مهم ترین های امروز پنج شنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: کابل نیوز: د امریکا بې پیلوټه الوتکې هلمند کې د طالبانو د وسلو په یوه ډيپو هوایي برید کړی.
د ماډرن ډيپلوماسۍ په نوم یوې نشریې د خپلو استخباراتو معلوماتو په اساس خبر ورکړی، چې دغه هوایي برید پرون چارشنبه د هلمند ولایت په شورابک پوځي اډه کې د وسلو په یوه ډيپو شوی او وروسته ډيپو اور اخستی دی.
تر اوسه اسلامي امارت په دې اړه په رسمي ټوګه څه نه دي ویلي.
✒: ملا عبدالغني برادر اخوند سرپل ولایت ته رسېدلی او هلته به د قشقري په نامه د تېلو بلاک پرانستنه کوي. دغه بلاک چې لس د نفتو کوهیان لري، ۹ یې فعال او له پراسنتنې سره سم به ترې د نفتو استخراج کیږي او په ورځني ډول به حکومت ته له یو څخه تر یو نیم لک ډالرو پورې عاید ولري.
✒: طالبانو د کابل په هوايي ډګر کې د قطري امنیتي ځواکونو د مېشت کېدو راپورونه رد کړل.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، د کابل هوایي ډګر په شمول هیڅ ځای کې بهرني ځوکونه نشته او هغه ویډیو چې په ټولنیزو رسنیو خپره شوې ځکه یې نه تائیدوي، چې لا روښانه نه ده، چې د کوم وخت ده.
د ا.ا چارواکي دا خبرې وروسته له هغې کوي چې تېره ورځ پر ټولنیزو رسنیو یوه ويډو خپره او پر بنسټیې ادعا وشوه چې په کابل هوايي ډګر کې یو شمېر قطري ځواکونه مېشت شوي دي.
په دې وېډیو کې یوه ډله امنیتي ځواکونه چې ښايي شمېر يې له ۲۰ ډېر وي د تمرین په حال کې لیدل کېږي.
✒: کابل کې د افغان دیني علماو ملي ډيالوګ
سمیه شفیق: نن چې ما حجاب پرتن کړی دا مې تر اسلامي امارت مخکې هم درلود او دا ماته اسلام ښودلی دی، د نجونو د ښوونځیو بندېدو تر ټولو لوی زیان اسلام ته رسیږي.
✒: کابل کې د افغان دیني عالمانو ملي ډیالوګ:
ویناوال: که د نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې همداسې تړلې پاتې شي ډېرې کورنۍ به د خپلو اولادونو د تعلیم لپاره د هیواد پرېښودو ته مجبوره شي.
✒: عالمان دین: زمانی که خواهران ما با رعایت حجاب اسلامی به مراکز اسلامی برای آموزش میروند، پس شریعت اسلامی ما را از تعلیم و تعلم زنان منع نکرده است.
✒: د بدخشان پوهنتون محصلین: بیګاه راباندې امربالمعروف په وهلو ډبولو دوه ځله د ماسختن لمونځ کړی.
مسوولان: د پېښې عاملین مو نیولي.
✒: پاکستانی خبریال طاهر خان: د پاکستان عدالت عظمي (سپريم کورټ) د وزير اعظم عمران خان له خوا د قومي اسمبلي د ماتولو وړانديز غير ائيني بللي او اسمبلي يي بحال کړي ده، عدالت دا هم فيصله وکړه چي د وزير اعظم خلاف د نه باوري په تحريک به د شنبي په ورځ سهار رائے اچول کيږي۔ عدالت د قومي اسمبلي د مرستيال رئيس هغه پريکړه هم ناقانونه وبلله چې پکې يي د وزير اعظم خلاف د عدم اعتماد تحريک رد کړي وو۔ عدالت وويل د قومي اسمبلي يو ممبر به هم د رائے اچولو نه نه منع کيږي.
✒: د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې د قرغزستان فوټسال غوره لیګ په مقدماتي لوبو کې نن (پنجشبنه) د «موراس» په نوم فوټسال لوبډلې ته دوه پر صفر ماته ورکړه.
✒: مرکزي بانک په یوه ټویټ کې لیکلي، له افغانستان سره د بشرپاله مرستو په دوام نن (پنجشنبه) ۳۲ مېلیونه ډالره نغدي مرسته هېواد ته رارسېدلې او د افغانستان نړیوال بانک ته سپارل شوې ده.
✒: د بهرنیو چارو وزارت وایي چې نن د دغه وزارت دویم سیاسي ریاست مشر فیضان الله ناصري په کابل کې د ایران د سفارت له مسوولینو سره کتلي دي او په ایران کې یې د افغان کډوالو سره د یاد هېواد د سرحدي ځواکونو د ناسم چلند په اړه ورسره خپله اندېښنه شریکه کړې ده.
✒: د افغانستان د ا.ا د کابينې اقتصادي کمېسيون د بهرنيو چارو وزارت ته امر کړی چې د قطر د بهرنيو چارو وزارت ته دې د کابل د هوايي ډګر د مديريت د تړون اخيستلو مهلت په ګوته کړي.
✒: سرگی لاوروف: اوکراین روز گذشته پیشنویس توافقنامهای را ارائه کرد که از مفاد مورد توافق نشست استانبول انحراف دارد.
ارزیابی موضوع دونباس و کریمه در نشست سران پیشنهاد شده است. اوکراین در مرحله بعدی خواستار خروج نظامیان خواهد شد، این غیر قابل قبول است.
واشنگتن و همپیمانانش با کنترل دولت کییف، زلنسکی را به ادامه درگیریها وادار میکنند.
✒: دبیرکل ناتو با اشاره به تغییر فضای امنیتی اروپا پس از حمله روسیه به اوکراین تاکید کرد که این سازمان نحوه ارایه حمایتهای خود به کشورهای شریک ناتو در خطر حمله روسیه را بررسی میکند.
✒: به گزارش ساینس آلرت، اخترشناسان کهکشانی را در فاصله 13.5میلیارد سال نوری از کره زمین را کشف کردهاند.
به گفته محققان این کهکشان که به عنوان «HD1» نامگذاری شده است، احتمالا در دورترین نقطه به کره زمین قرار دارد.
فابیو پاجوجی از اخترشناسان هاروارد-اسمیتسونیان در زمینه ساختار این کهکشان گفت: جواب دادن به ساختار این مجموعه که در چنان فاصلهای دور قرار دارد، دشوار است.
✒: سازمان ملل: تاکنون دستکم 1611 غیرنظامی در اوکراین طی حملات روسیه جان باختند.
سازمان ملل اعلام کرد که در جریان جنگ روسیه-اوکراین دستکم 1611 غیرنظامی جان باخته و 4 میلیون و 319 هزار و 494 نفر به کشورهای همسایه پناه بردهاند.
✒: امریکا وایي ښايي د اوکراین جګړه څو کاله اوږده شي. د امریکايي پوځ د مرکزي قومندانۍ قومندان په تازه څرګندونو کې ویلي له وضعیت داسې ښکاري چې د اوکراین جګړه به ژر ختمه نه شي. په ورته وخت کې امریکا د نوو ځيرکو بمونو د کارولو لارې چارې اوکرایني پوځ ته ورښيي.
✒: د امريکا متحدو ايالتونو هند ته خبرداری ورکړی چې که له روسيې سره لاس يو کړي نو درنه بيه به پرې کړې.
✒: اذربایجان او ارمنستان د قره باغ سیمې پر سر د را ولاړې شوې لانجې د ختمولو په موخه د سولې د مذاکراتو په پیلولو هوکړه کړې ده. د ارمنستان لومړي وزير نیکول پاشینیان په بروکسل کې د اذربايجان له ولسمشر الهام علي يوف سره تر کتنې وروسته دا خبر ورکړی دی.
✒: د یوناما مرستیاله مته نوډسن: د کابل اوسنۍ مهم تصمیمونه کابینه کې نه بلکې بل ځای کې نیول کېږي.
نوموړې زیاتوي له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو نه پرانیستل کېدل توپیري چلند بولي او وايي، دا کار به د افغانستان پر راتلونکو نسلونو منفي اغېزې ولري.
✒: د اروپا د پارلمان یوه غړې وایي، چې طالبانو اګست میاشتې په خپل لومړني کنفرانس کې ژمنه کړې وه، چې د ښځو حقونو ته ژمن دي، خو اوس ۲۰۰ ورځې پوره شوي، چې نجونې ښوونځیو ته له تللو منع شوي او دا د ژمنو خلاف عمل دی.
هانا نویمان وایي ټول پوهیږي، چې د ځینو طالب مشرانو اولادونه په نړیوالو ښوونځیو او پوهنتونو کې زده کړې کوي، خو د نورو افغان نجونو پرمخ یې د ښوونځیو دروازې بندې کړي.
✒: د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وایي، مسکو د طالبانو نوی سفیر جمال غروال د شارژدافیر په حیث منلی دی.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ویلي، چې تر اوسه د اسلامي امارت رسمیت پېژندنې په اړه پریکړه تر وخت مخکې ده.
