No-IMG

مهم ترین های امروز سه شنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏پروسۀ ثبت نام آنلاین اخذ پاسپورت تا امر ثانی متوقف شد.

یک منبع از ریاست عمومی پاسپورت به کابل نیوز گفته است که پروسه ثبت نام آنلاین تا امر ثانی متوقف شده است.

این درحالیست که قرار بود امروز شانزده‌هم حمل روند عادی توزیع پاسپورت و پروسه ثبت نام آنلاین آغاز شود.

: ‏د روسیې تاس خبري اژانس: مسکو کې د افغانستان سفیر سید طیب جواد به ډېر ژر له دندې ګوښه او جمال ناصر غروال په نوم یو کس به یې پر ځای د کابل سفیر شي.

: ‏نورستان کې د ترافيکي پېښې له کبله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. چارواکو ویلي يو پيکپ موټر له سړکه لاندې لوېدلی چې له کبله يې ۳ تنه مړه او ۱۴ نور ټپيان شوي دي.

د پېښې لامل د لارې خرابوالی ښودل شوی دی.

: ‏د نړیوالې ټولنې د بشرپاله مرستو پر دوام نن يو ځل بيا ۳۲ میلیونه  ډالر کابل ته را رسېدلي دي. د افغانستان بانک ويلي، دا له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د بشرپاله مرستو شلمه کڅوړه ده چې کابل ته را رسېږي.

یاد بانک ویلي چې مرسته شوې پیسې یې د افغانستان نړیوال بانک ته سپارلې دي.

: ‏د افغانستان پخواني جمهور ريس حامد کرزي په افغانستان کې د اروپایې ټولنې د سفیر له مرستیال آرنوټ پاویلز سره وکتل.

پاویلز د اروپایي اتحادیې هغه اعلامیه چې په افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو د سملاسي پرانیستلو غوښتنه په کې شوې ده، پخواني جمهور رئیس ته وسپارله.

‏په دې اعلامیه کې د نجونو د تعلیم پر ضرورت او په معناداره توګه په ټولنه کې د ښځو د هراړخیز رول په باب یادونه شوې.

پخواني جمهور ريس د اروپایي اتحادیې د اعلامیې هرکلی وکړ او په هېواد کې یې د نجونو د ښوونځیو پر سملاسي خلاصون ټینکار وکړ.

: ‏د ننګرهار په مرکز او دوو ولسوالیو کې په تېرو ۲۴ ساعتو کې لسګونه میله وسلې ترلاسه شوې دي.

باختر اژانس وايي، په ننګرهار کې د اسلامي_امارت د ګډو ځواکونو په پیل شویو چاڼیزو عملیاتو کې(۱۸۲) ميله وسلې، مهمات او نظامي تجهيزات نیول شوي دي.

: ‏هلمند کې د کرنې ریاست چارواکي وايي چې د دغه ریاست فني او مسلکي کارکوونکو د پستې نیالګیو روزلو چارې پيل کړې دي. د بولان په انار باغ قوریه کې د پستې۱۰ زره نیالګي روزل کېږي او ويل کيږي چې راتلونکی کال به د دغه ولايت پر بزګرانو وويشل شي.

: اورسولا فون در لاین، رئیس کمیسیون اتحادیه اروپا این هفته برای دیدار با ولودیمیر زلنسکی، رئیس جمهور اوکراین به کی‌یف سفر خواهد کند.

اریک مامر، سخنگوی کمیسیون اتحادیه اروپا در حساب توییتر خود با اعلام این خبر اظهار داشت که جوزپ بورل، مسئول سیاست خارجی اتحادیه اروپا نیز فون در لاین را در این سفر همراهی خواهد کرد.

جزئیات بیشتری در خصوص این سفر ارائه نشده است.

گفتنی است روبرتا متسولا، رئیس پارلمان اروپا نیز هفته گذشته به اوکراین سفر کرده بود.

: ‏سازمان ملل: تاکنون دست‌کم 1480 غیرنظامی در اوکراین طی حملات روسیه جان باختند.

سازمان ملل اعلام کرد که در جریان جنگ روسیه-اوکراین دست‌کم 1480 غیرنظامی جان باخته و 4 میلیون و 244 هزار و 595 نفر به کشورهای همسایه پناه برده‌اند.

: ‏د پاکستان د ټاکنو کمېسیون: دریو میاشتو کې د پارلماني ټاکنو ترسره کولو توان نه لرو.

وایي، دې برخه کې لږ تر لږه شپږو میاشتو ته اړتیا ده.

: ‏اوکراین: روسیې د اوکراین له بوچا ښار نه هم ځواکونه شاته کړل.

د اوکراین ولسمشر وایي، که زور مو نه وای ورسره وهلی، روسیې مو ټول هېواد کې د بوچا ښار په څېر قتل عام کاوه.

: ‏له پاکستان وروسته کویت:

د کویت صدراعظم شیخ صباح الخالد او کابینې یې هم مخکې له دې چې ورسره وران پارلمان د عدم اعتماد رایه ورکړي، له خپلو دندو استعفا وړاندې کړه.

کویت کې له اوږد مهال راهیسې د پارلمان او حکومت جنجال روان و.

: ‏د سعودي داخله وزارت:

په مکه مکرمه کې مو یوه اسیایي سوالګره له یو لک او ۱۷ زذه ریالو، زیاته اندازه خارجي پیسو او سرو زرو سره نیولې.

وایي، دا هر څه یې په سوال ترلاسه کړي وو.

: ‏د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ په یوه خبري کنفرانس کې د تېر کال د فعالیتونو راپور وړاندې کړی او خبریالانو ته یې ویلي چې په افغانستان کې یې ګڼې لاس ته راوړنې لرلې، خو تر څنګ یې ستونزې هم وې.

: ‏جو بایډن وایي د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین جنایتکار دی او باید محاکمه کړل شي. د امریکا ولسمشر جو بایډن په تازه څرګندونو کې ویلي، چې په اوکراین کې د ملکي وګړو د ډله ییزو قبرونو موندل کېدل د تاسف وړ مسئله ده.

: ‏استرالیا له افغانستان سره څلوېښت میلیونه ډالره اضافي مرسته کوي. د استرالیا د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې په افغانستان کې روان بشري ناورین د اندېښنې وړ دی او دوی تمه لري چې نړیوال وکړی شي دغه ناورین کابو کړي.

: ‏ایران وایي دوی له افغانستان سره بشردوستانه مرستو ته ژمن دي. په ملګرو ملتونو کې د ایران دایمي استازي مجید تخت روانچي ویلي دوی په افغانستان کې روان اقتصادي وضعیت ته اندېښمن دي، خو تر خپلې وسې له دغه هېواد سره مرستو ته ادامه ورکوي.

: ‏د شمالي کوریا د رهبر کیم جونګ اون خور کيم يو جونګ د جنوبي کوریا پوځ ته خبرداری ورکړی چې که پر شمالي کوريا د بريد هڅه وکړي نو دوی به يې د اټومي وسلو پر مټ هيواد له منځه يوسي.

: ‏د افغانستان لپاره د امریکا سفارت شارژدافیر یان مک‌کیري په افغانستان کې د نشه‌یي توکو د کرکېلې مخنوي په اړه د اسلامي امارت د رهبر له فرمانه هرکلی کړی. مک‌کیري په ټویټ کې لیکلي، د دې فرمان پلی کول مهم دي او زیاتوي د کرنې سالم او قانوني سکټور د افغانستان له اقصادي ودې سره مرسته کوي.

: ‏پاکستانۍ رسنۍ وايي، وروسته له هغه چې د پاکستان جمهوري ریاست له لومړي وزیر عمران خان او دحکومت سیاسي مخالفینو رهبر شهباز شریف غوښتنه وکړه چې د سرپرست لومړي وزیر په اړه توافق وکړي، عمران خان د پاکستان سترې محکمې پخوانی قاضي‌القضات ګلزار احمد د سرپرست لومړي وزیر په توګه وړاندیز کړی.

: ‏د اسلامي همکاریو سازمان مشر حسین ابراهیم طه د نشه يي توکو د کرکیلې په تړاو د ا.ا له پرېکړې هرکلی کړی دی.

نوموړي له دې اقدام د هرکلي تر څنګ له نړیوالو مرستندویه بنسټونو غوښتي، چې ددې توکو د کښت د بندېدو په بدل کې د افغانانو لاسنیوی وکړي او له دوی سره بشردوستانه مرستې ډېرې کړي.

: ‏اروپايي ټولنې له افغانستان سره د ۳۴ ټنو روغتیايي توکو او وسایلو مرسته وکړه.

د اروپايي ټولنې د بشرپاله خدمتونو او بحران د مدیریت کمیشنر « یانتس لنارچیچ » ویلي، چې دغه ۳۴ ټنه روغتیايي توکي او وسایل به د افغانستان روغتیايي برخې ته سپارل کېږي.

: ‏یوناما په یوه ټوېټ کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښووونځیو تړل کېدل «ټکان ورکوونکي » بللي او ویلي یې دي چې افغانستان یوازینی هېواد دی چې نجونې پکې له زده کړو محرومه دي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک