حکمتيار: هغه چا سره دوستي مه پالئ چي له الله تعالى سره دښمني كوي
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لا تَتَّخِذُوا عَدُوِّي وَعَدُوَّكُمْ أَوْلِيَاءَ تُلْقُونَ إِلَيْهِمْ بِالْمَوَدَّةِ وَقَدْ كَفَرُوا بِمَا جَاءَكُمْ مِنَ الْحَقِّ يُخْرِجُونَ الرَّسُولَ وَإِيَّاكُمْ أَنْ تُؤْمِنُوا بِاللَّهِ رَبِّكُمْ إِنْ كُنْتُمْ خَرَجْتُمْ جِهَادًا فِي سَبِيلِي وَابْتِغَاءَ مَرْضَاتِي تُسِرُّونَ إِلَيْهِمْ بِالْمَوَدَّةِ وَأَنَا أَعْلَمُ بِمَا أَخْفَيْتُمْ وَمَا أَعْلَنْتُمْ وَمَنْ يَفْعَلْهُ مِنْكُمْ فَقَدْ ضَلَّ سَوَاءَ السَّبِيلِ1 الممتحنة: 1 صدق الله العظيم
الله تعالى فرمايي:
اې هغو چي ايمان ئې راوړى! زما دښمنان او خپل دښمنان؛ په دوستي مه نيسئ، داسي چي د دوستۍ (پيغام) وررسوئ، حال دا چي دوى په هغه حق كافران شوي چي تاسو ته درغلى، پيغمبر او تاسو له دې كبله باسي چي پر خپل رب مو ايمان راوړئ، كه (په رښتيا) زما په لار كي د جهاد لپاره او زما د رضاء په لټه كي وتلي يئ؛ په پټه هغوى ته د دوستۍ (پيغام) استوئ په داسي حال كي چي زه په هغه څه هم ښه پوهېږم چي تاسو ئې پټوئ او په هغه څه هم چي تاسو ئې څرگندوئ؛ او له تاسو چي هر څوك دا كار وكړي نو يقيناً چي سمه لار ئې وركه كړې.
د دې مبارك آيت لارښووني دا دي:
1. هغه څوك د دوست په توگه مه نيسئ او دوستي ورسره مه پالئ چي له الله تعالى سره دښمني كوي، تگلاره ئې د الله د دښمنانو تگلاره ده، كړني ئې د الله د قهر او غضب باعث دي، الله هغه د حق دښمن گڼي او دى له الله، د هغه له دين او الهي سننو سره عناد او دښمني كوي. لومړى اصل چي له يو چا سره د موالات او دوستي په اړه بايد مراعات شي او همدې ته په پام سره خپل دوست او دښمن وټاكئ؛ دا دئ چي وگورئ هغه ستاسو د رب په وړاندي كوم دريځ او تگلاره غوره كړې، د خداى دوست دئ كه دښمن، داسي نه چي شخصي گټي، قومي او نسبي اړيكي او سياسي مصالح د ملاك او معيار په توگه ونيسئ او هغه څوك خپل دوست وگڼئ چي د خداى دښمن دئ.
2. همدا راز د مسلمانانو دښمن ته د دوست په سترگه مه گورئ؛ څوك چي له مؤمنانو سره دښمني كوي، د زمكي په هر گوټ كي، د زمانې په هر پړاو كي او د مسلمانانو له هري ډلي او ملت سره؛ له هغه سره به دوستي نه پالئ.
3. هغو دښمنانو ته د دوستۍ پيغامونه او د حسن نيت هيئتونه مه لېږئ چي له حق او حقيقت انكار كوي، ستاسو د دين په اړه ئې د كفر او انكار لار غوره كړې، پيغمبر عليه السلام او مؤمنان يوازي له دې كبله له خپل كلي، كور او وطن باسي چي پر خپل رب ئې ايمان راوړى، دا هغه ناوړه او ناروا كار دئ چي نه د الله د لاري له مجاهدينو سره ښايي او نه له هغو سره چي د الله تعالى د رضاء په لټه كي وي.
4. مه په پټه هغوى ته د دوستۍ پيغام استوئ او مه په څرگنده؛ بايد دې ته متوجه وئ چي ستاسو معامله له هغه رب سره ده چي په هر څه پوهېږي؛ په هغه څه هم چي تاسو ئې پټوئ او په هغه څه هم چي تاسو ئې څرگندوئ.
5. له تاسو چي څوك دا كار وكړي نو يقيناً چي سمه لار ئې وركه كړې، له هغي لاري كوږ شوى چي د الله تعالى په لور درومي، هغه چي په دنيا كي بريا او په آخرت كي سعادت او فلاح ورپوري تړلې ده.
6. په حقيقت كي د الله او د دين له دښمن سره موالات داسي معيار او ملاك دئ چي له مخي ئې د هر چا ايمان ارزولى شو، چا چي دين دښمنو ځواكونو په وړاندي خپل حساسيت، نفرت او عداوت له لاسه وركړ، كركه او عداوت ئې په محبت او مؤدت بدل شو، هغوى له ده سره او ده له هغوى سره خواخوږي څرگنده كړه، هغوى ته ئې د دوستۍ لاس اوږد كړ، نه د كفر جبهه له ده د خطر احساس وكړي او نه دى دغي جبهې ته د دښمن په سترگه وگوري، دواړه يو بل ته طمع او هيله ولري، او مرسته ترې وغواړي؛ دې كس په حقيقت كي د كفر په وړاندي خپل حساسيت له لاسه وركړى، ايمان ئې صدمه ليدلې، د ايمان ځلا ئې تته شوې، له فكري او اخلاقي پلوه؛ د كفر جبهې ته نږدې شوى، د ايمان دعوىٰ ئې دروغجنه ده، په زړه كي ئې هغه حساسيتونه ځپل شوي چي منشأ ئې رښتينى ايمان وي.
7. د ايمان له كرښي د انسان د انحراف وروستۍ نښه دا ده چي د كفر په وړاندي ئې حساسيت تت شي او په خپل قول او عمل كي د كفارو په اړه خپله خواخوږي او موالات ښكاره كړي، د دې نښي له څرگندېدو وروسته د ده او د كفر تر منځ د پام او اعتبار وړ واټن نه دئ پاته.
