نه خان صاحب ، داسی نه ده
دوکتور عمر عماد
یو چا د وحید الدین خان خبری ترجمه کړی چه وایی :
( په اسلام کې د سیاسي اقتدار اهمیت یواځېنی لامل سیاسي استحکام political stability دی چې قرآن ورته د تمکین فی الارض خطاب کړیدی. په اسلام کې د سیاسي اقتدار هدف د عادلانه نظام یا قوانینو پلي کول نه دي بلکې په ټولنه کې د استحکام قیام دی.)
که دغه ترجمه صحیح وی نو ځما په اند د خان صاحب پدی خبره کی څو اشتباهات نغښتی دی:
لمړی: دا چه عدل اواستحکام یو د بل په تناظر او مقابل کی نه دی چه یو باید اختیار شی، بلکه یو د بل مکمل دی، پدی معنی چه په سالمه اسلامی ټولنه کی د یو نه هم رغیدل نه کیږی، هره هغه ټولنه کی چه یو وی او بل نه هغه سالمه اسلامی ټولنه نه ده.
دوهم دا چه : په اسلام کی د سیاسی اقتدار د اهمیت لامل سیاسی استحکام ( التمکین فی الأرض ) نه، بلکه د الله تعالی احکام او اوامر پلی کول دی، چه د سیاسی اقتدار ( تمکین ) د تحقق نه وروسته تحقق مومی.( الَّذِينَ إِنْ مَكَّنَّاهُمْ فِي الْأَرْضِ أَقامُوا الصَّلاةَ وَآتَوُا الزَّكاةَ وَأَمَرُوا بِالْمَعْرُوفِ وَنَهَوْا عَنِ الْمُنْكَرِ).
یا په بل عبارت: سیاسی اقتدار او تمکین د الله تعالی سنت، او عدل او دالله تعالی د احکامو تنفیذ د مسلمانانو مسئولیت دی . (البته دلته باید د سیاسی اقتدار( تمکین) او په ټولنه کی د استحکام د قیام ترمینځ توپیر او عدم تلازم ته پام وشی، پدی معنی چه کیدای شی په یوه ټولنه کی سیاسی اقتدار موجود وی خو استحکام پکی نه وی ، چه تاریخ ددی حقیت ګواه دی او دلته یی د بیلګو د یادولو ګنجایش نشته).
دریم دا چه : که اومنو چه په ټولنه کی د عادلانه نظام پلی کول او د استحکام قائمول یو د بل په تناظر کی واقع شی نو عادلانه نظام ته ترجیح ورکول کیږی، ځکه چه عادلانه نظام د ټولنیز استحکام او استقرار ضامن دی، تاريخ ليكي چه د روم او يا فارس یو استازي مدینی ته راغی نو کله چه یی عمر رضی الله عنه د ونی لاندی ویده ولیده نو دا مشهوره خبره یی له خولی ووتله چه : (حكمت فعدلت فأمنت، فنمت يا عمر) يعني په حکم کی دی عدل وکړ، نو ځکه ( دونی لاندی) اوده شوی ای عمره.
څلورم: ګڼ شمیر نصوص پدی ګواه دی چه په اسلام کې د سیاسي اقتدار هدف د اسلام له نظره عادلانه نظام قائمول دی: ( لَقَدْ أَرْسَلْنا رُسُلَنا بِالْبَيِّناتِ وَأَنْزَلْنا مَعَهُمُ الْكِتابَ وَالْمِيزانَ لِيَقُومَ النَّاسُ بِالْقِسْطِ)، (اللَّهُ الَّذِي أَنْزَلَ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ وَالْمِيزَانَ )، او د عدل د اهمیت لپاره همدومره بس دی چه ځای ځای یی قرآن په اقامه کولو امر او سپارښتنه کړی ده( وَإِذَا حَكَمْتُمْ بَيْنَ النَّاسِ أَنْ تَحْكُمُوا بِالْعَدْلِ) پداسی حال کی چه یو ځای هم د استحکام په قیام امر ندی شوی، او ما ته یی سبب هم دا ښکاری - والله اعلم - چه ټولنیز استحکام انسانی ضرورت دی او شرعی قاعده وایی چه ( داعی الطبع یغنی عن حکم الشرع).
لنډه یی دا چه د عادلانه نظام قائمول د استحکام قیام ته لاره هواروی، خو د استحکام قیام کله هم د عدل ضامن نه دی، دتاریخ په اوږدو کی ډیر مستبد او دیکتاتور نظامونه تیر شوی چه د پوره استحکام څخه برخمن او د عدل څخه بی برخی وه ، د فرعون اونظام نه یی نیولی تر ننیو فرعون صفتو پوری.
نو چه داسی وی څرنګه بیا دعوی کیږی چه (په اسلام کې د سیاسي اقتدار هدف د عادلانه نظام یا قوانینو پلي کول نه دي بلکې په ټولنه کې د استحکام قیام دی.)؟؟؟!!!
زه فکر نه کووم چه د اسلام په اصولو اومبادئو پوه انسان دی دا خبره وکړی، نو ځکه زه د خان صاحب د خبری په ترجمه کی شک کووم. او هغه څه چه ځما دغه شک قوی کوی هغه دا چه - ځما د معلوماتو له مخی - خان صاحب اصلا په اسلام کی د سیاسی اقتدار قائل نه دی، بلکه وایی ( د پیغمبر مشن په اصل کی یو غیر سیاسی مشن وي. د پیغمبر د مشن د تشریح لپاره چې په قرآن کې کوم ټکي کارول شويدي په هغو کې یو هم سیاسي بڼه نه لري) او دین يوازي د خدای او د انسان تر مینځ د اړیکو قائمولو ( عبادت) وسيله بولي.
