No-IMG

ورور حکمتيار له جهادي شخصيتونو او تاجرانو سره وليدل

پنج‌شنبه؛ د ۱۴۰۱ھ‌ش کال د حمل ۱۸مه:

د حزب اسلامي افغانستان  قدرمن أمير ښاغلي ګلبدين حکمتيار نن له غرمې مخکې په دوه جلا-جلا کتنو کې د لغمان ولايت له مشهور جهادي قومندان ښاغلي عبدالهادی واحدي او ورسره مل‌پلاوي او دغه راز د غزني ولايت له مشهور جهادي شخصیت او تاجر حاجي محب الله افغان سره وکتل.

په‌دغو کتنو کې د هېواد پر يو لړ سياسي، إقتصادي او أمنيتي موضوعاتو تفصيلي بحث او خبرې وشوې.

راغليو مېلمنو په ټوله کې له فعلي وضعيت خپل رضايت څرګند کړ، خو تر څنګ يې له تحول او بدلون سره ځينو توأم ستونزو ته هم إشاره وکړه.

قدرمن مشر د نوموړو اندېښنو ته په ځواب کې وويل:

متأسفانه پخوانی نظام له خورا بدو خلکو جوړ وو، هغوی چې خپل نظام څومره تخريب کړ، دومره جګړې نه‌دی تخريب کړی.

په إقتدار کې تر ټولو مهم او اړين کار د ځان سنبالول دي، په تېر نظام کې د ځان سنبالولو چاره پڅه وه او همدا يې د سقوط او پرځېدا يو له مهمو عواملو هم وو، فعلي نظام بايد تر هر څه لومړی همدې أصل ته کار ووايي.

نوموړي وويل:

که څه هم ستونزې شته، خو موږ الحمدلله تر ډېره بريده خپلو لويو لويو آرمانونو ته رسېدلي يو، جګړه او إشغال ختم شو، ناټو او امريکا مات شول، لله الحمد حزب اسلامي افغانستان  د دواړو جهادونو په ډګر کې په فکري او نظامي لحاظ ستره ونډه درلوده، فعلاً له همدې کبله نسبتاً يوې ښې پايلې ته نږدې او رسېدلي يو، داسې چې فعلاً تر دې بل غوره بديل نه‌لرو، که بدلون او بديل راځي، خپله به يې شته ظروف او حاکم وضعيت منځ‌ته راوړي.

د نوموړي پر وينا په مجموع کې وضعيت ښه دی او موږ له شته وضعيت راضي يو، که حکومت غواړي چې د شته ستونزو د مهار تر څنګ تر دې هم یو ښه او بنسټيز إصلاحي بدلون رامنځ‌ته کړي، نو بايد له تفکيک او نسبت پرته ټول هېواد ته ژمن، مخلص او مسلکي افراد په خپل څنګ ځای پر ځای کړي، او په‌ دولتي چوکاټ کې ټولو ته پراخه او فعاله ونډه ورکړي.

د حزب اسلامي افغانستان  د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک