مهم ترین های امروز پنج شنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: د ټولګټو چارو وزارت وايي، چې دغه وزارت د کابل – هرات لویه لار په اساسي ډول ترمیم او بیا رغوي.
د کابل – هرات لویه لار یوه مهمه ترانزیټي لار ده، چې له ګاونډیو هېوادونو سره د افغانستان پر نښلولو سربېره د مرکزي او جنوبي اسیا هېوادونو په وصل کې هم اساسي او بنسټیز رول لري.
✒: چین کې د افغانستان په اړه د ترویکا پلس هیوادونو ناسته جوړه شوې.
د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې ا.ا تللي پلاوي د ترویکا پلس په ناسته کې ګډون وکړ او په یو لړ مهمو موضوعاتو یې خبرې وکړې.
چارواکي وايي، غونډه کې د بشري او اقتصادي ننګونو، مثبتو تحولاتو او فرصتونو په تړاو هم شوي.
✒: نن په جنېوا کې د افغانستان لپاره د نړیوالو مرستو د راټولولو په هدف غونډه جوړېږي.
دا غونډه ملګرو ملتونو رابللې، چې قطر، بريتانيا او جرمني يي کوربه توب کوي.
✒: د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په چین کې د ګاونډیو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د ناستې په څنډه کې د ترکمنستان له بهرنیو چارو وزیر سره کتلي.
په دې مجلس کې د ټاپي او ټاپ پروژو، د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ پر سوداګرۍ، دوه اړخیزو اړیکو، او یوشمېر نورو مسایلو خبرې شوي.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي ویلي، چې افغانستان د ټاپي او نورو سترو پروژو د پلي کېدو لپاره د اسانچارۍ لپاره ټولې هڅې کوي.
✒: روسیه نخستین دیپلومات امارت اسلامی را به مسکو به گونهٔ رسمی پذیرفته است.
رسانه های روسی به نقل از سرگی لاوروف وزیر خارجۀ این کشور نگاشته اند که روسیه دیپلومات تعیین شده امارت اسلامی به مسکو را پذیرفته است.
این دیپلومات افغان یک ماه پیش به مسکو رفته بود.
✒: د هېواد خارجه وزارت سرپرست:
افغانستان کې مو ښوونځیو ته د نجونو د تګ مخه نه ده نیولې.
وایي، ۶۰ سلنه ښوونځي پرانیستي دي.
✒: دفاع وزارت: د نظامیانو لپاره دې نه وروسته د غټو ټلیفونانو (سمارټ فون) کارول منع دي.
وایي، دا موبایلونه یې له دندې او دیني وجایبو نه غافله کوي.
✒: د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره کتلي دي. سرګي لاوروف په یاده لیدنه کې له نړیوالې ټولنې څخه غوښتنه کړې ده چې په افغانستان کې فعال رول ولوبوي او له دغه جګړه ځپلي هېواد سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
✒: د اسلامی امارت تر ټولو لوی بیرغ نن په کابل کې د وزیر محمد اکبر خان سیمې ته څیرمه د لوړې تپې په سر پورته او رپانده کړ.
✒: دمیتری پسکوف، سخنگوی کاخ کرملین در یک نشست خبری اظهار داشت آمریکا که ادعا میکند ولادیمیر پوتین، رئیس جمهور روسیه درباره جنگ اوکراین گمراه شده است، از آنچه که در مسکو اتفاق میافتد بیخبر است و این ممکن است نتایج بدی در پی داشته باشد.
پسکوف با بیان اینکه آمریکا هیچ اطلاعاتی در مورد آنچه در کرملین رخ میدهد، ندارد، گفت: متاسفانه به همین دلیل نگران هستیم. وزارت خارجه آمریکا و پنتاگون هیچ اطلاع واقعی از آنچه در کرملین رخ میدهد، ندارند. آنها نمیدانند در کرملین چه میگذرد و پوتین، فرآیند تصمیم گیری و نحوه کار ما را نیز نمیفهمند.
✒: د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په یوه ټویټ کې لیکلي، په چین کې یې له امیر خان متقي سره د لېدنې پر مهال له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان پر تعامل، د نارینهوو او ښځینهوو برابرو حقونو ته د درناوي او په دې هېواد کې د ټولګډونه حکومت د جوړولو په اړه خبرې کړي.
✒: د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د تازه څرګندونو په حواله ویلي، د نړیوالې ټولنې دنده دا ده چې له افغانستان سره لومړی د بشري ستونزو په حل کې مرسته وکړي او بیا د اقتصادي او ټولنیزو برخو د بیا احیا لپاره ورته شرایط رامنځته کړي.
✒: د کاناډا د کډوالو وزیر پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، په تازه توګه نږدې ۳۰۰ افغانان کاناډا ته رسېدلې دي. د هغه په وینا، په دې هېواد کې تر دې مهاله لس زره افغان کډوالو ته پناه ورکړل شوې ده.
✒: د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې له افغانستان سره د ۲۰۰ مېلیونه یورو د مرستې اعلان وکړ او تر څنګ یې له اسلامي امارته وغوښتل چې د مرستندویه کارکوونکو امنیت دې ټنګ کړي.
✒: سپینه ماڼۍ وايي، داسې استخباراتي معلومات لري، چې ښيي د روسیې ولسمشر ولادیمر پوتین او د روسي پوځي مشرتابه تر منځ اختلاف رامنځته شوی او پر روسي اقتصاد د بندیزونو بشپړ اغېز په هکله هم نوموړي ته سم معلومات نه ورکول کېږي.
✒: د ډېره اسماعیل خان د نجونو مدرسې د استادې د قتل کیسه: مسوولان وایي، د فلاج البنات مدرسې ۱۳ کلنې شاګردې خوب لیدلی و چې استاده یې حضرت محمد (ص) ته سپکاوی کوي، د خوب او سپکاوي کیسه یې نورو استادانو ته کړې، هغوی خپلې استادې ملګرې نه په همدې خبره سر غوڅ کړی.
✒: ترکیه: د مهربانۍ کاروان په نوم مو د بشري مرستو څلورمه ۱۴۷۰ ټنه ریل محموله افغانستان ته روانه کړه.
✒: د روسیې خارجه وزیر سرګي لاوروف: د افغانستان د نوي حکومت یو تازه رالېږلي لوړپوړي ډپلوماټ ته مو د باور سند ورکړی دی.
✒: پر افغانستان د روسیې او پاکستان د خارجه وزیرانو ناسته او تمسخر:
لاوروف:
ځینو غوښتل افغانستان د نړۍ د سیاستونو په مرکز بدل کړي، اوی داذدی اوکراین ته راغلل.
قریشي:
د افغانستان موصوع نوره ختمه ده، پر هغې نور بحث ته اړتیا نه شته.
✒: د ملګرو ملتونو معاون مارټین ګریفیټس:
اوکراین پر خپل ځای مهم دی، خو وجدانا له افغانستان سره د ژمنتیا احساس کوو.
وایي، افغانستان کې د راتلونکو بدترینو پېښو مخنیوی غواړو.
✒: د قطر د خارجه وزارت ویاند ماجد الانصاري:
د کابل واکمن باید پوه شي، چې اسلامي لارښوونو کې پر ښځو محدودیت نه شته.
وایي، موږ نه غواړو افغانستان منزوي پاتې شي، ځکه دا کار راډیکالې ډلې غښتلې کوي.
✒: د ایران خارجه وزیر د چین ناستې ته:
افغانستان کې د ترهګرو ډلو فعالیت ته اندیښمن یوو.
وایي، د سیمې هېوادونه باید په دې اړه ګډ اقدامات وکړي.
✒: د فرانسې د استخباراتو مشر اریک ویداود له دې امله له دندې منفک شو چې ولې دې تېرو اووه میاشتو کې په اوکراین د روسیې د برید د احتمال اړوند کافي معلومات راجمع نه کړای شول؟
✒: پاکستاني طالبان یا ټي ټي پي وایي د روژې میاشتې په لومړۍ ورځ خپل پسرلني عملیات پیلوي
د پاکستاني طالبانو د تحریک ویاند محمد خراساني د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د پاکستان د امنیتي ځواکونو او د هغوي د همکارانو پر وړاندې ددغې ډلې پسرلني عملیات د روژې میاشتې په لومړۍ ورځ پیلیږي.
د خراساني په وینا، په دغو عملیاتو کې به ځانمرګي بریدونه، کمینونه، ماین ایښودل او هدفي وژنې شاملې وي.
د پاکستاني طالبانو تحریک له دې اعلان څخه څو ساعته مخکې د هغه برید مسوولیت هم پر غاړه واخیست چې له امله یې پاکستاني سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
✒: د روسیې او بریتانیا بهرنیو چارو وزیرانو هند سفر کړی دی.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرگي لاوروف او د بریتانیا بهرنیو چارو وزیره «لیز تروس» هند ته سفرونه کړي.
تمه کیږي چې سرگي لاوروف هند ته په خپل سفر کې د تیلو او گاز پر تجارت خبرې وکړي او د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیره «لیز تروس» هند پر یوکراین د روسیې د برید غندلو او دې هیواد سره د راکړې ورکړې درولو ته وهڅوي.
✒: د چین ولسمشر شي جینپینگ د افغانستان په اړه د گاونډیو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې ته په یوه لیکلي پیغام کې ویلي چې چين تل د افغانستان د حاکميت، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتيا درناوی کړی او د افغانستان د سوله ييز او باثباته پرمختګ ملاتړ ته ژمن دی.
شي جینپینگ ویلي چې افغانستان له ډیر وخت راهیسې له ډیرو ستونزو سره مخ دی او په ډیرو برخو کې پرمختگ ته اړتیا لري.
نوموړي همداراز ویلي چې یو پرمختللی او باثباته افغانستان د ټولو افغانانو هیله ده او د ټولو گاونډیو په گټه هم دی.
