په افغانانو کي اوس وخت تر بل هر هیواد، د زړه ناروغی مخ په زياتيدو دی
زلمی زابلي
په مظلومو افغانانو کی اوس وخت ، تر بل هر بهرنی هیواد ، د زړه ناروغی مخ په زیاتیدلو دی
چه اساسی علت یی د افغانانو د څلور لسیزو جگړه او تراجید ژوند ، فقر ، آواره گۍ ، جبری مهاجرتونه ، مسلکی ډاکټرانو ته نه لاسرسی او غلطه تداوی ، بی کیفیت دواوی ، د چاپیریال ککړتیااو نور عوامل شامل دې
په کابل ښار کی څو خصوصی مسلکی دزړه د ناروغیو مرکزونه فعالیت کوی چه تر یوه حده یی د افغانانو مشکل حل کړی دی ، خو اساسی خبره د زړه د ناروغیو د عملیات اوچت لګښت او د خلکو ، فقر او بی وزلۍ ده چه دداسی لوړ لګښت عملیاتونه نشی تحمل کولای
خلک مجبور دی چه د عملیات لپاره پور او قرض وکړی ، ددوستانو څخه که مرسته غواړی هغه دوستان یی خپله د اقتصادی مشکلاتو سره لاس او گریوان دی
ددی ناوړه حالت یوازینی دحل لاره داده چه د ااا د روغتیا وزارت محترم مسولین اقلا په کابل کی یوروغتون د زړه د ناروغیو د جراحی لپاره ځانگړی کړی
لګښت یی د دولت لپاره ډیر لږ دی
خو د ملت د غریب قشر لپاره به داسی یو دایمی خدمت وی چه تاریخ به ورباندی افتخار کوی
یوازی نن ورځ مو د ملت په روغتون کی داسی یو 45 کلن کس عملیات کړ چه د زړه دری واړه والونه ( Valves ) یی دفعالیت څخه لویدلی وه
دوه والونه ورته تبدیل سوه او دریم وال Valve یی ورته ترمیم سوو
دیوی غریبی کورنۍ لپاره په اوسنیو شرایطو کی دومره مصرف ، ملاماتوونکی دی
مننه کوم
