No-IMG

د حکمتيار صاحب څلورم دېرشم درسي حلقه (سلفي شم که مذهبي پاته شم؟) تر عنوان لاندې تر سره شوه

چهارشنبه؛ د ۱۴۰۱ھ‌ش کال د حمل ۱۷مه:

 

د بريا نړيوال ټلويزيون د غونډو په تالار کې د «سلفي شم که مذهبي پاته شم» تر عنوان لاندې د حزب اسلامي افغانستان  د قدرمن أمير ښاغلي ګلبدين حکمتيار ۳۴مه درسي حلقه دائره شوه چې ګڼ‌شمېر ورونو او خویندو په‌کې ګډون کړی وو.

نننۍ درسي حلقه هم د تېرو درسي حلقو پر دوام د صحيح حديث پېژندنې قواعدو او أصولو ته ځانګړې شوې وه.

نوموړي د ځينو هغه اند ته په إشارې وويل؛ چې وايي:

(كه حديث له قرآن سره د موافقت په شرط منلى شو، بيا نو حديث ته څه ضرورت؟!!)

ښاغلي حکمتيار همدې معترضه پوښتنې ته ځواباً وويل:

د دې خلكو منطق د تعجب وړ دی؛ الله تعالى د دې له‌پاره خپل كتاب «قرآن» د پيغمبر عليه السلام په ذمه رالېږلی چې هم يې موږ ته بيان او تشريح كړي او هم يې عملي مصداق راوښيي؛ د پيغمبر قول او عمل په حقيقت كې د قرآن عيني تجسم دی؛ همغسې چې قرآن فرمايي:

(لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِي رَسُولِ اللَّهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ لِمَنْ كَانَ يَرْجُو اللَّهَ وَالْيَوْمَ الآخِرَ وَذَكَرَ اللَّهَ كَثِيرًا)   الأحزاب: 21

يقيناً چې تاسو ته د الله په استازي كې نېكه بېلګه او أسوه ده. هغه چاته چې الله تعالی او د آخرت ورځې ته اميد ساتي او الله تعالی زيات يادوي.

يعنې پر الله تعالى او آخرت د ايمان او الله تعالى او آخرت ته د طمعې او هيلې درلودو څرنګوالى د رسول الله صلى الله عليه و سلم په سنت او كړنلارې كې پېژندى او زده كوى شو، په‌دې معنیٰ که څوک غواړي الله تعالى ته د هيلې درلودو په څرنګوالي وپوهېږي او هغه عملونه وپېژني چې له كبله يې انسان د الله تعالی د مرستې، رعايت او عنايت طمع او هيله كولى شي؛ او هغه چې غواړي وپوهېږي آخرت ته هيله درلودل يعنې څه؟ او هغه چې غواړي هغه عملونه وپېژني چې له امله يې كولى شي د نېك آخرت طمع ولري، او هغه چې غواړي د الله تعالی د زيات ذكر په څرنګوالي پوه شي نو دا ټول له رسول الله صلی الله عليه وسلم  زده كولى شي؛ په قرآن كي يې په ليكلې بڼه موندلى شي او د رسول الله صلى الله عليه و سلم په شخصيت او سنت كې يې په مجسمه او عملي توګه ليدلى او زده كولى شي.

 

 قدرمن مشر وويل:

د رسول الله صلی الله عليه وسلم رسالت په همدې پورته يادو مواردو کې راخلاصه شوى؛ او د همدې له‌پاره رالېږل شوى؛ صحابه کرامو هغه مخامخ ليده او په هر څه كې يې په هغه پسې إقتداء كوله؛ خو موږ ته هغه صلی الله عليه وسلم توصيف شوى؛ د هغه په اړه مو له نورو اورېدلي چې څه يې ويلي او څه يې كړي. موږ ته د يادو مواردو په اړه هم صحيح اقوال رارسېدلي او هم ناسم او غير صحيح؛ محدثينو راته ويلي: رسول الله صلى الله عليه و سلم ته تر صحيح اقوالو ناسم او غير ثقه اقوال زيات منسوب شوي؛ احتياط كوئ چې هغه ته هره منسوبه خبره له دقت او تحقيق پرته ونه‌منئ؛ هغوی موږ ته هغه شرائط راښودلي چې په مرسته يې كولى شو سم او ناسم اقوال تفكيك او يو له بله بېل كړو؛ يو له همدغو شرائطو او تر ټولو مهم شرط يې همدا دی چې رسول الله صلى الله عليه و سلم ته منسوبه وينا د قرآن په رڼا كې وڅېړو؛ قرآن موږ ته همدا لارښوونه كړې او رسول الله صلى الله عليه و سلم هم همدا راته ويلي.

 

نوموړي زياته کړه:

د قرآن له مخې صحيح حديث له ضعيف او غير صحيح بېلوی او پېژندى شو؛ صحيح حديث هغه دی چې له قرآن سره مطابقت ولري او غیر صحيح يې هغه چې له قرآن سره تعارض ولري‌. امكان نه‌لري چې صحيح حديث دې له قرآن سره مخالفت ولري؛ ځکه چې أحاديث د قرآن شرح او تفصيل دی او حتماً به له قرآن سره بشپړ مطابقت لري.

 

نوموړي د همدې موضوع د لا روښانتيا له‌پاره

دوه مثالونه وړاندې کړل:

1: عائشې رضي الله عنها ته د ابن عمر رضي الله عنه دا وينا ورسېده چې رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: مړى په قبر كې د خپلوانو په ژړا تعذيب كېږي؛ هغې وويل: ابن عمر اشتباه كړې؛ د قرآن څرګند آيت راته وايي: يو د بل په ګناه نه‌نېول كېږي. عائشه رضي الله عنها د رسول الله صلى الله عليه و سلم او ابن عمر رضی الله عنه په ژوند كې همدا خبره كوي؛ د قرآن په استناد د هغه ادعاء ردوي. آيا دا كافي نه‌ده چې موږ اوس څوارلس پېړۍ وروسته د داسې راويانو وينا قرآن ته راجع كړو چې اول، دوهم، درېيم، څلورم او پنځم او تر دې وروسته راويان يې ټول وفات شوي؟!! عائشې رضي الله عنها دا ونه‌ويل چې ابن عمر صحابي دی؛ او خبره يې سند ده؛ دې‌ته يې هم انتظار ونه‌كړ چې له رسول الله صلى الله عليه و سلم وپوښتي؛ قرآن يې كافي وګڼلو او د قرآن په استناد يې وويل: دا خبره رسول الله صلی الله عليه وسلم نه‌ده كړې.

 

2: په يو بل روايت كې راغلي: ابوهريره رضی الله عنه له رسول الله صلى الله عليه و سلم واورېدل چې خلكو ته ووايه: چا چې لا إله إلا الله وويل؛ د جنت زېرى وركړه؛ هغه بهر ووتلو چې خلك خبر كړي؛ عمر رضي الله عنه يې مخې ته راغى او ترې ويې پوښتل: څه دي اورېدلي؟ هغه خپله اورېدلې خبره ورته وكړه؛ او خپل نيت يې هم ورته څرګند کړ چې غواړم خلک پرې خبر كړم؛ عمر رضي الله عنه دومره پرې غصه شو چې وايي: ابو هريره رضي الله عنه ته يې داسي كلك سوک پر سينه وركړ چې پر ځمكه ولوېد... او له هغې وروسته عمر رضی الله عنه رسول الله صلى الله عليه و سلم ته ورغى او ويې پوښتل: آيا تا ابوهريره ته دا خبره كړې؟ رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: هو؛ عمر وويل: كه دا خبره خلک واوري نو ټول خلک به عمل پرېږدي او يوازې د كلمې پر ويلو به بسنه او اكتفاء وكړي.

 

 د حزب اسلامي افغانستان  أمير وويل:

دې‌ته پر کتو موږ د قرآن شرح او تفسير ته همدومره ضرورت لرو لكه د رسول الله صلی الله عليه وسلم بعثت ته، هغه ته هم قرآن وركړى شوى او هم د قرآن فهم، موږ ته يې هم قرآن رارسولى؛ او هم يې په خپل عملي ژوند موږ ته راښودلى؛ د هغه ژوند او د ژوند ټول اړخونه د قرآن عملي تجسم وو؛ په خپل ژوند سره يې د قرآن شرح او تفصيل موږ ته را زده‌کړی.

د ايمان غوښتنه او تقاضیٰ هم همدا ده چې له قرآن سره موافقه خبره ومنو او مخالفه يې رد كړو، كه مخالفه نه‌وي؛ نو سند، شواهدو او متن ته يې له پام وروسته د هغې د منلو او نه‌منلو پرېكړہ وكړو.

 

نوموړي وويل:

ائمه وو، علماءو او فقهاءو هم همدا خبره كړې او هر مؤمن يې بايد وكړي؛ د متعارضو رواياتو مدافعين په ډېر تكلف او له مجبوريت وروسته له دې خبري سره توافق كوي خو دا پرې زياتوې چې: دا مخالفت معلومول د هر چا كار نه دی!! علماء كرامو ته چې د آيت او حديث تر منځ تعارض په نظر ورغلى دوى د دې تعارض له‌پاره د تطبيق يا نسخې لار اختياروي، خو دوی سره له دې بيا هم په ډېر لجاجت سره وايي: په احاديثو كې د تضاد او تعارض په اړه ادعاء يوه بې بنسټه او بې‌دليله ادعاء ده!!!

ښاغلي حکمتيار د همدې نظر لرونکو په ځواب کې وويل:

دا خبره يوازې هغه څوک كولى شي چې نه يې د احاديثو كتابونه لوستي وي او نه هم پر أحاديثو د ليکل شويو شرحو كتابونه، په دې خبر نه وي چې پر احاديثو د شرحې كتابونه د دې له‌پاره ليكل شوي چې دغو تعارضاتو ته توجيه پيدا كړي او هغو پوښتنو ته ځواب ووايي چې د تعارضاتو په پايله کې راولاړېږي، ځينو ته يې توجيه وړاندې كړې، د ځينو په پاى كې يې خپل عجز څرګند كړى او ويلي يې دي «والله اعلم» او په ځينو مواردو كې يې اعتراف كړى چې توجيه مو ونه‌موندله؛ او ډېر يې له همدې کبله بې اعتبار، ضعيف او موضوعي ګڼلي.

 

نوموړي زياته کړه:

د عمدة القاري معروف او منلي مؤلف علامه عيني رحمه الله د صحيح البخاري په لسګونو هغه روايات په ګوته كړي چې په‌خپلو كې تعارض لري.

 

دغه راز نوموړي دا هم وويل:

ځيني نور بيا داسې دي چې وايي: دين او عقل يو ځاى نه‌شي خوځېداى؛ كه دين منې نو له عقل سره به خداى پاماني كوې؛ همغه د بايبل د ليكونكي خبره كوي چې؛ «خداى آدم ځكه له جنت وايست چې د معرفت مېوه يې وخوړه؛ خداى د معرفت خاوند نه‌خوښوي او په جنت كې يې نه پرېږدي»!! روايات به منې؛ كه څه هم ستا د عقل خلاف وي؛ ځكه ستا عقل معيار نه‌دی؛ په پټو سترګو به هر روايت منې كه څه هم دا روايات يو د بل داسې خلاف وي چې حتیّٰ هر انسان يې تر منځ توپير، تعارض او تناقض درک كولى شي؛ درک يې نه د فيلسوف عقل ته اړ وي، نه د مجتهد، فقيه، محدث او محقق عقل ته؛ هغه به كوم انسان وي چي د تكراري رواياتو تر منځ تفاوت، تعارض او تناقض نه‌شي درك كولى؛ كه په يوې موضوع پورې مربوط رواياتو كې؛ په يوه كې پنځه او په بل كې پنځوس، په يوه كې اوه، په پل كې اويا، په يوه كې خوب په بل كې وېښه، په يوه كې شپه په بل كې ورځ؛ او دې ته ورته تعارضات او توپيرونه راغلي وي؛ آيا هر عادي انسان به دا تعارض درک نه‌شي كړاى؟!

نوموړي په همدې اړه او د مثال په توګه هغو متعارضو رواياتو ته په تفصيلي ډول إشاره وکړه چې په بخاري كې (د معراج، سماع الموتیٰ، د موسیٰ او خضر عليهما السلام د قصې په اړه په مختلفو او متعارضو عبارتونو سره راغلي. په يوه کې ويل شوي: موسیٰ عليه السلام ته د نښې په توګه ژوندی کب ټاکل شوی وو او ځينې نور يې بيا وايي: چې وريت شوی کب وو» همدا راز له يو نه بل ته د مرض د سرايت موضوع؛ چې ځينې روايات وايي: مرض له يو نه بل ته سرايت کوي او ځينې بيا وايي چې مرض له يو نه، بل ته نه‌انتقالېږي).

 

دغه‌راز نوموړي وويل:

بخاري د ابو طالب او ابن ابى په اړہ دوه متعارض روايات راوړي، دواړہ يې هم له قرآن سره تعارض لري او هم د بخاري له نورو رواياتو سره، نه يې له قرآن سره تلفيق ممكن دی او نه په‌خپلو منځونو كې، يو يې وايي چې رسول الله صلى الله عليه و سلم د ابوطالب د مړينې او ساه ختو پر وخت د هغه ليدو ته ورغى او د شهادت د كلمې تلقين يې ورته وکړ، خو هغه ونه‌مانه، ده ورسره وعده وكړہ چې تر هغه به د مغفرت غوښتنه درته كوم چې الله تعالى مې ترې منع كړي؛ او په همدې اړہ دا آيت نازل شو: إِنَّكَ لَا تَهۡدِي مَنۡ أَحۡبَبۡتَ... بل يې وايي: دا آيت نازل شو: مَا كَانَ لِلنَّبِيِّ وَٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓاْ أَن يَسۡتَغۡفِرُواْ لِلۡمُشۡرِكِينَ... يو يې د القصص د سورې 56 آيت دی او بل يې د التوبه د سورې 113، څوک ويلی شي چې په‌دې دواړو کې كوم روايت صحيح دی؟ كوم آيت نازل شوى؟ إمام بخاري رحمه الله دواړہ صحيح ګڼلي!! په داسې حال کې چې هر عادي انسان هم پوهېږي چې له دوو متعارضو او متضادو خبرو يوازې يوه يې احتمالاً صحيح کېدای شي، نه دواړہ، له دغو متعارضو رواياتو يوازې يو به يې احتمالاً صحيح وي!! كه قرآن ته رجوع وكړو نو له شک پرته راته جوتېږي چې د القصص د سورې آيت د ابو طالب له مرګه ډېر مخكې نازل شوى او د التوبې د سورې آيت د هغه له مرګ نږدې دولس كاله وروسته او له تبوک غزا د راستنېدو په وخت كې نازل شوى. كه څوک ادعاء وكړي چې ښايي دا آيتونه به دوه ځلې نازل شوي وي، نو دا ادعاء د منلو نه ده، ځكه داسې روايت نه‌شته چې ثابته کړي دا آيتونه دې دوه ځل نازل شوي وي. هيڅ عقلمن انسان به دا خبره ونه‌كړي چې جبريل عليه السلام به د ابى ابن سلول او ابو طالب له‌پاره دوه ځلې له اوم آسمان زمكې ته راغلى وي او د دوى په اړہ به يې يو يو آيت له ځان سره راوړى وي!! دې‌ته پر کتو څوک ويلی شي چې په دغو دواړو رواياتو كي كوم يو صحيح دی؟

 

نوموړي دغه راز د ابن ابى په اړہ په بخاري کې راغليو هغو درې متعارضو او متضادو رواياتو ته هم تفصيلاً إشاره وکړه او ويې ويل:

كه په‌دغو متضادو او متعارضو رواياتو کې  يو روايت منو، هغه بل يې رد کېږي او که دوهم يې منو، لومړی يې رد کېږي او که درېيم يې منو، نو لومړی او دوهم يې رد کېږي. د ښاغلي حکمتيار پر اند كه څوک په شفاف ذهن، له ړوند تعصب پرته او د حقيقت موندلو په موخه؛ د رواياتو كتابونو ته رجوع وكړي؛ نو په سلګونو داسي روايات به يې مخ‌ته راشي چې يا له قرآن سره تعارض لري، يا به په‌خپلو منځونو كې ټکر وي او يا به هم له عقل او درايت سره هيڅ راز اړخ نه‌لګوي؛ داسې چې هيڅ‌څوک به یې په توجيه او تلفيق نه‌شي توانېدلاى.

 

د حزب اسلامي افغانستان  قدرمن أمير همدا راز د عقل او درايت له مخې د حديث پېژندنې د قواعدو او أصولو په لړ کې عقل او درايت هم د معيار په توګه ياد کړ او په‌دې اړه يې د ګڼ‌شمېر قرآني او نبوي إرشاداتو ګڼې بېلګې راوړې او پر همدې لړ کې يې خپله نننۍ او مهمه درسي محاضره د رسول الله صلى الله عليه و سلم په‌دې نبوي سپارښتنه را ټوله کړه چې وايي:

عَنْ أبِي حُمَيْدٍ وَأبِي أُسَيْدٍ: أَنَّ النَّبِيَّ صلى الله عليه وسلم قَالَ: "إِذَا سمِعْتُمُ الْحَديثَ عَنِّي تَعْرِفُهُ قُلُوبُكُمْ وَتَلِينُ لَهُ أشْعَارُكُمْ وَأبْشَارُكُمْ وَتَرَوْنَ أنَّهُ مِنْكُمْ قَرِيبٌ فَأنَا أوْلاكمْ بِهِ. وَإِذَا سَمِعْتُمُ الْحَديثَ تُنْكِرُهُ قُلُوبُكُمْ وَتَنْفِرُ مِنْهُ أشْعَارُكُمْ وَأبْشَارُكُمْ وَتَرَوْنَ أنَّه مِنْكُمْ بَعِيدٌ فَأنَا أبْعَدُكُمْ مِنْهُ" مسند احمد

«له ابي حُميد او ابي اُسيد روايت دی چې نبي صلى الله عليه و سلم وفرمايل: كه مو ماته منسوب داسې حديث واورېد چې ستاسې زړونه يې خوښوي او پېژني يې، ستاسو وېښتان او پوستكي ورته نرم شي؛ او داسې يې مومئ چې تاسو ته نږدې دی؛ نو زه تر تاسو هغه ته اولىٰ يم. او كه مو ماته منسوب داسې حديث واورېد چې ستاسو زړونه يې نه‌خوښوي او نه يې پېژني، ستاسو وېښتان او پوستكي ترې نفرت كوي او داسې يې مومئ چې له تاسو لرې دی؛ نو زه تر تاسو زيات له هغه لري يم

نوموړي زياته کړه:

دا روايت د مسند احمد او صحيح حبان تر څنګ ځينو نورو كتابونو كې هم راغلى؛ راويان يې ثقه او صادق ګڼل شوي؛ او محققينو ويلي: «رجاله رجال الصحيح»: راويان يې د صحيح رواياتو د معيار مطابق دي.

د نوموړي پر وينا له دې حديث په ډاګه جوتېږي چې؛ د يوه صادق مؤمن؛ زړه، دماغ، مشاعر او حواس داسې وي چې سمه او ناسمه وينا پېژندى شي، د قرآن د لارښوونو له مخې چې په هر څه کې د هغه لارښود دی؛ او د خپل ايمان په رڼا كې؛ د يوې وينا په اړه سم قضاوت كولى شي؛ كه يې زړه او مشاعرو ومنله چې دا وينا صحيح ده؛ نو بايد ډاډه وي چې رسول الله صلى الله عليه و سلم به دا خبره كړې وي او كه يې د زړه او دماغ دړه ورته خلاصه نه‌شوه؛ او د سم‌والي او صحت په اړه يې شكمن شو؛ نو بايد د رسول الله صلى الله عليه و سلم له شأن يې لرې وګڼي او هغه ته يې له منسوبولو جدي ډډه وكړي.

 

په پای کې قدرمن مشر د ګډونوالو پوښتنو ته هم تفيصيلي ځوابونه ورکړل او د سوال-ځواب له پروسې وروسته نننۍ درسي حلقه د نوموړي په دعاء پای ته ورسېده.

 

د حزب اسلامي افغانستان  د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک