لويه جرگه د طالب زندانيانو خوشې کول او د اوسني حکومت دوام او وخت پوره کول لپاره غوښتل شوی
په راتلونکی جرګه کی ، دډاکټر عبدالله ټیم ځکه ونډه واخیسته چه د حکومت شریک دی ،
د جرگی گډونوال به دوه اساسی پوښتنو ته ځواب وایی:
د طالب زندانیانو خوشی کیدل چه حتمی خبره ده ټول ملت ورسره موافق دی قطعا جرگی ته ضرورت نشته ،
او دوهم سوال دادی چه د اوسنی حکومت دوام غواړو
وروسته به دا پایله حکومت د طالبانو سره په بین الافغانی مذاکراتو کی د سند په ډول وړاندی کوی،
چه افغان ملت د اشرف غنی حکومت غواړی ، نه کوم بل حکومت ،
په همدی خبره به بیا تر څو کلونو په بین الافغانی خبرو کی دحل لاره ورکه وی،
اشرف غنی به خپل د واک څخه نه تیریږی او طالبان به د اشرف غنی په اداره کی د گډون څخه کرکه کوی اود حکمتیار صاحب غوندی ، نه غواړی چه د حکومت یو جز اوسی،
همسایه دښمنان هیوادونه او بین المللی استعماری ملکونه به خپله استخباراتی لوبه مخته وړی،
او حکومت به خپل فساد غلا چور ته زور ورکړی ،
ځکه چه حکومت د قانون دحاکیمیت لپاره هیڅ ډول تعهد او اراده نلری
طالبان به دخپل قوت د ښودلو لپاره نظامی یرغل ، انفجار ، انتحاری حملو ته زور ورکړی
نتیجه به یی د جګړی شدت او دوام وی چه قربانی به یی یوازی مظلوم افغان ویده ملت وی
خدای ج دی دا ملت نور خپله راویښ او متحد کړی چه د وطن او ملت واقعی دښمنان ټول په مخه کړی
امین
