصد او وار هروخت اخستلای شی

مننه کوم

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک