No-IMG

زما مظلوم ورور لاهم د ګوانتانامو زندان ترخې شپې ورځې تیروي

هیواد الحمدلله له ټولو بهرنیوو ځواکونو او اشغال په بشپړه توګه ازاد شوی!

خو!

د اشغال په سبب زما مظلوم ورور لاهم د اشغال په زندان کې څه د پاسه پنځلس کاله کیږي د اسارت او زندان ترخې شپې ورځې تیروي.

که څه هم اشغالګرانود دوحې په تړون کې د ټولو افغانو مظلومو بندیانو د خلاصون وعده او تړون مخکې له مخکې امضاء کړې وه او د هماغه تړون پر اساس زرګونه افغان بندیان د باګرام امریکایې زندان او نورو څخه را خلاص شول والحمدلله .

گوانتانامو د (کیوبا) هیواد د خاورې هغه ټاپو دی چې له ټولې نړۍ بلکې ټول انسانیت سره یې اړیکه شلیدلي، هلته (انسان پر نه وهي) هلته فقط یو څو تنه مظلوم انسانان چې ترمنیځ یې زما کشر وروراسدالله (هارون) شیرزاد هم د څه د پاسه پنځلسو کلونو قرار لري یولیري پروت (ټاپو) دی چې ژمی او اوړی، دوبی او منی یې یو ډول دي.

چیرته د حرارت درجه ډېره لوړه او د استوا له خط جنوب خوا ته قرارلري چې د دغه ټاپو د پاسه یې د (ګوانتانامو) جهنمي او ظالمانه زندان جوړ شوی، ددغه زندان په څلورو طرفونو کې لوی بحر او خالي فضاء احاطه شوي چې نه د انسانان و د ورتګ امکان نشته او نه هم یو بندې کولای شي اصلاً له دې نړۍ سره اړیکه ونیسي.

په دلیل سره ویلی شو چې ګوانتانامو د ژوندیوو انسانانو هغه مقبره ده چیرته چې انسانان یو بل سره په ازاد ډول نشي لیدلی.

په هر صورت له افغان اسلامي دولت او له ټول افغان پتمن او مجاهد ولس مو لکه چې په تیرې هیله کړې وه چې په ټول توان او قدرت او هم په نیکو دعاءګانو کې زما اسیر او مظلوم ورور ته چې د تیر غربي ظالمانه اشغال او د اشغال د ټیټ سرو جاسوسانو د ناسمو راپورونو او شیطانت له قربانیانو څخه دی لاس په دعاء او په کار شي او لکه څنګه مو چې په تیر کې نه ستړي کیدونکي کوښښونه کړي ول او هم مو مخلصانه دعاء ګانې کړې وه او ستاسو هغه مخلصانه کوښښونو او دعاءګانو رنګ راوړې وه او پر هغه له ټولو ور پوري شویوو تهمتونو او تورونو لوړ سره پاک او نزیه راوتلی وه دا ځل یو وار بیا پر تاسو ګرانو، مجاهدو وطنپالو هیوادوالو د خپلې کورنۍ او خپل اسیر او مظلوم ورور په خاطر هیله څرګندو چې خپلو مخلصو دعاء ګانو کې زما ورور او د هغه زاړه مور او پلار، مظلومه کورنۍ، هیره نکړئ او لیري نده چې ستاسو وطنوالو مخلصانه دعاء ګانې او کوښښونه د هغه په عاجل، سالم او عافیت سره خلاصون کې عاجله مرسته وکړي او ټول د هغه د عاجلې ازادۍ شاهدان و او سو او د لوی او مهربانه رب شکر ادا کړو.

اللهم یا رب ببرکة هذا الشهر الفضیل حقق املنا هذا و فک قید اسیرنا و اسری المسلمین المظلومین حول العالم و بالخصوص اسری سجن (غوانتانامو) الظالم و انت القادر علی ذالک و ارح قلوبنا بخروجه و خروج جمیع المسلمین من هذا السجن و غیره في العالم یا رب العالمین.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک