No-IMG

مهم ترین های امروز یکشنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏رهبر امارت اسلامی در فرمان تازۀ کشت کوکنار را به گونه مطلق در سراسر افغانستان ممنوع اعلام کرد.

وزارت داخله به همین منظور امروز نشستی برگزار کرده و در آن یادآوری شده که از تاریخ صدور این فرمان، هر کسی به کشت کوکنار پرداخت، کشت اش نابود و به متخلف جزای شرعی داده می‌شود.

: ‏د  کابل امنیه قومانداني وايي، چې نن سهار د کابل په شهزاده سرای کې یوه غله له خلکو او صرافانو څخه د پیسو د تښتولو په هدف لاسي بم غورځولی چې پکې لس کسان ټپيان شوي دي.

د کابل امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي، د پيښې پلټنه روانه ده او امنیتي ځواکونه د مجرم د نیوله هڅه کوي.

: ‏کابل کې ایمرجنسي روغتون په خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې په سرای شهزاده کې د نننۍ چاودنې له کبله ۵۷ ټپیان دغه روغتون ته ور وړل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې کابل امنیې قوماندانۍ ویلي وو چې په دې پېښه یوازې ۱۰ تنه ټپیان شوي دي.

: ‏د ننګرهار ځايي چارواکي ددې ولایت په شیخ مصري ښارګوټي کې د انسان تښتوونکو له منګولو د پاچاګل په نوم د یوه صراف د ژغورلو خبر ورکوي.

د ننګرهار رسنیز دفتر ویلي، دغه صراف شاوخوا دوې میاشتې وړاندې له کابل څخه تښتول شوی و او بیا ننګرهار ته انتقال شوی و.

: ‏شتمن هیوادوال دې له بې وزله کورنیو سره مرسته وکړي.

رییس الوزرا ملا محمد حسن اخند د روژې په مناسبت خپل پیغام کې له شتمنو افغانانو او خیریه مؤسسو غوښتي څو له بې وزله کورنیو سره مرسته وکړي.

نوموړي همداراز ویلي، چې سږ کال روژه داسې وخت راغلې، چې افغانستان له اشغال څخه خلاص شوی دی.

: ‏عامې روغتیا وزارت: افغانستان کې د ماشومانو د شري رنځ پېښې دوه چنده زیاتې شوې دي.

وایي، د مارچ تر اخره مو ۲۵ زره ۲۱۵ پېښې ۳۳ ولایتونو کې ثبت کړې دي.

: ‏د بغلان په بنو ولسوالۍ کې نن د یو سراچه ډوله موټر د چپه کيدو له کبله څلورو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د بغلان د ترافیکو مدیر قاري محمد نذیرعابدي وايي چې په دې پېښه کې ۲ تنه مړه شوي او ۲ نور ټپيان شوي دي.

: ‏اوکراین: روند تخلیه غیرنظامیان از ماریوپل ادامه دارد.

ایرینا ورشچوک، معاون نخست وزیر اوکراین اعلام کرد که روند خروج غیرنظامیان از شهر ماریوپل که در محاصره نیروهای روسیه قرار دارد، به زاپروژیا ادامه دارد.

: ‏گروه‌های فلسطینی: به جنایت اسرائیل پاسخ شدیدتر خواهیم داد.

گروه‌های فلسطینی از جمله جنبش حماس، جهاد اسلامی و جبهه مردمی برای آزادی فلسطین طی بیانیه مشترک اعلام کردند که هر جنایاتی اسرائیلی با پاسخ شدیدتر مواجه خواهد شد.

: ‏سازمان ملل: 1417 غیرنظامی در اوکراین طی حملات روسیه جان باختند.

سازمان ملل اعلام کرد که در جریان جنگ روسیه-اوکراین دست‌کم 1417 غیرنظامی جان باخته و 4 میلیون و 176 هزار و 401 نفر به کشورهای همسایه پناه برده‌اند.

: ‏د اوکراین ولسمشر یو ځل بیا د روسیې پر وړاندې پر مقاومت ټینګار کړی دی. ویلادیمیر زلنسکي وایي دوی تر دې دمه د روسیې پر وړاندې بریالي دي او په خبره یې د کیف شاوخوا سیمې یې بېرته له روسي ځواکونو نیولې دي.

: ‏د افغانستان لپاره د امریکا سفارت شارژدافیر يان مککري ويلي چې هيواد يې لا هم له افغانانو سره بشري مرستو ته ژمن دی. یان ویلي چې د دې تر څنګ د امريکا متحد ایالتونه د افغانستان د ا.ا له مشرتابه څخه په کلکه غواړي چې د ټولو افغانانو بشري حقونو ته درناوي وکړي.

: ‏د افغانستان د ښځو او بشري حقونو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري له ټي ار ټي ورلډ سره په مرکه کې وايي چې د نجونو د متوسطو او لېسو تړلي پاتې کېدل، ناهیلې کوونکي دي، ځکه دا د اسلامي امارت لپاره یو مهم امتحان دی.

‏هغه وايي چې د اسلامي امارت څرګندونې د خلکو او نړۍوالې ټولنې تر څار لاندې دي او به ولیدل شي چې دغه څرګندونې څومره عملي کېږي.

: ‏سیګار: د امریکا د دفاعي اژانس د موندنو له مخې زیاتره پخواني ځانګړي ځواکونه د مقاومت جبهې سره یو ځای شوي، یا هم پټ ژوند کوي.

: ‏د پاکستان د پارلمان مرستیال قاسم سوري:

عمران خان نه د باور د رایې بیرته اخیستلو طرحه رد او خارجي ده.

: ‏د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فرخ حبیب د ایالتي پارلمانونو او ملي شور له منحلولو وروسته اپوزیسیون ایتلاف ته:

زموږ سرپرایز درته څنګه و؟

وایي، بهرنۍ دسیسه مو شنډه کړ او راتلونکو ۹۰ ورځو کې به نورې ټاکنې کېږي.

: ‏حامد میر: عمران خان تر وروستي توپ د لوبېدو ژمنه کړې وه، خو اخره کې یې ویکټې وویستې او وتښتېد.

: ‏د امریکا پخوانی ولسمشر ډونلډ ټرمپ وایي افغانستان کې د میلیونونو ډالرو په ارزښت وسلې پاتې دي او امریکايي ځواکونه دې بېرته دې هیواد ته لاړ شي.

‏ډونلډ ټرمپ د امریکا په مشیګن ایالت کې د امریکا ژغورنې د لاریون پر مهال افغانستان ته د امریکايي ځواکونو د بېرته ستنېدو وړاندیز وکړ او ویې جوبایډن ته یې وړاندیز وکړ، څو بېرته افغانستان ته سرتیري واستوي او پاتې شوې وسلې بېرته ترلاسه کړي.

‏ډونلډ ټرمپ د بایډن پر ادارې نیوکه وکړه او ویې ویل، چې دا تر ټولو احمقانه کار و چې د نړۍ پرمختللې وسلې یې په افغانستان پرېیښي دي او امریکا یې خطرونو سره مخ کړې ده.

: ‏د پاکستان ولسمشر عارف علوي د صدراعظم عمران خان په غوښتنه ددې هیواد پارلمان منحل کړ.

‏د پاکستان صدراعظم عمران د پارلمان ترمنحل کېدو وروسته په ټلویزیوني وینا کې وویل، چې خلک دې ټولټاګنو ته ځانونه چمتو کړي.

: ‏د پاکستان پارلمان منحل شو.

عمران خان د پاکستان پارلمان منحل کړ، خو هغوی بیا هم د ایاز صادق په مشرۍ غونډه وکړه.

عمران خان ته یې د عدم اعتماد ۱۹۷ اکثریت رایې وکارولې، وایي، نور عمران خان صدراعظم نه دی.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک