No-IMG

د حکمتيار صاحب پنځه دېرشم درسي حلقه (سلفي شم که مذهبي پاته شم؟) تر عنوان لاندې تر سره شوه

يک‌شنبه؛ د ۱۴۰۱ھ‌ش کال د حمل ۲۱مه:

 

د «سلفي شم که مذهبي پاته شم؟» تر عنوان لاندې د حزب اسلامي افغانستان  قدرمن أمير ښاغلي ګلبدين حکمتيار خپله ۳۵مه درسي محاضره د بريا نړيوال ټلويزيون د غونډو په تالار کې وړاندې کړه چې ګڼ‌شمېر ورونو او خویندو په‌کې ګډون کړی وو.

ښاغلي حکمتيار په نننۍ درسي محاضره کې پر دې موضوع تفصيلي بحث وکړ چې؛ (آيا حديث د قرآن شرح ده كه بېله وحي؟) نوموړي د همدې پوښتنې د ځواب په اړه وویل:

دا هم يوه له هغو مسائلو ده چې په اړہ يې د مسلمانانو تر منځ د  اختلاف شاهد يو، دا چې آيا وحي يوازې تر قرآن پورې منحصره او مختص ده، كه پر رسول الله صلى الله عليه و سلم له قرآن علاوه نوره وحي هم نازله شوې؟

آيا د الله تعالى ټول احكام په قرآن كې جمع شوي كه له قرآن پرته هم داسې الهي احكام شته چې په قرآن كې يې نه‌ مومو او يوازې د احاديثو په ضمن كې بيان شوي؟

آيا حكم او قانون صادرول فقط الله تعالى ته مختص صفت دی او دا حق يې بل چاته نه‌دی وركړى؟ او که نه؛ پيغمبران هم د حلال او حرام وضع كولو حق لري؟

آيا د رسول الله صلى الله عليه و سلم حديث ته به د قرآن د شرح او تفسير په سترګه ګورو كه د بېلې او مستقلې وحي په نظر؟

كه أحياناً دا بېله وحي وي نو په كوم نامه به يې يادوو او له هغه بلې وحي «قرآن» سره به يې توپير څه وي؟

آيا دا دواړہ د «وحي متلو» او «وحي غير متلو« يا «وحي جلي» او «وحي خفي» په نامه يادولى شو؟

كه د وحي اصلي معنیٰ رمز او خفي اشاره وي نو آيا كولى شو وحي د جلي په نامه ياده كړو؟ او آيا د جلي اطلاق پر وحي كېداى شي؟

 

نوموړي وويل:

دا ليكنه دغو پوښتنو ته مختص شوې. داسې چې ځينې ادعاء كوي چې وحي په دوه ډوله ده: «متلو او غير متلو» يا «جلي او خفي».

دوی استدلال کوي چې پر رسول الله صلى الله عليه و سلم دوه ډوله وحي نازله شوې: يوه يې هغه چې د قرآن په بڼه تر موږ رارسېدلې او بله يې هغه چې د حديث په بڼه رارسېدلې، دوى د خپلې ادعاء د اثبات لپاره دا دليل وړاندې كوي چې د رسول الله صلى الله عليه و سلم په احاديثو كې داسې احكام او لارښوونې مومو چې په قرآن كې د هغوى لپاره كوم شاهد او اشاره نه تر سترګو كېږي؛ او قرآن هم وايي چې رسول الله صلى الله عليه و سلم له وحي پرته بله خبره نه‌كوي، د قرآن دا آيت د خپلې همدې ادعاء له‌پاره د دليل په توګه وړاندې كوي چې وايي: (وَمَا يَنطِقُ عَنِ ٱلۡهَوَىٰٓ * إِنۡ هُوَ إِلَّا وَحۡيٞ يُوحَىٰ*): (هغه «رسول الله صلی الله عليه وسلم» د خپل هوس له مخې خبرې نه كوي، دا خو له هغې وحي پرته بل څه نه‌دي چې ده ته وحي كېږي). د دوی پر وينا چې ګواكې د دې آيت معنى دا ده چې د رسول الله صلى الله عليه و سلم هره وينا او حديث وحي ده. قدرمن مشر همدغو إدعاءو ته په إشارې وويل:

راشئ دا دواړہ ادعاءګانې لږ په دقت او غور سره وڅېړو.

دوى هغو مواردو ته چې وايي په قرآن كې ورته اشاره نه‌ده شوې خو د رسول الله صلى الله عليه و سلم په سنت كې راغلي؛ په ډېر زور او شور سره ګوته نيسي:

1: وايي: په قرآن كي دا حكم نه‌مومو چې د بيت المقدس لوري ته د قبلې په توګه مخ كړئ، رسول الله صلى الله عليه و سلم په مكه كې او تر هغه چې په مدينه كې د قبلې بدلولو حكم راغى؛ د بيت المقدس لوري ته لمونځ كولو او په قرآن كې راغلي چې بيت المقدس مو د دې لپاره قبله ګرځولى وو چې وګورو څوک د رسول الله صلى الله عليه و سلم متابعت كوي او څوک پر خپلو پوندو شاته ګرځي. هلته چې فرمايي:

(وَ مَا جَعَلْنَا الْقِبْلَةَ الَّتى كُنت عَلَيهَا إِلا لِنَعْلَمَ مَن يَتَّبِعُ الرَّسولَ مِمَّن يَنقَلِب عَلى عَقِبَيْهِ...) البقرة: ‏14،

(او ستا مخكينۍ قبله مو له دې پرته د بل څه له‌پاره نه وه ګرځولې چې معلومه كړو څوک د پيغمبر متابعت كوي او څوک پر خپلو پوندو بېرته ګرځي).

يعنې مخكې مو د دې له‌پاره دوى ته د كعبې پر ځاى بيت المقدس قبله ټاكلې وه چې معلومه كړو دا خلک د پيغمبر په متابعت كې د خپل پلار نېكه له قبلې تېرېدو ته تيار دي كه نه؟ او د ايمان له‌پاره ټول قومي او ژبني تعصبات شاته پرېږدي او كه نه؟

 

نوموړي زياته کړه:

دوى وايي: له دې آيت معلومېږي چې رسول الله صلى الله عليه و سلم ته د بيت المقدس په اړہ وحي شوې وه خو په قرآن كې دا وحي نه‌ده راغلې!! د دوى په ځواب كې بايد ووايو:

الف: دا ادعاء په هغه صورت كې د اعتناء او اعتبار وړ ګڼل كېداى شوه چې يا خو په قرآن كې دا حكم راغلى واى؛ يا رسول الله صلى الله عليه و سلم په‌خپله ويلي واى چې ماته د بيت المقدس په لوري د مخ اړولو حكم شوى وو، حال دا چې نه رسول الله صلى الله عليه و سلم دا خبره كړې او نه په هيڅ آيت يا حديث كې صراحتاً يا اشارتاً دا خبره مومو.

 

ب: رسول الله صلى الله عليه و سلم د بيت المقدس په لوري له دې كبله لمونځ كولو چې کعبې ته د لمونځ کولو تر حکم وړاندې هغه د مخكيني شريعت په متابعت مكلف وو، نه دا چې ده ته د بېلې وحي له مخې حكم شوى وو چې بيت المقدس ته مخ كړي. ټول انسانان تر هغه د مخكيني شريعت او مخكيني پيغمبر په متابعت مكلف دي چې د الله تعالى له لوري نوى شريعت راشي او نوى پيغمبر مبعوث شي. رسول الله صلى الله عليه و سلم به تر هغه بيت المقدس خپله قبله ګڼله چې د نوي الهي حكم له مخې د هغې پر ځاى نوې قبله وټاكل شي. قرآن په همدې اړه وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم دا تلوسه درلوده چې ده ته د مخكينيو پيغمبرانو په څېر داسې قبله وټاكل شي چې د ده د دعوت په سيمه كې وي، تر ده وړاندې پيغمبران په شام او فلسطين كې تېر شوي او الله تعالى هغوى ته په همغه سيمه كې بيت المقدس د قبلې په توګه ټاكلى وو، ده غوښتل چې د بيت المقدس پر ځاى كعبه د ده او د ده د امت قبله شي، د همدې له‌پاره يې په وار وار د آسمان لور ته مخ اړولو او د قبلې د تحويل په اړہ يې د وحي راتلو انتظار او توقع درلوده، كه ده ته بېله وحي شوې واى نو د الله تعالى پر حكم به په بشپړہ توګه قانع او راضي وو او هېڅ‌كله به يې د قبلې د تحويل تلوسه نه‌ وه كړې.

 

ج: رسول الله صلى الله عليه و سلم په ټولو نورو مواردو كې تر هغه په مخكيني شريعت عمل كړى چې يا اړوند حكم يې منسوخ شوى، يا تعديل شوى يا تأييد شوى، رسول الله صلى الله عليه و سلم د تقوىٰ، طهارت، پاک‌ لمنۍ، صدق، امانت، او نورو نېكو عملونو او د شراب، قمار، زنا، غلا، دروغ، خيانت، دوكه او ټولو نورو ګناهونو په اړہ تر هغه په مخكيني شريعت عمل كولو، څو د يادو مواردو په اړہ په قرآن كې نوي احكام راغلل. آيا ويلى شو چې رسول الله صلى الله عليه و سلم ته د دغو امورو په اړہ د قرآن تر نازلېدو وړاندې بېله بېله وحي شوې وه؟!!

 

قدرمن مشر وويل:

كه څوک دا غلطه او بې‌بنسټه ادعاء كوي نو موږ ته دې د رسول الله صلى الله عليه و سلم يو داسې حديث راوښيي چې په هغه كې ويل شوي وي: ما ته د قرآن تر نزول وړاندې په دې اړہ دا دا وحي شوې وه!!!

 

د: د رجم په اړہ په قرآن كې دا حكم نه‌مومو چې محصن زاني دې رجم شي، رسول الله صلى الله عليه و سلم هم نه‌دي ويلي چې ماته د محصن زاني د رجم په اړہ بېله وحي شوې، خو رسول الله صلى الله عليه و سلم داسې زاني او زانيه رجم كړي!! آيا د دې کړنې په توجيه كې له دې پرته بله خبره كولى شو؟ چې د رجم حكم په مخكيني شريعت كې راغلى. په قرآن كې د دې حكم په اړہ نه دا ويل شوي چې مخكينى حكم منسوخ دی، نه يې هغه تعديل كړ او نه يې د هغه پر ځاى بل حكم راولېږه، نو له همدې كبله رسول الله صلى الله عليه و سلم د محصن زاني په اړہ د مخكيني شريعت له حكم سره سم عمل كړى.

 

 

د حزب اسلامي افغانستان  أمير وويل:

دې‌ته مو بايد پام وي چې نن تر ټولو زيات مسيحيان پر اسلام دا اعتراض كوي چې اسلام ولې د رجم سخت او د ترحم او عاطفې خلاف قانون وضع كړى!! پوهېږئ چې دوى ته به زموږ مضبوط او په اصطلاح غاښ ماتوونكى ځواب څه وي؟ هو؛ ځواب به مو دا وي او دی چې: دا خو ستاسو د مذهب قانون دی، تاسو پر قرآن نه بلكې پر خپل بايبل اعتراض كوئ، ځواب يې له خپلو كشيشانو وغواړئ!! موږ ستاسو د مذهب په يوه څرګند حكم عمل كوو، ولې او څنګه مو ملامتوئ؟ ښايي الله تعالى به د همدې له‌پاره په قرآن كې د رجم حكم نه وي ذكر كړى چي موږ د قرآن سخت‌زړو او نه‌پخلا كېدونكو معترضينو ته دغه ځواب وركړى شو!!

 

 نوموړي زياته کړه:

د دوى بل كمزورى دليل دا دی چې وايي: په قرآن كې راغلي:

(أُحِلَّ لَكُمۡ لَيۡلَةَ ٱلصِّيَامِ ٱلرَّفَثُ إِلَىٰ نِسَآئِكُمۡۚ هُنَّ لِبَاسٞ لَّكُمۡ وَأَنتُمۡ لِبَاسٞ لَّهُنَّۗ عَلِمَ ٱللَّهُ أَنَّكُمۡ كُنتُمۡ تَخۡتَانُونَ أَنفُسَكُمۡ فَتَابَ عَلَيۡكُمۡ وَعَفَا عَنكُمۡۖ فَٱلۡـَٰٔنَ بَٰشِرُوهُنَّ وَٱبۡتَغُواْ مَا كَتَبَ ٱللَّهُ لَكُمۡۚ...) البقرة: 187

(له خپلو مېرمنو سره د روژې د شپې نږدې والى (جماع) درته حلاله كړى شوې، هغوى ستاسو له‌پاره لباس او تاسو د دوى له‌پاره لباس يئ، الله تعالیٰ په دې پوه شوى چې تاسو له ځان سره خيانت كولو، نو پر تاسو (له خپل رحمت سره) راوګرځېدو او عفو يې درته وكړہ، نو اوس له دوى سره مباشرت كوئ او هغه څه وغواړئ چي الله درته مقدر كړي (د اولاد درلودو په نيت نږدې‌والى وكړئ) او وخورئ، وڅښئ تر هغه چې د سباوون سپينه كرښه له تورې درته څرګنده شي).

دوى دا آيت داسې تعبيروي چې: د دې آيت تر نزول وړاندې حكم دا وو چې د روژې له ماښام تر ماخُستن پورې خوراک، څښاک او نور د روژې اړوند ممنوعات جائز وو خو تر ماخستن وروسته بيا تر بل ماښام پورې ممنوع او حرام وو، ځينو له دې حكم سرغړاوى وكړ نو ځكه دا آيت نازل شو او دوى يې خپل خيانت ته متوجه كړل، خو په ضمن كې يې هغه مخكينى حكم منسوخ كړ او تر سحر پورې يې دغه ممنوعات جائز وگرځول!! دوى په دې آيت استناد كوي او وايي چې: دا د ممنوعيت حكم په قرآن كې نه‌مومو كه وحي يوازې په قرآن كې منحصره واى نو ولې به د هغو صحابه‌وو عمل د خيانت په نامه يادېدو؟!

نوموړي د ياد دليل په ځواب کې وويل:

دا ډېر ډېر كمزورى استدلال دی، هېڅ وزن او اعتبار نه‌لري، لكه څنګه چې په قرآن كې دا ممانعت نه‌شو موندلى همدا راز په احاديثو كې هم دا ممانعت نه‌شو موندلى، هغوی چې د خپلې إدعاء د إثبات له‌پاره پاسنی ياد دليل راوړي، نو د مهربانۍ له مخې دې موږ ته هغه حديث راوښيي چې دا ممانعت په‌كې راغلى!! كه نه؛ نه په قرآن كې د دې ممانعت حكم وي او نه د رسول الله صلى الله عليه و سلم په احاديثو كې، نو څوک به څنګه دا جسارت كوي او وايي به چې؛ د دې ممانعت حكم په «وحي خفي» او «وحي غير متلو» ثابت دی؟!!

 

دې‌ته پر کتو ښاغلي حکمتيار وويل:

حقيقت دا دی چې دا د ځينو صحابه‌وو خپل ګمان وو چې د روژې په شپو كې بايد د ماخُستن له لمانځه وروسته تر راتلونكي ماښام د روژې له ممنوعاتو ډډہ وكړي، ځينو بيا د خپلې دغې رأيې خلاف عمل كړى، قرآن دا عمل د (تختانون انفسكم) په صيغه ياد كړى، ځكه دوى د خپلې رأيې خلاف هغه څه كړي چې ګناه يې ګڼله؛ او دا له خپل ځان او نفس سره خيانت دی، كه دوى د الله تعالى او د هغه د رسول د كوم حكم مخالفت كړى وى نو بيا به د دوى عمل له ځان سره د خيانت په صيغه نه‌يادېده، بلكي د «ذنب» او «إثم» په نامه به ياد شوی وو.

 

قدرمن مشر د پورتني آيت له دقيق تفسير او تشريح وروسته د يادې ډلې د هغه إدعاء په اړه هم تفيصيلي وضاحت ورکړ، چې وايي:

په قرآن كې ټول احكام نه‌دي راغلي، ځينې احكام داسې دي چې يوازې يې په احاديثو كې موندلى شو. او د خپلې همدې ادعاء د اثبات له‌پاره وايي:

په قرآن كې يوازې هغه غوښه حلاله ګڼل شوې چې د ذبحې پر مهال يې د الله تعالى نوم ياد شي، خو كب (ماهي) بې له ذبحې حلال دی، د دې استثناء بنسټ د قرآن كوم آيت نه بلكې د رسول الله صلی الله عليه وسلم حديث دی. دوی دا خبره په ډېر زور او شور سره کوي. نوموړي وويل: دوى ته په ځواب كې وايو: په قرآن كې دا استثناء شته خو تاسو ورته متوجه شوي نه‌ياست! قرآن كب (ماهي) د «لحماً طرياً» يعنې تازه غوښې په نامه ياد كړى او دا ښيي چې ماهي د تازه او پاكي غوښې حكم لري. رسول الله صلی الله عليه وسلم د قرآن دغې وينا ته په پام سره ويلي چې ماهي له ذبحې پرته حلال دی.

 

نوموړي دا هم وویل:

دوى دا هم وايي چې اهلي خر د حديث له مخې تحريم شوى؛ نه د آيت له مخې، دوى ته وايو: ټول محقق علماء وايي چې اهلي خر له هر پلوه صحرايي خره ته ورته دی، په څارويو كې شمېرل كېږي، واښه خوري او داړي نه‌لري، د ذبحې د ممانعت دليل يې فقط دا دی چې هغه مهال خر د سورلۍ مهمه وسيله وه، رسول الله صلى الله عليه و سلم د خيبر د جګړې په ورځ د هغه د ذبح كولو او د غوښې له خوړلو نهي او ممانعت كړى؛ ځكه ځينو صحابه‌وو په غنيمت نېول شوي اهلي خره ذبح او پاخه كړي‌وو، رسول الله صلى الله عليه و سلم ته اطلاع ورسېده او د نهي او ممانعت امر يې وكړ. دا نهي داسې ده لكه د آس له غوښي نهي؛ چې د مصلحت له مخې شوې، نه د ذات له مخې.

 

ښاغلي حکمتيار وويل:

د تحريم حكم هغو حيواناتو او مرغانو ته شامل دی چې غوښه خوري؛ داړې او كږې مښوكې او منګولې لري. صحرايي او كورني خره په دې ډله كې نه‌راځي؛ په رواياتو كې د هغه په اړه هم د تحريم لفظ راغلى او هم د نهي؛ صحيح روايت يوازې هغه دی چې د نهي لفظ په‌کې راغلی؛ نه د حرمت لفظ؛ نهي او تحريم توپير لري؛ د حل او حرمت پرېكړه الله تعالى ته مختص ده؛ أمّا د كوم مصلحت او ضرورت له‌پاره د كوم څه له خوړلو نهي او ممانعت د حلال او جائز شي په اړه جائز دی او د حرام اطلاق پرې کېدای نه‌شي؛ رسول الله صلى الله عليه و سلم دا كار كړى؛ يعقوب عليه السلام دا كار كړى او ډاكټران دا كار كوي. أمّا د حِلّ او حُرمت پرېكړه داسې ده چې الله تعالىٰ هيڅ‌څوک په دې كار كې له ځان سره نه‌شريكوي؛ قرآن فرمايي:

 

نوموړي د خپلې همدې إدعاء د إثبات په اړه هغو ګڼ‌شمېر قرآني آيتونو ته إشاره وکړه چې په واضحه توګه ترې دا خبره څرګندېدله چې:  الله تعالىٰ هيڅ‌څوک د حكم صادرولو په ارتباط له ځان سره نه شريكوي؛ د حکم صادرول يوازې هغه ته مختص دی؛ همغسې لكه د غيب علم چې يوازې هغه پورې مختص دی.

 

نوموړي دغه‌راز د يادې ډلې پر هغه دليل هم تفصيلي بحث او خبرې وکړې چې وايي:

د ورېرې او عمه، خورزې او خاله د يو ځايي نكاح يادونه په قرآن كې نه‌ده شوې او حرمت يې يوازې د حديث له مخې ثابت دی!! يعنې د هغو دوو ښځو يوځايي نكاح جائزه نه‌ده چې په‌خپلو كې ورېره او عمه يا خورزه او خاله وي، دا چې د دې حرمت منشأ قرآن دی او كه له قرآن پرته بېله او مستقله وحي؟ ښاغلي حکمتيار همدې پوښتنې ته په ځواب کې وويل:

د دې منشأ په‌خپله قرآن دی، رسول الله صلى الله عليه و سلم دې‌ته په پام سره چې د دوه خويندو، د ښځې او د هغې د مور، د ښځې او د هغې د لور يوځايي نكاح حرامه ګڼل شوې، دا وضاحت كړى چې د ټولو هغو ښځو يوځايي نكاح ناجائزه ده چې كه په دوى كې يې يو نارينه وي نو په خپلو منځونو كې يې نكاح جائزه نه‌وي. ورېره او عمه، خاله او خورزه داسې دي چې كه يو يې نارينه وي نو د دواړو تر منځ نكاح جائزه نه‌ده. هغوی چې وايي: د دوى حرمت د مستقلې وحي له مخې ثابت شوى، نه د قرآن له مخې، إدعاء يې ناسمه او بې‌بنسټه ده.

 

د حزب اسلامي افغانستان  قدرمن أمير وويل:

قرآن د ټولو مسائلو په اړہ اصول وضع كړي، رسول الله صلى الله عليه و سلم دغه اصول تشريح كړي او تفصيلات يې موږ ته بيان كړي، قرآن د مور او لور يادونه كړې او ويلي يې دي (حرمت عليكم امهاتكم و بناتكم) خو د انا او لمسۍ يادونه يې نه‌ده كړې، هر عاقل انسان پوهېږي چي د انا حكم د مور په څېر دی او د لمسۍ حكم د لور په څېر. د فروعاتو او تفاصيلو په اړہ د رسول الله صلى الله عليه و سلم د لارښوونو منشأ په خپله قرآن دی، نه مستقله او بېله وحي. كه دا مستقله وحي واى نو رسول الله صلى الله عليه و سلم به ويلي وو چې ما ته وحي شوې چې داسې نكاح حرامه ده.

 

همدا راز نوموړي پر يو شمېر هغو نورو مواردو هم تفصيلي بحث وکړ چې ياده ډله يې د خپلو ناسمو إدعاءو د إثبات له‌پاره د دليل په‌توګه راوړي چې له هغو يې يوه إدعاء د لمانځه د ترتيب، وختونو، د رکعتونو د شمېر په اړه وه چې ګواکې په قرآن کې يې په اړه صراحتاً يادونه نه‌ده شوې؟! او همدا راز يې د سورة التحريم او سورة النجم ګڼ‌شمېر هغو آيتونو دقيق تفسير ته هم په مفصله توګه إشاره وکړه (چې ياده ډله يې د خپلو ناسمو إدعاءو د إثبات له‌پاره په ناسم ډول د دليل په‌توګه راوړي) او ويې ويل:

د دې ټولو مباركو آيتونو معنىٰ او مفهوم دادی چې د رسول الله صلى الله عليه و سلم له لورې وړاندې شوى قرآن د هغه خپل كتاب او د هغه د ويناوو مجموعه نه ده، بلکې يوازې هغه وحي ده چې د يوه پياوړي او شديدالقوىٰ ملك له لوري ده ته وحي شوې، چې د النجم سورې د (إن هو) جمله کې د (هو) ضمير کې قرآن ته اشاره شوې نه بل څه ته، او نه هم د رسول الله صلى الله عليه و سلم هرې وينا ته، د رسول الله صلى الله عليه و سلم ډېرې ويناوې نه وحي وې او نه د وحي شرح او تفسير، بلكې د هغه خپلې خبري وې.

 

د نوموړي پر وينا دا درې خبرې بايد سره خلط نه‌كړو، قرآن وحي ده، حديث د وحي شرح او تفسير دی او پر دې دواړو سربېره رسول الله صلى الله عليه و سلم په‌خپل شخصي ورځني ژوند كې ډېرې داسې خبرې كړي چې نه د وحي نوم وركولى شو او نه يې د وحي شرح او تفسير ګڼلى شو، لكه دا چې رسول الله صلى الله عليه و سلم هره ورځ چا ته د كوم كار كولو سپارښتنه كړې، څه يې د خوراک او څښاک له‌پاره غوښتي، د كوم جنګ پرېكړہ يې كړې، كومه ډله يې كوم لوري ته لېږلې، د ډلې غړي يې غوره كړي او دې‌ته ورته نور كارونه، آيا ويلى شو چې دا هره وينا يې د وحي له مخې وه؟! جبرئيل عليه السلام ورته راغلى او دا لارښوونې يې هغه ته كړې؟!!

كه رسول الله صلى الله عليه و سلم ته پر قرآن علاوه نوره وحي هم شوې واى نو رسول الله صلى الله عليه و سلم به د هغې د ليكلو او نورو ته د رسولو په اړہ دومره جدي اهتمام كړى وو لكه چې د قرآن په اړہ يې كاوه، ولې به يې صحابه وو ته ويل: زما حديث مه ليكئ، چا چې له قرآن پرته بل څه ماته منسوب كړي او ليكلي يې دي هغه دي له منځه يوسي!! څنګه به رسول الله صلى الله عليه و سلم د الهي وحي له كتابت ممانعت كولو او حتیّٰ د هغه د محو كولو سپارښتنه به يې كوله؟!! رسول الله صلى الله عليه و سلم خو د وحي په اړہ دومره جدي اهتمام كولو چي لا به د فرشتې له لوري د هغې القاء پاى ته نه‌وه رسېدلې چې ده به له ځان سره تكراروله او د حفظولو هڅه به يې كوله، د هغه دغې تلوسې او تلوار ته په پام سره الله تعالى هغه ته لارښوونه وكړہ چي تلوار مه كوه، پرېږده چې فرشته د وحي القاء پاى ته ورسوي، ډاډہ اوسه چې ستا په زړہ كې د هغې جمع كول او ستا پر ژبه د هغې بيانول زموږ پر ذمه دي، د وحي متصل به يې هغه هم د وحي كاتبانو ته ويله او هم خپلو صحابه وو ته، ځينو به ليكله او ځينو به حفظوله، آيا دا كافي نه‌ده چې ووايو: د رسول الله صلى الله عليه و سلم حديث د وحي شرح او تفسير دی نه بېله او مستقله وحي؟!!

 

نوموړي د همدې إدعاء د إثبات له‌پاره د سورة المائدې ۶۷نمبر ته إشاره وکړه او ويې ويل:

د دې لارښوونې معنى دا ده چې رسول الله صلى الله عليه و سلم مكلف وو هر هغه وحي خپل ټول امت ته ورسوي چې د الله تعالى له لوري ورته شوې؛ كه حديث هم وحي واى نو حتماً به رسول الله صلى الله عليه و سلم امت ته د هغه د رسولو داسې اهتمام كړى وو لكه د قرآن د آيتونو په اړه د هغه جدي اهتمام؛ او د حديث له‌پاره به يې هم همغسي كاتبان ټاكلي وو لكه قرآني وحي ته چې يې ټاکلي وو.

د نوموړي پر وينا دې‌ته پر کتو ويلی شو چې

 د رسول الله صلى الله عليه و سلم حديث د وحي شرح او تفسير دی، نه بېله او مستقله وحي.

 

قدرمن مشر د درس په‌پای کې د ګډونوالو پوښتنو ته هم تفيصيلي او مُقنع ځوابونه ورکړل او له هغه وروسته نننۍ مهمه درسي محاضره د نوموړي په دعا پای ته ورسېده.

 

د حزب اسلامي افغانستان  د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک