No-IMG

مهم ترین های امروز چهارشنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏یو شمیر مهاجرو جیدو علماو او شیوخو چې د پښتونخوا بیلابیلو مدرسو کې تدریس کوي د شرعي او عصري علومو زده کړه د ښځو مسلم حق بللی.

دوی په یو لاسلیک شوي غوښتنلیک کې د ا.ا له مشر شیخ هبت الله اخندزاده غوښتي څو د اسلامي اصولو په چوکاټ کې د نجونو د تعلیم د ژر تر ژره پیل کیدو سپارښتنه وکړي.

: ‏شفیق الله افغان رئیس افغان فلم میگوید که قرار است مستند جنایات و بدرفتاری امریکاییها با محبوسین در زندان بگرام به زودی نشر شود.

به نقل از افغان، این مستند بر بنیاد اسناد تهیه شده است.

: ‏تېرو ۲۴ ساعتونو کې هیواد کې ۲۵ کسان پر کرونا ویروس اخته شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند ویلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ۶۲۶ کسانو معاینه شوې چې له ډلې يې د ۲۵ کسانو نتیجې مثبتې وې.

هژیر وایې دا پيښې د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې ثبت شوي.

: ‏د کابل ښار پل خشتي جومات کې چاودنه شوې ده.

عیني شاهدان وایي، چاودنه هغه مهال رامنځ ته شوه چې لمونځ کوونکي د ماسپښین لمانځه پر ادا کولو بوخت وو.

په کابل کې د ایمرجنسي روغتون په خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، چې د کابل له نننۍ چاودنې ۱۱ ټپیان دغه روغتون ته ور وړل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویلي وو چې په دې چاودنه کې ۶ تنه ټپيان شوي دي.

: ‏د افغانستان بانک وايي، هېواد ته د بشرپاله مرستو پر دوام تر دې دمه ۵۶۹ میلیونه او ۶سوه زره امریکايي ډالر رارسېدلي دي.

د افغانستان بانک وايي، چې دا بشري مرستې د افغانۍ په ارزښت ساتنه او ثبات کې موثرې تمامې شوې دي.

: ‏اسلامي امارت په پاکستان کې د سیاسي تحولاتو په اړه محتاطانه غبرګون وښود او وایي، پاکستان کې سیاسي بدلونونه د هغه هېواد کورنۍ مسئله ده او له افغانستان سره تړاو نه‌لري.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي په دې سیاسي بدلونونو کې د هېڅ یوې ځانګړې ډلې یا ګوند ملاتړ نه‌کوي.

‏د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وایي، افغانستان او پاکستان ګڼ مشترکات لري او خپل‌منځي روابط‌ یې باید د ګاونډیتوب او د دولتونو ترمنځ د اړیکو پر بنسټ ټینګ وي.

: ‏د چین یوه نړیوال شرکت په افغانستان کې پانګونې ته لیوالتیا ښودلې.

اسلامي امارت وایي، چې د چین هیواد د سي ان پي سي آی نړیوال شرکت رئیس او مل پلاوي سره د رییس الوزرا له مرستیال عبدالسلام حنفي سره کتنه کې ډاډمن امنیت ته تامین ته په پام دې هیواد کې پانګونې ته لیوالتیا ښودلې ده.

‏په ورته مهال د رییس الوزرا مرستیال ډاډ ورکړی، چې اسلامي امارت د اقتصادي فعالیتونو او په ځانګړي ډول په هیواد کې په بېلابېلو برخو کې د بهرنۍ پانګونې هرکلی کوي او د اسلامي امارت له خوا یې د هر ډول زمینې برابرولو برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې.

: ‏یوناما در تویتی نگاشته است که مته نادسن، معاون این نهاد در افغانستان با مسوولان رسانه‌های افغانستان به شمول طلوع‌نیوز دیدار کرده است.

‏یوناما گفته است که سازمان ملل از رسانه‌های افغانستان حمایت می‌کند و از امارت اسلامی خواسته است تا قوانین «سختگیرانه» را در پیوند به فعالیت رسانه‌ها پایان دهد و از خبرنگاران در برابر هرگونه تهدید حفاظت کند.

: ‏د هېواد فوټبال فدراسیون وایي، د افغانستان فوټسال ملي لوبډله د اسیا ملتونو جام غوراوي سیالیو کې د ګډون په موخه نن (چهارشنبه) د قرغزستان پلازمېنې بېشکېک ته تللې ده.

: ‏د کفایت شرکت څښتن عبدالغفور وهاب کورنۍ ادعا کوي چې نوموړی ۳ ورځې وړاندې په مزار شریف کې د اسلامي امارت ځواکونو نیولی دی. د بلخ امنیې قومندانۍ ویاند محمد اصف وزیري د عبدالغفور وهاب د نیول کېدل مني، خو زیاتوي چې تر دې دمه ورته د هغه د نیول کېدو علت روښانه شوی نه‌دی.

: ‏د ا.ا. د مشرتابه د فرمان له مخې، په زابل کې د دیني عالمانو ولایتي شورا په رسمي ډول فعالیت پيل کړ. سرچينې زياته کړې چې د ديني عالمانو ياده شورا د رییس، مرستیال او مالي او اداري مسوول په ګډون ۲۰ غړي لري چې درې غړي یې قومي مشران او مخور دي.

: ‏د خوړو نړېوال سازمان د ننګرهار سره رود او يو شمېر نورو سيمو کې له ۱۲۱۷۰ کورنیو سره نغده مرسته وکړه.

د معلوماتو له مخې، په مرسته کې پر ۹۲۷۰ کورنيو دولس – دولس زره او پر ۲۹۰۰ کورنيو  ۵۴۰۰ افغانۍ ووېشل شوې.

: ‏زلنسکی: تحریم‌ها علیه روسیه باید متناسب با جنایات جنگی در بوچا باشد.

ولودیمیر زلنسکی رئیس جمهور اوکراین در پیامی ویدئویی در تلگرام گفت که تحریم‌ها علیه روسیه باید متناسب با جنایات جنگی در شهر بوچا باشد.

: ‏د امریکا دفاع وزارت، د چین پر مخالف ګاونډي تایوان باندې د ۹۵ میلیونه ډالرو پټریاټ توغندیز سیسټمونه پلوري.

: ‏قطر : دوحه کې د نړۍ یوازنی روغتون (سوق وقف) جوړ شو چې د باز مارغانو درملنه کوي.

دلته د ورځې د ۱۳۰ مرغانو درملنه کېږي.

: ‏نایجریا: محکمې د مبارک بالا په نوم یو کس فیسبوک کې اسلام ته د توهین په جرم ۲۴ کاله بندي کړ.

هغه په ۲۰۲۰ کال د خپلو فیسبوکي پوسټونو له امله نیول شوی و.

: ‏په ملګرو ملتونو کې د ایرلېنډ استازولۍ وایي، په افغانستان کې د نجونو ښوونځیو بند پاتې کېدو ته هېڅ موجه دلیل نه‌شته او نجونې باید په‌دې هېواد کې د زده‌کړو له حقه بې‌برخې نه‌شي.

: ‏رینا امیری نماینده خاص امریکا در امور حقوق بشر و زنان افغان میگوید که طالبان اگر به دنبال به رسمیت شناختن استند، باید به تمام خواسته های جامعه جهانی احترام کنند.

وی افزوده است که رفتن دختران به مکاتب و حق کار زنان نیز شامل خواسته های جامعه جهانی است.

: ‏ریچارد کلارک قوماندان نیروهای خاص امریکا در نشستی به اعضای کمیسیون دفاعی سنای امریکا گفته است که پس از خروج نیروهای امریکا از افغانستان، تعقیب و پیگیری تروریستان بین المللی در این کشور ضعیف شده است.

‏وی افزود که با بازوی تکنالوژی معاصر تلاش دارند تا در کشورهای همجوار افغانستان از طریق ایجاد پایگاه های نظامی از وضعیت افغانستان نظارت کنند و در این بخش تلاش های دیپلوماتیک زیاد انجام شده؛ اما تا اکنون بی نتیجه بوده است.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک