مهم ترین های امروز دوشنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: معاونیت اول رییس الوزرا میگوید که مالیه یک ساله اصناف از سوی کمیسیون اقتصادی و با پیشنهاد وزارت مالیه از 1.5 به 0.5 درصد کاهش یافته و قرار است پس از این بر اساس نتایج تصمیم گرفته شود.
✒: انعام الله سمنگانی معاون سخنگوی ا.ا در توییتی گفته است که کابینه امارت اسلامی فیصله نموده، تا پس از این شرکت های مخابراتی سیم کارت های بدون راجستر را بر مردم به فروش نرسانند.
✒: د افغانستان بانک سبا سې شنبه ۱۲میلیونه امریکايي ډالر د یوې ازادې پروسې له لارې لیلاموي.
د افغانستان بانک له سوداګریزو بانکونو، صرافۍ او د پولي خدمتونو له شرکتونو څخه غوښتي چې په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.
✒: په بلخ کې یو شمېر دیني عالمانو له ا.ا غوښتي، چې تر۶ ټولګي پورته د نجونو ښوونځي پرانیزي.
دغه دیني عالمان چې د مزارشریف ابوذر غفاري دارالعلوم کې سره راټول شوي وو، د اسلام په رڼا کې یې د نجونو د زدهکړو پر دوام ټینګار کړی او د علم زده کړه یې پر (ښځو او نارینه وو) فرض ګڼلې ده.
✒: د افغانستان ا.ا د حج او اوقافو وزارت ټولو مسجدونو ته هدایت کړی دی چې له دې وروسته دي د سهار او ماښام اذانونه پر یو وخت وکړي.دغه وزارت دغه راز زیاته کړې ده چې له دې وروسته دې د پيشلمي پر مهال د جوماتونو پر لوډسپیکرونو تلاوت، نعتونه او ترانې هم نه غږول کېږي.
✒: د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي په چین کې خبریالانو ته ویلي چې ا.ا اقتصاد محور او متوازن سیاست غوره کړی دی او د تېرو دولتونو پر خلاف له ټولې نړۍ سره سالم او مثبت روابط غواړي.
✒: د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې د پوهنې سرپرست وزیر له ایوان ریډلي په مشرۍ د اروپا د مسلمانانو ټولنې له پلاوي او د انګلستان د الخیر فاونډیشن له مشر امام قاسم رشید سره لیدنه کړې او په دغه لیدنه کې د هېواد د روزنیز نظام پر محوریت خبرې شوې دي.
✒: ننګرهار کې د قمر بنسټ مشر عادل شینواری:
هر ماښام د پوهنتون شفاخانې انګړ کې ۲۰۰ بې وزله هېوادوالو ته د روژه ماتي مېلمستیا ورکوو.
✒: د خارجه وزارت سرپرست:
چین مو نوي ورمعرفي کړي ډپلوماټان منلي دي.
وایي، چین سره د کابل اړیکو کې مهم پرمختګونه شوي دي.
✒: د پاکستان مشهور ژورنالیست عارف حمید بهټي:
خپلو کې به هر څه کوو، سیاستوال به د خپلو ګوندونو دفاع کوي، خبریالان به مو پر حکومت نیوکې کوي او باید ویې کړي.
خو هیڅ هېواد باید دا جرائت هم باید ونه کړي چې د پاکستان حکومتونه بدل کړي.
✒: د بلخ او ننګرهار ولایت دیني عالمان وایي اسلام کې د ښځو د تعلیم ممانعت نشته او د نجونو پرمخ دې د ښوونځیو دروازې پرانیستل شي.
د بلخ ولایت دیني عالمانو په یوه غونډه کې وویل، چې اسلام ښځو ته د شریعت په چوکاټ کې د زده کړو جواز ورکړی او د اسلامي امارت له مشر شیخ هبة الله اخندزاده غواړي څو د ځانګړي فرمان په صادرولو ترشپږم ټولګي پورته ښوونځي د نجونو پرمخ پرانیزي.
✒: د ګالوپ نړیواله موسسه:
د افغانستان ۹۴ سلنه وګړي غمجن او له اوسني ژونده شکایت لري.
وایي، زیات شمېر یې د ښځو دی او ټولو د خپل ژوند وضعیت ته له ۵ کمې نومرې ورکړي.
خو دا یې نه دي ویلي چې سروې یې په څومره کسانو کړې ده؟
✒: د هند ولسمشر رام نات کویند له ترکمنستاني سیال سره لیدنه کې:
افغانستان ته اندیښمن یوو، د ټولو نماینده او پراخ بنسټه حکومت په کې غواړو چې بشري حقونه مراعات کړي، د تروریزم او مخدره توکو مخه ونیسي.
✒: افغانو ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري ټي آر ټي اژانس ته:
د افغانستان نوي حکومت کې د ښځو د تعلیم پر سر اختلافات موجود دي.
✒: عمران خان د ځان پر ځای د سرپرست صدراعظم څوکۍ ته د پاکستان مرکزي بانک پخواني مشر عشرت حسین او پخواني قاضي القضات ګلزار احمد نومونه شارټ لیست کړل.
✒: امریکا ـ کلیفورنیا:
سیکرامنټو کې وسله وال برید ۶ کسان وژلي، ۱۲ ژوبل دي.
پولیس بریدګر پسې ګرځي.
✒: جرمني ـ لیپزیګ، ایلنبرګ:
پولیسو ۶۱ کلن سړی نیولی چې د کرونا ۸۷ ډوزه واکسین یې لګولي.
دغه کس چې نوم یې روښانه نه دی، مختلفو مرکزونو ته ورغلی او ان د ورځې درې ځله یې هم ځان واکسین کړی.
دغه کس خپل واکسین کارتونه له ایډیټ وروسته په هغو خلکو خرڅول چې واکسین یې نه غوښتل.
✒: د سریلنکا اقتصادي بحران:
د کابینې ۲۶ وزیرانو استعفاوې ورکړې خو قهرجن لاریونوال د ولسمشر استعفا هم غواړي.
وایی، حکومت مو په لوږه وژني.
✒: اوکراین له جرمني نه ۵۱۰۰ دانې RGW90 بم ویشتونکي لانچرونه وپېرل.
له دې جملې یې ۳ زره لانچرونه ترلاسه کړل چې د روسي نظامي کتارونو ماتولو کې په کارېږي.
✒: پاکستان کې د مخالفو ګوندونو اتحاد ویلي چې عمران خان له هېواد او قانون نه ښکاره بغاوت کړی دی او سزا یې د اساسي قانون په شپږمه ماده کې واضیح درج شوې ده. بلخوا عمران خان بیا پر خپلو مخالفو سیاسي ګوندونو غږ کړی دی چې ټاکنو ته دې راشي.
✒: د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلینسکي روسي ځواکونه په نسل وژنه تورن کړي دي او زیاته کړې یې ده چې د روسي ځواکونو کړنې د یو بشپړ ملت او خلکو له منځه وړل دي.
✒: توماس ویست، نماینده خاص امریکا برای افغانستان در صفحه تویتر خود نوشته است، که روز گذشته با حامد کرزی رئیس جمهور پیشین افغانستان در مورد بازگشایی مکاتب دختران بالای صنوف ششم و نیاز به یک روند مشورتی ملی برای تعیین آیندهی افغانستان گفتوگو کرده است.
✒: د افغانستان لپاره د امریکا سفارت شارژدافیر يان مککري په افغانستان کې د نشه یي توکو د کرکیلې منع کېدو له پرېکړې هرکلی کړی خو ویلي یې دي چې ددې پرېکړې عملي کول تر ټولو مهم دي.
نوموړي ویلی، چې د کرنې یو سالم او قانوني سکټور د افغانستان د اقتصاد د غوړېدو په برخه کې ډېره مرسته کوي.
