ښځې د کور د کار خټو، خشاکو راوړلو ته ندي پیدا!
غني جبارخيل
ځینې افغانان خپلې ښځې غرونو ته لیږي ترڅو خپلو خاوندانو ته خشاک راټول کړي بیا ورباندې تنور او نغري کې اور بل کړي.
یا پرې څېرلۍ او غواوې په غرونو او دشتو کې څروي.
لیرې لیرې کلیو ته لوی لوی دېګونه په سر یې لیږي ترڅو سوټامیر ته د څکلو لپاره اوبه چیرته راپیدا کړي.
په کیلو مترۍ کیلو مترۍ یې لیرو دشتو ته لیږي ترڅو سره یا سپینه خاوره په سر رابار کړي او د مولانا صیب د کور دیوالونه پرې خړوب کړي.
یا یې کوم زیارت ته لیږي ترڅو د سوټامیر لپاره د کاروبار تعویذ پرې وکړي.
اخر ښځې دومره حد ته لیونۍ شي چې ځان په پیریانو ونیسي،کله خپل ویښتان شلوي او کله خپل ګرېوان.
بیا یی چی د تعویذ په بهانه د کوره وباسي هلته یو هوښیار ملا لنډی همدې ته منتظر وي او پوهیږي ښځې ډیر وخت د مېړه سره ګذاره نده کړی نو اخر د هغه په څېر د جادوګرو د جنسي شکار هم شي.
یا چیرته په دشتو غرونو او ځنګلونو کې پرې جنسي تیري وشي بیا نو حاجي صیب ته بغیر د ټوپکه بله لار نه وي پاتې خپله معصومه لور هم ووژني او هلک هم.
او د نجلۍ نه بعد دده د بدبختۍ ورځې هم پیل شي.
نو! ښځې د کور د کار خټو، خشاکو راوړلو، او ستاسو د جنسي عرایضو پوره کېدو ته ندي پیدا!
بلکې پوره او سالم حق لري ترڅو زده کړې وکړي او خپل راتلونکی او اولادونه په ښه ډول وروزي او تربیه یی کړي.
د هغوۍ څخه د تعلیم حق اخیستل د خدای سره د دښمنۍ پرته بل هیڅ ندي.
او خدای پاک سره دښمني فرعون او قارون کړې وه چې د عبرت لپاره یی تر ننه کیسې کیږي.
