مهم ترین های امروز جمعه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: نا تایید شوي راپورونه وايي، چې نیمروز ولایت کې د ا.ا ځواکونو او د پاکستان د پوځ ترمنځ د شخړې احتمال شته او دواړه لوري د تیارسۍ په حالت کې دي.
✒: په ننګرهار ولایت کې د ا.ا ځواکونو له لوري چاڼیز عملیات پای ته ورسېدل.
چارواکي وايي، ددې شپږ ورځنیو عملیاتو په پایله کې ۵۴۵ میله وسلې او ۱۱ وسایط تر لاسه شوي او همدارنګه دوه تنه د انسان تښتوونکو له منګولو ازاد شوي دي.
✒: د ا.ا د لوړو زده کړو وزارت د پوهنتونونو د تړل کېدو په باب خپرې شوې اوازې رد کړې.
یاد وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې مرکز او ولایتونو کې به د ټولو دولتي پوهنتونونو درسي بهير په نور مال شکل دوام لري.
په اعلامیه کې د ټولنیزو رسنیو له کاروونکو غوښتنه شوې چې د اوازو له خپرولو ډډه وکړي او د خلکو ذهنونه مغشوش نه کړي.
✒: افغانستان کې د پاکستان د احتمالي حملې پروړاندې چمتووالی نیول کیږي.
سرچینې وایي وروسته تر هغې چې نمیروز ولایت کې پر ډیورند کرښې د ذاکر کلي څخه د پاکستان پر یوې هلیکوپترې ډزې وشوې او د پاکستان پوځ یو جنرال پکې ټپي شو د پاکستان پوځ له اسلاميامارت څخه د پیښې د عاملینو ورسپارل او په ۲۴ساعتونو کې پر ډیورند کرښه پروت ذاکر کلي څخه د خلکو ایستل غوښتي دي.
د معلوماتو پر اساس اسلامي امارت د پاکستان دغه غوښتنې رد کړي او د پاکستان سره د احتمالي برید پروړاندې د چمتووالي امر یې کړی دی.
تر اوسه اسلامي امارت په دې تړاو په رسمي توګه څه نه دي ويلي.
✒: د بګرام په زندان کې د بندیانو پر وړاندې د امریکايي جنایتونو مستند شوي اسناد به ډېر ژر په داګه شي.
د اسلامي امارت د افغان فلم رییس ویلي، چې په بګرام زندان کې يې د امریکایانو د ظلمونو او جنایتونو په اړه یو مستند فلم بشپړ کړی، چې پکې له افغان بندیانو پر وړاندې شوي جنایتونه يې مستند کړي او ډېر ژر به نندارې ته وړاندې شي.
✒: ټاکل شوې په کابل ښار کې د خیرخواه کمپلکس چې څلور کاله وړاندې سوځېدلی و، د نږدې ۳۳ مېلیون ډالرو په لګښت د عامه او خصوصي مشارکت د موډل پر بنسټ جوړ شي.
✒: افغانستان په لومړي ځل قزاقستان ته کاغذ صادر کړ. د صنعت او سوداګرۍ وزارت د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې په حواله په یوه ټویټ کې لیکلي، دا د کاغذ لومړی صادراتي کاروان دی چې د افغانستان یو شرکت له لوري قزاقستان ته لېږدول کېږي.
✒: د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد په هلمند کې د هوايي برید په اړه راپورونه رد کړل. مخکې داسې راپورونه ورکړل شوي وو چې په هلمند ولایت کې د اسلامي امارت د مهماتو پر ډېپو امریکا هوايي برید کړی، خو ښاغلی مجاهد وايي، له شوراب سره نږدې سیمه کې زاړه خښ شوي ماینونه له منځه وړل شوي.
✒: د افغانستان جاوېد افغان د وسپنې ذوب فابریکې هم په لومړي وار نن ۷۲ ټنه سیخ ګول پاکستان ته صادر کړ.
✒: افغان خبریالان: له ایرانه افغانانو داسې ویډیوګانې او انځورونه رالېږلي چې د نشرولو نه دي.
وایي، ایرانیان لیونیان شوي، که افغان پاسپورټ ولري یا یې ونه لري د وژلو تر حده برید پرې کوي.
ګڼو کسانو د دوی د تشدد له امله تر اوسه ساه ورکړې ده.
✒: د اوکراین د جګړې ۴۴ مه ورځ:
د روسیې د ولسمشر ویاند ومنله چې روسانو د یوې تراژیدۍ هومره درانه تلفات اوښتي.
وایي، هیله من یوو چې راتلونکو ورځو کې روسیه خپلو اهدافو ته ورسېږي.
✒: د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند د ا.ا د دې پریکړې قدرداني کړې او ويلي دي، چې د شوروي خلاف د جګړې پر وخت امریکا له هغو افغان جنګ سالارانو ملاتړ کاوه، چې د نشه يي توکو کاروباریان وو.
✒: د اروپایي پارلمان غړو په افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو پر بندېدو ژوره خواشیني څرګنده کړې او له ا.ا یې غوښتي چې خپله پرېکړه بېرته واخلي.
✒: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ځانګړي راپور ورکونکي له ټاکل کېدو هرکلی کړی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هیله څرګنده کړې، چې نوموړی په افغانستان کې د بشري حقونو او عدالت د پرمختګ لپاره په دغه مهم ماموریت کې لاسته راوړنې ولري.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د تېرې جمعې په ورځ د وري پر ۱۲ ریچارډ بنت په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت د ارزونې لپاره د ځانګړي راپور ورکوونکي په توګه وټاکه.
✒: د چین د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند یو ځل بیا په افغانستان کې د امریکا په شل کلن حضور نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې « په دې هېواد کې د امریکا شل کلن حضور له شل کاله مرګ، د خلکو بې ځایه کېدو او د مخدره توکو تولید سره مل و.»
