قمري کال ولې تر شمسي کال لس ورځې لنډ دی؟
عتيق الرحمن حبيبي
۱ـ قمري کال:
د ځمکی په چاپېر د سپوږمۍ یو مکمل دوران ۲۹ ورځې، ۱۲ ساعته، ۴۴ دقیقې او ۲ ثانیې دی چې دغه موده یوه قمري میاشت بلل کېږي او دا دورانونه چې کله ۱۲ ځلې تکمیل شول یو قمري کال بلل کېږي. که لنډه کې یې ووایو؛ نو یوه قمري میاشت ۲۹.۵۳ ورځې ده.
29.53×12=354.36
قمري کال ۳۵۴.۳۶ ورځې کېږی.
۲ـ لمریز کال:
شمسي يا لمریز کال بیا د لمر په چاپېر د ځمکې یو مکمل دوران ته ویل کېږي. او دا دوران ۳۶۵ ورځې، ۵ ساعته، ۴۸ دقېقې او ۴۶ ثانیې کېږي.
اوس حساب ورته کوو:
365.4-354.36=11.04
د دواړو کلونو تر منځ توپیر 11 ورځې دي چې د میاشتې ليدنې د اختلاف له کبله کله کله ۱۲ ورځې هم د دواړو کالونو تر منځ توپیر راځي.
تبصره / نظر
نظرات / تبصري
د همدې برخي څخه
شریک کړئ
ټولپوښتنه
زمونږ فيسبوک
