No-IMG

تاريخي يادښتونه؛ د سلطان محمود غزنوي مقبره، غزني افغانستان

* په۹۷۱ع کال کي د افغانستان په غزني کي له پښتنې مور [فرخزاده] او ترک پلار [سبګتګين] څخه نامتو واکمن محمود غزنوي وزېږېد، له ۲۷کالو واکمنۍ وروسته ۱۰۳۰ع کال کي د يوې جګړې په ترڅ کي د ۵۸ کلونو په عمر ومړ ماپښين د کابينې په مخ کي ومړ او د هغه د وصيت سره سم د هغه په باغ کي ښخ او په غزنوي دفتر کي هغه په [امير ماضی] ياد سو.

د غزنوي محمود مقبره لومړی تېمورشاه بابا جوړه کړه، خو يوې زوروري زلزلې ونړوله، بيا وروسته انګرېزانو اتلسمه پېړۍ کي پر افغانستان د يرغل پر مهال، زيارت ونړاوه او د انګرېزي فوځ د پنجاب فرقې د جټانو کنډک د زيارت لويه دروازه وکښل او هند ته ئې يوړل چي د سومنات دروازه ده، خو وروسته ښکاره سوه چي دا د سومنات دروازه نه وه. دغه دروازه اوس د هند په اګره کي د مغليه انګوري باغ سومنات ګېټ کي نسب ده.

غزنوي مقبره بيا وروسته امير حبيب الله په رسمي شکل ودانه کړه او وروسته بيا محمد ظاهرشاه ښکلي او ښايسته کړل، ويل کېږي چي د غزنوي دورې پر مهال دغه مقبره په يوه ستر باغ کي ولاړه او ممکن ستره وداني ئې وه خو د غوريانو لخوا د غزني په سوځلو کي دغه مقبره هم له منځه ولاړه.

په اتلسمه پېړۍ ريټري په نامه انځورګر دغه مقبره ليدلې او ليکي:

"ددې مشهور فاتح قبر له سپین مرمر جوړ او په پای کي د لرګیو ټولګه ده چي په نقاشيو سینګار سوې او د ورېښمو شین رنګه وریښمو پوستکي يې ملاتړ کوي، پر دېوالونو په پښتو، عربي او فارسي ژبو شعرونو لیکل سوي دي.

پادريان [ممکن ملايان يادوي ] هره ورځ د مړو په درناوي د قرآن کریم لوستلو ته حاضریږي او وروسته ډوډۍ ورکول کېږي[ممکن د قران کريم خدمت ئې موخه وي]. پر دېوالو نو د پړانګ ساتل سوی پوست دي[؟]. هغه دروازه چي ویل کیږي د لرګیو څخه جوړه سوې وه او د کټوار د سومنات د هندوانو له معبد څخه د محمود لخوا راوړل سوې وه، کله چي هغه د هغه سومنات زیارت ویجاړ او سپکاوی وکړ، په تختو کي نقشه سوې دزواره ئې له ځان سره يوړه چي لوړوالی يې څوارلس فوټه او پلنوالی يې نهه فوټه دئ. دا هغه اثار دي چي سک سردار رنجیت سنګ دومره لیواله وو چي غوښتل یې د هغې بیا رغونه د شاه شجاع په لاره کي د هغه د وړ مرستي لپاره شرط کړي، مګر پاچا ځواب ورکړ چي د رنجيت غوښتنه ته غاړه ایښوول به د هغه سپکاوی وکړي. خو اوس هند ته د ګورنر جنرال لارډ ایلنبرو په امر د تورن جنرال سر ویلیم ناټ د ځواکونو لخوا د برتانوي وسلو د بریا او د افغانانو د سپکاوي د ریکارډ په توګه راوړل سوې ده. دا باید سومنات معبد کي بیا هغه ډول ورغول سي چي په اصل کي اخیستل سوې وه...[د ريټري انځور البوم کي]"

د غزنوي امپراتورۍ ۱۵۷کاله د سلطان محمود د ځايناسو له خوا واکمنه پاته سوه چي په لوېديځ کي له تهرانه تر سمرقند، په شمال کي له کسپين سمندرګي تر يمن او سوېل کي تر هند پوري وه.

بلآخره غوریانو ۱۱۴۸ع کال غزنی فتح او محمد غوري لاهور کي د غزنویانو وروستی سلطان خسرو ته په ماته ورکولو د غزنویانو لویه امپراطوري نسکوره او غوري واکمني جوړه کړه.

*Exterior of the tomb of Sultan Mahmud of Ghazni, 1840 (c).

The tomb was desecrated by British invaders in 1842 with the view that it will upset the sentiments of Afghans and gratify the Hindus of India.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک