No-IMG

مهم ترین های امروز جمعه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: د ح.ا.ا امیر حکمتیار حفظه الله: په غالب گمان او قوي احتمال سره نن د شعبان مياشت پوره شوې او نږدې لس بجې نوې سپوږمۍ له محاق وتلې؛ په افغانستان كي نه ليدل كېږي؛ په سعودي كي ئې ليدل محتمل دي؛ اما په مصر، ليبيا او مراكش كي ليدل كېدى شي؛ نو إن شاء الله سبا به د روژې لومړۍ ورځ وي.

متأسفانه هر كال د روژې او اختر په ارتباط په اسلامي امت كي د اختلاف شاهد يو؛ په داسي حال كي چي د دوه عادل شاهدانو شهادت كافي دئ چي د سپوږمۍ په ليدو سره ټول أمت له شرق تر غرب پوري؛ هم روژه پيل كړي او هم ئې پاى ته ورسوي او اختر ولمانځي. د مطالع اختلاف نه شرعي بنسټ لري او نه علمي او عقلي. د احنافو مذهب همدا دئ او علمي رأيه همدا ده.

: د ح.ا.ا امیر حکمتیار حفظه الله:

براى افغان ها نه طرف شدن در بحران اوكراين درست و مفيد است و نه چاپ پول در امريكا. هر دو اشتباه بزرگ و جبران ناپذير خواهد بود.

موافقه با چاپ بانك نوتهاى افغانى در امريكا؛ يعنى تسليم شدن به بدترين و مضرترين شرط امريكا و تكرار تجربه بد حكومت ائتلافى به رهبرى استاد ربانى.

همه مى دانيم؛ پول هايى كه در مسكو چاپ مى شد؛ چه پيآمدهاى بدى براى افغانستان داشت؛ چاپ آن در امريكا يقيناً پيآمدهاى خيلى بدتر و زيان آورتر خواهد داشت. اگر امريكا امانت هاى اسعارى افغانستان در بانك هاى خود را منجمد مى كند و مشروط به تن دادن حكومت كابل به شرائطش مى سازد؛ با چاپ پول چه خواهد كرد؛ بخش عمده اين پول ها را در اختيار مقاومت و جبهه آزادى خود خوانده و آله دست اجنبى خواهد گذاشت. اميدواريم شاهد اين اشتباه نباشيم.

: ‏شیخ شهاب الدین دلاور سرپرست وزارت معادن و پترولیم با نماینده کمپنی قراردادی چینایی معدن مس عینک دیدار کرده است.

‏در این دیدار، هر دو جانب در مورد آغاز کار عملی پروژه مس عینک، انتقال مصوون آبدات تاریخی در نزدیکی این معدن و برابر کردن زمینه سرمایه گذاری از سوی سرمایه گذاران چینایی بر اساس یک میکانیزم بحث و گفتگو نموده اند.

: ‏د هرات حوزوي روغتون مسوولان وايي، د دې ولایت په مرکز کې د یوې چاودنې پر مهال دوه کسان وژل شوي او اته نور ټپیان دي. د دوی په وینا، دا پېښه څو شېبې وړاندې د هرات ښار دولسمې امنیتي حوزې اړوند سیمو کې رامنځ‌ته شوې. امنیتي کسانو دې مهاله په دې اړه ‌څه نه‌دي ویلي.

: ‏د پوهنې وزارت سرپرست مولوي نورالله منیر د لغمان ولایت په الینګار ولسوالۍ کې د دې ولایت د یو شمېر سیمه‌ییزو چارواکو په حضور کې د یوه دارالعلوم د بنسټ ډبره کېښودله. دا دارالعلوم به پر ۱۴ جریبه ځمکه د ۸۰۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت جوړ شي.

: ‏افغان او ایراني لوري هیله څرګنده کړه چې د دواړو هېوادونو تر منځ د شوو توافقاتو پلي کولو لپاره به په ګډه هڅې کوي څو له شته فرصتونو ګټه واخلي او د همسایه هيوادونو په توګه یو له بل سره همکار و اوسي.

: ‏متقي ویلي، چې ازبکستان د افغانستان په بهرني سیاست کې مهم ځای لري. هغه زیاته کړې، لکه څنګه چې افغانستان سویلي اسیا ته د ازبکستان لپاره د ترانزېټ ښه لاره برابروي، په ورته ډول ازبکستان تر منځنۍ اسیا او روسیې پورې د افغانستان توکو ته ښه لاره ده.

: ‏د کانونو او پټرولیم وزارت:

یو ترکي شرکت غواړي د آمو حوزې پر نفتي ذخایرو ۲۵۰ میلیونه ډالر پانګونه وکړي.

: ‏د بي بي سي راپور: د افغانستان د خصوصي پوهنتونو محصلین ۴۰ سلنه کم شوي دي.

وایي، د جمهوریت پر مهال ۱۳۴ خصوصي افغان پوهنتونو کې ۲۱۰ زره محصلین وو.

: اردوغان: (نشست سران روسیه و اوکراین در استانبول) میزبانی از نشست سران برای تغییر جهت این روند منفی به مثبت خوشحال کننده خواهد شد.

اردوغان در ارتباط با مین‌های دریایی سرگردان: فعلا مشکلی وجود ندارد، اما تدابیر اتخاذ شده را به طور جدی ادامه می‌دهیم.

: ‏مالیزیا وايي، نن میاشت ونه لیدل شوه او د یکشنبې ورځ به د روژې لومړۍ وي. نورو هیوادونو تر اوسه اعلان نه دی کړی.

‏د مالیزیا نه وروسته د اندونیزیا او برونای هیوادونو هم یکشنبه د روژې لومړۍ ورځ اعلان کړه. نورو هیوادونو تر اوسه اعلان نه دی کړی.

: ‏د قطر او ملګرو ملتونو په کوربه توب د مرستندویه هېوادونو مجازي کنفرانس افغانستان سره ۲۰۲۲ کال لپاره یوازې د ۲،۴ میلیارده ډالرو بشري مرستې ژمنه ورکړه.

: ‏د سریلنکا اقتصادي بحران:

پمپونو کې د ډیزلو د ختمېدو له امله قهرجنو لاریونوالو په ولسمشرۍ ماڼۍ برید کړی او د ولسمشر د استعفا غوښتنه کوي.

سریلنکا پریکړه کړې چې دغه هېواد کې به د ورځې ۱۰ ساعته بریښنا هم پارچاو وي.

: ‏ولادیمیر پوتین د یولک او څلوردیرش نیم زره نویو قراردادي پوځیانو د استخدام فرمان لاسلیک کړ.

خو وایي، دا د کلني قرارداد پوځیان به اوکراین ته نه استوو.

: ‏پاکستان: نن بانکونو کې یو ډالر په ۱۸۴ کلدارو او صرافیو کې په ۱۸۵ کلدارو تبادله شوی.

: ‏جرمني د ۲۰۲۲ کال لپاره افغانستان سره څه باندې ۲۲۱ میلیون ډالره مرسته اعلان کړې. همدا راز امریکا د ۲۰۴ میلیون ډالرو، اروپايي ټولنې د ۱۱۳ میلیون یورو، ناروې ۸۰ میلیونه ډالر ، قطر د ۲۵ میلیون او کویټ د ۱۰ میلیونه ډالر مرستې ژمنه کړې ده.

: ‏د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ا.ا له لوري په نجونو د زده ‌کړو د بندیز د پرېکړې په بېرته اخیستو ټینګار کړی. دغه وزارت تازه له ا.ا غوښتي چې د منځنۍ او لېسې دورې نجونو زده‌ کوونکو ته د زده کړو اجازه ورکړي.

: ‏د امریکا د بهرنیو چارو‌ وزارت ویاند «نډ پرایس» وایي چې «ترویکا پلس» یو رغنده فوروم دی او اړینه ده چې نړیوال د افغانستان په اړه خپل چلند کې متحد پاتې شي.

‏نډ پرایس وایي چې د افغانستان په اړه د امریکا، روسیې، چین او پاکستان دریځ یو دی او ټول په افغانستان کې تر شپږم ټولگي پورته د نجونو پرمخ د ښوونځیو پرانیستل غواړي.

: ‏انجمن مردم شناسی امریکا نشست آنلاین را لغو کرد که قرار بود در آن اشرف غنی رییس جمهور فراری در مورد وضعیت کنونی افغانستان صحبت کند.

‏این بنیاد میگوید که این نشست که به تاریخ ۳۱ مارچ برگزار می شد، به دلیل وضعیت غیر قابل کنترول برگزار نشد، اما شماری از منابع میگویند که نشست از سوی حکومت امریکا لغو شده است.

‏این درحالیست که اشرف غنی رییس جمهور فراری افغانستان در دورهٔ حکومتش برای منافع امریکا کار کرده بود و در روز اول به قدرت رسیدن توافقنامهٔ امنیتی یا (BSA) میان افغانستان و امریکا را امضا کرده بود.

: ‏عمران خان پرون یوې غونډي ته د وینا پر مهال ویلي چې امریکا له واک‌ څخه د نوموړي د لیري کولو لپاره سیاسي کمپاین پیل کړی دی او زیاته کړې یې ده چې امریکا غواړي روسیې ته د نوموړي د سفر له امله هغه له واک څخه لیري کړي.

‏عمران خان همداراز ویلي د پاکستان سفارت ته (د امریکا) په استول شوي لیک کې له دې هیواده غوښتل شوي څو پر یوکراین د روسیې برید وغندي او خبرداری ورکړل شوی چې که عمران خان د عدم اعتماد رایه اچونې کې له واک نه لیري نه شي نو ټول پاکستان به له سختو عواقبو سره مخ شي.

‏هممهاله د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د عمران خان دغه څرگندونې رد کړي او پر امریکا د نوموړي تورونه یې بې بنسټه بللي دي.

: ‏د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په دې هیواد کې د امریکا شارژدافیر احضار کړی او د پاکستان په کورنیو چارو کې د واشنتګټن د لاسوهنې په اړه یې ورته د اسلام آباد ژور اعتراض څرګند کړی.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک