No-IMG

مهم ترین های امروز یکشنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: رهبر ح.ا.ا حکمتیار حفظه الله: حمله چهار شنبه گذشته بر پايگاه بوستون در شورابك هلمند؛ كه تلفات زيادى را باعث شده؛ از سوى امريكا و با استفاده از طياره هاى درون صورت گرفته. و اين در حالى كه امريكا با طالبان معاهده عدم تعرض بر همديگر را امضاء نموده؛ مذاكرات سرى و علنى داشته؛ به گونه يك جانبه؛ بدون هيچ توجيه و مبررى؛ و بدون اعلان جنگ؛ عمليات صد در صد تروريستى انجام داده.

اين حمله وحشيانه؛ قضيه امنيت حريم فضائى افغانستان و ميدان هاى هوائى كشور را حساس تر ساخته؛ بايد در مورد كشورى كه امور امنيتى ميدان هوائى به آن سپرده مى شود؛ محتاط بود و از بى طرفى كامل آن و عدم همآهنگى اش با امريكا مطمئن شد. اگر امنيت ميدان هاى هوائى در كنترول جهت هاى مشكوك باشد؛ شايد با حوادث غير مترقبه و غير قابل جبران مواجه شويم؛ شبانگاه كوماندو هاى امريكايى در چند ميدان هوائى؛ پياده شده و تجربه خونين اشغال بارى ديگر خواهند شد.

: ‏کابل نیوز تلویزیون بګرام زندان کې د امریکایي ځواکونو د جنایتونو د مستند ځینې برخې ترلاسه کړي دي.

‏په دې مستند کې د زندانیانو پروړاندې د امریکايي ځواکونو د جنایتونو ځینې داسې صحنې ثبت شوي، چې امریکایي ځواکونه د زندانیانو پروړاندې له خورا ناوړه چلند څخه استفاده کوي، هغوی ځوروي او په مختلفو شکلونو یې شکنجه کوي.

‏تر اوسه په بشپړه توګه دغه مستند نه دی خپور شوی، خو د افغان فلم رییس وایي پر بګرام زندان جوړ شوي مستند کې پر افغانانو د امریکا له شویو ظلمونو پرده پورته شوې او یاد مستند به نړۍ ته روښانه کړي چې امریکا څومره انساني کرامت ته سپکاوی کړی او بشر ضد کړنې یې ترسره کړې دي.

: ‏عباس کریمی با تن معلولش دیروز در ایالت  «اینډیاناپولیس» امریکا در رقابت آب بازی برنده مدال طلا و مقام اول را کسب کرد.

: ‏د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي نن په کابل کې د ایران له سفیر بهادر امینیان سره وکتل.

‏په دې لیدنه کې امیر خان متقي په ایران کې له افغان مهاجرو سره د شوي چلند په اړه اندیښنه څرگنه کړې او ویلي دي، چې له افغان مهاجرو سره ناسم چلند د دواړ هیوادونو په اړیکو او عام ذهنیت منفي اغیز کوي او د دواړو هیوادونو دښمنانو ته د تخریب او اختلاف فرصت ورکوي.

: ‏د ا.ا د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په کابل کې د رحمان بابا او خوشحال خان عالي ليسو د بندېدلو او يا په مدرسو د تبديلۍ خبر په کلکه رد کړ او ویې ویل چې دوی به ددې تعلیمي بنسټونو د لا تقویې لپاره کار کوي.

‏خوشحال خان ، رحمان بابا  او پير محمد کاکړ عالي ليسې او بايزيد روښان انستيتوت په پلازمېنه کابل کې هغه تعليمي بنسټونه دي چي د هيواد په کچه شهرت لري او هر کال زرګونه شاګردان پکې زده کړې کوي.

: ‏د هرات امنیتي چارواکي وايي چې نن له غرمې مخکې د هرات - اسلام کلا د لویې لارې په اوږدو غوریان ولسوالۍ کې په یوې ټرافیکي پېښه کې د اسلامي امارت ۱۱ تنه ځواکونه وژل شوي او یو تن یې ټپي شوی دی.

پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې د دغو ځواکونو رنجر موټر له یوه باروړونکي موټر سره ټکر وکړ.

: ‏دیبورا لاینز نماینده خاص سرمنشی سازمان ملل برای افغانستان و رییس دفتر یوناما در کابل در دیدار  با ملا خیرالله خیرخواه سرپرست وزارت اطلاعات و فرهنگ ا.ا، در مورد بازگشایی مکاتب دختران بالاتر از صنوف ششم و آزادی رسانه‌ها بحث و گفت‌وگو نموده است.

‏یوناما در اعلامیۀ گفته است که دیبورا لاینز از وزارت اطلاعات و فرهنگ خواست تا در مورد آزادی رسانه ها و کاهش محدودیت ها با ژورنالیستان افغان گفت‌وگوی سازنده انجام دهند.

: ‏د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د اسیا ملتونو جام سیالیو ته د لار موندنې خپله لومړنۍ لوبه د تاجیکستان په وړاندې ۴-۴ مساوي کړه.

 د هېواد ملي لوبډله به سبا د ازبیکستان په وړاندې ډګر ته ورودانګي.

: ‏په کابل کې د ایران سفارت د یوې اعلامیې له لارې له افغان کډوالو سره د ایراني ځواکونو د ناوړه چلند د خبرونو په اړه لیکلي، تهران ایران ته د افغان کډوالو د دننه کېدو لپاره هېڅ خنډ نه‌دی جوړ کړی، خو د ایران پوله‌ساتي ځواکونه مکلف دي چې ایران ته د ناقانونه کسانو د دننه کېدو مخه ونیسي.

: ‏د افغانستان د ا.ا د پوهنې سرپرست وزير وايي، پر يوې داسې طرحې کار کوي چې پر بنسټ يې ټولو ته د زده کړو فرصت برابر شي. شيخ نور الله منیر په خپلې يوې تازه مرکې کې ويلي چې دوی د زده کړو پر ارزښت پوهيږي او د پرمختګ لپاره يې اړتيا درک کولی شي.

: ‏افغان حکومت وایي بهرنیو پانګه والو او سوداګرو ته د وېزو د ورکړې اسانتیا برابروي. د افغان حکومت یوه ویاند په یوه ټوېټ پيغام کې ویلي چې د رییس الوزرا د مرستیال تر مشرۍ لاندې په اقتصادي غونډه کې پرېکړه شوې چې د بهرنیو پانګه والو د جذب لپاره هڅې ډېرې شي.

: ‏د احصایې ملي ادارې چارواکي وايي، چې د ا.ا.ا. د واکمنۍ له پیل راهیسې په ټول هېواد کې د برېښنايي پېژند پاڼو د وېش مرکزونه فعال شوي او له یو نیم میلیون ډېرې برېښنايي تذکرې وېشل شوې دي.

په خبره یې دا مهال په مرکز او ولایتونو کې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش ۷۳ مرکزونه فعال دي.

: ‏فرانسه کې نن ولسمشریزې ټاکنې روانې دي.

دا ځل هم امانویل ماکرون ګټې ته په تمه دی، خو لوی رقیب یې مارین لوپن هم ورسره پنجې وهلو ته ناست دی.

: ‏تصادفي میلیونره:

لاکویډرا ایډوارډ بازار ته ځي چې د لاټري ۴۰ ډالري ارزان ټکټ واخلي، کله چې ماشین ته درېږي، یو سړی ورسره ټکر کېږي، چې لاکویډرا نه په تېروتنې سره د ۴۰ ډالرو پر ځای د ۳۰ ډالرو توکمه وهل کېږي.

کله چې ټکټ تراشي، ګوري چې لس میلیونه ډالر جایزه یې ګټلې.

: ‏د اوکرایین په ختیځ‌ کې د لوهانسک والي سېرحي ګایدای د دې سیمې له اوسېدونکو غوښتي‌ چې په سملاسي توګه ځانونه خوندي ځايونو ته وباسي. هغه خبرداری ورکړی چې روسیې خپل ځواکونه راټول کړي او پر دې سیمې د پراخ برید هوډ لري.

: ‏پس از پایان یافتن رای عدم اعتماد پارلمان پاکستان بر ضد عمران خان، قرار است فردا صدراعظم جدید انتخاب شود.

پارلمان پاکستان اعلام کرده است که کاندیدان چوکی صدارت می‌توانند تا ساعت دو پس از چاشت امروز اسناد کاندیداتوری خود را بسپارند و این اسناد تا سه پس از چاشت امروز بررسی خواهد شد.

: ‏سپینه ماڼۍ وایي چې د امریکا ولسمشر جو بایډن به د هند له صدراعظم نریندرا مودي سره پر انلاین بڼه خبرې وکړي.

دا پداسې حال کې ده چې هند په ملگرو ملتونو کې پر یوکراین د روسیې د برید له غندلو ډډه کړې ده.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک