No-IMG

د حکمتيار صاحب درې دېرشم درسي حلقه (سلفي شم که مذهبي پاته شم؟) تر عنوان لاندې تر سره شوه

يک‌شنبه؛ د ۱۴۰۱ھ‌ش کال د حمل ۱۴مه:

د حزب اسلامي افغانستان قدرمن أمير ښاغلي ګلبدين حکمتيار د «سلفي شم که مذهبي پاته شم؟» تر عنوان لاندې خپله ۳۳مه درسي محاضره د بریا نړيوال ټلويزيون د غونډو په تالار کې وړاندې کړه چې ګڼ‌شمېر ورونو او خویندو په‌کې ګډون کړی وو.

د حزب اسلامي افغانستان قدرمن أمير خپله نننۍ درسي محاضره هم د تېرو دوه درسي محاضرو پر دوام د صحيح حديث د پېژندنې قواعدو او اصولو ته ځانګړې وه.

نوموړي وويل:

مخكنى درس مو پر دې پاى ته رسېدلى‌ وو چې د رواياتو د صحت د تشخيص له‌پاره پر نورو شرائطو سربېره دا هم يو مهم شرط دی چې په هغه كې د عقل او درايت خلاف څه نه‌وي؛ او په همدې اړه مو د ضعيفو رواياتو څو مثالونه ستاسې مخ‌ته کېښودل چې يو يې هم أنس بن مالك رضي الله عنه ته منسوب روايت وو.

نوموړي زياته کړه: دا بايد په پام كې ولرو چې ستونزه له هغو راويانو راولاړه شوې چې په څلورم او پنځم نسل كې دا روايات ترې نقل شوي؛ أنس رضي الله عنه جليل القدر صحابى دی؛ په يوه روايت کې ويل شوي: چې اته كلن وو او بل يې بيا وايي: لس كلن وو؛ چې رسول الله صلى الله عليه و سلم مدينې ته راغى؛ مور يې وغوښتل چې هغه د پيغمبر عليه السلام په خدمت كې وي؛ اتلس‌كلن يا شل‌كلن وو چې رسول الله صلى الله عليه و سلم رحلت وكړ؛ يعنې نږدې اوه يا پنځه كلونه يې تر ځوانۍ وړاندې او درې يا پنځه کلونه يې په ځوانۍ كې د رسول الله صلى الله عليه و سلم خواته تېر كړي؛ محققين يې هغه روايات معتبر ګڼي چې تر ځوانۍ وروسته يې روايت كړي.

ښاغلي حکمتيار وويل:

دا هم د عقل او درايت دواړو غوښتنه ده چې وګورو راوي ته د بلوغ او رشد مرحلې روايت منسوب شوى كه د ماشومتوب د وخت.

نوموړي د همدې أصل او موضوع د لا وضاحت پر دوام وویل:

راشئ له دغو ضعيفو رواياتو دې روايت ته هم ځير شو:

(له ابو سعيد خدري رضي الله عنه روايت دی چې له رسول الله صلى الله عليه و سلم مې واورېدل چې ويل يې: اې خلكو! يقيناً چې په تاسو كې مې داسې څه پرېښودل چې كه يې كلك ونيسئ؛ له ما وروسته به هيڅ‌كله بې لارې نه‌شئ: هغه دوه درانده چې يو يې تر بل ستر دی: د الله كتاب چې له آسمان زمكې ته اوږده شوې رسۍ ده؛ او بل يې زما ټبر يعنې اهل بيت؛ او دا دواړه هيڅ‌كله نه سره بېلېږي؛ تر هغه چي ماته به د حوض كوثر خوا ته راشي.)

ښاغلي حکمتيار وويل:

دا روايت نه يوازي ضعيف دی بلكې په اړه يې څو جدي ملاحظات او پوښتني شته:

1: د قرآن له وينا او د رسول الله صلى الله عليه و سلم له صحيح حديث سره تعارض لري.

2: په قرآن كې هيڅ شاهد نه‌لري.

3: آيا كېداى شي رسول الله صلى الله عليه و سلم به خپل اهل‌بيت د الله تعالى له كتاب سره داسې برابر ګڼلي وي چې معلومه نه‌ده كوم يو يې پر بل ستر او لوړ دی؛ قرآن او كه د ده اهل بيت؟!!

4: ممكنه نه ده چې رسول الله صلى الله عليه و سلم به ويلي وي: دوى دواړه (د الله كتاب او د رسول الله ټول ټبر) به تر هغه هيڅ‌كله نه‌سره بېلېږي چې ده ته د حوض كوثر خوا ته ورشي؟

5: آيا د رسول الله صلی الله عليه وسلم په ټولې كورنۍ كې به هيڅ‌کله داسې يو كس پيدا نه‌شي چې د الله تعالی له كتاب سره يې مخالفت كړى وي؟ كه داسي وى نو د آدم عليه السلام او نورو پيغمبرانو په اولاد كې به هم يو كافر نه پيدا كېده؛ او په ټولې نړۍ كې به يو مرتد او كافر سيد نه‌وو ليدل شوى.

قرآن خو رسول الله صلى الله عليه و سلم ته فرمايي:

(إِنَّكَ لا تَهْدِي مَنْ أَحْبَبْتَ وَلَكِنَّ اللَّهَ يَهْدِي مَنْ يَشَاءُ وَهُوَ أَعْلَمُ بِالْمُهْتَدِينَ). 56 القصص 56

«يقيناً چې ته هغه څوک نه‌شې هدايتولاى چې خوښ دې دی، خو الله تعالی چې هر څوک وغواړي هدايتوي يې، او هغه هدايتېدونكي ډېر ښه پېژني».

د حزب اسلامي افغانستان قدرمن أمير وويل:

رسول الله صلی الله عليه وسلم ته ويل شوي چې دا ستا په واک كې نه‌ده چې څوک له هدايت برخمن كړې او د ايمان راوړو سعادت يې په برخه كړې، ستا دنده ايمان او سمې لارې ته د دوى بلنه ده، دا پرېكړه د الله تعالى له لورې كېږي چې چاته په سمه لار د تلو توفيق وركوي او څوک ترې محروموي.

په دې اړه د الله تعالى پرېكړه د هغه جامع او كامل علم له مخې كېږي چې د هدايت كېدونكي په اړه يې لري. ته نه‌پوهېږې چې څوک د دې سعادت وړ دی او څوک ترې محروم، الله تعالى د هغه چا په وړاندې د هدايت دروازه پرانېزي او په سمه لار د تلو توفيق وركوي چې وړتيا يې لري، تاته نه د دوى وړتيا معلومه ده او نه د زړه كيفيت او نه دا چې دوى په سمه لار د تلو مجال او اراده لري كه نه؟

رسول الله صلى الله عليه و سلم ډېره هڅه وكړه چې د ده تره ابوطالب ايمان راوړي؛ خو نه‌يوازې دا هڅه بې نتيجې پاته شوه؛ بلكې الله تعالى ورته وفرمايل: له پيغمبر او مؤمنانو سره نه ښايي چې مشركينو ته د مغفرت دعاء وكړي.

قدرمن مشر وويل:

دا مبارک آيت د هغو لاروركو خرافي عقيده ردوي چې وايي: رسول الله صلی الله عليه وسلم د الله تعالى د پېرزوينو وېشونكى او مُقَسِّم دی، د الله تعالى د عناياتو له خزانو هر چاته هر څه وركولى شي، پير او مرشد كولى شي له لرې واټنه؛ حتیّٰ له خپل قبر؛ مريدانو ته روحاني فيوضات ورسوي!!

د حزب اسلامي افغانستان أمير وويل:

كه پيغمبر عليه السلام نه‌شي كولى خپل غيرتي او د ده ستر حامي او مدافع تره ابوطالب ته د ايمان راوړلو سعادت په برخه كړي او په روحاني فيض سره د هدايت دروازه د هغه پر مخ پرانېزي؛ بل څوک به څنګه دا كار وكولى شي؟!! آيا د عظيم الشأن قرآن دغه مبارک آيت كافي نه‌دی چې داسې خرافي عقائد پر دېوال ووهو او په دې باور واوسو چې الله تعالى هيڅ‌‌څوک د خپلو عناياتو او پېرزوينو د خزانو واكمن نه‌دی ټاكلى او د دې خزانو كليانې يې هيڅ‌چاته نه دي سپارلي، په خپله او د خپل بنده وړتياوو ته په پام سره پرېكړه كوي چې چاته څومره وركړي او څوک ترې محروم كړي.

نوموړي زياتوي:

موږ ته له خپل پيغمبر عليه السلام دوه شيان پاته دي: قرآن او د رسول الله صلى الله عليه و سلم قولي او فعلي سنت. قرآن د ټولو صحابه‌وو په اجماع او په تواتر سره تر موږ رسېدلى؛ ټول اسلامي امت پر يوه قرآن؛ له هيڅ توپير پرته باور لري؛ حتیّٰ د يوه لفظ په زېر او زبر كې هم د دوى تر منځ اختلاف نه‌شته. اما د رسول الله صلى الله عليه و سلم د قول او فعل په اړه؛ د رواياتو كتابونه سلګونو ته رسېږي؛ هر يوه په زرګونو روايات راغونډ كړي؛ لسګونه زره روايات يې چڼلي او له منځ يې په ډېر احتياط او دقت سره هغه غوره كړي چي د ده له نظره صحيح ګڼل شوي؛ هم يې إسناد او راويان ورته د اعتبار وړ او ثقه معلوم شوي او هم يې متن صحيح، روغ او د منلو وړ.

ښاغلي حکمتيار وويل:

تاسو ته مې آبله ورځ وويل چې: دا اوس زما په دې كمپيوټر كې د احاديثو 436 كتابونه شته؛ چې ځينې كتابونه يې تر دېرشو جلدونو هم زيات دي؛ د دې درسي حلقې په پيل كې له ماسره د حديث 290 كتابونه وو او نن 436؛ په داسې حال كې چې اسلامي امت د احاديثو فقط يوه كتاب ته ضرورت لري او هغه هم دومره كتاب لكه زموږ واحد مؤمن بِه قرآن؛ دا ځكه چې حديث د قرآن شرح او تفسير دی؛ او د قرآن ډېرې برخې داسې دي چې شرح او تفسير ته هم ضرورت نه‌لري.

كه نن ټول اسلامي امت د رواياتو يو متفق عليه كتاب درلوداى؛ نو نه به په امت كې مذهبي اختلافات ول او نه د دوى تر منځ لانجې او د اختلافي مسائلو پر سر شخړې او جګړې. يقيناً چې امت د رواياتو د توحيد او چڼلو لپاره داسې كار ته ضرورت لري لكه چې د عثمان رضي الله عنه د خلافت په وخت كې د مصحف د بېلو بېلو نسخو د توحيد په ارتباط وشو او ټولو صحابه‌وو پر يوه مصحف توافق وكړ؛ همدا يې تكثير كړ، د نړۍ ګوټ ګوټ ته يې ولېږلو او نورې نسخې يې له منځه يووړې او په دې ستر كار سره يې د مصحف په ارتباط د هر راز اختلاف ټول اسباب له منځه يووړل.

دا كار به ځينو ته ډېر ګران او حتیّٰ محال برېښي؛ چې څنګه كولاى شو د حديث له سلګونو كتابونو يو كتاب جوړ كړو؛ خو حقيقت دادی چې كه موږ اسلامي حكومت ولرو او زعيم مو وغواړي د عثمان رضي الله عنه په څېر شي او د امت د يووالي له‌پاره ملا وتړي؛ نو دا كار دومره آسان دی لكه د مصاحفو توحيد. رسول الله صلى الله عليه و سلم د خپل درې‌شپېته كلن مبارك عمر؛ څلوېښت كلونه تر بعثت وړاندې مكه كې تېر كړل؛ كعبه له بتانو ډكه وه؛ ولس په خرافاتو كې غرق وو؛ ټول عرب د قريشو په‌شمول په ډلو ډلو وېشل شوي‌وو او تر منځ يې خونړۍ جګړې روانې وې؛ مشران يې ابو جهلان ول؛ څلوېښت كلونه يې په همدغسې ماحول كې تېر كړل؛ پرته له دې چې په ټولنه كې د كوم ژور بدلون شاهد شي؛ خو كله چې په پيغمبرۍ مبعوث شو او د الله تعالى لارښود كتاب پرې نازل شو؛ نو په پاته ۲۳ كلونو او د همدې قرآن په رڼا كې؛ نه يوازې ټول حجاز متحد كړ او د اختلافاتو ټغر يې ټول كړ؛ بلكې د داسې ستر امت بنسټ يې كېښود چې نن يې شمېر نږدې دوه مليارد ته رسېدلى. يعنې چې په قرآن كې دا ستره او عظيمه وړتيا شته چې متفرق قومونه او په جهل او خرافاتو كې غرق ولسونه متحد كړي او ستر سرلوړى امت ترې جوړ كړي.

د حزب اسلامي افغانستان أمير وويل:

نن د اسلامي امت دردناک حالت داسې دی چې سياسي مشران يې مفسد، عياش، له دين بې‌خبر او د پرديو غلامان دي او مذهبي مشران يې په اختلافاتو اخته؛ قرآن ته يې شا كړې او د دې پر ځاى چې د خپل پيغمبر سنت د مسلمانانو د يووالي او وحدت لپاره د مشعل په توګه ونيسي؛ له جعلي او ضعيفو رواياتو خپل ناجائز او له اغراضو راټوكېدلي اختلافاتو ته ترې وسيله جوړوي.

موږ د قرآن په څېر څرګند او واضح الهي كتاب په واک كې لرو؛ د قرآن په رڼا كې په آسانۍ سره كولاى شو روايات وچڼو او صحيح يې له ناسمو او غيرصحيح تفكيك كړو؛ د احاديثو اصلي مرجع او منشأ قرآن دی؛ احاديث د قرآن شرح او تفسير زموږ مخې ته ږدي. خو كه دين د داسې چا په لاس كې وي چې له هغه يې ځان ته دُكان جوړ كړى؛ خپل رزق د مؤمنانو تر منځ په اختلاف كې لټوي؛ نو وضعيت به مو همداسې وي لكه نن چې ورسره مخامخ يو.

الله تعالى موږ ته لارښوونه كړې چې ستاسو رب يو دی، دين مو يو دی، تاسو يو امت يئ، له اختلاف ډډه وكړئ، په هر څه كې چې له اختلاف سره مخامخ شئ نو د الله تعالى كتاب ته يې راجع كړئ؛ كه د الله پر كتاب تمسك وكړئ نو له تفرق او اخلاف ژغورل كېږئ؛ لكه چې فرمايي:

(وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعًا وَلا تَفَرَّقُوا وَاذْكُرُوا نِعْمَتَ اللَّهِ عَلَيْكُمْ إِذْ كُنْتُمْ أَعْدَاءً فَأَلَّفَ بَيْنَ قُلُوبِكُمْ فَأَصْبَحْتُمْ بِنِعْمَتِهِ إِخْوَانًا وَكُنْتُمْ عَلَى شَفَا حُفْرَةٍ مِنَ النَّارِ فَأَنْقَذَكُمْ مِنْهَا كَذَلِكَ يُبَيِّنُ اللَّهُ لَكُمْ آيَاتِهِ لَعَلَّكُمْ تَهْتَدُونَ) آل عمران 103

او ټول د الله په رسۍ منګولې ولګوئ او مه متفرق كېږئ؛ او پر تاسو د الله هغه نعمت درياد كړئ چې په‌خپلو كې سره دښمنان وئ، خو الله ستاسو په زړونو كې الفت واچولو او د ده په نعمت سره په خپلو كې وروڼه وروڼه شوئ او تاسو د اور د يوې كندې پر ژۍ وئ نو له هغې يې وژغورلئ؛ همدا راز الله تاسو ته خپل آيتونه بيانوي چې هدايت شئ.

(وَلا تَكُونُوا كَالَّذِينَ تَفَرَّقُوا وَاخْتَلَفُوا مِنْ بَعْدِ مَا جَاءَهُمُ الْبَيِّنَاتُ وَأُولَئِكَ لَهُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ) آل عمران 105

او د هغو په څېر مه كېږئ چې په‌خپلو كې له هغه وروسته بېل بېل شول او اختلاف يې وكړ چې څرګندې نښې ورته راغلې؛ او د همدغو لپاره ستر عذاب دی.

قدرمن مشر وويل:

په داسې حال كې چې د يوه روايت د صحت له‌پاره لومړى او اساسي شرط دا دی چې د متن او محتوىٰ له‌پاره يې په قرآن كې شاهد ومومو؛ يا لږ تر لږه له قرآن سره تعارض ونه‌لري؛ د روايت إسناد او د راويانو اعتبار او ثقه‌والى په دوهم قدم كې د صحت له‌پاره ضروري ګڼل كېږي؛ دا هم په هغه صورت كې چې راوي يې دومره شاهدان هم ولري چې قرآن يې د يو چا د ادعاء د ثبوت له‌پاره ضروري ګڼي؛ قرآن د عادي قضاياوو د اثبات لپاره كله دوه، كله درې او كله څلور شاهدان ضروري بولي؛ له دې پرته د چا ادعاء د اعتبار وړ نه ګڼي؛ طبيعي ده چې د رسول الله صلى الله عليه و سلم په اړه كومه ادعاء او هغه ته د يوې رأيې انتساب؛ تر بلې هرې انساني قضيې زيات اهميت لري؛ نو د شاهدانو شمېر او د دوى وزن او اعتبار هم بايد په همدې تناسب زيات وي.

دغه‌راز نوموړي د شهادت په درنې ورځپاڼه کې د خپلې يوې پخوانۍ علمي ليکنې او مقالې په اړه د يو ليکوال انتقادي ليکنې ته هم تفصيلي إشاره وکړه او ويې ویل:

نوموړي ليکوال د ليکنې متن په‌خپل ناسم برداشت راخیستی وو، داسې چې په أمانت سره يې د متن رانقلولو أصل ته يې په‌کې هيڅ توجه نه‌وه کړې او داسې څه يې موږ ته منسوب کړي وو چې موږ په‌خپله مقاله او ليکنه کې هيڅ‌راز استدلال پرې نه‌وو کړی.

ښاغلي حکمتيار نوموړي ليکوال ته له خپله اړخه د خپل ليکلي تفصيلي ځواب او وضاحت تر څنګ د خپلې مقالې متن او محتوياتو ته په تفصيلي توګه تم شو او زياته يې کړه:

 په هغه ليكنه كې راغلي وو چې د متن له پلوه هغه حديث صحيح ګڼل كېداى شي چې:

الف: په قرآن كې د هغه له‌پاره كوم شاهد وي، د قرآن له كوم آيت سره په واضح توګه توافق ولري، يا لږ تر لږہ د كوم آيت له الفاظو اشارتاً داسې معلومه شي چې د روايت متن ورسره اړخ لګوي.

ب: له قرآن سره تعارض ونه‌لري. دا د كبار صحابه‌وو او د إمام ابو حنيفه رحمه الله په‌شمول د ټولو فقهاءو مسلک دی چې حديث قرآن ته راجع كوي او په هغه صورت كې يې د استناد وړ ګڼي چې په قرآن كې د هغه له‌پاره شاهد ومومي او يا لږ تر لږہ له قرآن سره تعارض ونه‌لري.

دا د جليل القدر امام ابو حنيفه رحمه الله په‌شمول د ټولو فقهاءو رأيه ده چې روايت يوازې هغه مهال د اعتبار وړ ګڼلى شو چې له قرآن سره تعارض ونه‌لري، له دې خبرې سره يوازې هغه غرضي او مرضي خلک مخالفت كوي چې له قرآن منكر وي، د الله تعالى كلام وروستى معيار او ملاک نه ګڼي، رسول الله صلى الله عليه و سلم ته داسې څه منسوبوي چې د قرآن خلاف وي، غواړي خپله خبره د حديث په نامه پر خلكو ومني!! دې‌ته نه ګوري چې محدثينو د امام بخاري رحمه الله په‌شمول روايات د قرآن په رڼا كې چڼلي او په زرګونو هغه روايات يې لرې غورځولي چې له قرآن سره يې تعارض درلود. امام بخاري رحمه الله له شپږو لكو رواياتو دوه زره دوه سوه غوره كړل او نږدې پنځه لكه اته نوي زره يې ونه‌منل او په‌خپل كتاب كې يې د هغوى له راوړلو ډډہ وكړہ. آيا دا له حديث د انكار په معنیٰ ده كه رسول الله صلى الله عليه و سلم ته د غلطې وينا له انتساب ځان لرې ساتل؟!! آيا ته امام بخاري رحمه الله هم د حديثو منكر ګڼې؟

د امام ابو حنيفه رحمه الله د مُسْنَد په شرحه كې ملا علي القاري رحمه الله د امام ابو حنيفه رحمه الله په اړہ ليكي:

د امام ابو حنيفه له اصولو يو دا وو چې أخبار الآحاد (هغه روايات چي يو يا لږ راويان لري) د الله تعالى د كتاب عامې او څرګندې وينا ته راجع كوي كه دا روايت د قرآن له عمومي او څرګندې لارښوونې سره مخالفت ولري نو پر كتاب استناد كوي او دا روايت پرېږدي، په دې توګه هغه پر قوي دليل استناد كوي، دا ځكه چې د قرآن حقانيت ثابت دی او عموميات او ظواهر يې د ده له نظره پرېكنده دليل دی.

سند له هغه وروسته د اعتناء او اعتبار وړ ګڼلى شو چې د روايت متن له قرآن سره تعارض ونه‌لري. كه يې له قرآن سره تعارض نه درلود، له نورو صحيح رواياتو سره متعارض نه‌وو، د عقل او عدل خلاف خبره په كې نه‌وه، نو كه يې په سند كې څه ضعف هم وي راوړل يې هيڅ اشكال نه‌لري، مګر محدثينو په‌خپلو كتابونو كې ګڼ شمېر ضعيف احاديث نه دي راوړي؟!! دغه روايت چې تا د ځينو په وينا ضعيف ګڼلى د متن له پلوه نه يوازې صحيح دی بلكې بايد هر مسلمان يې د لارښود په توګه ومني، هغه به كوم او څنګه مسلمان وي چې د قرآن خلاف خبره مني او رسول الله صلى الله عليه و سلم ته يې منسوبوي؟!! قرآن مؤمنانو ته لارښوونه كوي چې د هرې اختلافي قضيې په اړه پرېكړه به الله تعالى او د هغه كتاب ته راجع كوئ:

نوموړي وويل:

دا ډېره كمزورې خبره ده چې كه حديث له قرآن سره د موافقت په شرط منلى شو، بيا نو حديث ته څه ضرورت دی؟!! دا خبره هيڅ هوښيار انسان نه كوي، امكان نه‌لري چې صحيح حديث دې له قرآن سره مخالفت ولري؛ حديث د قرآن شرح او تفصيل دی، د قرآن شرح او تفصيل به حتماً له قرآن سره بشپړ مطابقت لري؛ او موږ دې شرحې ته همدومره ضرورت لرو لكه د پيغمبر بعثت ته، رسول الله صلى الله عليه و سلم ته هم قرآن وركړى شوى او هم د قرآن فهم، رسول الله صلى الله عليه و سلم هم قرآن موږ ته رارسولى، هم يې په‌خپل عملي ژوند كې موږ ته عملاً انځور كړى، د هغه ژوند او د ژوند ټول اړخونه د قرآن عملي تجسم وو؛ په خپل ژوند سره يې د قرآن شرح او تفصيل موږ ته راښودلى. د ايمان مقتضىٰ داده چې له قرآن سره موافقه خبره ومنو، مخالفه رد كړو، كه مخالفه نه وي؛ سند، شواهدو او متن ته يې له پام وروسته د هغې د منلو او نه منلو پرېكړہ وكړو.

دغه‌راز د حزب اسلامي افغانستان قدرمن أمير د خپلې نننۍ مهمې درسي محاضرې په پای کې د ګډونوالو پوښتنو ته هم تفصيلي ځوابونه ورکړل او له هغه وروسته ياده درسي محاضره د نوموړي په دعاء ويلو پای ته ورسېده.

د حزب اسلامي افغانستان د أمير دفتر، مطبوعاتي څانګه.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک