No-IMG

مهم ترین های امروز چهارشنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏وزارت خارجه میگوید که امیرخان متقی سرپرست این وزارت در رأس یک هیئت به چین رفته است.

چین امروز و فردا میزبان نشست وزیران خارجۀ کشورهای همسایه افغانستان است.

: ‏د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني د خوست، پکتیا او پکتیا ولایتونو له مخورو او سپین ږیرو سره کتلي دي.

سراج الدین حقاني ویلي، چې اسلامي  امارت له  هیچا د انتقام  اراده  نلري او له  دوی یې  غوښتي څو هغو افغانانو ته  بلنه  ورکړي چې  له  افغانستان څخه وتلي دي.

: ‏‏د افغانستان، چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو ددې هېوادونو تر منځ د درې اړخیزو ناستو پر دوام ټینګار کړی دی.

د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت وايي، په نننۍ درې اړخیزه ناسته کې افغان لوري د چین د « یوې لارې او یو کمربند» له پروژې ملاتړ کړی او دا یې د سیمه ییز اتصال لپاره ګټوره بللې.

: ‏ذبیح الله مجاهد در مراسم افتتاحیه کانال قوش تیپه:

 اگر این پروژه بزرگ عملی شود، افغانستان دیگر به مواد ارتزاقی کشورهای دیگر نیاز نخواهد داشت.

ما به کمک های بیرونی به خودکفایی رسیده نمیتوانیم، بیرونی ها اگر کمک میکند، اهداف خود را دارد.

: ‏نورالله نوري  د قوش تېپې کانال په پرانیستغونډه کې:

د شل کلنې مبارزې پایله دا شوه چې نن په ټول هېواد کې بشپړ امنیت تامین شوی دی.

هغوی چې ځانونو پورې یې بمونه تړل او د وجود هډونه یې په هوا کې شیندل، هدف یې دا و چې هېواد له اشغال څخه خلاص کړي.

: ‏ملا عبدالغني برادر د قوش تېپې کانال په پرانیستغونډه کې:

د قوش تېپې کانال ۲۸۵ کیلو متره اوږدوالی لري، چارې به یې د ۵ کلونو په جریان کې بشپړې شي او ۳ مېلیون جریبه ځمکه به خړوبه کړي.

زه له بهرنیانو هېڅکله د مرستې غوښتنه نه کوم، مونږ به له خپلو شته طبیعي منابعو څخه استفاده کوو او وطن ابادوو.

: ‏خیرالله خیرخواه د قوش تېپې کانال په پرانیستغونډه کې:

بهرني مرستندویان له افغانستان سره د مرستو په بدل کې د خپلو ګټو په لټه کې دي.

: ‏د سوداګرۍ او صنعت وزیر د قوش تېپې کانال په پرانیستغونډه کې:

افغانستان هر کال د ۲ میلیارد ډالرو په ارزښت د غنمو، غوړیو، وریجو او نورو لومړنیو توکو واردات لري.

: ‏په کابل کې د چین سفیر ویلي، له رمضان میاشتې مخکې یې په کابل کې له اړمنو کورنیو سره د خوراکي موادو ۴۰۰ کڅوړې مرسته کړې ده. هغه په یوه ټویټ کې زیاته کړې، هېواد یې چمتو دی چې له افغانانو سره د دوی د ژوند د ښه کولو په برخه کې همکاري وکړي.

: ‏د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي وايي، د افغانستان سوداګرو او پانګه‌والو یوازې په متحده عربي اماراتو کې شاوخوا ۵۲ مېلیارډ ډالره پانګه‌ونه کړې ده. نوموړی له پانګه‌والو او سوداګرو غوښتنه کوي چې په هېواد کې دننه پانګه‌ونه وکړي.

‏د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي وايي، د قوش تپې کانال کولای شي د هېواد پر ځان بسیاینه کې مرسته وکړي او هېواد ته د وارداتو په تېره د خوراکي توکو واردات ورسره کمېږي.

: ‏د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، د انګلستان لوبډلې پخوانی لوبغاړی ګراهام تورپ د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه ګومارل شوی او ډېر ژر به د ملي لوبغاړو رزونه پیل کړي.

: ‏د ننګرهار ولایت سیمه ییز امنیتي چارواکي وایي چې په دغه ولایت کې له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې شپږ سړي تښتوونکي وژل شوي دي. د ننګرهار د استخباراتو رياست ويلي چې منسوبينو يې پرون شپه د جلال اباد ښار کې شپږ سړي تښتوونکي له پښو غورځولي دي.

: ‏د اوکراين د جګړې له کبله پر روسيې د لويديځو هيوادونو بنديزونه د دې سبب شوي چې په افغانستان کې د سون توکو بيې را ټيټې شي. په کابل ښار کې چې څه موده وړاندې د هر ليتر تيلو بيې تر ۹۰ افغانيو پورې رسېدې اوس ۶۵ افغانيو ته راټيټه شوې ده.

: ‏ازبکستان له دغه هيواده، د افغانستان له لارې پاکستان ته د غځيدونکې ريل پټلۍ د جوړولو کارونه پيل کړي دي. د دې پروژې ټول لګښت پنځه ميليارده ډالره اټکل شوی چې د ازبکستان له ترمز ښاره پيل کيږي، او د مزار شريف – کابل له لارې به پېښور ته رسيږي.

: ‏درخواست اوکراین از روسیه برای باز کردن کریدورهای بشردوستانه.

ایرینا ورشوک، معاون نخست وزیر اوکراین در نشست مطبوعاتی روزانه خود اعلام کرد که آنها درخواستی برای باز کردن کریدورهای بشردوستانه را به طرف روسی ارائه کرده‌اند.

: ‏یوه فلسطیني وګړي پنځه اسراییلیان په ډزو وژلي دي. د راپورونه له مخې پېښه د بني براک په ښار کې شوې ده، چې د اسراییلو پلازمینې ته نږدې دی. امنیتي ادارو ویلي چې وسله وال کس په دې برید کې څلور ملکیان او یو پولیس وژلي دي.

: ‏د خوړو نړیوال پروګرام يا ډبلیو اېف پي وايي چې په افغانستان کې د خوړو د خوندیتوب بحران د ژوريدو په حال کې دی. د خوړو نړيوال پروګرام يوې څېړنې ښودلې چې دا مهال د افغانستان ۲۳ ملیونه وګړي د خوړو خونديتوب نه لري او دا شمېرې د لوړيدو په حال کې دي.

: ‏د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تأیید کړې چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټوماس وېسټ به په چین کې د افغانستان په اړه د ترویکاپلس په نوم غونډه کې ګډون وکړي. دا غونډه نن د افغانستان لپاره د چین، روسیې، امریکا او پاکستان د ځانګړو استازو ترمنځ جوړېږي.

: ‏څلورو اروپايي هېوادونو هالنډ، بلجيم، چک او ايرلنډ پرېکړه کړې چې یو شمېر روسي ډيپلوماتان پر اوکراین د یرغل په تړاو روسیې ته د جاسوسۍ په تور له خپلو خاورو وباسي.

: ‏د ناروې د کډوالو شورا رییس جان اګلانډ د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو ګډې ناستې له جوړېدو وړاندې په یوې اعلامیه کې ویلي، د افغانستان کړکېچ د نړۍ له سترو کړکېچونو څخه یو دی او په وینا یې دا هېواد بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

: ‏بریټانیې « د افغانستان په تړاو د بشري مرستو د راټولولو کنفرانس» په درشل کې له افغانستان سره د ۳۷۴ میلیونه ډالرو بشرپاله مرستو اعلان وکړ.

رویټرز خبري اژانس وايي، ټاکل شوې دا کنفرانس په مجازي بڼه سبا جوړ شي او له افغانستان سره به پکې د ۴.۴ میلیاردو ډالرو مرستې غوښتنه وشي.

: ‏بانک جهانی در واکنش به بسته نمودن دروازه های مکاتب بر روی دختران، چهار پروژه بزرگ اش در افغانستان را متوقف کرده است. آژانس خبری رویترز میگوید که ارزش مجموعی این پروژه ها نزدیک به 600 میلیون دالر است.

: ‏د ایران د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د ټولشموله حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په خپله ټوېټرپاڼه د امیرعبداللهیان له قوله لیکلي، چې « د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره ټولو قومونو او سیاسي ډلو ته په ونډې ورکولو د ټولشموله حکومت جوړول اړین دي

: ‏سي جي ټي اېن ټلویزیون راپور ورکړی، چې د چین د بهرنیو چارو وزیر «وانگ یي»  نن چهارشنبه له خپل روسي سیال «سرگي لاوروف» سره د چین په انخوی ولایت کې لیدلي دي.

: ‏د خیبرپښتونخوا په سوېلي وزیرستان او ټانک سیمو کې پر پاکستاني پوځيانو د دوو مرګونو بریدونو په پایله کې د یوه افسر په ګډون پنځه پاکستاني پوځیان وژل شوي او شل نور ټپيان دي. د دواړو بریدونو مسولیت تحریک طالبان پاکستان پر غاړه اخیستی دی.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک