No-IMG

د بندیزونو سربیره د روسي روبل باارزښته کیدلو دلیلونه

اسد مبارز

 

د روان عیسوي کال د فبرورۍ میاشتې په ۲۳مه نیټه روسیې ځواکونو یوکرانن ته دننه شول، لومړۍ امریکا او بیا اروپایي اتحادیې پر روسیې ډول ډول سخت بندیزونه ولګول چې روسیې روبل نږدې سل سلنه ارزښت له لاسه ورکړ؛ د فبروري په ۲۳مه یو ډالر نږدې ۸۲ روبل کیدل خو وروسته له اقتصادی بندیزونو یو ډالر ۱۶۰ روبل څخه واوښت.

له تیرو دوه اونیو راهیسې روبل په داسې حال کې بیرته د ډالر پر وړاندې ارزښت پیداکوي چې اقتصادي بندیزونه لا پخپل ځای دي؛ همدا اوس روبل د ډالر پر وړاندې نږدې ۸۴ روبل دی، روسیې داسې څه وکړل چې روبل د ډالر پر وړاندې ارزښت ترلاسه کړ او مونږ ترې څه زده کولی شو.

لومړۍ: د بلومبرګ د یو راپور له مخې د روسیې مرکزي بانک د ډالر پر وړاندې د روبل ارزښت کې لاسوهنه (Manipulation) کوي او د مارکیټ تقاضا او عرضې ته یې نه پرېږدي. که چیرې د بلومبرګ راپور دقیق وګڼو؛ نو د روسیې مرکزي بانک ډیر پر ځای کار کوي، د بندیزونو ویره هم نشته ځکه هغه خو پرې له وړاندې لګیدلي دي او غوره ګام دی چې مرکزي بانک یې روبل کنټرول کړي.

دویم: اروپایي هیوادونو سربېره چین او احتمال شته هند هم له روسیې څخه تیل او ګاز واخلي؛ د روسیې یو شرط دادی چې هر څوک تیل او ګاز ترې اخلي باید په روبل باندې یې واخلي چې دې سره تخفیف هم ورکوي. دې کار روبل ته تقاضا زیاته کړې او د روبل نرخ یې هم د ډالر پر وړاندې زیات کړی دی.

دریم: د روسیې مرکزي بانک په کور دننه خلک نه پرېږدي چې روبل ته ډالر یا نورو اسعارو ته تبدیل کړي.

څلورم: سوداګرو یې واردات د پام وړ کم کړي دي خو بل پلو ته د تیلو او ګازو صادرات د پخوا په څېر او د ځینو راپورنو له مخې له پخوا هم ډیر شوي دي؛ دې کار سره د روسیې جاري حساب (Current Account) زیات شوی دی او د جاري حساب زیاتیدل (له وارداتو څخه صادرات زیاتیدل) پر کرنسي مستقیم اثر کوي او نرخ یې لوړېږي.

پنځم: د ولس د تشویق او د انفلاسیون د کنټرول په موخه یې د سود کچه تر ۲۰ سلنه ورسوله؛ ولس په شوق سره روبل اخلي او بانک کې یې په ګټه ږدي.

افغانستان هم له پورته ذکر شویو دلایلو څخه ځینې عملي کولی شي خو که چیرې اراده موجود وي. له تیرو اوه میاشتو راهیسې طالب چارواکي په خولۍ، ږیره او د نجونو په تعلیم کې بند پاتي دي؛ ممکن چې دوی ته لومړیتوب همدا وي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک