ورور حکمتيار له علماو، جهادي او قومي مشرانو سره وليدل
سهشنبه؛ د ۱۴۰۱ھش د حمل ۹مه:
د حزب اسلامي افغانستان قدرمن أمير نن له غرمې مخکې د تخار ولايت له مشهور جهادي قوماندان ملا عبدالله شرافت، له آستراليا راغلي مېلمه استاد محمد حميد ستوراني، د باميان ولايت، پنجاب ولسوالۍ جهادي او قومي مشر قومندان سروربېک، د لغمان ولايت ديني عالم مولوي سمیع الله کفايت او له ښاغلي استاد کوچي او دغهراز د هرات ولايت له يو تن فعال ځوان ښاغلي خليل احمد نوري سره وکتل.
په دغو کتنو کې د يادو ولايتونو پر عمومي وضعيت او په ځانګړي ډول په وروستيو تحولاتو او پرمختياوو تفصيلي بحث او خبرې وشوې.
راغليو پلاويو او مېلمنو په ټوله کې د يادو ولايتونو فعلي وضعيت ښه ياد کړ او پر وينا يې چې خلک ترې راضي دي. نوموړو هيله څرګنده کړه چې د وخت په تېرېدو سره به فعلي وضعیت نور هم د ښهوالي لور ته لاړ شي.
د حزب اسلامي افغانستان قدرمن أمير بيا د ياد بحث پر دوام وويل:
د خوښۍ ځای دی چې له هر ولايت د وضعيت د ښهوالي خبرونه اورو، هيله لرو چې دا خبرونه زيات شي او هېوادوال مو د سولې او أمن په فضا کې د ډاډ او سکون ساه واخلي، جنګغوښتونکي او د دې ملت د سولې او آرامۍ دښمنان خپلو شومو او ناوړه موخو ته ونهرسېږي.
نوموړي زياته کړه:
که فعلي نظام په کور دننه او بهر له ګاونډيو هېوادونو سره پر يو سالم او سولييز سياست مخته لاړ شي، نو د مقاومت او يا هم پر نومونو او عنوانونو مخالفت او مخالفين به يې هېڅهم ونهشي کولای، د فعلي وضعيت د ښهوالي لهپاره يو ښه فرصت دادی چې روسيه او اروپا+ناټو او امريکا د اوکراين پر سر سره مصروف دي او د مخالفينو لمسون او حمايت ته ډېره توجه او فرصت نهلري.
د نوموړي پر وينا که إسلامي إمارت په کور دننه عام ولس راضي وساتي او په وړو وړو مسائلو ورسره لاس او ګرېوان نهشي، نو کولای شي چې نورې ستونزې په اسانۍ حل او مهار کړي.
د حزب اسلامي افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه.
