د حکمتيار صاحب دوه دېرشم درسي حلقه (سلفي شم که مذهبي پاته شم؟) تر عنوان لاندې تر سره شوه
چهارشنبه؛ د ۱۴۰۱ھش کال د حمل ۱۰مه:
د «سلفي شم که مذهبي پاته شم؟» تر عنوان لاندې د حزب اسلامي افغانستان د قدرمن أمير ښاغلي ګلبدين حکمتيار ۳۲مه درسي حلقه د بريا نړيوال ټلويزيون د غونډو په تالار کې دائره شوه چې ګڼشمېر ورونو او خویندو پهکې ګډون کړی وو.
ښاغلي حکمتيار د تېرې درسي حلقې پر دوام وويل:
د تېر درس په پای کې مو د درايت او عقل له مخې د روايت د صحت او ضعف په اړه يو مثال وړاندې کړ، په ننني درس کې به په همدې اړه د صحيح البخاري څو نور روايتونه د مثال په توګه ستاسې مخته کېږدم.
نوموړي د رواياتو په همدې لړ کې د بخاري ۳۳۹ نمبر روايت ته تفصيلاً إشاره وکړه او ويې ويل:
دا روايت د تيمم په اړه بخاري كې اوه ځله راغلی او له تبعتابعينو وروسته يو کس د «ذر» په نامه وايي چې ما له سعيد بن عبدالرحمٰن او هغه له خپل پلار اورېدلی چې وايي: عمر رضی الله عنه ته يو سړی راغی او د تيمم په اړه يې ترې وپوښتل: نو عمار بن ياسر رضی الله عنه عمر رضی الله عنه ته وويل: آيا؛ ياد دې شي چې زه او ته په يو سفر کې وو او تا مونځ ونهکړ او زه په ځمکه ورغړېدم او مونځ مې وکړ.
ښاغلي حکمتيار زياته کړه:
دا روايت د سند له مخې دومره کمزوری دی چې په پنځو طبقو کې يو يو راوي لري او هيڅ راوي يې شاهد هم نهلري، پهدې توګه تر زيات غريب هم اوښتی او د متن له پلوه هم قطعاً د منلو وړ نهدی، ځکه چې دا قطعاً د منلو نهده چې د عمر رضی الله په څېر يو شخص به د تيمم له حکم او څرنګوالي خبر نهوو او لمونځ به يې پرېښود.
نوموړي وویل:
دا تور نه يوازې د عمار بن ياسر، عمر بن الخطاب او عبدالله بن عباس رضی الله عنهم په اړه تور دی، بلکې د ټولو جليل القدر صحابهوو رضوان الله تعالیٰ عليهم أجمعين په اړه تور لګول دي، ځکه د تيمم په اړه حکم هغه وخت راغلی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم په سفر کې وو او ګڼشمېر صحابه ورسره وو، صحابهوو دين په همدغسې عملي حالاتو کې له رسول الله صلی الله عليه وسلم زدهکړی، نو څنګه به عمر رضی الله عنه د تيمم له حکم او ترتيبه ناخبر وو؟ او څنګه به يې د تيمم د نهزدهکړې له کبله مونځ پرېښوده؟ عمر رضی الله عنه خو د خندق په غزا کې هم؛ چې ډېرو صحابهوو لمونځ قضا کړ، خو هغه لمونځ پرې نهښود.
د حزب اسلامي افغانستان أمير وويل:
دې روايت او نورو برخو ته يې په پام سره دا روايت نه د منلو، نه د ويلو او نه هم د استدلال وړ دی. که څوک ووايي:
زه دا روايت نهمنم، (دا روايت عمار بن ياسر رضی الله عنه نه، بلکې هغه چا له ځان جوړ کړی چې له عمر رضی الله عنه سره عداوة لري، حتیّٰ تر دې چې د خلافت د غاصبينو له جملې يې شمېري او دغه راز د عمار بن ياسر په اړه وايي: چې هغه د تيمم په نيت په خاورو کې رغړېدو)، نو هيڅ ګناه او وبال پرې نهشته.
نوموړي وويل:
همدې ته ورته يو بل مثال هم له بخاري ستاسې مخته ږدم:
د بخاري ۲۶۸ نمبر روايت وايي:
رسول الله صلی الله عليه وسلم به د شپې او يا هم د ورځې په يوه برخه کې له خپلو ټولو مېرمنو سره يو ځای کېده او د مېرمنو شمېر يې هم يا يوولس وو يا ۹ وو؛ په همدې اړه له أنس رضی الله عنه پوښتنه شوه چې آيا رسول الله صلی الله عليه وسلم دومره طاقت درلود؟ نو هغه وویل: موږ به له ځان سره ويل چې: رسول الله صلی الله عليه وسلم د دېرشو سړيو په اندازه طاقت لري.
ښاغلي حکمتيار وويل:
دا روايت د سند له مخې تر ټولو زيات غريب دی، ځکه چې په صحابهوو، تابعينو، تبعتابعينو کې يوازې يو يو راوي لري او د متن له پلوه هم قطعاً د منلو نهدی، ځکه داسې خبره پهکې راوي ته منسوب شوې چې په هيڅ وجه ترې راوي خبرېدای نهشي. هغه څه پوهېده چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم او مېرمنو تر منځ يې څه تېرېږي؟ څنګه ترې خبر شو؟ دا کار خو د مېرمن او خاوند تر منځ راز دی او د دې راز افشاء کوونکی رسول الله صلی الله عليه وسلم ملعون ګڼلی.
ښاغلي حکمتيار زياته کړه:
دا روايت دوه برخې لري، يوه يې دا چې رسول الله صلی الله عليه وسلم به سهار او ماښام د خپلو ټولو مېرمنو پوښتنه کوله او بله برخه يې أنس رضی الله عنه دوه منسوبې خبرې او هغه هم په داسې حال کې چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم د مېرمنو شمېر ورته معلوم نه وو او وايي چې:
يا يوولس وې يا نهه؟!
نوموړی زياتوي چې:
نه قرآن دا خبره کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ته د دېرشو سړيو طاقت ورکړی شوی او نه هم هغه خپله ويلي چې زه د دېرشو سړيو په اندازه جنسي طاقت لرم، له دې کبله په ډاډه توګه ويلی شو چې دا خبره هسې چا له ځانه کړې.
قرآن خو وايي چې: رسول الله صلی الله عليه وسلم به د شپې دوه ثلثه، يا نيمايي او درېيمه حصه پر عبادت رڼوله، او د ورځې به پر دعوت مصروف وو. همداراز په رواياتو کې راغلي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم به له کومې مېرمنې سره پاتې کېده، نو ډېری ځل به يې له هغې اجازه اخيسته چې نن شپه به زه پر عبادت تېره کړم. خو له دغه روايت داسې معلومېږي چې والعياذبالله رسول الله صلی الله عليه وسلم نږدې يوولس ساعته پرلهپسې په جنسي اړيکو تېرول؟!
که دښمنان له دې خبر شي چې د مسلمانانو په يو مشهور او معتبر کتاب کې داسې خبرې راغلي نو څه به وايي؟؟
د همدې روايت په دوهمه برخه کې أنس رضی الله عنه ته داسې خبرې منسوب شوي چې د هغه په شأن کې هتک حرمت دی، د داسې خبرو جرئت يوازې هغه څوک کولای شي چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم د تعدد زوجات له حکمته خبر نهوي. او له دې هم چې هغه دا مېرمنې په کوم وخت کې کړي؟!
رسول الله صلی الله عليه وسلم لومړۍ نکاح په ۲۵کلنۍ کې له يوې څلوېښتکلنې مېرمنې خديجة الکبریٰ سره وکړه، هغه چې خپله ټوله شتمني يې د رسول الله صلی الله عليه وسلم د دعوت په کار او لاره کې مصرف کړه، له هغې وروسته يې تر پنځوس کلنۍ پورې بل واده ونهکړ. د هغې له وفات وروسته یې له يوې بلې کونډې مېرمن سودې رضی الله عنها سره واده وکړ چې نه يې مال درلود او نه يې جمال، إمتياز يې يوازې قوي إيمان وو او بس.
هغه ټولې مېرمنې يوازې د سودې رضی الله عنها په څېر د يو ديني مصلحت له کبله په نکاح اخيستې وې، اوس دې کار ته داسې يو نوم ورکول چې ګواکې هغه د جنسي اړيکو لهپاره دومره مېرمنې کړې وې، يقيناً د هغه په حق او شأن کې ستره جفا او ګستاخي ده.
د جنسي ځواک زور خو تر څلوېښتکلنۍ پورې شدت کې وي او له هغه وروسته کرار کرار کمزوری کېږي او نبي عليه السلام له پنځوس کلنۍ وروسته ډېری مېرمنې په نکاح اخيستي، له عائشې رضی الله عنها پرته چې پېغله وه، نورې يې ټولې مېرمنې کونډې او يا هم مطلقې وې.
د نوموړي پر وينا دې مواردو ته پر کتو ويلی شو چې دا او دې ورته نور روايات ټول جعلي او موضوعي دي او رسول الله صلی الله عليه وسلم ته يې نسبت کول ستره جفا ده، او دا کار کټ مټ هغه ته ورته کار دی لکه مسيحيانو چې د عيسیٰ عليه السلام په اړه په بايبل کې کړی او هغه څه يې ورته منسوب کړي چې نه هغه کړي وو او نه هم خدای تعالیٰ ورکړي.
دغهراز نوموړي د رواياتو په اړه د محدثينو په وضعکړيو قواعدو هم تفصيلي رڼا واچوله او هر يو يې په ځانګړي او بېلابېل ډول تشريح کړ او د همغه قواعدو په رڼا کې د بخاري څو نور روايتونه هم وڅېړل او د هر يو د صحت او ضعف په اړه يې له قرآنکريم ګڼشمېر آيتونه د شاهد په توګه راوړل.
د درس په پای کې قدرمن مشر د ګډونوالو پوښتنو ته هم تفصيلي او مُقنع ځوابونه ورکړل او له هغه وروسته نننۍ درسي حلقه د نوموړي په دعا ويلو پای ته ورسېده.
د حزب اسلامي افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه.
