No-IMG

حکمتيار: إن شاء الله سبا به د روژې لومړۍ ورځ وي

الحمد للّٰهِ و كفىٰ و سلام علىٰ عباده الذين اصطفىٰ و بعد: فاعوذ باللهِ من الشيطٰن الرجيم بِسۡمِ اللهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

شَهۡرُ رَمَضَانَ ٱلَّذِيٓ أُنزِلَ فِيهِ ٱلۡقُرۡءَانُ هُدٗى لِّلنَّاسِ وَبَيِّنَٰتٖ مِّنَ ٱلۡهُدَىٰ وَٱلۡفُرۡقَانِ ۚ فَمَن شَهِدَ مِنكُمُ ٱلشَّهۡرَ فَلۡيَصُمۡهُ ۖ وَمَن كَانَ مَرِيضًا أَوۡ عَلَىٰ سَفَرٖ فَعِدَّةٞ مِّنۡ أَيَّامٍ أُخَرَ ۗ يُرِيدُ ٱللّٰهُ بِكُمُ ٱلۡيُسۡرَ وَلَا يُرِيدُ بِكُمُ ٱلۡعُسۡرَ وَلِتُكۡمِلُواْ ٱلۡعِدَّةَ وَلِتُكَبِّرُواْ ٱللّٰهَ عَلَىٰ مَا هَدَىٰكُمۡ وَلَعَلَّكُمۡ تَشۡكُرُونَ ١٨٥ البقره: 185   صدق الله العظيم

وروڼو خوېندو!

په غالب گمان او قوي احتمال سره نن د شعبان مياشت پوره شوې او نږدې لس بجې نوې سپوږمۍ له محاق وتلې؛ په افغانستان كي نه ليدل كېږي؛ په سعودي كي ئې ليدل محتمل دي؛ اما په مصر، ليبيا او مراكش كي ليدل كېدى شي؛ نو إن شاء الله سبا به د روژې لومړۍ ورځ وي.

متأسفانه هر كال د روژې او اختر په ارتباط په اسلامي امت كي د اختلاف شاهد يو؛ په داسي حال كي چي د دوه عادل شاهدانو شهادت كافي دئ چي د سپوږمۍ په ليدو سره ټول أمت له شرق تر غرب پوري؛ هم روژه پيل كړي او هم ئې پاى ته ورسوي او اختر ولمانځي. د مطالع اختلاف نه شرعي بنسټ لري او نه علمي او عقلي. د احنافو مذهب همدا دئ او علمي رأيه همدا ده.

د احنافو رأى دا ده چي د نړۍ په هر ځاى كي سپوږمۍ وليدل شي؛ نو مياشت داخله شوې او د روژې مياشت پيل شوې.

لومړى دليل ئې د قرآن دغه آيت دئ چي ما تلاوت كړ؛ په دې مبارك آيت كي راغلي

د روژې مياشت هغه ده چي په هغې كي قرآن نازل شوى؛ د خلكو لپاره لارښود، د هدايت څرگندي نښي او فرقان، نو چي څوك دا مياشت ومومي هغه دي روژه ونيسي او څوك چي بيمار وي او يا په سفر كي، نو پر ده د نورو ورځو شمېر پوره كول دي، الله تاسو ته د آسانتيا اراده لري او د سختۍ اراده درته نه لري، دا د دې لپاره چي شمېر پوره كړئ او د دې لپاره چي الله د هغه څه لپاره په لويي ياد كړئ چي تاسو ئې هدايت كړئ او چي شكر وكړئ.

په دې مبارك آيت كي څو اساسي لارښووني مومو:

·          د دې مياشتي روژە د دې لپاره فرض كړى شوې چي په دې كي قرآن نازل شوى، دا د خلكو لپاره لارښود كتاب، دا د څرگندو لارښوونو او د حق او باطل تر منځ د فرق كولو لپاره روڼ څراغ، د دې ستر نعمت د شكر أداء كولو لپاره بايد روژە ونيسئ.

·          په دې روژې سره به تاسو د الله په لويي او عظمت اعتراف كړى وي او د همدې روژې او د قرآن د درناوي په وجه به مو هدايت په برخه شي.

·          له دې آيت په څرگنده توگه معلومېږي چي د روژې مياشتي په داخلېدو سره د نړۍ پر ټولو مسلمانانو روژە نيول فرض كېږي. د روژې مياشت هغه وخت پيل كېږي چي د دې مياشت سپوږمۍ له محاق ووځي او د نړۍ په كوم ځاى كي وليدل شي، له محاق وتل او چېري د هغې څرگندېدلو معنى دا ده چي نوې مياشت پيل شوې او په ټولو روژە نيول لازم شوي. د دې آيت له مخي د مطالعو اختلاف اعتبار نه لري، ځكه داسي نه ده چي مياشتي په هر هېواد كي بېل بېل پيل او پاى لري. د نړۍ په هر ځاى كي چي د نوې مياشت سپوږمۍ وليدل شي؛ معنىٰ ئې دا ده چي نوې مياشت پيل شوې؛ د ليدو لپاره ئې د دوو عادل شاهدانو گواهي كافي ده؛ د نړۍ پر ټولو مسلمانانو ئې روژه نيول فرض كېږي.

په آيت كي ويل شوي: (فَمَن شَهِدَ مِنكُمُ ٱلشَّهۡرَ فَلۡيَصُمۡهُۖ: نو چي څوك دا مياشت ومومي او په كي داخل شي؛ هغه دي روژە ونيسي)؛ داسي نه دي ويل شوي چي له تاسو څوك سپوږمۍ وگوري نو روژه دي ونیسي. يعني د روژې نيول د روژې مياشتي په پيل پوري مربوط ده؛ هر څوك چي دې مياشت ته ننوځي؛ نو روژه نيول پرې فرض شوه. البته د روژې مياشتي پيل او پاى د سپوږمۍ له مخي ټاكلى شو.

د مياشتو لپاره دوه معروف تقويمونه لرو؛ يو ئې د لمر پر محور د زمكي په حركت پوري او بل ئې د زمكي پر محور د سپوږمۍ په حركت پوري مربوط دئ، زمكه په درې سوه پنځه شپېته ورځو او څه د پاسه شپږو ساعتونو كي يو ځل د لمر پر محور څرخي، دې ته د يوه كال نوم وركړى شوى، هغه ئې په دولسو مياشتو وېشلى، ځيني ئې دېرش او ځيني ئې يو دېرش ورځي دي. او سپوږمۍ په (29 ورځو 12ساعتونو 44 دقیقو او ۲ ثانيو) کي د رؤيت پړاو بشپړوي؛ دا موده ثابته ده، كه څوك علمي محاسبې ته ارزښت وركړي نو د بشپړ كال ټولي قمري مياشتي داسي ټاكل كېدى شي چي كمى او زياتى به په كي نه راځي، د محاسبې له مخي دا معلومېدى شي چي سپوږمۍ كله خپل مياشتنى مدار بشپړوي، په كوم ځاى كي، په كوم ساعت، دقيقه او ثانيه له سترگو پټېږي او چېري، په كوم ساعت، دقيقه او ثانيه راڅرگندېږي او د نوې مياشتي مدار پيلوي.

دا چي اسلام د مياشتي د پيل او پاى لپاره رؤيت ته اعتبار وركړى؛ دا ډېره دقيقه او علمي وينا ده، ځكه د سپوږمۍ په ليدو سره ثابته كېږي چي هغه د نوې مياشتي مدار ته داخله شوې. څوك چي رؤيت ته اعتبار نه وركوي او د هري سيمي لپاره د مستقل او بېل رؤيت خبره كوي؛ ډېر كم عقله او له دين او علم بې خبر دئ.

اوس او د مخكي تللو وسائلو په مرسته؛ هغه ثانيه او سيمه هم په دقيقه توگه معلومولى شو چي سپوږمۍ له محاق وځي، د مخكينۍ مياشتي مدار ئې بشپړ كېږي او د نوې مياشتي مدار پيلوي. دا هم ډېره علمي خبره ده چي د رؤيت لپاره د دوه متقي انسانانو شهادت كافي گڼل شوى. ناپوهان او هغه ټگماران چي د دښمن له لوري گمارل شوي چي په أمت كي اختلافات راولاړ كړي؛ له دې موضوع هم د اختلاف وسيله جوړوي، شيعه او بريلويان له سعودي او سلفيانو سره د سياسي او مذهبي اختلاف له كبله روژە او اختر يوه او حتى دوه ورځي وروسته اعلانوي!! احناف د سپوږمۍ د مطالع (راڅرگندېدو) اختلاف د اعتبار وړ نه گڼي؛ د قرآن، حديث او علم وينا همدا ده.

رسول الله صلى الله عليه و سلم د قمري مياشتي د عمر په اړه څوارلس پېړۍ وړاندي فرمايلي چي قمري مياشت 29 ورځي ده؛ په داسي حال كي چي هغه مهال عام ذهنيت دا وو چي قمري مياشت دېرش ورځي ده!! دا هغه دقيقه او علمي وينا ده چي انسانان ئې اوس په حقيقت پوه شوي؛ ساينس پوهان وايي چي قمري مياشت 29 ورځي 12ساعتونه 44 دقیقې او ۲ ثانيې ده؛ يعني نه ويشت نيمي شپې ورځي.

راشئ دې رواياتو ته لږ ځير شئ:

عن بن عُمَرَ قال: قال رسولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم: "الشَّهرُ تِسعٌ وعِشرونَ لَيلَةً لا تَصوموا حَتَّى تَرَوه ولا تُفطِروا حَتَّى تَرَوه إلَّا أن يُغَمَّ عَلَيكُم فإِن غُمَّ عَلَيكُم فاقدُروا له" السنن الكبرى للبيهقي

له ابن عمر رضي الله عنهما روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: مياشت نه ويشت شپې ده؛ نو تر هغه روژه مه نيسئ چي وئې گورئ او مه ئې ماتوئ تر هغه چي وئې گورئ او كه درباندي وپوښل شوه نو ورته پياوړي شئ.

بل روايت داسي دئ:

عَنْ أبِي هُرَيْرَةَ قَالَ: ذَكَرْنَا لَيْلَةَ الْقَدْرِ عِنْدَ رَسُولِ الله صلى الله عليه وسلم فَقَالَ: "كَمْ مَضَى مِنَ الشَّهْرِ " فَقُلْنَا: مَضَى اثْنَانِ وَعِشْرُونَ يَوْماً وَبَقِي ثَمَانٍ فَقَالَ: "لا" بَلْ مَضَى اثْنَانِ وَعِشْرُونَ يَوْماً وَبَقِي سَبْعٌ؛ الشَّهْرُ تِسْعٌ وَعِشْرُونَ يَوْماً فَالْتَمِسُوهَا اللَّيْلَةَ" رواه ابن حبان

له ابو هريره روايت دئ چي وئې ويل: د رسول الله صلى الله عليه و سلم خوا ته مو د قدر شپې يادونه وكړه؛ نو وئې فرمايل: د مياشتي څومره تېره شوې؟ ومو ويل: دوه ويشت ورځي تېري شوې او اته پاته دي. نو وئې فرمايل: نه؛ بلكي دوه ويشت ورځي تېري شوې او اوه پاته دي؛ مياشت نه ويشت ورځي ده؛ نو له مخي ئې دا شپه ولټوئ.

دې ته ورته روايات زيات دي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم په مختلفو مواردو كي ويلي چي مياشت 29 ورځي ده؛ همدا بايد د روژې د مياشتي د روژو اصلي شمېر ونيسو او دېرشمه به ئې يوازي هغه مهال نيسو چي د سپوږمۍ ليدل تثبيت نشي؛ د ليدني لپاره ئې هم د دوو مسلمانو شاهدانو شهادت كافي دئ؛ دې روايت ته ځير شئ:

عن ابي هريرةَ: قال رسولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم: "صوموا لِرُؤيَتِه وأَفطِروا لِرُؤيَتِه فإِن غُمَّ عَلَيكُمُ الشَّهرُ فعُدّوا ثَلاثينَ". رَواه مسلمٌ   وَإِنْ شَهِدَ شَاهِدَانِ مُسْلِمَانِ [ذَوَا عَدْلٍ] فَصُومُوا وَأَفْطِرُوا "

له ابو هريره روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم وويل: د سپوږمۍ په ليدو سره روژه ونيسئ او په ليدو سره ئې ماته كړئ. او كه مياشت درباندي شكمنه شوه نو دېرش ئې وگڼئ.

دا هم ويل شوي: او كه دوه عادل مسلمانان ئې د ليدو شهادت وركړي نو روژه شئ او إفطار ئې كړئ.

وروڼو خوېندو!

دا نن موږ هر يو د خپل ساعت له مخي د لمونځونو اوقات معلوموو؛ په جومات كي مؤذن د يوه جدول له مخي آذان كوي؛ د پنځو لمونځو لپاره هم او د روژې د مياشتي د افطار او سحري لپاره هم؛ همداسي تاسو هر يو كولى شئ د ځينو ساعتونو له مخي د هري مياشتي پيل او پاى معلوم كړئ؛ كولى شئ په خپل مُبايل او كمپيوټر كي داسي سافټ وير او پروگرام نصب كړئ چي په دقيقه توگه تاسو ته ووايي چي د نوې مياشت په پيل كي د سپوږمۍ د راڅرگندېدو او په پاى كي ئې له سترگو پټېدو او په نوې مياشت كي د بيا راڅرگندېدو دقيقه نېټه، وخت، ساعت، دقيقه او ثانيه، هره ورځ د سپوږمۍ د طلوع او غروب وخت دروښيي؛ داسي لكه چي د لمر د طلوع او غروب وخت درښيي او همغسي لكه چي ستاسو ساعت د لمر طلوع، غروب او د لمانځه وختونه درښيي. دا اوس زما ساعت او مُبايل راته وايي: نن سهار د شعبان مياشت پوره شوه؛ نوې سپوږمۍ رابره شوې ده؛ په افغانستان كي ورځ ده نو ځكه نه ليدل كېږي؛ په هغو هېوادو كي به ليدل كېږي چي له افغانستان سره ئې د وخت توپير نږدې شاوخوا دوه ساعته وي؛ يعني چي سپوږمۍ به په مصر او له مصر آخوا هېوادونو؛ لكه ليبيا او المغرب كي ليدل كېږي.

كه تاسو د سعودي د مفتي په فتوىٰ عمل كوئ او منتظر يئ چي په سعودي كي د تلسكوپ شا ته ناست مفتي به د سپوږمۍ په اړه تاسو ته دقيق او صحيح معلومات دركړى شي؛ نو يقيناً چي اشتباه مو كړې؛ او كه مو له مصر، ليبيا او مراكش واورېدل چي سپوږمۍ وليدل شوه؛ نو پر تاسو لازمه ده چي د هغوى په فتوىٰ همداسي عمل وكړئ لكه چي په خپل هېواد يا په سعودي كي د يوه مفتي په فتوىٰ روژه نيسئ او اختر كوئ؛ آيا د دې لپاره كومه عقلي او شرعي توجيه موندلى شو چي د سعودي په فتوىٰ عمل كولى شو؛ خو د نورو هېوادو د مسلمانو مفتيانو او شاهدانو په وينا عمل نشو كولى؟! آيا دا صحيح ده چي د لمانځه د وختونو په ارتباط پر ساعت باور او عمل كولى شو؛ خو د هلال په ارتباط په خپل كمپيوټر باور او عمل نه شو كولى؟ پيشلمى او روژه ماتى يا د ساعت له مخي كوو يا د هغه مؤذن په آذان چي د يوه داسي جدول له مخي آذان كوي چي د ساعت په مرسته جوړ شوى؛ او د سپوږمۍ د مطالع او د مياشتي د پيل او پاى په اړه د ساعت او كمپيوټر دقيق او علمي معلومات د اعتبار وړ نه گڼو؟!!

زه همدا اوس د خپل مُبايل او كمپيوټر په مرسته كولى شم معلومه كړم چي دغه شېبه سپوږمۍ چېري ده او څو سلنه ئې ليدل كېږي؛ په كومه ورځ به له سترگو غائبېږي او كله به بېرته راښكاره كېږي.

لكه څنگه چي موږ پر خپلي گړۍ اعتماد كولى شو او له مخي ئې د لمانځه، پېشلمي او روژە ماتي وختونه ټاكلى شو؛ همداسي د كمپيوټر پر محاسباتو او معلوماتو اعتماد كولى شو.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک