آیا انسان جامع الکمالات دی؟
د پوهې او علم عرصه ډېره پراخه ده چې بېلابېل صنوف او برخې لري او هیڅ انسان جامع الکمالات او معصوم نه دی، خو انبیاء کرام معصومین و په دې مانا چې د معصیت او ګناه څخه پاک او منزه و دا هېواد د ټولو کور دی او هر صاحب نظر افغان د اسلامي عقیدې او باور خاوند دا حق لري چې خپل مثبت وړاندېزونه،نیوکې او نظریات ولري، خو د نظر خاوندان او عام انسانان ټول سره یو ډول افکار او خیالات نلري او دا د الله ﷻ سنت او طبعي امر دی ، که چېرې په کورنۍ او یا ټولنه کې مونږ دا کوښښ وکړو چې ټول یو ډول نظریات ولري ، نو نعوذ بالله مونږ د کائناتو خالق ﷻ، صانع او مالک ﷻ سره مجادله کوو.
چا چې د دیني علومو او یا عصري زده کړې وکړې په دې مانا نده چې دغه کس جامع العلوم او ماهر الفنون شو، حتي علما په اجتهاد کې خطا شوي دي او انسانانو ته جایز الخطا او د «یوسف په سورة» کې عامو انسانانو ته صاحب د «نفس اماره » خطاب شوی دی.
آدم علیه السلام په جنت کې ګناه وکړه او موسي کلیم الله ، قبطي کس په خطا مړ کړ او حضرت محمد ﷺ چې رحمة للعلمین ، اسوه حسنه او دیر زیات ښکلي او مبارک صفات لري چې د هر اړخ نه کامل انسان و خو بیا جبرئیل علیه اسلام ته وایي چې « ما أنا بقارئ » ، « عبس و تولي » او همدا شان د « عسل » ، « يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ لِمَ تُحَرِّمُ مَا أَحَلَّ اللَّهُ لَكَ ۖ تَبْتَغِي مَرْضَاتَ أَزْوَاجِكَ ۚ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَّحِيمٌ (1)» د حرام د ټاکلو داستان قرآن پوهانو ته معلوم دی او پرې پوه لري.
مونږ په افغاني ټولنه کې « مولا ، مولوي مفتي شیخ او عالم » لرو، خو هر « مولا » مولوي او هر مولوي د علومو عالم نه دی ، د عالمانو مقام او منزلت بلید معلوم شي چې عالم څوک مولوي څوک مفتي څوک طالب څوک … ؟ خو د دین هر عالم ملا او مولوي دی
همدا شان مونږ په نورو علومو او فنونو کې عالمان لرو خو فقد په خپله رشته کې عالم او متخصص دی.
اوس هر علم د منطق او استدلال پر بنسټ ولاړ دی خو د دیني علومو په نقلي او عقلي مثالونو استدلال کېږي ، کوم شي سره چې له عقل سره مطابقت ونه لري مفهوم هم نلري؛ ځکه په قرآن کې « افلا تعقلون » ، « افلا یعقلون »، « أَفَلَا يَتَدَبَّرُونَ ٱلْقُرْءَانَ أَمْ عَلَىٰ قُلُوبٍ أَقْفَالُهَآ » او د « لَآيَاتٍ لِأُولِي الْأَلْبَابِ» ، « لَآيَةً لِقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ ﴿۱۱﴾ » او « لَآيَاتٍ لِقَوْمٍ يَعْقِلُونَ ﴿۱۲﴾ » څو ځله تکرار شوي دي.
همدا شان عصري او تجربوي علوم په منطق ، عقل او تجربې ولاړ دي او باید په همدې اصل ثبوت شي
لکه څرنګه چې مونږ په هندسه ، مثلثاتو ، الجبر ، فزیک او کیمیا کې یوه قضیه ، فورمول او یا له تیورۍ سره تعریف ، مطلوب او مفروض ثبوتوو او بیا په کیمیا او فزیک کې په لابراتور کې تجربه کیږي.
اوس کله چې مونږ په تاریخي مسائلو او په سیاست کې بحث کوو، پدي مانا ندی چې مونږ د کوم شخص او اړخ توهین کوو ، ز مونږ له نیوکې څخه موخه سمون دی او که چېرې سمې او سالمې نیوکې په ټولنه کې نه وي او د هر وګړي مثبت نظر او رایې ته څوک غوږ نه شي ، نو هغه ټولنه او نظام سالم پر مختګ نکوي.
څو ورځې د مخه یو مولا صاحب سره مې بحث درلوده کله چې ورته مې د ټولنپوهنې « جامعه شناسي » یادونه وکړه نو سمد لاسه په قهر او غضب شو او « کارل مارکس » ته په ښکنځلو شو ، خو د مولا صاحب معلومات دومره لږ و چې ورته دا پوه نه وه چې د دې علم اصلي مؤسس او محقق ابن خلدون دی او هغه لړی مسلمان پوه و.
همدا شان ز مونږ په ټولنه کې ځینې داسې کسان شته چې بالکل شعر او ادب سره مخالفت لري خو دومره معلومات نلري چې په شعر کې وزن او قافیه او ادبي صنعت د اللهﷻ له کلام نه استنباط او اخیستل شوي دي.
اوس په پاي کې هیله ده چې ز مونږ هیواد وال چې د هر مکتب او مفکورې خاوندان دي ، حوصله او زغم ولري او د مقابل اړخ نیوکې او سالم نقد ته غوږ شي او په ډېر پراخ زړه او ورین تندي ورته ځواب ورکړي او مقنع استدلال ولري او په دې پوه شو چې علم بحر او سمندر دی او هیڅ انسان جامع الکمالات او ماهر الفنون ندی، دا ځکه چې عالم د ټولو علومو اللهﷻ دی او همدا وجه ده چې مونږ دا دعا کوو چې « رَبِّ زِدْنِيْ عِلْمًا، وَارْزُقْنِيْ فَهْمًا »!
