مهم ترین های امروز شنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: کابل نیوز: ګلبدین حکمتیار وایي جوبایډن او امریکایي جنرالان افغانستان کې نوې جګړې ته چمتووالی نیسي.
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د جمعې خطبه کې د افغانستان په اړه د امریکا پر سیاستونو نیوکه وکړه او ویې ویل چې امریکا افغانستان کې نوې جګړې ته چمتووالی نیسي.
حکمتیار همداراز وایي هغو هیوادونو ته، چې د افغانستان هوایي میدانونو د مدیریت چارې سپارل کیږي باید دا تضمین ترې واخیستل شي چې تردې وروسته به د افغانستان هوایي حریم خوندي وي او د نورو هیوادونو په اختیار کې به یې نه ورکوی.
✒: پخواني ولسمشر حامد کرزي له افغانستان سره د بشري مرستو او ټول هیواد کې تعلیم ته د نجونو او هلکانو لاسرسي په اړه د امریکا او اروپایي ټولنې استازو له وروستۍ اعلامیې هرکلی کړی.
حامد کرزي له ا.ا غوښتي، څو هرڅه ژر تر شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو دروازې د نجونو زده کوونکو پرمخ پرانیزي.
✒: کابل امنیه قومانداني وايي، چې نن د کابل ښار لسمې امنیتي حوزې اړوند سلیم کاروان سیمه کې د سړک غاړې یوه ګلدان کې ايښودل شوي ماین چاودنه کړې چې له کبله یې یو تن نظامي ټپي شوی.
د کابل امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي، د پېښې په تړاو د دوی پلټنې روانې دي.
✒: د ملابرادر په مشرۍ اقتصادي کمېسیون کانونو وزارت ته د هرات غوریانو ولسوالۍ د اوسپنې کان او غور ولایت تولک ولسوالۍ د سربو کان د استخراج په هدف د قرارداد اجازه ورکړې.
یاد کمېسیون همداراز سپارښتنه کړې، څو د مالګې کانونه د تولید او تصفیې په هدف کورنیو شرکتونو ته په قرارداد ورکړي.
✒: روند ثبت نام آنلاین پاسپورت آغاز شد.
مسوولان ریاست عمومی پاسپورت میگویند که پس از این هموطنان به طور 24 ساعته میتوانند که برای اخذ پاسپورت درخواست آنلاین بدهند و این ریاست روزانه ظرفیت پذیرش 2 هزار فورم آنلاین پاسپورت را دارد.
منبع میافزاید که به متقاضی از سوی سیستم به گونۀ اتومات تاریخ مشخص داده میشود.
✒: د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وايي چې په مسکو کې د افغانستان سفارت نن د اسلامي امارت یوه ډپيلمات ته وسپارل شو.
د بهرنیو چارو وزارت، د اسلامي امارت د ډیپلمات د منلو له امله د روسیې له حکومته مننه کوي.
✒: د افغانستان بانک ویلي، چې سبا یکشنبه ۱۳ میلیونه امریکايي ډالر په لیلام ډول پلوري. دغه بانک په دې داوطلبۍ کې له سوداګریزو بانکونو، صرافیو او د پولي خدمتونو له شرکتونو چې په شرایطو برابر وي، د ګډون غوښتنه کړې ده.
✒: په ایران کې له یو شمېر افغان کډوالو سره د ایران د امنیتي ځواکونو د ناوړه چلند ځينې ویډیوګانې رسنيزې شوي او خلکو توند غبرګونونه ورته ښودلي. د ټولنیزو رسنیو کاروونکي وايي خپرې شوې ویډیو ګانې پر افغان کډوالو د ایراني ځواکونو د شکنجې او ښکنځلو حالت بیانوي او د انسانیت خلاف کړنې یې ګڼي.
✒: افغان خبریال سعید شینواری: په ټولنیزو رسنیو یوه خپره شوې وېډیو ښیي چې د افغانستان ژغورنې حرکت مشر حضرت عمر زاخېلوال د پاکستان د پوځ د مشر د زوی واده کې ګډون کړی.
✒: د افعانستان بانک پخوانی مشر واحد نوشیر: افغانستان نه ايران ته هر ۲۴ ساعتونو کې حد اقل د ۴ ميلیونو امريکايي ډالرو په اندازه اوبه ورځي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري:
ایران هره ورځ له ۳۵۰۰ تر ۴۰۰۰ پورې افغان کډوال په شین زور افغانستان ته شړي.
✒: د کډوالۍ نړېوال سازمان په هلمند کې له ۳۰۰ اړمنو او بې ځایه شویو کورنیو سره نغده مرسته وکړه.
په مرسته کې پر هرې کورنۍ ۳۰۰-۳۰۰ امریکايي ډالر ووېشل شول.
✒: وزیران خارجه ایران و امارات تلفنی رایزنی کردند.
وزرای امور خارجه ایران و امارات متحده عربی در خصوص «مسائل دوجانبه، منطقهای و بین المللی از جمله سوریه، اسرائیل و مذاکرات وین» تلفنی گفتوگو کردند.
✒: بوریس جانسون، نخستوزیر انگلیس با ولودیمیر زلنسکی، رئیسجمهور اوکراین در کییف، پایتخت این کشور دیدار کرد.
سفارت اوکراین در لندن در حساب کاربری خود در توئیتر عکسی از دیدار مذکور را با عبارت «سورپرایز» منتشر کرد.
آندری سیبیخا، رئیس دفتر ریاست جمهوری اوکراین نیز در فیسبوک عکس جانسون و زلنسکی را منتشر کرده و نوشت: بازدید بوریس جانسون از کییف؛ دیدار دوجانبه وی با رئیسجمهور زلنسکی آغاز شد.
✒: د عمران خان د مذهبي چارو وزیر نورالحق قادري:
د مسجد اقصی امام شیخ عکرمه راته ویډیویي کال کې وویل، چې هر سهار عمران خان ته دعاوې کوم.
وایي، راته یې ویل عمران خان د فلسطین په پلوۍ زبردست دریځ نیولی چې د فلسطین د خلکو زړونه یې ګټلي.
✒: د تاجکستان او روسیې ولسمشرانو تلیفوني مکالمه کې د سیمې د وضعیت تر څنګ د افغانستان پر مسئله هم خبرې کړې دي او پر پوله یې د امنیتي تدابیر پر ډېرېدو ټینګار کړی دی. پوتین ویلي چې دوی له تاجکستان سره د امنیتي اقداماتو په برخه کې هر اړخیزې همکارۍ ته ژمن دي.
✒: عمران خان په وروستۍ وينا کې د ده د بېواکه کولو لپاره د اپوزېسيون ګوندونو له خوا پیل شوې پروسه نړيواله توطيه ياده کړه. عمران خان اعلان کړی چې له بهره وارد شوی حکومت نه مني او له خپلو پلویانو یې غوښتي دي چې لاریونونه پیل کړي.
✒: د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازي ټوماس نېکلاسون په افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو د تړلو پاتې کېدو پرېکړه وغندله او یوځل بیا یې ټینګار وکړ چې له اسلامي امارت سره د عادي اړیکو ټينګښت د افغانستان له خلکو او نړۍوالې ټولنې سره د دوی د ژمنو عملي کېدو پورې تړاو لري.
✒: د برېټانیا د یونیورسټي آفهل څېړونکو د انسان په سږو کې یوولس قسمه مایکرو پلاستیکي ذرات کشف کړي دي.
یو ډول یې هغه پلاستیک دی چې بوتلونو او کالیو کې کارېږي.
تر دې وړاندې وینه کې هم د پلاستیک ذرات موندل شوي وو.
✒: شماری از نماینده گان امریکا و کشورهای اروپایی در نشستی در بروکسل گفته اند که حکومت جدید افغانستان به تعهدات اش با جامعه جهانی و افغانها عمل کند.
این کشورها در یک اعلامیه مشترک خواهان ادامۀ کمک های بشری و بازگشایی مکاتب به روی دختران بالاتر از صنوف ششم شده و تاکید نموده اند که کمک های آنان با افغانستان مشروط بر عملکرد طالبان است و امارت اسلامی باید به تعهدات خود عمل کند.
✒: سعودي عربستان سږ کال یو میلیون کسانو ته د حج مراسمو کې د ګډون اجازه ورکوي.
د سعودي عربستان حکومت د حاجیانو لپاره یو لړ شرایط وضع کړي، چې له جملې څخه یې حاجیان مکلف دي، څو سعودي ته له داخلېدو مخکې باید د کرونا واکسین وکړي او عمرونه یې باید له ۶۵ کلونو څخه پورته نه وي.
